• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: له افغانستان څخه زمرد واردوو، په ایران کې یې تراشو او په نړۍ یې پلورو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۹ GMT+۰

د ایران خراسان رضوي ولایت د سوداګرۍ، صنایعو او کانونو د خونې مشر وايي، چې دغه اداره له افغانستان څخه د ډبرو د واردولو په پلان کار کوي. غلام‌ رضا نازپرور ویلي؛ افغانستان ډېر ښه زمرد لري. "په ایران کې موږ د دغو ډبرو د تراش کولو ظرفیت لرو او کولای شو په نړۍوال بازار کې یې وپلورو."

ښاغلي نازپرور وویل، چې د دغه پلان له مخې به لومړی ساختماني ډبرې او بیا قیمتي ډبرې واردیږي.

ښاغلي نازپرور د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۷مه) د ایران له خبري اژانس ایسنا سره په مرکه کې وویل، چې د دغه پلان له مخې که په ایران کې د دغو ډبرو کارول ممکن نه وي، دغه هېواد به یې د پاکستان په څېر نورو هېوادونو ته صادر کړي.

د خراسان رضوي ولایت د سوداګرۍ، صنايعو او کانونو خونې مشر وويل، چې اوسمهال له افغانستان څخه ايران ته د مرمرو او قيمتي ډبرو په ګډون د ډبرو صادرات منع دي، چې له امله يې د دغو ډبرو قاچاق زيات شوى دى.

د نوموړي په وینا؛ د طالبانو حکومت د جواز په صادرولو سره د دغو ډبرو د صادراتو اجازه ورکوي؛ خو د دغه بهیر د قوانینو له مخې د دغو ډبرو واردول نور هم سخت دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د کډوالو نړۍواله ورځ او د زرګونو افغان کډوالو نامعلوم برخلیک

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۴ GMT+۰

نن د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې میلیونونه وګړي یې په ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د کډوالۍ ژوند کوي. خو له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو جبري ایستل هغه ستونزه ده، چې د افغان کډوالو ستونزې یې زیاتې کړي.

د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالو نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې زرګونه افغانان له لسیزو راهیسې بیا په ځانګړي توګه له تېرو څه باندې دوو کلونو را په دېخوا د کډوالۍ له سختې څپې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ بیا وایي، چې د افغانانو د کډوالۍ ناورین ډېر لوی او دوامداره دی.

د دې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې؛ شاوخوا ۸ میلیونه او دوه لکه افغانانو په هېواد کې خپل کورونه پرېښي دي، چې پکې څه باندې ۳ میلیونه کورنۍ بې ځایه شوي هم شاملې دي.

سره له دې، چې په افغانستان کې د کډوالۍ علتونه زیات دي؛ خو تر ټولو لوی لامل یې د نظامونو بدلیدل، ناامنۍ، ناسم اقتصادي وضعیت او د ژوند د شرایطو سختیدل دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د کډوالو د نړۍوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، چې ځینې کوربه هېوادونه له افغان کډوالو سره د ټولو نړۍوالو قوانینو او اصولو خلاف ناوړه چلند کوي او اړوند نړۍوال بنسټونه باید د دغه نامناسب چلند د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

سره له دې، چې نوموړي د کوم مشخص هېواد نوم نه دی اخیستی؛ خو په وروستیو میاشتو کې پاکستان، ایران او ترکیه هغه هېوادونه دي، چې زرګونه افغانان یې په جبري توګه له دې هېوادونو اېستلي دي، چې ډېر شمېر کډوال بیا د دغو هېوادونو د پولیسو له خوا سخت ځورول شوي هم دي.

د طالب چارواکو په ګډون ډېر شمېر هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو له دغو هېوادونو په ځانګړي توګه له پاکستانه وغوښتل چې د ژمي په درشل کې دې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودوري؛ خو پاکستان خپل دریځ بدل نه کړ.

