• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې ولسمشر وايي پر ناټو د برید پلان نه لري

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۵۰ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د امریکايي سیال دا خبرې رد کړې، چې که مسکو د اوکراین جګړه وګټي، نو پر ناټو به برید وکړي. ښاغلی پوتین وايي، مسکو له ناټو سره جګړې ته لېوال نه دی او جو بایډن په دا ډول څرګندونو سره غواړي، خپله «ناسمه پالیسي توجیه کړي.»

په اوکراین کې جګړې پر ۱۹۶۲ کال له کیوبا توغندیز کړکېچ راهیسې تر بل هر وخت د مسکو او واشنګټن اړیکي خراب کړي دي.

جو بایډن تېر کال وویل، د روسیې او ناټو ترمنځ مخامخ ټکر به دریمې نړیوالې جګړې ته لار برابره کړي.

جو بایډن له اوکراین سره د پوځي مرستو د مخالفت په هکله خبرو کې جمهوریپالو ته وویل، که پوتین د اوکراین جګړه وګټي، نو کرار به نه شي او د ناټو پر هېواد به هم برید وکړي.

خو د روسیې ولسمشر د جو بایډن دغو خبرو ته په اشاره وايي: دا یو مخ احمقانه ده او زه فکر کوم چې بایډن هم پرې پوهېږی.

نوموړی زیاتوي، د امریکا ولسمشر په دا ډول څرګندونو سره خپله ناسمه پالیسي توجیه کول غواړي.

د ویلادیمیر پوتین په خبره، روسیه له ناټو سره د جګړې لپاره نه کومه وجه، نه څه لېوالتیا، نه څه جیو پولیټییک، سیاسي، اقتصادي یا پوځي ګټه لري.

د پوتین په خبره، روسیه او ناټو له یو بل سره د ځمکې دعوه نه لري او مسکو له دې تړون سره اړیکي پراخول غواړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د الجزیرې شبکه په غزه کې د خپل خبریال د وژل کېدو قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۶ GMT+۰

د الجزیرې شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د خپل خبریال د «قتل» قانوني قضیه چمتو کوي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کوي. د الجزیرې ټلویزیون خبریال سامر ابو دقه د تېرې جمعې په ورځ د غزې په خان یونس کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په توغندیز برید کې ووژل شو.

الجزیرې ویلي چې د اسراییلي پوځ له خوا د توغندیو ډزې د سامر ابو دقه د «مرګونې ټپي کیدو» لامل شوې دي.

دغې شبکې په یوه بیان کې لیکلي، چې د نړیوالې حقوقي ډلې او په دې برخه کې د کارپوهانو په ګډون یې یوه کاري ډله جوړه کړې، چې د دغه خبریال د وژنې هر اړخیزه دوسیه د نړیوالې جنایي محکمې څارنوالۍ ته وړاندې کړي.

د دغه خبر په ځواب کې اسراییل وویل چې دوی «هیڅکله» په قصدي توګه خبریالان نه په نښه کوي خو په توده جګړه کې د خبریالانو شتون خپله هم «طبیعي ګواښونه» لري.

د جرمونو نړیواله محکمه دا مهال په فلسطین او اسراییل کې د احتمالي جرمونو په اړه څېړنه کوي.

اسراییل د فلسطین په خاوره کې د جرمونو د نړیوالې محکمې واک په رسمیت نه پیژني او مخکې یې هم له دې محکمې سره له همکارۍ ډډه کړې وه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په غزه کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

ډونلډ ټرمپ: 'ناقانونه' پناه غوښتونکي زموږ د هېواد په وینه کې 'زهر' ګرځي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۳۷ GMT+۰

د امریکا د راتلونکي کال په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو مخکښ نوماند وايي: «ناقانونه پناه غوښتونکي زموږ د هیواد وینه زهري کوي.» تر دې مخکې پر ډونلډ ټرمپ نیوکه کونکو د پناه غوښتونکو په اړه د هغه ورته څرګندونې «توکمپالنه» او د «نازي» ادب پالنه بللې وه.

ډونلډ ټرمپ دغه څرګندونې د شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۵مه) په نیو همپشایر ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال وکړې.

د سپټمبر په وروستیو کې د امریکا پخواني ولسمشر د پناه غوښتونکو په اړه له «نیشنل پلس» وېبپاڼې سره په مرکه کې د «وینې زهري کولو» اصطلاح کارولې وه، چې په اړه یې پراخې نیوکې وشوې.

جیسن سټینلي، د ییل پوهنتون پروفیسور او د فاشیزم په اړه د کتاب لیکوال وايي چې د ټرمپ لخوا د داسې ادبیاتو کارول ګواښوونکي دي. د ښاغلي سټینلي په وینا، د ټرمپ دا څرګندونې د نازي مشر اډولف هټلر د هغه د کتاب «زما جګړه» کې د بیانونو تکرار دی. په هغه کتاب کې هټلر د یهودانو له خوا د «جرمني د وینو زهري کولو» په اړه خبرداری ورکړی و.

ډونلډ ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې پرسوېلي امریکا سربېره له اسیا او افریقا څخه هم «نا قانونه» کډوال امریکا ته را ننوځي. د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر زیاته کړه: «دوی له ټولې نړۍ څخه زموږ هیواد ته را روان دي.»

ټرمپ ژمنه کړې چې که د امریکا د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شي، د «نا قانونه کډوالۍ» پر وړاندې به مبارزه کوي او قانوني کډوالۍ به هم را کموي.

