• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فریډم ناو: طالبان باید نور فعالان هم له بند خوشې کړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د بشري حقونو اداره «فریډم ناو» د ښځو د حقونو فعالې ژولیا پارسي بې قانونه نیونې ته په اشارې وایي، طالبان باید نور فعالین هم له بند خوشې کړي. دغې ادارې د ژولیا پارسي او ندا پرواني د خوشې کیدو هر کلی وکړ او د نورې فعالانې منیژه صدیقي او پریسا ازاده هم باید له بند خوشې شي.

ژولیا پارسي چې د تلې په ۵مه په کابل کې د طالبانو استخباراتو نیولې وه، له درې میاشتیني بند وروسته د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۷مه له بند خوشې شوه.

طالبانو له تیرو څه باندې دوو کلونو راهیسې ډیر شمیر فعالانې، خبریالان او د مدني ټولنې غړي نیولي خو هیڅکله یې د دغو فعالانو د خوشې کېدو، پر دوی د لګېدلیو تورونو او نورو اړوند اړخونو په اړه معلومات نه دي ‌ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ملاتړې ادارې بیا د افغانستان پر روان بشري وضعیت اندیښمنې دي او وایي چې افغانستان د بشري حقونو له پلوه له بد وضعیت سره مخامخ دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په هکله ناسته کوي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مرستیال وايي، د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان په هکله ناسته کوي. یوناما په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ټاکل شوې دغه ناسته سبا چهار شنبه د (لیندۍ په ۲۹مه) د کابل پر مهال د ماښام په ۷:۳۰ بجو ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې رزا اوتنبایوا به د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړي.

داسې انګېرل کېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او په دغه هېواد کې بشري ناورین د بحث اصلي ټکي دي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ ناسته د اکټوبر په ۲۰مه په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د بندو دروازو شاته جوړه شوې وه.

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي ۲۳۳ ماشومان يې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د تېرو نهو میاشو په ترڅ کې یې په سرپل ولایت کې ۲۳۳ ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي. د دوی په خبره دغه ماشومان یې د هغوی کورنیو ته له ضمامت اخیستلو وروسته سپارلي دي.

دغه وزارت د سه شنبې په ورخ د (لیندۍ ۲۸مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د روان کال په نهو میاشو کې د سرپل ولایت هغه ۲۳۳ ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي چې د ایران له لوري له پولې را اړول شوي وو.

یاد وزارت وايي، دغه ماشومان په هرات ولایت کې د جګړې ماشومان (وار چایلډ) دفتر له لوري په سرپل ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو امریت ته سپارل شوي دي.

دغه ماشومان په داسې حال کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي چې په ورستیو دوو میاشتو کې د پاکستان او ایران له لوري افغان کډ‌وال په زوره له دغو هیوادونو ایستل کیږي او ډیری وختونه د کورنیو غړي له یو بل څخه جلا شوي هم وي.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق په خپلو خپرو شویو راپورونو کې تل د افغان ماشومانو په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې، په دغه هیواد کې د بې وزلۍ، وچکالۍ او داخلي کډوالۍ له امله ماشومان اړ شوي چې درانه کارونه وکړي.

د طالبانو رسنیز فعال 'جنرال مبین' د پاکستان او طالبانو تر منځ په یوې جنجالي موضوع بدل شوی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۴۵ GMT+۰

وروسته له هغې چې د طالبانو رسنیز فعال «جنرال مبین» افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د ورتلو مخالفت وکړ، یو شمېر طالب رسنیزو فعالانو «جنرال مبین» په بغاوت تورن کړی او ویلي یې دي چې د دغې ډلې د مشرانو د ارادو خلاف روان دی او مخه یې باید ونیول شي.

په «جنرال مبین» د بغاوت تور پورې شوی او ادعا شوې چې په اروپا او ترکیه کې ځینې بنسټونه هغه ته پیسې ورکوي او د طالبانو مخالفت ته یې هڅوي.

