• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اروپایي اتحادیې ۲۵ میلیونه یورو مرسته به په افغانستان کې د خوارځواکۍ په برخه کې ولګول شي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۵ GMT+۰

خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د اروپايي اتحادیې ۲۵ میلیونه یورو مرستې به په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره په مبارزه او همداراز له بیوزلو خلکو سره د خوراکي توکو د مرستو په برخه کې ولګول شي. څو ورځې وړاندې اروپایي اتحادیې له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی و.

د خوړو نړیوال پروګرام نن سه شنبې د (لیندۍ ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره په مبارزه او همداراز له بیوزلو خلکو سره د خوراکي توکو د مرستو په برخه کې ولګول شي.

دغه اداره په داسې حال کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې خبره کوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسېف) په خپل وروستي راپور کې د شاوخوا ۲،۸ میلیونه ماشومانو چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او د ۱،۱ میلیونه مېندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو د خوارځواکۍ خبر ور کړ.

دغې ادارې په خپل راپور کې وچکالي او اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د اغېزمنېدو لامل بللی دی.

مرستندویه ادارې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او وایي چې، په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله ښځې او ماشومان ډېر زیانمن شوي او د ماشومانو، شېدو ورکوونکو او مېندوارو مېرمنو ترمنځ د خوارځواکۍ شمېرې هم ډېرې شوې دي.

تر دې مخکې هم د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و، چې که افغانستان ته د اړتیا وړ بشري مرستې و نه رسیږي نو تر ټولو ډیر به ښځې او ماشومان اغېزمن شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اروزګان یوه ښځینه ډاکتره لري او د دغه ولایت مېرمنې د ښځينه ډاکټرانو له کمښته شکایت کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۰ GMT+۰

د افغانستان په سوېلي ولايت اروزګان کې مېرمنې وايي، چې په دغه ولایت کې ښځینه ډاکترانې نه شته او ډاکټر ته خپله ستونزه ويل ورته شرم ښکاري. د دې ولايت د مرکزي روغتون يو مسوول ډاکتر بیا وايي، چې په ټول ولایت کې يوه ايم ډي ډاکټره شته، چې د ټولو ناروغو مېرمنو درملنې ته نه شي رسېدلی.

په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت عام دی؛ خو بیا هم طالبانو د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی او له امله یې ورځ تر بلې دا مشکل ډېرېږي.

دوی د ښځينه ډاکټرانو کمښت يوه جدي ستونزه یادوي.

شازيه د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې مرکز ترینکوټ ته د درملنې لپاره راغلې نوموړې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل؛ ډېری داسې ناروغۍ شته، چې نارینه ډاکتر ته د یوې ښځې په توګه ستونزه ویل سخت وي.

هغې زیاته کړه: "موږ ښځينه ډاکټر ته خوشحاله يو، موږ نارينه ډاکټر ته خپل مشکل څنګه ووايو؟ نارينه ډاکټر ته خپل مشکل ويل د پزې پرې کېدل راته ښکاري."

د دغه ولایت د اوسېدونکو په خبره، چې په لېرو پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکترانو کمښت د دې لامل شوی، چې ډېری ښځینه ناروغانې مرکزي روغتونونو ته تر رسېدو وړاندي ژوند له لاسه ورکړي.

بل لوري بيا د اروزګان په مرکزي روغتون کې يوه داکټر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وويل، چې په ټول ولایت کې د ډاکتر نګار په نوم يوه ايم ډي يا د عمومي ناروغيو معالجه ښځينه ډاکټره لري، چې د ټولو ناروغانو کتل ورته سخت دي.

د دې ولايت د طالبانو د روغتيا مسوول ډاکټر محمد الله روحاني بيا وايي، چې اته ایم ډي یا معالجې ډاکټرانې لري؛ خو د ولایت د نفوس په پرتله دا بسنه نه کوي.

د هغه په خبره، چې د ښځينه ډاکټرانو او روغتيايي خدمتونو د کمبود ستونزه یې له مرکز سره شریکه کړې او تمه لري، چې ډېر ژر به ستونزې حل شي.

د دې ولايت د لېرو پرتو سېمو اوسېدونکي زيات مهال خپل ناروغان مرکز ترینکوټ يا کندهار ښار ته وړي، چې د لارې په اوږدو کې د سختو ستونزه سره مخ او ان زیات مهال ناروغ د لارې په اوږده کې مړ کیږي.

د روان عيسوي کال د نومبر پر ۲۴ د طالبانو د عامې روغتيا وزير قلندر عباد هم په دې ولایت کې د روغتيايي خدمتونو او ښځينه ډاکترانو د کمښت ستونزه منلې وه او ژمنه يې کړې وه، چې دغه ستونزه به حلوي.

په افغانستان کې بې سرحده ډاکټرانو هم نن سې شنبه په يوه بيان کې ويلي، چې د روغتياپالانو کمی د دې لامل شوی، چې خلګ د روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې شي.

