• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شمالي وزیرستان کې د 'اتحاد المجاهدین' په نوم ډلې د شپې پاڼو له لارې خلکو ته خبرداری ورکړی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د شمالي وزیرستان په یو شمېر سیمو کې د یوې نوې نامعلومې وسلوالې ډلې له لوري شپې پاڼې خپرې شوې او له ځایي خلکو یې غوښتي چې په دغو سیمو کې دې د دغې ډلې له هر ډول کړنو وروسته له غبرګون څخه ډډه وکړي.

ظاهرآ يې د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې خپلو شخصي موټرو ته لګېدلې تورې هیندارې دې پاکې کړي، خو د شپې پاڼې په بله برخه کې لیکل شوي چې په سیمه کې دې له هر ډول خبرو او بحثونو ډډه وشي.
دغه شپې پاڼې د شمالي وزیرستان په میرعلي، اسوخيل، میسکي، اسوړي، ډنډې درپه خیل، دته خیل، سپین وام او ځینو نورو سیمو کې خپرې شوې دي.

100%


معمولآ په شمالي وزیرستان او ټولو قبایلي سیمو کې ځايي خلک د خپلو شخصي موټرونو هیندارې تورې لګوي او خلک یې شوق ګڼي.
دا لومړی ځل دی چې د اتحاد المجاهدین په نوم یوه نامعلومه وسلواله ډله چې تر دې وړاندې یې په دغه سیمه کې فعالیت نه درلود، داسې شپې پانې خپروي او په خلکو بندیزونه لګوي.
تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي خلکو ته خبرداری ورکړی و چې په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې دې د ځنګلونو له پرې کولو لاس واخلې ګنې د دوی په خبره سزا به ورکړي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي چې د دغې ډلې نوم یې نوی اوریدلی او پخوا تر دې په دغو سیمو کې په نورو نومونو وسلوالې ډلې فعالې وې، هغه وايي: « د دوی هدف دادی چې په سیمه کې یې هر ډول کړنې کولې ازاد به وي خو که د سیمې خلکو یې په وړاندې غونډه، احتجاج، خبرې یا بحث وکړ نو دوی به یې وژني، داسې ښايي چې یو ځل بیا په قبایلي سیمو کې تورې ورځې را روانې دي، دا یې شروع ده وروسته به وګورو چې بیا د ۲۰۱۴ غوندې د خلکو عام وژنې او هدفي وژنې زور واخلي.»
عجب ګل همت د شمالي وزیرستان د سپین وام اوسیدونکی دی، هغه وايي له څو ورځو راهیسې یې په ځینو سیمو کې داسې شپې پاڼې لیدلې دي چې خلکو ته په کې خبرداری ورکړل شوی.
هغه وايي د دغې ډلې نوم یې نوی اورېدلی او پخوا تر دې یې په داسې نوم د کومې وسلوالې ډلې فعالیت نه و لیدلی، دی زیاتوی: «وزیرستان د وسلوالو ګروپونو په لیباټرۍ یا لابراتوار بدل شوی هر څوک راځي او یو نوی قانون جوړوي او په خلکو یې تپي، موږ په دې نه پوهیږو چې دا اوس پوځ جوړه کړې که څه بله خبره ده خو دلته بیا د ۲۰۱۰ کلونو غوندې وسلوالې ډلې په ډېرېدو دي چې بیا څه پلان دی.»
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په ټولو قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ له لوري د «ضرب عضب» په نوم پوځي عملیات پیل شول چې په یوه ورانکارې او اوږده جګړه بدل شول، د خلکو کورونه وران، ډیر خلک په کې ووژل شول او ډیر یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ اېستل شول.
د پاکستان پوځ ویلي و، چې په هغو عملیاتو کې۳۰ زره پوځيانو برخه لرله او نږدې درې زره وسلوال یې وژلي او په دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ هم درې نیم سوه عسکر وژل شوي و.
خو تر څنګ یې زرګونه پښتانه قبایل هم د دغو عملیاتو له کبله له خپلو سیمو څخه ایستلو ته اړ کړل شول چې لا هم د پاکستان نورو سیمو او د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو ته کډه شول چې لا هم ډیری برخه یې هلته اوسیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د دفاع وزیر: امریکا به د جګړې د مهال وېش په اړه پر اسراییل امر ونه کړي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۵ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین په ​​تل ابیب کې له لوړ پوړو اسراییلي چارواکو سره له کتنې وروسته ویلي، چې امریکا به اسراییل ته د حماس سره د هغوی د جګړې او د جګړې د مهال وېش په اړه امر ونه کړي.

دا څرګندونې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو په اړه د امریکا په سخت دریځ کې نرمښت ښیې.