100%


د طالبانو ځینو رسنیزو فعالانو ويلي چې په تېرو شلو کالو کې د پخواني افغان حکومت پر وړاندې د جګړې پر مهال د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند له دوی هر اړخیز ملاتړ کړی او دوی یې مخالفت نه کوي.
ويل کیږي د طالبانو دغه رسنیز فعال په تېرو دوو کالو کې څو ځلې خپله د طالبانو له لوري ترې تم شوی او د ده د رسنیزو فعالیتونو په اړه ورته ګوتڅنډنې شوې چې د دغې ډلې د ارادې خلاف دې رسنیز فعالیت بند کړي.
تازه څو ورځې وړاندې په اسلام اباد د طالبانو سفیر د پاکستاني ملا فضل الرحمان کور ته ورغلی و او هغه ته یې د طالبانو له لوري هغه بلنلیک سپارلی چې طالبانو کابل ته د هغه د ورتلو بلنه ورکړې وه.
له هغه وروسته د طالبانو ویاند ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغې ډلې تر لاس لاندې ملي ټلویزیون ته په یوه غږیز پیغام کې وويل چې مولانا فضل الرحمان یې د دغې ډلې پر «وړاندې د تبلیغاتو د مخنیوي» په موخه کابل ته وربللی دی.
کابل ته د مولانا فضل الرحمان تر بلنې وروسته د طالبانو دغه رسنیز فعال «جنرال مبین» په اېکس ټولنیزه پاڼه د مولانا فضل الرحمان د ورتګ په وړاندې کمپاین پیل کړ چې ګنې کابل ته د هغه د ورتګ مخه دې ونیول شي.

100%


د طالبانو دغه رسنیز فعال په خپلو ټویټونو کې د افغانستان د ملي امنيت د پخواني مشر رحمت الله نبیل هغه ادعا هم بدرګه کوله چې هغه ویلي و د «پخواني جمهوري حکومت پر مهال مولانا فضل الرحمان له افغان حکومت څخه د طالب مشرانو د رضا کولو په پار میلیونونه ډالر اخیستل.»
له هغه وروسته د طالبانو یو شمېر نورو رسنیزو فعالانو د «جنرال مبین» دغه کار د طالبانو ډلې د ارادو خلاف کړنه وبلله او مبین یې د دغې ډلې مخالف وباله.
د مولوي زرغون په نامه یو طالب رسنیز فعال په مبین پسې یوه لیکنه کړې او په کې ویلي یې دي چې «جنرال مبین» دې د طالبانو له لوري مهار کړل شي، هغه ویلي: «د معلوماتو له مخې جنرال مبین د امارت په جهادي لیکو کې عملي کار نه دی کړی، یوازې خواخوږی پاتې شوی نو ځکه د امارت د شلو کلونو فرهنګیان یو ډول او مبین بل ډول روان دی.»
هغه وړاندې وايي چې جمعیت علمای اسلام ګوند او مولانا فضل الرحمان په افغان جګړه کې د دوی ملاتړ کړی، «د امارت د مشرتابه په کچه تصامیمو باندې ښکاره د مبین لخوا نیوکې کیږي د پاکستان ضد پالیسی په نوم ښکاره د پاکستان د ملت علماؤ او هغو مخلصینو توهین کوي چې دوی تېر څلويښت کاله د افغان مجاهدینو او جهاد ننګه کړې ده.»
د طالبانو دغه رسنیز فعال «جنرال مبین» تر دې وړاندې په خپله اېکس پاڼه لیکلي و چې که چا ووژلو، له هغه وروسته به د ده په اېکس پاڼه یوه ويډیو خپره شي او د ده په اړه ټولې نا ویلې به په کې وویل شي.

د چمن پرلت دوه میاشتې وشوې خو لا هم د پاکستان حکومت د پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۲۲ GMT+۰

د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پیل شوي پرلت پرون دوشنبه د (لیندۍ ۲۷مه) دوه میاشتې پوره شوې. پرلت وهونکي وايي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.