د افغانانو د کډوالۍ بهیر څنګه او څه وخت زیات شو؟

که څه هم په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانانو پراخه کډوالي روانه وه؛ خو کورنۍ جګړې او پر هېواد د طالبانو د واکمنۍ لومړی پړاو د دې لامل شو، چې دا بهیر نور هم چټک شي.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د نظام له ړنګېدو او د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ د نوي حکومت له جوړېدو یوه لسیزه وروسته د افغانانو د کډوالۍ کچه هم راټیټه شوې وه؛ خو د ملي یووالي حکومت له پیل څخه وروسته د ناامنیو زیاتیدل او د وزګارتیا د کچې زیاتوالی ددې لامل شو، چې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانانو د کډوالۍ نوې څپه رامنځته شي.

د افغانانو د کډوالۍ دغه لړۍ روانه وه، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه نېټه د دویم ځل لپاره واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا بهیر یو ځل بیا په بې سارې توګه چټک شو.

د افغان کډوالو دقیق شمېر معلوم نه دی، ځکه چې ډېری افغانان په ناقانونه توګه مهاجرت کوي او په دې وروستیو کې د طالبانو له واکمنۍ او د پاسپورټونو د وېش له بندیدو وروسته د غیر قانوني کډوالۍ لړۍ هم پیل شوه.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې هم په خپل وروستي راپور کې د افغان کډوالو وروستی حالت اندېښمنوونکی بللی و او ویلي یې وو، چې که د کډوالو بهیر همداسې روان وي افغانستان به له بشري ناورین سره مخ شي.

یونېسېف: په افغانستان کې نېږدې څلور میلیونه ماشومان او مېرمنې له خوارځواکۍ سره مخ دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۱۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسېف) وايي؛ شاوخوا ۲،۸ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او ۱،۱ میلیونه امېدواره او شیدې ورکونکې مېرمنې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان وايي؛ وچکالي او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې په افغانستان کې ډېری ښځې او ماشومان اغېزمن شي.

یونېسېف د یوه پیغام په خپرولو سره د جاپان له خوا د لمریزې انرژۍ په مرسته د اوبو رسولو د ۲۱ سیسټمونو د جوړولو او بیارغونې، د خوارځواکۍ د درملنې او د ماشومانو د ساتنې د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د څلور میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق همدا راز زیاتوي، چې په دې هېواد کې ۱۲ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه‌ لري او ترڅنګ یې د اوږد مهالې وچکالۍ له امله د اوبو ۴۲ سلنه سرچینې هم وچې شوي دي.

دا په داسې حال ده، چې ملګرو ملتونو د ډسمبر په ۴مه ویلي وو، چې افغانستان د تېرو دېرشو کلونو په ترڅ کې د درېیم کال لپاره له بې سارې وچکالۍ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو پر بنسټ؛ د افغانستان له نیمایي څخه زیات ولایتونه د وچکالۍ له ناورين سره مخ دي چې له پنځوس سلنې ډېر نفوس اغېزمنوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد اقتصاد خورا اغېزمن شوی او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله ښځې او ماشومان ډېر زیانمن شوي او د ماشومانو، شېدو ورکونکو او امېدوارو مېرمنو ترمنځ د خوارځواکۍ شمېرې هم ډېرې شوې دي.

تر دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام هم خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان سره بشري مرستې دوام ونه کړي، ښځې او ماشومان به تر ټولو ډېر اغېزمن شي.

طالبانو په پروان ولایت کې یو سیمه ییز خبریال نیولی دی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د روح الله سنګر یوه نېږدې خپلوان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د یوه پیغام په لیږلو سره وویل، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو روح الله سنګر د یکشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۲۶مه) وروسته له هغه نيولى، چې د چاريکارو ښار يوې سيمې ته د راپور جوړولو په موخه ورغلى و.

د معلوماتو له مخې؛ د ښاغلي سنګر د نيول کېدو انګېزه تر اوسه څرګنده نه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو ورځې وړاندې د تمدن ټلویزیون خبریال عبدالرحیم محمدي هم نیولی و، چې شاوخوا له لس ورځیني بند وروسته بېرته خوشې شو.

د خبریالانو دوامداره نیونې د خبریالانو ملاتړ بنسټونه اندېښمن کړي دي او دوی له طالبانو غواړي چې د بیان ازادي ته درناوی وکړي او د خبریالانو له نیولو ډډه وکړي.

