• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تازه خپاره شویو اسنادو د افغان جهاد لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر کارټر پټ ملاتړ افشاء کړ

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۲ GMT+۰

هغه اسناد چې تازه یې محرمیت پای ته رسېدلی ښیې، چې د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر د شوروي اتحاد پر وړاندې جنګېدونکو افغان مجاهدینو سره د وژونکو پوځي مرستو او په درېیم هېواد کې د هغوی د پوځي روزونو د زمینې برابرولو اجازه ورکړې.

دغه اسناد د امریکا د قانون په اساس د محرمیت ۴۲ کلنې دورې له پوره کېدو وروسته د واشنګټن ډي سي د ملي امنیت ارشیف له خوا خپاره شوي.

دغه سند چې د امریکا د پخواني ولسمشر کارټر له خوا لاسلیک شوی، په افغانستان کې د شوروي د پوځي مداخلې افغان مخالفانو ته د وژونکو پوځي تجهیزاتو د برابرولو اجازه ورکوي.

په دغه سند کې راغلي: "د پوځي تجهیزاتو د کارولو لپاره د افغانستان څخه بهر په مستقیمه توګه یا د درېیم هېواد له لارې روزنې چمتو کړئ."

د پاکستان سناتور مشاهد حسین سید په خواله رسنۍ اېکس د دغه سند په خپرولو سره لیکلي، چې ولسمشر کارټر په ۱۹۷۹ کال کې دغې مهمې پرېکړې له مخې؛ د پاکستان له لارې د امریکا د استخباراتو د ادارې(سي ای اې) له خوا د افغان جګړې د تمویل بنسټ کېښود.

امریکا د لسو کلونو په اوږدو کې د شوروی اتحاد د پوځې مداخلې پر وړاندې د افغان مجاهدینو پر جګړې ۲.۱ میلیارده ډالر ولګول، سعودي عربستان هم د جګړې د تمویل لپاره همدغه اندازه پیسې برابرې کړې وې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ترکیې له امریکا غوښتي چې پر غزې د اسراییل د بریدونو د دوام مخه ونیسي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د هغه امریکايي سیال انټوني بلېنکن په ټیلیفون د حماس او اسراییل ترمنځ د شخړې په اړه غږېدلي دي.

په دې خبرو کې فیدان له واشنګټن څخه غوښتي، چې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره پر غزې تړانګې او لویدیځې غاړې د اسراییل د حملو د بندولو لپاره لاره هواره کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار سالیوان د جمعې په ورځ له نتنیاهو سره له "ډېرو رغنده خبرو اترو" وروسته وویل، چې جګړه به نوي پړاو ته انتقال شي او تر ډېره به د حماس د مشرانو په نښه کولو او د استخباراتي معلوماتو په اساس د عملیاتو په ترسره کولو تمرکز وشي.

سالیوان یوې خبري غونډې ته وویل، چې په جګړه کې د اسراییل موخو ته رسېدل به میاشتې وخت ونیسي؛ مګر دا جګړه به په یو نوي پړاو کې دوام وکړي، د پراخو بمباریو او زغره والو ځمکنیو عملیاتو اوسنی بهیر به چې د ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو د پراخو تلفاتو سبب شوی، بدل شي.

هغه دا هم وویل، چې واشنګټن غواړي د ملکيانو او وسله والو ترمنځ د توپیر په اړه د اسراییل له خوا ورکړل شوی ډاډ په عمل کې وګوري.

روسیې او اوکراین پر یو بل ګڼ شمېر د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د اسوشییټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې؛ روسیې او اوکراین د پرله پسې دویمې ورځې لپاره د یو بل پر سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې په یوه برید کې ظاهراً د روسیې پوځي هوايي اډه په نښه شوې ده.

د یکشنبې ورځ د روسیې د دفاع وزارت د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي چې لږترلږه ۳۵ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې یې تېره شپه د روسیې په جنوب لویدیځ کې په درېیو سیمو کې رانسکورې کړې دي.

د روسي چارواکو په وینا؛ د دغو بریدونو په لړ کې د روسیې یوه هوايي اډه چې د اوکراین په جګړه کې کاریدونکې جیټ الوتکې پکې میشتې دي، هم په نښه شوې ده.‌

د روسیې د روستوف ولایت والي واسیلي ګولوبیف په جلا توګه موروزوفسک او یو بل ښار کې د اوکراین له لوري د ډله ییزو بې پیلوټه الوتکو بریدونو خبر ورکړی.

هغه ویلي چې ډېری بې پیلوټه الوتکې رانسکورې شوي او کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولې؛ خو د مالي زیانونه په اړه یې څه نه دي ویلي.‌

اوکراین د دغه بریدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي‌؛ خو اوکرایني رسنیو د پوځي سرچینو په حواله لیکي، چې د اوکراین پوځ او استخباراتو د مورزوفسک په هوايي اډه برید کړی او پوځي تجهیزاتو ته یې د پام وړ زیانونه وراړولي دي.

د شنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلانسکي خپل ولس ته په وینا کې ویلي وو، چې دا اونۍ یې پوځ د روسیې له خوا کاریدونکې ۱۰۴ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي.‌

د پاکستان حکومت وايي ۴ لکه ۳۵ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۰

د پاکستاني د حکومتي شمېرو له مخې؛ له دغه هېواده له تېر اکټوبر راهیسې تر ۴ لکو ۳۵ زرو بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شول. د پاکستان حکومت افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او د تېر اکټوبر په لومړیو کې یې د دوی د اېستلو لړۍ پیل کړه.

د پاکستان دولتي راډیو نن د پاکستاني چارواکو په حواله وايي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.

سره له دې چې نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو بیا - بیا له اسلام اباد غوښتي، چې د دې کډوالو ستنول وځنډوي؛ خو د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې د راتلونکي میلادي کال تر پیل پورې ټول بې اسناده کډوال ستنوي او له هغه وروسته به د قانوني کډوالو ستنول هم پیل کړي.

د بشري حقونو سازمان په ایران کې د اعدامونو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان د دغه هېواد له خلکو، مدني فعالانو او نړۍوالې ټولنې غواړي، چې په ایران کې د اعدامونو د لړۍ د مخنیوي لپاره کمپاینونه وکړي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د نوي میلادي کال په را نېږدې کېدو سره په دغه هېواد کې د اعدامونو د لړۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویي ویل، چې د روان کال له پیله تر اوسه د اسلامي دولت له خوا د اعدام شویو کسانو شمېر ۷۰۷ تنو ته رسېدلی، چې دا شمېره په تېرو اتو کلونو کې بې سارې وه.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې؛ د لیندۍ له اتلسمې تر ۲۵مې نېټې پورې ۳۱ تنه په ایران کې اعدام شوي دي.

دغه سازمان تر هغه وروسته د اعدامونو د لړۍ د بندېدو پر وړاندې د درېدو غوښتنه وکړه، چې ټاکل شوې سمیرا سبزیان د خپل خاوند د وژلو په تور تر راتلونکو څو ورځو اعدام شي.

د یادې میرمنې اعدام چې ټاکل شوې وه؛ د چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۲مه) ترسره شي، یوه اونۍ وځنډېده.‏

سمیرا سبزیان په ۱۵ کلنۍ کې واده کړی و او د دوو ماشومانو مور ده.

نوموړې تورنه ده، چې په ۱۳۹۳ کال کې یې د ۱۹ کلنۍ په عمر د خپلې ۱۴ کلنې خور او یوه بل کس په همکارۍ خپل مېړه وژلی و.

د ایران د بشري حقوقو د سازمان مدیر محمود امیر مقدم وویل: «په اوسط ډول هره ورځ له څلورو څخه د زیاتو کسانو اعدامونه باید د نړۍوالې ټولنې له غبرګون پرته نه وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټرش هم په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د دغه سازمان عمومي غونډې ته په خپل راپور کې د اعدام د سزا د پلې کېدو د چټکتیا او ودې په اړه خبرداری ورکړی و.

د راپورونو له مخې؛ سږکال په ایران کې د اعدامونو بهیر دېرش سلنه زیات شوی دی.

د زدکړو نړۍوال مشارکت شبکه د خوندي تعلیم لپاره له افغانستان سره ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۴ GMT+۰

د زدکړو نړۍوال مشارکت شبکه وايي، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د افغان زدکوونکو د خوندي زدکړو لپاره ۱۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. دا شبکه وایي؛ دا پیسې به د یونېسېف او د ماشومانو د ملاتړ موسسو له لارې مصرف او ۷.۶۶ میلیونه افغان ماشومان به ترې برخمن شي.

د امریکا متحده ایالتونو په واشنګټن کې دا شبکه په خپل بیان کې وايي، چې دا بلاعوضه مرسته به له افغان نجونو او هلکانو سره د بهتر تعلیم په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

په بیان کې د دې ادارې د مشرې لیورا فریګنټي په دې خوښي ښودلې، چې په افغانستان کې د زدکړو ملاتړ جاري ساتي.

دا پیسې پر نورو چارو سربېره د ښوونځیو پر ودانیو او د اوبو سهولتونو پر برابرولو او هم د نجونو د لومړنیو ښوونځیو لپاره د ښوونکو په توګه د ځوانو ښځو پر روزلو لګول کېږي.

د ښوونکو روزلو ته د دې مرستې ځانګړې کول په داسې مهال دي، چې طالبانو د ښځو پر کار بندیز لګولی او له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو زدکړې هم بندې کړې دي.

طالبانو د زدکړو سیستم او په دې برخه کې په نړۍواله مرسته کې پر لاسوهنه هم ښوونیز نظام زیانمن کړی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ا مریکا ځانګړې اداره یا سیګار تېر اکټوبر کې وویل؛ د طالبانو د پالیسیو له امله زدکړو ته لاسرسی محدود او کیفیت یې خراب شوی دی.

سیګار د افغانستان د تعلیم په هکله په دغه راپور کې وايي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره د ځینې عصري علومو ځای هم دیني مضامینو نیولی دی.

سیګار ویلي وو، چې د طالبانو له دې مخنیوونکو پالیسو سره - سره نړۍوالې مرستندویه ادارې د زدکړو په برخه کې مرسته کوي او هڅه کوي چې زدکړو ته لاسرسی ډېر او هم یې کیفت لوړ شي.