د سوېلي پښتونخوا د چمن ښار زرګونو اوسېدونکو د اکټوبر میاشتې په شلمه نیټه د پاکستان د هغې پرېکړې پر ضد پرلت وواهه چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه دې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه وشي.

دغو پرلت وهونکو د اعتراضونو له بېلابېلو لارو چارو څخه کار واخیست چې پاکستان یې غوښتنه ومني.

د پرلت وهونکو په ملاتړ لومړی د سوېلي پښتونخوا کې سلګونه ماشومانو د کفنونو اغوستلو سره لاریون وکړ خو د پاکستان حکومت یې په وړاندې بې ځوابه پاتې شو.

د چمن پرلت غړی حافظ عبدالخالق وايي، موږ د خپلې پیل شوې مبارزې څخه نه په شا کیږو. «ماشومان مو په سپینو کفنونه کې ورته را وایستل د خپل حق غوښتنې لپاره مو سالمه مبارزه پیل کړې ده، خو د پاکستان ظالم حکومت زړه سوی نه لري او د زرګونو خلکو د روزګار ادرس یې بند کړی دی.»

د یادو پرلت وهونکو په ملاتړ تېره اونۍ په یوه بې ساري اقدام سره د سوېلي پښتونخوا سلګونو معلولانو لاریون تر سره کړ.

لاریون کونکو د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو پر ضد شعارونه ورکول او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کوله چې خپله پرېکړه بدله کړي.

د چمن لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله وايي، ماشومان، معلولان او د لوړ عمر لرونکو کسانو له لوري د لاریونونو او اعتراضونو وروسته بیا هم د پاکستان حکومت زموږ غوښتونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او د پاسپورټ په اړه د پاکستان خپلسرې پرېکړې پر ضد به مزاحمت همداسې روان ساتي. «د پاکستان له حکومته موږ ښکاره غوښتنه لرو هغه دا چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورټ نه منو. او موږ خپل له دې غوښتنې نه په شا کیږو. دوه کاله مخکې هم د پاکستان د دغه ډول پرېکړي پر ضد موږ د پاکستان له حکومت سره اخ و ډب وکړ ملګري مو مړه او ټپیان شول، دا ځل هم که د چمن اوسیدونکي مړه کیږي خو د پاکستان یادې پرېکړې ته به غاړه کېنږدو.»

د بلوچستان ایالت ځايي سیاسي ګوندونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ هم له دغه پرلت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د پرلت په ملاتړ یې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې لاریونونه ترسره کړي.

خو د دغو ټولو اعتراضونو سر بیره هم د پاکستان حکومت د پرلت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزه په جبري کېدو سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د زرګونو کسانو کاروبار زیانمن شوی او زرګونه کسان وزګاره شوي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ د شاوخوا سلو افغان بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۰

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، اعلان وکړ چې په تېرو څو ورځو کې د کراچۍ ښار له زندانونو ۹۹ افغان اتباع خوشې شوي دي. یوه طالب چارواکي ویلي، چې دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې ۳۶۸ افغانان بندیان دي.

په کراچۍ کې د طالبانو سر قونسل عبدالجبار تخاري د یکشنبې په ورځ پر ایکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې دغه بندیان د لیندۍ په ۲۴مه او ۲۵مه د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي دي.

نوموړي وويل، چې له دغو کسانو څخه ٥٦ تنه د چمن – سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغې قونسلګرۍ د شمېرو له مخې؛ په تېر کال کې د سند صوبې له زندانونو څه باندې درې زره افغان اتباع خوشې شوي دي.

د پاکستان د سند ایالت حکومت له شاوخوا یو کال راهیسې په دغه ایالت کې د افغان اتباعو او کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې، چې په ترڅ کې یې زرګونه افغانان یا نیول شوي او یا هم له هېواده شړل شوي دي.