زیلانسکي:‌ په یوه اونۍ کې مو د روسیې له ۱۱۲ بې پیلوټه الوتکو نه ۱۰۴ ویجاړې کړې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۵ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي خپل ولس ته په وینا کې ویلي چې دا اونۍ یې پوځ د روسیې لخوا کاریدونکې شهید نومو ۱۱۲ بې پیلوټه الوتکو له ډلې یې ۱۰۴ ویجاړې کړې دي.‌

هغه په خپله وینان کې ویلي:”زه غواړم زموږ د اسمان د مدافعینو ستاینه وکړم: دوی یوازې په یوه شپه کې ۳۰ شهید نومې بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې. په ټوله کې، د روسیې لخوا له کارول شويو ۱۱۲ بې پیلوټه الوتکو څخه ۱۰۴ په دې اونۍ کې ویجاړ شوې دي.“

نوموړي تینګار کړی چې د روسیې هره ویجاړه شوې بې پیلوټه الوتکه د ژوند ژغورلو او د زیربناوو د خوندي کولو مانا لري.

هغه ویلي چې اوکراین ته د دوی د متحدینو لخوا ورکړل شوي دفاعي سیسټمونه ډېر ښه کار کوي.

زیلانسکي ويلي چې د هوايي دفاعي سیسټموونو د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي او دا چې په دې اړه د نړۍ له مشرانو سره موافقې ته رسیدلي دي او په دې برخه کې به له اوکراین سره مرسته وشي.

هغه دغه راز ویلي چې د وسلو په برخه کې یې شکایتونه اوریدلي او د نوو وسلو د تولید او د وسلو د ترمیم په اړه یې خپلو متحدینو سره خبرې کړي‌ او په دې برخه کې به ستونزې حل شي.

هغه ویلي چې موخه یې دا ده چې د اوکراین ځواک لا ډېر شي او هره میاشت دفاعي وړتیا باید لا پراخه شي.

ایران په سیستان بلوچستان کې یو کس «اسراییل ته د جاسوسۍ» په تور اعدام کړ

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د ایران رسمي خبري اژانس ايرنا نن د سيستان بلوچيستان په زاهدان زندان کې اسرايیل ته د جاسوسۍ په تور د یو کس د اعدام خبر ورکړ. دا اعدام یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې بلوڅ وسلوالو په دغه ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز په برید کې ۱۱ پولیس ووژل.

ایرنا د حکومتي‌اعلامیې خپرولو سره وايي: «دغه کس له بهرنیو استخباراتو په تېره موساد سره اړيکه درلوده او دوی ته يې منظم شوي محرم اسناد راټولو او برابرول.»

دا معلومه نه ده، چې دا سړی کله نیول شوی> خو ایرنا راپور ورکړی، چې د هغه استیناف غوښتنه رد شوې وه.

په ورته وخت کې د ایران دولتي تلویزیون په راسک ښار کې د ۱۱ ایراني پولیسو د جنازې مراسمو د اعلان خبر ورکړی.

په راسک ښار کې د جمعې د سهار د حملې مسوولیت جیش العدل ډلې په غاړه اخيستی.

سيستان بلوچستان ولایت له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري،

دا پوله له ډېر وخت د امنيتي ځواکونو او سني وسلوالو ترمنځ د نښتو او مرګ ژوبلې شاهده وي.

د دې ښار نفوس له سني مسلمانانو جوړ دی او د ایراني حکومت پر چلن نیوکې کوي.

اسراییلي یرغمل چې په غلطۍ د دغه هیواد پوځیانو وژلي، سپین بیرغونه یې په لاس کې وو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د شنبې په ورځ په خپرو شوو لومړنیو څیړنو کې راغلي چې، درې اسراییلي یرغمل چې د اسرايیل د پوځ له خوا په غلطۍ په غزه کې وژل شوي، سپین بیرغونه یې په لاس کې وو. دا پېښه پرون په غزه کې شوې چې پکې د حماس وسله وال د اسراییل له پوځ سره په سخته جګړه کې ښکیل دي.

د اسراییل یو پوځي چارواکي د شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه درې یرغمل بې کمیسه ولاړ وو او هر یو یې په لاس کې یو سپین بیرغ په لاس کې نیولی وو.

کله چې اسراییلي سرتیرو دغه یرغمل ولیدل، د اسراییلي رسنیو په وینا د تهدید احساس یې وکړ او پر هغوی یې ډزې وکړې، چې دوه یرغمل سملاسي ووژل شول او دریم یې ټپي شو چې په عبراني ژبه یې د مرستې غوښتنه کوله.

دغه چارواکي ویلي،”سملاسي د کنډک قوماندان د اوربند امر صادروي، خو بیا د دریم کس پر لور نورې ډزې وشوې او هغه هم ووژل شو.“

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ دا پیښه "د نه زغملو تراژیدي" بللې ده.

نتنیاهو په اکس خواله رسنۍ یو پیغام کې لیکلي: "زه د اسراییل له ټولو خلکو سره یوځای د دغه ژور غم لپاره خپل سر ټیټوم." "ټول اسراییل نن د دغو کسانو په وژل کیدو غمجن دي."

درې وژل شوي یرغمل الون شمریز، سمر الطلقا او یوتم حمیم دي، چې د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د حماس د برید په لړ کې تښتول شوي وو.

په دغه برید کې۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۴۰ کسان د حماس له خوا یرغمل شوي وو چې له سلو زیات کسان لا هم په غزه کې د حماس په بند کې دي.

د اسراییل د پوځ لخوا په غلطۍ د یرغملو د وژل کیدو تر اعلان وروسته، د اسراییل په تل ابیب ښار پراخ لاریونونه شوي دي.‌