• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولې د ۲۰ ډالرو لوټ ارزښت نېږدې ۲۰۰۰۰ چنده لوړ پلورل شوی دی؟

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۴ GMT+۰

په ۱۹۶۶ کال کې د ۲۰ ډالرو یو لوټ چې د چاپ په ابتدايي مراحلو کې په تېروتنې د کیلو د یو کمپنۍ سټیکر پرې چاپ شوی و، په لومړي ځل په شل زره ډالرو په هماغه کال کې د ای بې په نوم د یو ویبسایټ له لارې د ۱۲ کسانو تر داوطلبۍ وروسته وپلورل شو.

ځینې ​​خلک بیا ادعا کوي، چې دغه سټیکر په قصدي ډول د ۲۰ ډالرو په لوټ په ټکزاس کې د پیسو د چاپولو په یوه کارخانه کې لګیدلی و.

بیا هم هېڅوک په دې په سمه توګه پوی نه شول، چې دغه سټیکر څنګه پر دغه لوټ نښلول شوی دی؛ خو دا واضح ده چې سټیکر د پیسو د چاپ په دویمه مرحله کې لګیدلی.

امریکايي ډالر په درې مرحلو کې چاپیږي؛ نو ځکه دغه سټیکر د ۲۰ ډالري لوټ د دوو طبقو ترمنځ ایسار شوی او د خزانې وزارت ټاپه او د پیسو مسلسله شمېره د همدې سټیکر پر سر راغلې ده.

د هریتیج په نوم د انتیکو اثارو د پیر د یو شرکت مشر ډسټن جانسټن ویلي، چې د هغو کسانو د خوښې وړ و، چې د پیسو کلکسیون لري او له همدې امله په لویه بیه پلورل شوی.

دغه لوټ د دویم ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال کې په یو داوطلبۍ کې په ۲۵۳۰۰ ډالرو وپلورل شو. په ۲۰۰۸ کال کې په یوه بله داوطلبۍ کې په نېږدې څلور لکه ډالره وپلورل شو، چېرې چې ۵۰ کسانو په دې لوټ داو ولګوه.

دغه لوټ تر اوسه تر ټولو قیمته پلورل شوی داسې لوټ دی، چې له یوې تېروتنې سره چاپ شوی، هغه څه چې دغه لوټ ته یې خورا ډېر ارزښت ورکړی دی.

دې ته ورته ځینې نور لوټونه هم له یوې تېروتنې سره چاپ شوي او د هغه کسانو له لورې په خورا لویه بیه پلورل شوي، چې د تېروتنې سره چاپ شویو پیسو کلکسیون ساتي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

هېدر بار: راتلونکی کال باید د نجونو د زدکړو مخه و نه نیول شي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۰ GMT+۰

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیاله هېدربار وایي، چې راتلونکی کال باید په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز تکرار نه شي.

مېرمن بار په اېکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې طالبانو تېر کال د ډسمبر په شلمه په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې د نجونو په شتون او همدارنګه د ډسمبر په څلرویشتمه په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه او دغه ډله باید را روان کال دا پروسه تکرار نه کړي.

دغه غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې طالبانو د نجونو د روزنیزو بنسټونو د بیا پرانېستلو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

که څه هم طالبانو په پیل کې ویلي وو، چې د نجونو پر زدکړو بندیز تر امر ثاني پورې دی؛ خو اوس له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو له بنديز د دوو کلونو په تېرېدو سره د دې بهیر د بیا پیلېدو څرک نه لیدل کیږي.

د روسیې ولسمشر وايي پر ناټو د برید پلان نه لري

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۰ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د امریکايي سیال دا خبرې رد کړې، چې که مسکو د اوکراین جګړه وګټي، نو پر ناټو به برید وکړي. ښاغلی پوتین وايي، مسکو له ناټو سره جګړې ته لېوال نه دی او جو بایډن په دا ډول څرګندونو سره غواړي، خپله «ناسمه پالیسي توجیه کړي.»

په اوکراین کې جګړې پر ۱۹۶۲ کال له کیوبا توغندیز کړکېچ راهیسې تر بل هر وخت د مسکو او واشنګټن اړیکي خراب کړي دي.

جو بایډن تېر کال وویل، د روسیې او ناټو ترمنځ مخامخ ټکر به دریمې نړیوالې جګړې ته لار برابره کړي.

جو بایډن له اوکراین سره د پوځي مرستو د مخالفت په هکله خبرو کې جمهوریپالو ته وویل، که پوتین د اوکراین جګړه وګټي، نو کرار به نه شي او د ناټو پر هېواد به هم برید وکړي.

خو د روسیې ولسمشر د جو بایډن دغو خبرو ته په اشاره وايي: دا یو مخ احمقانه ده او زه فکر کوم چې بایډن هم پرې پوهېږی.

نوموړی زیاتوي، د امریکا ولسمشر په دا ډول څرګندونو سره خپله ناسمه پالیسي توجیه کول غواړي.

د ویلادیمیر پوتین په خبره، روسیه له ناټو سره د جګړې لپاره نه کومه وجه، نه څه لېوالتیا، نه څه جیو پولیټییک، سیاسي، اقتصادي یا پوځي ګټه لري.

د پوتین په خبره، روسیه او ناټو له یو بل سره د ځمکې دعوه نه لري او مسکو له دې تړون سره اړیکي پراخول غواړي.

