ترکیې له امریکا غوښتي چې پر غزې د اسراییل د بریدونو د دوام مخه ونیسي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د هغه امریکايي سیال انټوني بلېنکن په ټیلیفون د حماس او اسراییل ترمنځ د شخړې په اړه غږېدلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د هغه امریکايي سیال انټوني بلېنکن په ټیلیفون د حماس او اسراییل ترمنځ د شخړې په اړه غږېدلي دي.
په دې خبرو کې فیدان له واشنګټن څخه غوښتي، چې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره پر غزې تړانګې او لویدیځې غاړې د اسراییل د حملو د بندولو لپاره لاره هواره کړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار سالیوان د جمعې په ورځ له نتنیاهو سره له "ډېرو رغنده خبرو اترو" وروسته وویل، چې جګړه به نوي پړاو ته انتقال شي او تر ډېره به د حماس د مشرانو په نښه کولو او د استخباراتي معلوماتو په اساس د عملیاتو په ترسره کولو تمرکز وشي.
سالیوان یوې خبري غونډې ته وویل، چې په جګړه کې د اسراییل موخو ته رسېدل به میاشتې وخت ونیسي؛ مګر دا جګړه به په یو نوي پړاو کې دوام وکړي، د پراخو بمباریو او زغره والو ځمکنیو عملیاتو اوسنی بهیر به چې د ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو د پراخو تلفاتو سبب شوی، بدل شي.
هغه دا هم وویل، چې واشنګټن غواړي د ملکيانو او وسله والو ترمنځ د توپیر په اړه د اسراییل له خوا ورکړل شوی ډاډ په عمل کې وګوري.


د اسوشییټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې؛ روسیې او اوکراین د پرله پسې دویمې ورځې لپاره د یو بل پر سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې په یوه برید کې ظاهراً د روسیې پوځي هوايي اډه په نښه شوې ده.
د یکشنبې ورځ د روسیې د دفاع وزارت د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي چې لږترلږه ۳۵ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې یې تېره شپه د روسیې په جنوب لویدیځ کې په درېیو سیمو کې رانسکورې کړې دي.
د روسي چارواکو په وینا؛ د دغو بریدونو په لړ کې د روسیې یوه هوايي اډه چې د اوکراین په جګړه کې کاریدونکې جیټ الوتکې پکې میشتې دي، هم په نښه شوې ده.
د روسیې د روستوف ولایت والي واسیلي ګولوبیف په جلا توګه موروزوفسک او یو بل ښار کې د اوکراین له لوري د ډله ییزو بې پیلوټه الوتکو بریدونو خبر ورکړی.
هغه ویلي چې ډېری بې پیلوټه الوتکې رانسکورې شوي او کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولې؛ خو د مالي زیانونه په اړه یې څه نه دي ویلي.
اوکراین د دغه بریدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي؛ خو اوکرایني رسنیو د پوځي سرچینو په حواله لیکي، چې د اوکراین پوځ او استخباراتو د مورزوفسک په هوايي اډه برید کړی او پوځي تجهیزاتو ته یې د پام وړ زیانونه وراړولي دي.
د شنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلانسکي خپل ولس ته په وینا کې ویلي وو، چې دا اونۍ یې پوځ د روسیې له خوا کاریدونکې ۱۰۴ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د دغه هېواد له خلکو، مدني فعالانو او نړۍوالې ټولنې غواړي، چې په ایران کې د اعدامونو د لړۍ د مخنیوي لپاره کمپاینونه وکړي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د نوي میلادي کال په را نېږدې کېدو سره په دغه هېواد کې د اعدامونو د لړۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویي ویل، چې د روان کال له پیله تر اوسه د اسلامي دولت له خوا د اعدام شویو کسانو شمېر ۷۰۷ تنو ته رسېدلی، چې دا شمېره په تېرو اتو کلونو کې بې سارې وه.
د ایران د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې؛ د لیندۍ له اتلسمې تر ۲۵مې نېټې پورې ۳۱ تنه په ایران کې اعدام شوي دي.
دغه سازمان تر هغه وروسته د اعدامونو د لړۍ د بندېدو پر وړاندې د درېدو غوښتنه وکړه، چې ټاکل شوې سمیرا سبزیان د خپل خاوند د وژلو په تور تر راتلونکو څو ورځو اعدام شي.
د یادې میرمنې اعدام چې ټاکل شوې وه؛ د چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۲مه) ترسره شي، یوه اونۍ وځنډېده.
سمیرا سبزیان په ۱۵ کلنۍ کې واده کړی و او د دوو ماشومانو مور ده.
نوموړې تورنه ده، چې په ۱۳۹۳ کال کې یې د ۱۹ کلنۍ په عمر د خپلې ۱۴ کلنې خور او یوه بل کس په همکارۍ خپل مېړه وژلی و.
د ایران د بشري حقوقو د سازمان مدیر محمود امیر مقدم وویل: «په اوسط ډول هره ورځ له څلورو څخه د زیاتو کسانو اعدامونه باید د نړۍوالې ټولنې له غبرګون پرته نه وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتو سرمنشي انټونیو ګوټرش هم په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه د دغه سازمان عمومي غونډې ته په خپل راپور کې د اعدام د سزا د پلې کېدو د چټکتیا او ودې په اړه خبرداری ورکړی و.
