حماس: د ۴۰ برمته شویو د خلاصون په بدل کې د ۷ ورځني اوربند په اړه خبرې روانې دي

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د حماس د یوه چارواکي په حواله ویلي، چې په مصر کې د روانو خبرو تمرکز په سیمه کې د یوې اونۍ اوربند په بدل کې د ۴۰ یرغمل شویو بندیانو خوشې کول دي.

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د حماس د یوه چارواکي په حواله ویلي، چې په مصر کې د روانو خبرو تمرکز په سیمه کې د یوې اونۍ اوربند په بدل کې د ۴۰ یرغمل شویو بندیانو خوشې کول دي.
د حماس د دغه چارواکي په وینا؛ که چېرې یادې خبرې اترې نتیجه ورکړي او یوې موافقې ته ورسیږي، دا ډله به یو شمېر ملکي ښځې، ماشومان او نارینه چې د غزې په تړانګه کې بندیان دي خوشې کړي.
د اسوشیټیډ پرېس د خبر په حواله؛ که ښکیل اړخونه موافقه وکړي، دا ممکنه موافقه وغځول شي.
له دې وړاندې هم د قطر په منځګړیتوب د حماس او اسراییل تر منځ اوربند شوی و، چې په پایله کې یې د یو شمېر بندیانو تبادله وشوه.


په داسې حال کې چې د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر په افغانستان کې د درملو او حمایوي روغتونونو د برابرولو لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو اړتیا اعلان کوي وايي، چې د افغانستان ماشومان راتلونکی سخت ژمی د ساري ناروغیو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
ټیډروس اډانوم ګبریسیوس وویل، په افغانستان کې ۱۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
ښاغلي ګبریسیوس د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۹مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دوی یادې بودیجې ته اړتیا لري، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د زیاتو ماشومانو او ښځو د مړینې او د خوراکي توکو د خوندیتوب د پایلو د مخنیوي لپاره دغه بودیجه ځانګړې شي.
هغه زیاته کړه، د هېواد ۳۰ سلنه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، چې په افغانستان کې دا مهال شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ او ۲.۳ میلیونه ماشومان له منځنۍ خوارځواکۍ سره مخ دي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر ټینګار وکړ، چې دغه ماشومان په راتلونکي سخت ژمي کې د ساري ناروغیو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
په دې وروستیو کې جاپان اعلان وکړ، چې د روغتیا له نړۍوال سازمان سره یې د افغانستان د روغتیا له برخې سره د مرستې په موخه ۶،۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
څه موده وړاندې دغه سازمان په یوه راپور کې په افغانستان کې د روغتیايي سیستم د جدي زیانونو په اړه خبرداری ورکړی و.
د دې کال په نیمایي کې دې سازمان اعلان وکړ، چې د هېواد روغتیایي سیسټم په جدي توګه محدود شوی دی.

امریکا وایي، په افغانستان کې ګڼې ترهګرې ډلې فعالې دي، او د طالبانو له خوا د امریکايي وګړو د نیول کېدو ګواښ شته،باید امریکایان هغه هېواد ته ولاړ نه شي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکايي وګړي دې دغه خبرداری جدي ونیسي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې ورځ، د (لیندۍ په ۲۷مه) په یوې خپره شوې وینا پاڼه کې ویلي دي، د دوی ارزونې ښيي چې په افغانستان کې «څو ترهګرې ډلې» لا هم فعالې دي.
په وینا پاڼه کې راغلي: «طالبانو مرستندویه او بشري ځواکونه ځورولي او بندیان کړي یې دي. د بهرنیانو فعالیتونو ته ښايي د شک په سترګه وګوري او ښايي د نیولو لاملونه یې هم ناڅرګند وي.»
دغه وزارت زیاته کړې:«که څه هم تاسو د سوداګرۍ لپاره له اړوندو چارواکو سره ثبت یاست، خو د نیول کېدو ګواښ مو ډېر دی. کیدای شي دا نیول اوږدمهاله وي، او د نیولو په وخت کې، د متحده ایالاتو وګړي روغتیایی پاملرنې ته محدود لاسرسی ولري یا ښايي له فزیکي ځورونې سره مخامخ شي.»
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په وینا، طالبان هغوی ته اجازه نه ورکوي چې له امریکايي وګړو سره چې په بند کې دي، په اړیکه کې شي.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې دمګړۍ څومره امریکايي وګړي د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.
د خپرو شويو راپورونو پر بنسټ، په تېرو دوو کلونو کې طالبانو لسګونه بهرني وګړي نيولي چې په کې امريکايان، بريټانویان او فرانسويان هم شامل دي.

