• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې پولیسو په اغري ښار کې ۸۲ افغان کډوال نیولي دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۳۳ GMT+۰

د ترکیې پولیسو د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په اغري ښار کې یوه مشکوکه لارۍ له یوه ایراني چلوونکي سره ونیوله. پولیس وايي، چې د ۸۲ افغان کډوالو او ۳ پاکستاني کډوالو په ګډون یې ۸۵ کډوال پېژندلي او بندیان کړي یې دي.

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پناه غوښتونکي له قانوني مراحلو څخه تر تېرېدو وروسته په اړوند ښار کې د بهرنیو اتباعو د اخراج ادارې ته استول شوي دي.

د لارۍ چلوونکی هم د اغري ښار د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

ترکیې د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې څلور زره افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نیولي او بېرته یې افغانستان ته استولي دي.

په وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ تېزه شوې او د ترکیې د پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د یمن حوثي وسلوال: موږ اسرايیلي کښتۍ او اسرییل ته تلونکې بېړۍ په نښه کوو

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۱۸ GMT+۰

د یمن حوثي وسلوال چې د ایران له ملاتړه برخمن دي وايي، چې د اسراییل کښتۍ او دغه هېواد ته تلونکې نورې بېړۍ به په نښه کوي.

دغه یمني وسلوال چې د ایران په ملاتړ یې په سره سمندرګي کې د سمندري ترافیکو د ستانې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوال ایتلاف پر جوړولو اعتراض کړی ویلي، چې دوی به هېڅ کوم هېواد ته ګواښ پېښ نه کړي؛ خو یوازې د اسراییلي کښتۍ او د اسراییل پر طرف تلونکې بېړۍ په په نښه کوي.

څلور ورځې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار منځني ختیځ ته د سفر پر مهال ویلي وو، چې د ایران حکومت اړ دی، چې پر بېړیو د یمن د حوثي وسلوالو د بریدونو مخه ونیسي.

د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له پیلېدو راهیسې حوثيانو په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه پیل کړي دي.

د سپینې ماڼۍ دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي زیاته کړه، چې متحده ایالات په یمن کې د حوثيانو له ګواښ سره د مقابلې لپاره له نړۍوالې ټولنې سره همکاري کوي.

د امریکا او فنلنډ په دفاعي تړون د مسکو غوسه؛ کرملین وايي، چې لازم اقدامات به وکړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۷ GMT+۰

روسيې د امريکا سره د فنلنډ د دفاعي تړون په اړه اعتراض وکړ، چې له مخې يې واشنګټن د فنلند او روسيې سرحدي سيمو ته لاسرسی ولري. په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د فنلنډ سفیر احضار کړی. مسکو ویلي، چې په خپلو پولو کې به د ناټو د پوځي وسلو شتون بې ځوابه پرې نه ږدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه بیان کې لیکلي، چې مسکو به د فنلنډ او په ناټو کې د هغوی د ملګرو د سختو پرېکړو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته فنلنډ سږ کال د ناټو د نوي غړي په توګه د امریکا په مشرۍ پوځي اتحاد ته داخل شو.

دغه دفاعي تړون فنلنډ د امريکا سره لاسلیک کړ، هدف يې دا دی، چې د جګړې د پېښېدو پر مهال واشنګټن وکولی شي له دغه هېواد سره بېړنۍ مرستې وکړي.

په تړون کې په فنلنډ کې ۱۵ اډې او سیمې شاملې دي، چې متحده ایالات کولی شي ورته لاسرسی ولري.

د دې ترڅنګ امریکا کولی شي د فنلنډ په سرحدي سیمو کې د څلورو هوايي اډو او یو پوځي بندر په ګډون پوځي تجهیزات او مهمات ولري.

امریکا د ختیځې اروپا له ډېرو هیوادونو سره ورته تړون لري.

کرملین د جمعې په ورځ وویل، چې دا تړون به د روسیې لپاره "څرګند ګواښ" وي او له هلسينکي سره به د کړکیچ لامل شي.

د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوی و

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۱ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز ته یوې سرچیني ویلي، چې د طلوع نیوز خبریال روح الله سنګر له بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

سنګر چې نن سې شنبې د (لیندۍ ۲۸مه) د طالبانو له بند څخه خوشې شو، د افغانستان د خبریالانو مرکز د نوموړي له خوشې کېدو هر کلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د سنګر نیول کېدل غیر قانوني وو.

