• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زیلانسکي:‌ په یوه اونۍ کې مو د روسیې له ۱۱۲ بې پیلوټه الوتکو نه ۱۰۴ ویجاړې کړې

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۵۱ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي خپل ولس ته په وینا کې ویلي چې دا اونۍ یې پوځ د روسیې لخوا کاریدونکې شهید نومو ۱۱۲ بې پیلوټه الوتکو له ډلې یې ۱۰۴ ویجاړې کړې دي.‌

هغه په خپله وینان کې ویلي:”زه غواړم زموږ د اسمان د مدافعینو ستاینه وکړم: دوی یوازې په یوه شپه کې ۳۰ شهید نومې بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې. په ټوله کې، د روسیې لخوا له کارول شويو ۱۱۲ بې پیلوټه الوتکو څخه ۱۰۴ په دې اونۍ کې ویجاړ شوې دي.“

نوموړي تینګار کړی چې د روسیې هره ویجاړه شوې بې پیلوټه الوتکه د ژوند ژغورلو او د زیربناوو د خوندي کولو مانا لري.

هغه ویلي چې اوکراین ته د دوی د متحدینو لخوا ورکړل شوي دفاعي سیسټمونه ډېر ښه کار کوي.

زیلانسکي ويلي چې د هوايي دفاعي سیسټموونو د لا پیاوړتیا لپاره کار کوي او دا چې په دې اړه د نړۍ له مشرانو سره موافقې ته رسیدلي دي او په دې برخه کې به له اوکراین سره مرسته وشي.

هغه دغه راز ویلي چې د وسلو په برخه کې یې شکایتونه اوریدلي او د نوو وسلو د تولید او د وسلو د ترمیم په اړه یې خپلو متحدینو سره خبرې کړي‌ او په دې برخه کې به ستونزې حل شي.

هغه ویلي چې موخه یې دا ده چې د اوکراین ځواک لا ډېر شي او هره میاشت دفاعي وړتیا باید لا پراخه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ایران په سیستان بلوچستان کې یو کس «اسراییل ته د جاسوسۍ» په تور اعدام کړ

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د ایران رسمي خبري اژانس ايرنا نن د سيستان بلوچيستان په زاهدان زندان کې اسرايیل ته د جاسوسۍ په تور د یو کس د اعدام خبر ورکړ. دا اعدام یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې بلوڅ وسلوالو په دغه ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز په برید کې ۱۱ پولیس ووژل.

ایرنا د حکومتي‌اعلامیې خپرولو سره وايي: «دغه کس له بهرنیو استخباراتو په تېره موساد سره اړيکه درلوده او دوی ته يې منظم شوي محرم اسناد راټولو او برابرول.»

دا معلومه نه ده، چې دا سړی کله نیول شوی> خو ایرنا راپور ورکړی، چې د هغه استیناف غوښتنه رد شوې وه.

په ورته وخت کې د ایران دولتي تلویزیون په راسک ښار کې د ۱۱ ایراني پولیسو د جنازې مراسمو د اعلان خبر ورکړی.

په راسک ښار کې د جمعې د سهار د حملې مسوولیت جیش العدل ډلې په غاړه اخيستی.

سيستان بلوچستان ولایت له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري،

دا پوله له ډېر وخت د امنيتي ځواکونو او سني وسلوالو ترمنځ د نښتو او مرګ ژوبلې شاهده وي.

د دې ښار نفوس له سني مسلمانانو جوړ دی او د ایراني حکومت پر چلن نیوکې کوي.

اسراییلي یرغمل چې په غلطۍ د دغه هیواد پوځیانو وژلي، سپین بیرغونه یې په لاس کې وو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۸ GMT+۰

د شنبې په ورځ په خپرو شوو لومړنیو څیړنو کې راغلي چې، درې اسراییلي یرغمل چې د اسرايیل د پوځ له خوا په غلطۍ په غزه کې وژل شوي، سپین بیرغونه یې په لاس کې وو. دا پېښه پرون په غزه کې شوې چې پکې د حماس وسله وال د اسراییل له پوځ سره په سخته جګړه کې ښکیل دي.