اسټین د خپل اسراییلي سیال یوف ګالنټ سره یوځای په یوه لڼډه خبري غوڼډه کې خبریالانو ته وویل: "دا د اسراییل عملیات دي او زه دلته نه یم راغلی، چې د جګړې د مهال وېش یا شرایطو په اړه حکم وکړم.‌ مونږ په کلکه د اسراییل د ځان نه د دفاع د حق ملاتړ کوو."

په ورته وخت کې هغه د فلسطیني ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی "یو اخلاقي دنده او ستراتیژیک اړتیا" وبلله.

د اسټین دریځ دا ځل د هغه د پخوانیو څرنګندونو په پرتله خورا نرم ښکاره کېده. هغه د روانې ډسمبر میاشتې په پیل کې ویلي وو، چې که اسراییل په غزې کې د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی ونه کړي، هغلته د مېشتو ټولو خلکو د افراطې کېدو خطر موجود دی.

هغه په غزه کې د اسراییل د جګړې په اړه ویلي وو، د فسطینیانو ملکي تلفات به "تکتیکي بریا د ستراتیژیکې ماتې سره بدله کړي."

د غزې روغتیایي چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۹۴۰۰ څخه اوښتی دی.

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ د شاوخوا سلو افغان بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۰

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، اعلان وکړ چې په تېرو څو ورځو کې د کراچۍ ښار له زندانونو ۹۹ افغان اتباع خوشې شوي دي. یوه طالب چارواکي ویلي، چې دا مهال د کراچۍ په زندانونو کې ۳۶۸ افغانان بندیان دي.

په کراچۍ کې د طالبانو سر قونسل عبدالجبار تخاري د یکشنبې په ورځ پر ایکس پاڼې یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي، چې دغه بندیان د لیندۍ په ۲۴مه او ۲۵مه د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي دي.

نوموړي وويل، چې له دغو کسانو څخه ٥٦ تنه د چمن – سپين بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغې قونسلګرۍ د شمېرو له مخې؛ په تېر کال کې د سند صوبې له زندانونو څه باندې درې زره افغان اتباع خوشې شوي دي.

د پاکستان د سند ایالت حکومت له شاوخوا یو کال راهیسې په دغه ایالت کې د افغان اتباعو او کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې، چې په ترڅ کې یې زرګونه افغانان یا نیول شوي او یا هم له هېواده شړل شوي دي.

د رایو د راجلبولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د عمران خان ویډیويي کلېپ خپور شو

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د پاکستان په بند کې بندي پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې ګوند یې د عامه غونډو د کولو اجازه نه لري، د یکشنبې په ورځ (د لیندې ۲۶مه) ناوخته د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړ شوی ویډیويي کلېپ په پاکستان کې یوې مجازي غونډې ته د وینا لپاره وکارول شو.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې د محرمو اسنادو په تور په اګسټ کې بندي شوی و، د پاکستان د ستري محکمي د پرېکړې له مخې؛ نوموړی د پاکستان په راتلونکو ټاکنو کې ګډون کولی نه شي.

اوس چې د نوموړي ګوند (د پاکستان تحریک انصاف) د مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخیستی، د ۷۱ کلن عمران خان د څلورو دقیقو پیغام چمتو کړی او د یکشنبې او دوشنبې په شپه یوې مجازي غونډه کې خپور شو.

د یادولو ده، چې د دغه پیغام تر خپرېدو وروسته په پاکستان کې د انټرنټ خدمات هم محدود شوي دي.

له دې سره، پي ټي ای ویلي، چې عمران خان د خپلو وکیلانو له خوا د وینا یو لیکلی متن دوی ته لېږلی و او دوی د نوموړي په غږ دا متن ځای پر ځای کړی و، چې وروسته د وینا متن بیا د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) پر مټ چې د اصلي غږ جوړولو وړتیا لري ثبت شوی دی.

په دغه کلپ کې ویل شوي:" زه لومړی غواړم د دې تاریخي هڅې لپاره د ټولنیزو رسنیو ټیم ستاینه وکړم."

د عمران خان غږ ته په اشارې سره وویل شوي: "شاید تاسو ټول حیران یاست چې زه په زندان کې څنګه یم نن ورځ، زما د حقیقي ازادۍ لپاره هوډ خورا پیاوړی دی."

دغه کلېپ په یوټیوب کې له ۱،۴ میلیونو څخه ډېر لیدونکي راجلب کړل او په نورو ټولنیزو رسنیو پلیټ فارمونو کې د لسګونو زرو له خوا په ژوندۍ توګه لیدل او اورېدل کېده.

دا کلېپ په فیسبوک، اېکس او یوټیوب باندې د پي ټي ای د پلویانو له خوا د پنځه ساعته ژوندۍ وینا په پای کې خپور شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند استازو ویلي؛ د عمران خان د ویډیو په شکل د وینا انځورونه یې د نوموړي د پخوانیو ویناو څخه اخیستي او د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ یې د عمران خان دغه وینا چمتو کړی وه.

