د الجزیرې شبکه په غزه کې د خپل خبریال د وژل کېدو قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کوي

د الجزیرې شبکې اعلان وکړ چې په غزه کې د خپل خبریال د «قتل» قانوني قضیه چمتو کوي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې وړاندې کوي. د الجزیرې ټلویزیون خبریال سامر ابو دقه د تېرې جمعې په ورځ د غزې په خان یونس کې پر یوه ښوونځي د اسراییل په توغندیز برید کې ووژل شو.