د اسراییل یو پوځي چارواکي د شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دغه درې یرغمل بې کمیسه ولاړ وو او هر یو یې په لاس کې یو سپین بیرغ په لاس کې نیولی وو.

کله چې اسراییلي سرتیرو دغه یرغمل ولیدل، د اسراییلي رسنیو په وینا د تهدید احساس یې وکړ او پر هغوی یې ډزې وکړې، چې دوه یرغمل سملاسي ووژل شول او دریم یې ټپي شو چې په عبراني ژبه یې د مرستې غوښتنه کوله.

دغه چارواکي ویلي،”سملاسي د کنډک قوماندان د اوربند امر صادروي، خو بیا د دریم کس پر لور نورې ډزې وشوې او هغه هم ووژل شو.“

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ دا پیښه "د نه زغملو تراژیدي" بللې ده.

نتنیاهو په اکس خواله رسنۍ یو پیغام کې لیکلي: "زه د اسراییل له ټولو خلکو سره یوځای د دغه ژور غم لپاره خپل سر ټیټوم." "ټول اسراییل نن د دغو کسانو په وژل کیدو غمجن دي."

درې وژل شوي یرغمل الون شمریز، سمر الطلقا او یوتم حمیم دي، چې د اکتوبر په اوومه پر اسراییل د حماس د برید په لړ کې تښتول شوي وو.

په دغه برید کې۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۴۰ کسان د حماس له خوا یرغمل شوي وو چې له سلو زیات کسان لا هم په غزه کې د حماس په بند کې دي.

د اسراییل د پوځ لخوا په غلطۍ د یرغملو د وژل کیدو تر اعلان وروسته، د اسراییل په تل ابیب ښار پراخ لاریونونه شوي دي.‌

د پوتین پلویانو په رسمي توګه هغه د روسیې ولسمشرۍ ټاکنو ته خپلواک نوماند کړ

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د روسیې دولتي خبري اژانسونو د راپور له مخې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پلویانو د شنبې په ورځ هغه په رسمي ډول د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د یوه خپلواک نوماند په توګه نومولی دی.

د روسیې د ټاکنوې د قانون له مخې هغه نوماندان چې د یو ګوند له ادرسه نه وی راغلي، باید لږ تر لږه د ۵۰۰ پلویانو د یوې ډلې له خوا نوماند شي.

خپلواک نوماند باید د خپلو درې لکه ملاتړو لاسلیکونه راټول کړي.

په هغه ډله کې چې پوتین یې نومولی، د روسیې د واکمن ګوند، متحدې روسې لوړپوړي چارواکي، د روسیې مشهور سینمايي لوبغاړي، سندرغاړي، ورزشکاران او نور عامه شخصیتونه شامل دي.

د خلکو د جبهې په نوم د یو سیاسي ایتلاف د اجرایوي کمیټې مشر میخایل کوزنیتسوف په یوه غوڼډه کې له راټولو شوو کسانو وپوښتل: "هر هغه څوک چې د روسیې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د ولادیمیرویچ پوتین د نوماندۍ ملاتړ کوي، رایه دې ورکړي. څوک د هغه ملاتړ کوي؟"

د خلکو جبهه هغه سیاسي ایتلاف دی چې په ۲۰۱۱ کال کې د پوتین له خوا رامنځ ته شوی وو.

له رای اچونې وروسته، کوزنیتسوف اعلان وکړ چې دې ډلې د رایو په اتفاق د پوتین د نوماندۍ لپاره رایه ورکړه.