د الجزیرې شبکه په غزه کې د خپل خبریال د وژل کېدو قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۶ GMT+۰

د الجزیرې شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د خپل خبریال د «قتل» قانوني قضیه چمتو کوي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کوي. د الجزیرې ټلویزیون خبریال سامر ابو دقه د تېرې جمعې په ورځ د غزې په خان یونس کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په توغندیز برید کې ووژل شو.

الجزیرې ویلي چې د اسراییلي پوځ له خوا د توغندیو ډزې د سامر ابو دقه د «مرګونې ټپي کیدو» لامل شوې دي.

دغې شبکې په یوه بیان کې لیکلي، چې د نړیوالې حقوقي ډلې او په دې برخه کې د کارپوهانو په ګډون یې یوه کاري ډله جوړه کړې، چې د دغه خبریال د وژنې هر اړخیزه دوسیه د نړیوالې جنایي محکمې څارنوالۍ ته وړاندې کړي.

د دغه خبر په ځواب کې اسراییل وویل چې دوی «هیڅکله» په قصدي توګه خبریالان نه په نښه کوي خو په توده جګړه کې د خبریالانو شتون خپله هم «طبیعي ګواښونه» لري.

د جرمونو نړیواله محکمه دا مهال په فلسطین او اسراییل کې د احتمالي جرمونو په اړه څېړنه کوي.

اسراییل د فلسطین په خاوره کې د جرمونو د نړیوالې محکمې واک په رسمیت نه پیژني او مخکې یې هم له دې محکمې سره له همکارۍ ډډه کړې وه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

ډونلډ ټرمپ: 'ناقانونه' پناه غوښتونکي زموږ د هېواد په وینه کې 'زهر' ګرځي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د امریکا د راتلونکي کال په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند وايي: «ناقانونه پناه غوښتونکي زموږ د هیواد وینه زهري کوي.» تر دې مخکې پر ډونلډ ټرمپ نیوکه کونکو د پناه غوښتونکو په اړه د هغه ورته څرګندونې «توکمپالنه» او د «نازي» ادب پالنه بللې وه.

ډونلډ ټرمپ دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۵مه) په نیو همپشایر ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال وکړې.

د سپټمبر په وروستیو کې د امریکا پخواني ولسمشر د پناه غوښتونکو په اړه له «نیشنل پلس» وېبپاڼې سره په مرکه کې د «وینې زهري کولو» اصطلاح کارولې وه، چې په اړه یې پراخې نیوکې وشوې.

جیسن سټینلي، د ییل پوهنتون پروفیسور او د فاشیزم په اړه د کتاب لیکوال وايي چې د ټرمپ لخوا د داسې ادبیاتو کارول ګواښوونکي دي. د ښاغلي سټینلي په وینا، د ټرمپ دا څرګندونې د نازي مشر اډولف هټلر د هغه د کتاب «زما جګړه» کې د بیانونو تکرار دی. په هغه کتاب کې هټلر د یهودانو له خوا د «جرمني د وینو زهري کولو» په اړه خبرداری ورکړی و.

ډونلډ ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې پرسوېلي امریکا سربېره له اسیا او افریقا څخه هم «نا قانونه» کډوال امریکا ته را ننوځي. د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر زیاته کړه: «دوی له ټولې نړۍ څخه زموږ هیواد ته را روان دي.»

ټرمپ ژمنه کړې چې که د امریکا د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شي، د «نا قانونه کډوالۍ» پر وړاندې به مبارزه کوي او قانوني کډوالۍ به هم را کموي.

زیلانسکي:‌ په یوه اونۍ کې مو د روسیې له ۱۱۲ بې پیلوټه الوتکو نه ۱۰۴ ویجاړې کړې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي خپل ولس ته په وینا کې ویلي چې دا اونۍ یې پوځ د روسیې لخوا کاریدونکې شهید نومو ۱۱۲ بې پیلوټه الوتکو له ډلې یې ۱۰۴ ویجاړې کړې دي.‌

هغه په خپله وینان کې ویلي:”زه غواړم زموږ د اسمان د مدافعینو ستاینه وکړم: دوی یوازې په یوه شپه کې ۳۰ شهید نومې بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې. په ټوله کې، د روسیې لخوا له کارول شويو ۱۱۲ بې پیلوټه الوتکو څخه ۱۰۴ په دې اونۍ کې ویجاړ شوې دي.“

نوموړي تینګار کړی چې د روسیې هره ویجاړه شوې بې پیلوټه الوتکه د ژوند ژغورلو او د زیربناوو د خوندي کولو مانا لري.

هغه ویلي چې اوکراین ته د دوی د متحدینو لخوا ورکړل شوي دفاعي سیسټمونه ډېر ښه کار کوي.

زیلانسکي ويلي چې د هوايي دفاعي سیسټموونو د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي او دا چې په دې اړه د نړۍ له مشرانو سره موافقې ته رسیدلي دي او په دې برخه کې به له اوکراین سره مرسته وشي.

هغه دغه راز ویلي چې د وسلو په برخه کې یې شکایتونه اوریدلي او د نوو وسلو د تولید او د وسلو د ترمیم په اړه یې خپلو متحدینو سره خبرې کړي‌ او په دې برخه کې به ستونزې حل شي.

هغه ویلي چې موخه یې دا ده چې د اوکراین ځواک لا ډېر شي او هره میاشت دفاعي وړتیا باید لا پراخه شي.