• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ۱۲۰ زرو د زیاتو معلولانو، یتیمانو او پخوانیو نظامیانو د کونډو نوم لیکنه پیل کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو معلولانو چارو وزارت ویاند وايي د زرګونو معلولانو، یتیمانو او کونډو نوم لیکنه پیل شوې. فيصل خاموش وايي چې، د طالبانو د شهيدانو او معلولانو په وزارت کې د پخواني حکومت د نظامیانو ١ لک او ۲۰ زره او ٣٧٨ معلولان، يتيمان او کونډې ثبت شوې دي.

د افغانستان پخواني حکومت سره د طالبانو په شل کلنه جګړه کې ډېری ولسي وګړي او نظامیان ووژل شول، معیوب شول او ګڼ شمېر ښځې او ماشومان بې کوره او یتیمان شول.

د طالبانو د شهیدانو او معلولانو وزارت ویاند په یوه ویډیو کې چې د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۲۶مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په اېکس پاڼه خپره شوې ویلي چې ټول راجسټر شوي کسان میاشتنی نغدي معاش اخلي.

د ماشومانو خوندیتوب نړیوال سازمان تېر کال ویلي و، چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پرکار کولو د بندیز له امله کونډې او مجردې ښځې مرستو ته لاسرسی نه شي موندلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په امریکا او اروپا کې د منظور پښتین د بندي کېدو په غبرګون کې لاریونونه وشول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۹ GMT+۰

په امریکا او اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مشر منظور پښتین بندي کېدو، د چمن پرلت د غوښتنو نه منل کېدو، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون او په پاکستان کې د بلوڅانو د پرلت په ملاتړ لاریونونه وکړل.

دغه لاریونونه د یک شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۶مه) د امریکا په ټکساس ایالت، په ایټالیا او پاریس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو او پلویانو له لوري تر سره شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په پاکستان او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې به یې اعتراضي لاریونونه تر هغه وخته روان وي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له بنده نه وي خوشي شوی او همدارنګه په چمن کې د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د روان پرلت او په بلوچستان کې د بلوڅانو د پرلت غوښتنې نه وي منل شوې.

دغو لاریون کوونکو د پښتون ژغورنې د مشر منظور پښتین انځورونه او د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره لیږدول او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عبدالله احسان وايي: «د غورځنګ غوښتنې معلومې دي او موږ په اروپايي هیوادونو او امریکا کې د لاریونونو غوښتنې هم څرګندې دي موږ غواړو نړیوالو ته وښیو چې د پاکستان حکومت د پښتنو او بلوڅو ضد پالیسي مخ ته وړي او دوی د غورځنګ هغه غړي بندیانوي چې د پښتنو او بلوڅو د حق غوښتنو په دفاع غږ پورته کوي.»

د پاکستان له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړو د نیولو، له پاکستان په زور د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون، د چمن او بلوڅو د پرلتونو په ملاتړ په پاکستان کې هم لاریونونه روان دي.

پاکستان له ملګرو ملتونو د څېړنو غوښتنه وکړه چې، ټي ټي پي څنګه پرمختللې وسلې ترلاسه کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۲۶ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي مرستیال ویلي دي چې پاکستاني طالبان پرمختللې وسلې لري، د سیمې او پاکستان د ناامنۍ لپاره یې کاروي. عثمان جدون له ملګرو ملتونو غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي چې ټي ټي پي څنګه دغه وسلې ترلاسه کړې.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶ مه) راپور ورکړ چې عثمان جدون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې پرانیستې غونډه کې په سیمه کې د وسلو د ناقانونه قاچاق او له هغوی څخه د ناسمې ګټنې له امله رامنځته شوي ګواښونه خطرناک وبلل.

هغه زیاته کړه چې «ترهګرې» ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان پرمختللې وسلې د ناقانونه وسلو له بازارونو او یا له هغو ادارو څخه ترلاسه کوي چې غواړي یوه ځانګړې سیمه یا هیواد بې ثباته کړي.

د هغه هدف له ځانګړي هيواد څخه ښايي پاکستان وي چې په دې ورستیو کې د ناامنۍ له پیښو سره مخ دی خو د هغو ادارو یاده يې و نه کړه چې غواړي پاکستان ناکراره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي مرستیال وویل، «ترهګر او جنایتکونکي دا پرمختللې وسلې نه جوړوي، بلکې د ځینو سیمو یا هېوادونو د بې ثباته کولو په نیت یې له ناقانونه بازارونو او بنسټونو ترلاسه کوي.»

عثمان جدون اعلان وکړ چې پاکستان له نړیوالې ټولنې سره د هغو کسانو د افشا کولو لپاره همکاري کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ او مالي مرستې ورته رسوي.