د راپورونو له مخې؛ سږکال په ایران کې د اعدامونو بهیر دېرش سلنه زیات شوی دی.

په ۱۹۶۶ کال کې د ۲۰ ډالرو یو لوټ چې د چاپ په ابتدايي مراحلو کې په تېروتنې د کیلو د یو کمپنۍ سټیکر پرې چاپ شوی و، په لومړي ځل په شل زره ډالرو په هماغه کال کې د ای بې په نوم د یو ویبسایټ له لارې د ۱۲ کسانو تر داوطلبۍ وروسته وپلورل شو.
ځینې خلک بیا ادعا کوي، چې دغه سټیکر په قصدي ډول د ۲۰ ډالرو په لوټ په ټکزاس کې د پیسو د چاپولو په یوه کارخانه کې لګیدلی و.
بیا هم هېڅوک په دې په سمه توګه پوی نه شول، چې دغه سټیکر څنګه پر دغه لوټ نښلول شوی دی؛ خو دا واضح ده چې سټیکر د پیسو د چاپ په دویمه مرحله کې لګیدلی.
امریکايي ډالر په درې مرحلو کې چاپیږي؛ نو ځکه دغه سټیکر د ۲۰ ډالري لوټ د دوو طبقو ترمنځ ایسار شوی او د خزانې وزارت ټاپه او د پیسو مسلسله شمېره د همدې سټیکر پر سر راغلې ده.
د هریتیج په نوم د انتیکو اثارو د پیر د یو شرکت مشر ډسټن جانسټن ویلي، چې د هغو کسانو د خوښې وړ و، چې د پیسو کلکسیون لري او له همدې امله په لویه بیه پلورل شوی.
دغه لوټ د دویم ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال کې په یو داوطلبۍ کې په ۲۵۳۰۰ ډالرو وپلورل شو. په ۲۰۰۸ کال کې په یوه بله داوطلبۍ کې په نېږدې څلور لکه ډالره وپلورل شو، چېرې چې ۵۰ کسانو په دې لوټ داو ولګوه.
دغه لوټ تر اوسه تر ټولو قیمته پلورل شوی داسې لوټ دی، چې له یوې تېروتنې سره چاپ شوی، هغه څه چې دغه لوټ ته یې خورا ډېر ارزښت ورکړی دی.
دې ته ورته ځینې نور لوټونه هم له یوې تېروتنې سره چاپ شوي او د هغه کسانو له لورې په خورا لویه بیه پلورل شوي، چې د تېروتنې سره چاپ شویو پیسو کلکسیون ساتي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هېدربار وایي، چې راتلونکی کال باید په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز تکرار نه شي.
مېرمن بار په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې طالبانو تېر کال د ډسمبر په شلمه په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د نجونو په شتون او همدارنګه د ډسمبر په څلرویشتمه په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه او دغه ډله باید را روان کال دا پروسه تکرار نه کړي.
دغه غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې طالبانو د نجونو د روزنیزو بنسټونو د بیا پرانېستلو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
که څه هم طالبانو په پیل کې ویلي وو، چې د نجونو پر زدکړو بندیز تر امر ثاني پورې دی؛ خو اوس له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو له بنديز د دوو کلونو په تېرېدو سره د دې بهیر د بیا پیلېدو څرک نه لیدل کیږي.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د امریکايي سیال دا خبرې رد کړې، چې که مسکو د اوکراین جګړه وګټي، نو پر ناټو به برید وکړي. ښاغلی پوتین وايي، مسکو له ناټو سره جګړې ته لېوال نه دی او جو بایډن په دا ډول څرګندونو سره غواړي، خپله «ناسمه پالیسي توجیه کړي.»
په اوکراین کې جګړې پر ۱۹۶۲ کال له کیوبا توغندیز کړکېچ راهیسې تر بل هر وخت د مسکو او واشنګټن اړیکي خراب کړي دي.
جو بایډن تېر کال وویل، د روسیې او ناټو ترمنځ مخامخ ټکر به دریمې نړیوالې جګړې ته لار برابره کړي.
جو بایډن له اوکراین سره د پوځي مرستو د مخالفت په هکله خبرو کې جمهوریپالو ته وویل، که پوتین د اوکراین جګړه وګټي، نو کرار به نه شي او د ناټو پر هېواد به هم برید وکړي.
خو د روسیې ولسمشر د جو بایډن دغو خبرو ته په اشاره وايي: دا یو مخ احمقانه ده او زه فکر کوم چې بایډن هم پرې پوهېږی.
نوموړی زیاتوي، د امریکا ولسمشر په دا ډول څرګندونو سره خپله ناسمه پالیسي توجیه کول غواړي.
د ویلادیمیر پوتین په خبره، روسیه له ناټو سره د جګړې لپاره نه کومه وجه، نه څه لېوالتیا، نه څه جیو پولیټییک، سیاسي، اقتصادي یا پوځي ګټه لري.
د پوتین په خبره، روسیه او ناټو له یو بل سره د ځمکې دعوه نه لري او مسکو له دې تړون سره اړیکي پراخول غواړي.