دغه لاریون لومړی د بلوچستان له تربته پیل شوی او د پنجاب ډېره غازي خان ته تر رسېدو وروسته یې هلته پرلت وهلی و او له هغه وروسته د اسلام اباد په لور خوځېدلی دی. سرچینې وايي، لاریون کونکو ته په لاره کې د پولیسو له لوري خنډونه اېښودل شوي او د دوی د تلو مخنیوی کوي خو لاریون روان دی.
د بلوڅو رسنیزو فعالانو له لوري په اېکس پاڼه خپرې شوې یوه ويډیو کې لیدل کیږي چې د پنجاب ایالت په ټونسه سیمه کې سلګونه سیمه وال د بلوڅو لاریون هر کلي ته د سړک په دواړو غاړو د درنښت په پار ولاړ دي.

دغو بلوڅانو په تېره نومبر میاشت کې د پاکستان بلوچستان ایالت په تربت کې وروسته له هغه احتجاج پیل کړ چې د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» په چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور ولګاوه.
د پاکستان بلوچستان ایالت اوسېدونکي له کلونو راهیسې ادعا کوي چې د پاکستان حکومت یې د حق غوښتلو پر مهال مخکښ کسان نیسي او له هغه وروسته يې مړي ژوندي ورک دي.
د پاکستان حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.
د بښنې نړېوال سازمان د بلوڅ اعتراض کوونکو نیول غندلي او له پاکستانه یې غوښتي، چې پرې لګېدلي تورونه لرې کړي.
ځايي پولیسو پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي چې په ډېره غازي خان په غونډو بندیز دی نو ځکه یې لاریونوال نیولي دي.
وړاندې تر دې هم د بلوڅو نر او ښځې سړکونو ته راوتلي او د خپلو کورنیو د غړو او خپلوانو انځورونه یې له ځان سره په اعتراضي ډول لیږدول او د پاکستان له حکومته یې د هغوی د پیدا کېدو یا راخلاصون غوښتنې کړې وې.
له بلې خواد بشري حقونو یوې نړېوالې مدافع ډلې د دوشنبې په ورځ له بلوچستانه د اسلام اباد پر لور د لاریون کوونکو پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې.
د روانې ډسمبر میاشتې په څلورمه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په چمن کې له دوه میاشتې وړاندې پيل شوي پرلت څخه د بلوچستان تربت ته په احتجاجي غونډه کې د ګډون په موخه له چمن څخه روان و چې د بلوچستان پولیسو یې په موټریز کارون ډزې وکړې او هغه یې را وګرځاوه چې بیا وروسته له هغه ونیول شو.
د بلاڅ بلوڅ کورنۍ او مدني ټولنې غړو شاوخوا دوه اونۍ په تربت کې اعتراضي لاریون وکړ او د سي ټي ډي چارواکو پر وړاندې یې په دې اړه د ګام اخیستو غوښتنه وکړه.
د بښنې نړېوال سازمان د معلوماتو له مخې، له دغې ډلې لږ تر لږه ۲۰ کسان د ډسمبر په ۱۷مه نېټه په داسې حال کې ونیول شول چې دوی د پنجاب صوبې له دېره غازي خان ولسوالۍ څخه تربت ته روان وو.
د بشري حقونو نړېوال سازمان ویلي: « لاریون کونکي خوشې شوي او د لاریون سمبالونکو پر وړاندې یې درې جلا پېښې ثبتې کړې دي.»
د بښنې نړېوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په سملاسي او پرته له کوم شرطه د ټولو هغو کسانو پرضد ټول تورونه لرې کړي چې یوازې د بیان ازادۍ له حقه د ګټې اخیستنې لپاره لګول شوي.»
یاد سازمان په پاکستان او په ځانګړي ډول بلوچستان کې له نړېوالو معیارونو سره سم د ټولو غیر عدالتي وژنو او جبري ورکېدو د بې پرې پلټنو غوښتنه وکړه.
د بشري حقونو نړېوال سازمان هم له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې له محاکمو پرته د وژل شویو قربانیانو او ورکو شویو خلکو کورنیو ته تاوان ورکړي.
بلوچستان ایالت له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري او له نږدې دوو لسیزو راهیسې د بلوڅ ملتپالو لهخوا د ټيټې کچې د بغاوت ډګر و.