په داسې حال کې چې طالبانو د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلي، د افغانستان په ګڼو لېرې پرتو ولایاتو کې د ښځینه ډاکترانو ستونزه موجود ده.

د هراتي ښځو د لاسي صنایعو لپاره څلور ورځنی نندارتون جوړ شو

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۷ GMT+۰

په هرات ولایت کې د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۷مه) د ښځو د لاسي صنایعو د نندارې او بازار موندنې لپاره د څلورو ورځو لپاره نندارتون پرانېستل شو. په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ صنايعو خونه وايي چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول په هرات کې د سوداګرو مېرمنو په پياوړتيا کې ډېره مرسته کولى شي.

سره له دې چې په ټول هیواد بیا په ځانګړي توګه په هرات کې طالبانو پر ښحو سخت بندیزونه لګولي او ان څو موده مخکې د څو روزنیزو مرکزونو دروازې هم په دې ولایت کې د نجونو پروړاندې وتړل شوې، خو میرمن سلجوقي وایي چې د ښځو د سوداګرۍ لپاره ښې زمینې برابرې دي.

دغه نندارتون د ودان موسسې په همکارۍ د ښځینه سوداګرو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.

د یادې موسسې یوې کارکوونکې نسیمه هاشمي باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه نندارتون کې ۱۲۰ میرمنو خپل توکي د بازار موندنې لپاره نندارې ته ایښي دي.

له بلې خوا د دغه نندارتون ګډونواالې ورته پروګرامونه د خپلو محصولاتو د بازار موندنې لپاره اغیزناک ګڼي.

په دغه نندارتون کې د ښځو د لاسي صنايعو توکي لکه غالۍ، خوراکي توکي، خټین لوښي، نقاشي، مینیاتوري، خولۍ، د ښځو جامې او نور توکي نندارې ته اېښودل شوي دي.

فریډم ناو: طالبان باید نور فعالان هم له بند خوشې کړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د بشري حقونو اداره «فریډم ناو» د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي بې قانونه نیونې ته په اشارې وایي، طالبان باید نور فعالین هم له بند خوشې کړي. دغې ادارې د ژولیا پارسي او ندا پرواني د خوشې کیدو هر کلی وکړ او د نورې فعالانې منیژه صدیقي او پریسا ازاده هم باید له بند خوشې شي.

ژولیا پارسي چې د تلې په ۵مه په کابل کې د طالبانو استخباراتو نیولې وه، له درې میاشتیني بند وروسته د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۷مه له بند خوشې شوه.

طالبانو له تیرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ډیر شمیر فعالانې، خبریالان او د مدني ټولنې غړي نیولي خو هیڅکله یې د دغو فعالانو د خوشې کېدو، پر دوی د لګېدلیو تورونو او نورو اړوند اړخونو په اړه معلومات نه دي ‌ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ملاتړې ادارې بیا د افغانستان پر روان بشري وضعیت اندیښمنې دي او وایي چې افغانستان د بشري حقونو له پلوه له بد وضعیت سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په هکله ناسته کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مرستیال وايي، د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان په هکله ناسته کوي. یوناما په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې دغه ناسته سبا چهار شنبه د (لیندۍ په ۲۹مه) د کابل پر مهال د ماښام په ۷:۳۰ بجو ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې رزا اوتنبایوا به د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

داسې انګېرل کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او په دغه هېواد کې بشري ناورین د بحث اصلي ټکي دي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ ناسته د اکټوبر په ۲۰مه په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د بندو دروازو شاته جوړه شوې وه.

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي ۲۳۳ ماشومان يې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د تېرو نهو میاشو په ترڅ کې یې په سرپل ولایت کې ۲۳۳ ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. د دوی په خبره دغه ماشومان یې د هغوی کورنیو ته له ضمامت اخیستلو وروسته سپارلي دي.

دغه وزارت د سه شنبې په ورخ د (لیندۍ ۲۸مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د روان کال په نهو میاشو کې د سرپل ولایت هغه ۲۳۳ ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي چې د ایران له لوري له پولې را اړول شوي وو.

یاد وزارت وايي، دغه ماشومان په هرات ولایت کې د جګړې ماشومان (وار چایلډ) دفتر له لوري په سرپل ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو امریت ته سپارل شوي دي.

دغه ماشومان په داسې حال کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي چې په ورستیو دوو میاشتو کې د پاکستان او ایران له لوري افغان کډ‌وال په زوره له دغو هیوادونو ایستل کیږي او ډیری وختونه د کورنیو غړي له یو بل څخه جلا شوي هم وي.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق په خپلو خپرو شویو راپورونو کې تل د افغان ماشومانو په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې، په دغه هیواد کې د بې وزلۍ، وچکالۍ او داخلي کډوالۍ له امله ماشومان اړ شوي چې درانه کارونه وکړي.