په پروان ولایت کې د طلوع نیوز سیمه ییز خبریال روح الله سنګر د یکشنبې په ورځ د راپور جوړولو پرمهال د دغه ولایت له مرکز چاریکار ښار څخه د طالبانو استخباراتو نیولی و.

د پروان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس الرحمن صدیقي د افغانستان د خبریالانو مرکز ته د سنګر د خوشې کېدو خبر تایید کړی؛ خو د هغه د نیولو د علت او د ازادۍ د شرایطو په اړه څه نه دي ویلي.

د یاد مرکز په خبره؛ اوسمهال دوه نور خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د خبريالانو او رسنيو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ٧٥ پېښې ثبت کړي، چې ٣٣ نيول شوي او ٤٢ یې ګواښونه دي.

د یادولو ده، چې ډېری نیونې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا کیږي او بېلابېلې څانګې په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست او امربالمعروف بیا د خبریالانو او رسنیو ته د ګواښ په پېښو کې ښکېل دي.

طالبان: د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژدافېر د ملګرو ملتونو وروستی راپور متوازن بللی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، چې د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژادفېر د دوی د بهرنیو چارو له وزير سره په ليدنه کې د ملګرو ملتونو وروستی راپور متوازن بللی؛ خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير بيا د دې راپور يوه برخه ناسمه بللې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد نن سې شنبه پر خپله اېکس پاڼه د اميرخان متقي او د افغانستان لپاره د برېتانيا د شارژدافېر رابرت ډکسن د ليدني خبر نشر کړی.

نوموړي ليکلي، چې رابرت ډکسن د ملګرو ملتونو د وروستي راپور ملاتړ کړی او هغه يې متوازن بللی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې په نړۍ واله سطحه د بشري حقونو نقص کول، د بيان ازادي او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول، نژادي، مذهبي او د توکم پالني د ستونزو زياتوالۍ او مخنيوي ته اشارې شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند لیکلي، چې اميرخان متقي په دې ليدنه کې د راپور د ځينو برخو د مثبت بللو ترڅنګ هغه برخه نامناسبه بللې، چې د افغانستان لپاره دې نوی خاص استازی وټاکل شي.

ضياء احمد ليکلي، چې دواړو لوريو پر اقتصادي او سياسي برخو خبرې کړي او د سياسي موخو د تر لاسه کولو لپاره یې تاوتريخوالی رد کړی دی

د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژدافېر مطبوعاتي دفتر د دې ليدني او دغه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

متقي: د ستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره د نړۍوالو د مرستو دوام ته اړتیا ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي د کډوالو د نړۍوال سازمان له عمومي مشرې اميپوپ سره په کتنه کې د ستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره د نړۍوالو د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

دواړو لورو په دې کتنې کې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعيت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې، د قانوني کډوالۍ د اسانتیاو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې امیر خان متقي نن سې شنبې د (لیندۍ ۲۸مه) د کډوالو د نړۍوال سازمان له عمومي مشرې اميپوپ سره په کتنه کې همدا راز زیاته کړه، چې کوربه هېوادونه باید له کډوالو سیاسي استفاده ونه کړي.

متقي وویل: " کډوال نه يوازې دا چې پر کوربه هېوادونو بوج نه دي، بلکې د هغوی په پرمختيا او اقتصادي ودې کې د پام وړ ونډه لري."

د کډوالو د نړۍوال سازمان عمومي مشرې په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان ته ځکه راغلې چې د کډوالو وضعیت له نېږدې وګوري او ستونزو ته یې مناسبه حل لاره وکتل شي.

نوموړې د کډوالو د موضوع په سياسي کېدو خواشيني څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د کډوالو نړۍوال سازمان نه يوازې خپلو اصلي هېوادونو ته‏ د کډوالو د ستنېدو، بلکې د قانوني کډوالۍ د اسانولو له پاره هم کار کوي.

د افغان کډوالو موضوع تر هغه وروسته د نړۍوالو د پام وړ وګرځېده چې پاکستان د نوامبر له پیل څخه تر اوسه پورې په جبري توګه د زرګونو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

اوسمهال ډېر شمېر هغه کډوال د هېواد په بېلابېلو برخو کې په کمپونو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه اېستل شوي دي او د سرپنا له نه شتون سره مخامخ دي.