د روسیې د ټاکنو د قوانینو له مخې، هغه نوماندان چې د داسې ګوندونو له ادرسه راځي چې روسیې د پارلمان په یوخ ځانګړي مجلس یا دوما کې استازي نه لري او یا قانون جوړوونکې جرګه کې دریمه برخه غړي نه لري،‌ باید د دغه هیواد له ۴۰ سیمو د یو لکو کسانو اماضاګانې راټولې کړي.‌ هغه کاندیدان چې په خپواکه ټوګه ځان نوماندوي، باید د دغه هیواد له ۴۰ سیمو د درې لکه کسانو امضاګانې راټولې کړي.‌

هغه کاندیدان چې په خپلواکه ټوګه ځان نوماندوي، باید د دغه هیواد له ۴۰ سیمو د درې لکه کسانو امضاګانې راټولې کړي.‌

پوتین هم باید دغه معیارونه پوره کړي، چې تر دې وړاندې یې د معیارونو پوره کولو لپاره د کلونو په اوږدو کې له بیلابیلو لارو کار اخیستی دی.

پوتین په ۲۰۱۸ کال کې د خپلواک کاندید په توګه ودرېد او د هغه کمپاین لاسلیکونه راټول کړل.

په ۲۰۱۲ کال کې بیا، نوموړی د کریملین د متحدې روسیې د ګوند د نوماند په توګه ټاکنو کې ګډون وکړ، چې لاسلیکونو راټولولو ته یې اړتیا نه وه.

له ککړې هوا سره د مقابلې لپاره د پاکستان په تاریخ کې اول وار په لاهور کې مصنوعي باران وشو

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د پاکستان په پنجاب کې چارواکي وايي، د دې صوبې په لاهور کې د ککړې هوا د کمولو لپاره نن د دغه ستر صنعتي ښار په لسو سیمو کې مصنوعي باران وورېد. د پنجاب سرپرست سروزیر سید محسن نقوي خپل اېکس کې لیکلي، د دغه باران په ورښت کې ور سره متحده عربي اماراتو مرسته کړې ده.

لاهور تېره میاشت د نړۍ تر ټولو ککړ ښار وبلل شو.

حکومت له ککړې هوا سره بیا بیا مختلفو سیمو کې دوکانونه، دولتي ادارې او ښوونیز مرکزونه وتړل، خو د دې ککړتیا په کمولو کې پاتې راغی.

د پاکستان چارواکو له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره مصنوعي باران ته مخه کړه او اوس وايي چې دا باران له لسو تر ۱۵ کیلومتره سیمه کې ورول شوی دی.

محسن نقوي وايي، پر دغه باران بل لګښت نه دی راغلی، یوازې اوبه یې مصرف کړې دي او زیاتوي چې د ککړې هوا که خرچې ته هم اړتیا وي، نو درېغ به یې نه کړي.

نوموړی دا هم وايي چې دا باران صحت ته تاوان نه رسوي او که یې رسولی، نو امریکا او دوبۍ کې به نه کېده.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر تورغونډۍ بندر کې له څو طالب وزیرانو سره ولیدل

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۳۰ GMT+۰

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر نن د هرات تورغونډۍ بندر ته لاړ او هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو، د سوداګرۍ، د کانونو او پټرولیم وزیرانو سره ولیدل. ترکمنستان تر اوسه د دې سفر د هدف په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو «د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو لیدل» د دې سفر هدف بللی.

د طالبانو د اعلامیې له مخي، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د کابینې مرستیال راشيد مردوف او د هغه سره د راغلو ملګرو موخه د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي، ترانزيټ، برېښنا، ريل پټلۍ او انرژۍ د ګډو پروژو لیدل او لا پرمختګ ورکول دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت نن شنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د ترکمنستان او طالبانو چارواکو د هرات په تورغنډۍ کې د پټلۍ کارونه هم له نژدې ولیدل.

ترکمنستان د هرات د برېښنا د اړتیا لویه برخه پوره کوي. دغه هېواد د ټاپي د سیمه ییزې پروژې شریک او افغانستان ته د تېلو صادرونکی هيواد هم دی.