له دې سره د عمران خان د دفتر رییس ډاکټر شهباز ګېل هم وینا وکړه او ویې ویل، چې عمران خان د "منځنۍ طبقې" څخه راغلی او هر څه یې بدل کړل.

عمران خان وروسته له هغه ونیول شو، چې یوې سيمه یيزې محکمې هغه د لومړي وزير د دورې پر وخت د دولتي ډاليو د خرڅلاو په تور په درې کاله بند محکوم کړ.

عمران خان په دې دوسيه کې نوموړی تورن دی، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې دولتي ډالۍ په غیر قانوني ډول پلورلي او د خپل ګوند لګښتونه یې پرې ورکړي دي.

اروپايي ټولنه به په فېبروري کې له اوکراین سره د ۵۰ میلیارده یورو مرستې په اړه بحث کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، چې دغه ټولنه به د ۲۰۲۴ کال د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه د څلورو کلونو لپاره له اوکراین سره د ۵۰ میلیارد یورو د اضافي مرستو د تخصیص په اړه د بحث لپاره یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

دغه پرېکړه د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د اروپا د کمېسیون د مشر چارلس مېشل له خوا اعلان شوه.

د اروپایی کمېسیون مشر وايي، چې د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه به د اروپایي ټولنې مشران د اوکراین لپاره د څو کلنو مرستو د تخصیص په ګډون د اروپایي اتحادیې د بودیجې په اړه هم بحث وکړي.

مېشل تېره اونۍ ویلي وو، چې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د اوکراین لپاره د منځمهاله مرستې پروګرام په ګډون د اروپايي اتحادیې د بودیجې د تصویب مخه ونیوله.

تمه ده چې د امریکا د دفاع وزیر به پر اسراییل د جګړې د کمولو فشار راوړي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۲ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین چې د دوشنبې په ورځ اسراییل ته تللی، تمه کیږي چې د دغه هېواد پر چارواکو به فشار راوړي، چې په غزه کې پراخ جګړه ییز عملیات ودروي تر څو د غزې پر خلکو د جګړې ویجاړونکی اغیز را محدود شي.

دا پر اسراییل د امریکا د نفوذ د ښودلو لپاره وروستۍ ازموینه بلل کیږي، چې پر ملکیانو د دغې جګړې د وژونکې اغیز په کمولو کې مرسته کولی شي.

امریکا له اسراييل غواړي، چې د پراخو عملیاتو پر ځای د حماس پر وړاندې د ځانګړو ځواکونو هدفي عملیات پیل کړي.

د اونۍ په پیل کې د اسراییل ځینو نېږدې متحدینو لکه؛ فرانسه، انګلستان او جرمني په غزه کې د اوربند لپاره له نړۍوالو غوښتنو سره همغږي شول او اسراییلي مظاهره کوونکو هم له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د حماس سره د نورو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره خبرې اترې بیا پیل کړي.‌

دا غوښتنه وروسته له هغه کیږي، چې د اسراییلي سرتیرو له خوا په تېروتنه درې یرغمل په داسې حال کې ووژل شول چې سپین بیرغونه یې پورته کړي وو.‌

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی، چې تر هغه پورې به جګړې ته دوام ورکوي چې حماس له واکه لرې کړي، د دوی خورا قوي پوځي وړتیاوې له منځه یوسي او دحماس سره په بند کې ټول یرغمل خوشې کړي.‌

امریکا په ملګرو ملتونو کې د اوربند غوښتنه ویټو کړې او اسراییل ته یې د مهماتو او وسلو مرسته کړې؛ خو په عین حال کې پر دغه هېواد فشار راوړي، چې د ملکي تلفاتو مخنیوی دې وکړي.

داسې ښکاري چې د امریکا دغو غوښتنو تر اوسه کوم اغیز نه دی کړی. د فلسطین د روغتیا وزارت یوه چارواکي ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د استوګنې پر ودانیو په بریدونو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي دي.

په دغه جګړې کې د څه باندې دوه میاشتو په موده کې تر ۱۸۷۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوی او غزې د شمال ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

شاوخوا ۱،۹ میلیونه فلسطینیان چې د غزې نېږدې ۸۵ سلنه نفوس جوړوي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د غزې سویلي برخه کې د ملګرو ملتونو کمپونو کې ژوند کوي.

امریکايي چارواکو د حماس د مشرانو د وژلو، د تونلونو ویجاړولو او د یرغمل شویو کسانو د ژغورلو په هدف د هدفي عملیاتو غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنې وروسته له هغه شوي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړ چې اسراییل د "بې توپیره بمبارۍ" له امله نړۍوال ملاتړ له لاسه ورکوي.