د اسراييل ولسمشر اسحاق هرزوګ ويلي، چې د نورو یرغمل شویو کسانو د خوندي خوشې کولو لپاره چې د حماس له خوا نیول شوي دي، هېواد يې په غزه کې له حماس سره د نوي موقتي اوربند هوکړې ته لېوال دى.
هرزوګ د سې شنبې په ورځ د سفیرانو یوې غونډې ته وویل: «اسراییل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یوې بلې بشري وقفې او اضافي بشري مرستو لپاره چمتو دی.»
حماس وايي؛ تر هغه به د بنديانو د خوشې کولو په اړه خبرو ته حاضر نه شي، چې اسراييل په غزه کې خپله جګړه پای ته نه وي رسولې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر اسراییل د نړۍوالو فشارونه زیات شوي چې پر غزې خپل بریدونه ودروي او محاصره شوې سیمې ته د بشري مرستو د رسولو اجازه ورکړي.
د اسراییل او حماس ترمنځ تېر تړون چې د نومبر په پای کې د یوې اونۍ اوږد اوربند لامل شو؛ د قطر او مصر په منځګړیتوب ترسره شو، چې حماس د اسراییل په زندانونو کې د ۲۴۰ فلسطیني مېرمنو او ځوانانو په بدل کې د ۸۶ اسراییلي ښځې او ماشومان خوشې کړل. همداراز د دې اوربند په لړ کې حماس ۲۴ بهرني اتباع هم خوشې کړل.
د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د موساد مشر ډیویډ برنیا او د سي ای اې له مشر بیل برنز سره د دوشنبې په ورځ په پولنډ کې د یرغمل شویو کسانو په بدل کې د اسراییل په زندانونو کې د فلسطینيانو خوشې کول لپاره د احتمالي نوي تړون او په جګړه کې د بشري وقفې په اړه خبرې وکړې.
حماس د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، چې «د اسراییل د نسل وژنې جګړې په دوام سره» د بندیانو د تبادلې په اړه هر ډول خبرې اترې ردوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د بریدونو له امله د اکټوبر له اوومې راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره ۱۹ زره او ۶۶۷ کسانو ته لوړه شوې ده.
بلخوا، د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او تر ۱۳۰ ډېر یرغمل دي.

د ترکیې پولیسو د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په اغري ښار کې یوه مشکوکه لارۍ له یوه ایراني چلوونکي سره ونیوله. پولیس وايي، چې د ۸۲ افغان کډوالو او ۳ پاکستاني کډوالو په ګډون یې ۸۵ کډوال پېژندلي او بندیان کړي یې دي.
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پناه غوښتونکي له قانوني مراحلو څخه تر تېرېدو وروسته په اړوند ښار کې د بهرنیو اتباعو د اخراج ادارې ته استول شوي دي.
د لارۍ چلوونکی هم د اغري ښار د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
ترکیې د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې څلور زره افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.
په وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ تېزه شوې او د ترکیې د پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.