تر اوسه پورې د خبریالانو بنسټونو د دې خبریال د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزير وایي، د نړۍ د تور ليست او بنديزونو پروا نه لري

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زدکړو وزير نن په لغمان کې يوې غونډې ته وويل، چې که يې د نړۍ د تور ليست پروا ساتلای ۲۰ کاله به نه ورسره جنګېدلای. هغه نن لغمان ته د ۵ ميلونه افغانيو په لګښت د پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي لپاره د راډیو د افتتاح لپاره تللی و.

نوموړي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د لغمان پوهنتون لپاره د ماسټرۍ پروګرام، لاربراتوار، د پوهنتون لپاره احاطوي دیوال او د غونډ لپاره تالار جوړول هم منظور کړي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزير ندامحمد نديم يوې لویې غونډې ته وويل، چې نړۍ د بشري حقونو د سرغړونې په نوم ددوی پر وزيرانو بنديزونه لګوي او په تور ليست کې يې شاملوي.

د هغه په خبره، چې د نړۍ د تور ليست او بنديزونو پروا نه ساتي او دوی د شریعت او خپل مشر لاره تعقيبوي.

د نديم په خبره، چې نړۍ په فلسطين کې د روان ظلم په اړه چوپ ده او هلته، چې د ښځو او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کېږي، هغوی په تورليست کې نه شاملوي او ملګرتيا يې کوي. (( موږ که د نړۍ د تور ليست پروا ساتلای شل کاله به مو مقابله نه ورسره کولای، په فلسطين کې چې ښځۍ او ماشومان وژل کېږي نړۍ چوپ ده او هيڅ ظالم تور ليست ته نه اضافه کوي، د نړۍ دام يوازي د مسلمانانو بې اتفاقۍ ته جوړ دی)).

نديم وويل، چې د نړۍ هيڅ مرستې او لاسنيوي ته اړتيا نه لري او ټولې چارې د ولس په مالیې ورکولو مخ ته وړي.

د هغه په خبره، چې اوس هم د کفري نړۍ غلامان د دوی په وړاندې تخريب کوي او د ښځو په نوم د بشري حقونو د نقص بهانې کوې.

نوموړي محصلينو ته په خطاب کې وويل، چې تحصیلي نظام يې د تېر شل کلن فساد څخه خلاص کړی او بايد ځوانان په اسلامي فکر سمبال شي.

د طالبانو دغه چارواکي په تېرو شلو کلونو کې د لغمان د خلګو (قربانۍ) وستايلې او هيله يې وښوده، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د هيواد د پرمختګ په برخه کې لوی مثبت بدلونه رامنځ ته شي.

ژولیا پارسي د طالبانو له بند خوشې شوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۱ GMT+۰

د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي چې درې میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوې وه، نن دوشنبې د (لیندۍ ۲۷مه) د طالبانو له بند خوشې شوه. د ژولیا پارسي کورنۍ هم له افغانستان انټرنېشنل سره په خبرو کې د نوموړې د خوشې کیدو خبر تایید کړ.

طالبانو د تلې په ۵مه نوموړې په کابل کې نیولې وه او د نیولو علت یې هم د دغې ډلې د سخت دریځیو پروړاندې د ژولیا پارسي او یو شمیر نورو ښځینه فعالانو د غږ پورته کول بلل کیده.

نوموړې په داسې حال کې د طالبانو له بند خوشې کیږي چې څو ورځې مخکې یوه بله معترضه میرمن ندا پرواني هم له خپل زوی او خاوند سره یې د طالبانو له بند خوشي شول.

تراوسه د ژولیا پارسي د روغتیایي وضعیت په اړه کره معلومات نشته، خو نوموړې څو موده مخکې د نامعلوم علت له امله له بندخونې څخه روغتون ته لیږدول شوې وه.

یو شمیر میرمنو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي و چې ژولیا پارسي "د طالبانو د وحشیانه شکنجو له امله د ناوړه فزیکي او رواني حالت سره روغتون ته وړل شوې."

د مېرمن پارسي کورنۍ ته د يوې نږدې سرچينې په ګډون باخبرو سرچينو هم روغتون ته د هغې لېږد تاييد کړى، خو طالبانو د مېرمن پارسي د لېږد د لامل، د ناروغۍ د څرنګوالي او يا هم د دې مېرمنې د جسمي حالت په اړه څه و نه ويل.