دغه پاکستاني دیپلومات ټینګار وکړ چې دا د «ټولو دولتونو او ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې د وسلو د ناقانونه سوداګرۍ او لېږد د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي.»

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړی، د پاکستان د پوځ پر ضد د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي دي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم څو ځله ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې د دوی د امنیتي ځواکونو پر ضد په بریدونو کې کاروي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې د روان کال په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د امریکا له خوا پاتې شوې وسلې «ترهګرو» ته په لاس ورغلې او د پاکستان لپاره یې ګواښ وباله. ممتاز زهرا بلوڅ وویل، چې دا حالت د نړیوالو پام ته اړتیا لري او ټول باید په ګډه مسوولیت په غاړه واخلي.

ډبلیو ایچ او: د افغانستان له روغتیا برخې سره، جاپان د نږدې اوه میلیونه ډالرو مرسته کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ سازمان به د افغانستان د روغتیا له سکتور سره ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته وکړي. تمه کیږي چې په ټول افغانستان کې تر ۷۶زره ډیر کسان چې په ساري ناروغیو اخته وي، ورته پام وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې له دې مرستې موخه د ساري ناروغیو ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او له لابراتوارونو سره مرسته ده، چې د ساري ناروغیو په سمه توګه تشخیص وشي.

د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې په افغانستان کې د جاپان سفیر د ساري ناروغیو د کمولو په برخه کې د جاپان د هڅو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

تاکایوشي کرومیا وویل: «زه د زړه له تله هیله کوم چې افغانستان یو داسې هیواد شي چې ټول ماشومان، ښځې او نارینه پکې د ساري ناروغیو له کمېدو او مخنیوي وروسته په سوکالۍ سره ژوند وکړي.»

څه موده وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د روغتیايي سیستم د جدي زیان په اړه خبرداری ورکړ.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب، د ساري ناروغیو د خپرېدو او د پرله پسې وچکالۍ له امله د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان د هوا د ککړتیا له امله په ساړه موسم کې د ساري او تنفسي ناروغیو د خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

تازه خپاره شویو اسنادو د افغان جهاد لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر کارټر پټ ملاتړ افشاء کړ

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۲ GMT+۰

هغه اسناد چې تازه یې محرمیت پای ته رسېدلی ښیې، چې د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر د شوروي اتحاد پر وړاندې جنګېدونکو افغان مجاهدینو سره د وژونکو پوځي مرستو او په درېیم هېواد کې د هغوی د پوځي روزونو د زمینې برابرولو اجازه ورکړې.

دغه اسناد د امریکا د قانون په اساس د محرمیت ۴۲ کلنې دورې له پوره کېدو وروسته د واشنګټن ډي سي د ملي امنیت ارشیف له خوا خپاره شوي.

دغه سند چې د امریکا د پخواني ولسمشر کارټر له خوا لاسلیک شوی، په افغانستان کې د شوروي د پوځي مداخلې افغان مخالفانو ته د وژونکو پوځي تجهیزاتو د برابرولو اجازه ورکوي.

په دغه سند کې راغلي: "د پوځي تجهیزاتو د کارولو لپاره د افغانستان څخه بهر په مستقیمه توګه یا د درېیم هېواد له لارې روزنې چمتو کړئ."

د پاکستان سناتور مشاهد حسین سید په خواله رسنۍ اېکس د دغه سند په خپرولو سره لیکلي، چې ولسمشر کارټر په ۱۹۷۹ کال کې دغې مهمې پرېکړې له مخې؛ د پاکستان له لارې د امریکا د استخباراتو د ادارې(سي ای اې) له خوا د افغان جګړې د تمویل بنسټ کېښود.

امریکا د لسو کلونو په اوږدو کې د شوروی اتحاد د پوځې مداخلې پر وړاندې د افغان مجاهدینو پر جګړې ۲.۱ میلیارده ډالر ولګول، سعودي عربستان هم د جګړې د تمویل لپاره همدغه اندازه پیسې برابرې کړې وې.

د پاکستان حکومت وايي ۴ لکه ۳۵ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شول

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۱ GMT+۰

د پاکستاني د حکومتي شمېرو له مخې؛ له دغه هېواده له تېر اکټوبر راهیسې تر ۴ لکو ۳۵ زرو بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شول. د پاکستان حکومت افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي او د تېر اکټوبر په لومړیو کې یې د دوی د اېستلو لړۍ پیل کړه.

د پاکستان دولتي راډیو نن د پاکستاني چارواکو په حواله وايي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.

سره له دې چې نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو بیا - بیا له اسلام اباد غوښتي، چې د دې کډوالو ستنول وځنډوي؛ خو د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې د راتلونکي میلادي کال تر پیل پورې ټول بې اسناده کډوال ستنوي او له هغه وروسته به د قانوني کډوالو ستنول هم پیل کړي.