• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: د ستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره د نړۍوالو د مرستو دوام ته اړتیا ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي د کډوالو د نړۍوال سازمان له عمومي مشرې اميپوپ سره په کتنه کې د ستنیدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره د نړۍوالو د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

دواړو لورو په دې کتنې کې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعيت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې، د قانوني کډوالۍ د اسانتیاو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اېکس پاڼه کې لیکلي، چې امیر خان متقي نن سې شنبې د (لیندۍ ۲۸مه) د کډوالو د نړۍوال سازمان له عمومي مشرې اميپوپ سره په کتنه کې همدا راز زیاته کړه، چې کوربه هېوادونه باید له کډوالو سیاسي استفاده ونه کړي.

متقي وویل: " کډوال نه يوازې دا چې پر کوربه هېوادونو بوج نه دي، بلکې د هغوی په پرمختيا او اقتصادي ودې کې د پام وړ ونډه لري."

د کډوالو د نړۍوال سازمان عمومي مشرې په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان ته ځکه راغلې چې د کډوالو وضعیت له نېږدې وګوري او ستونزو ته یې مناسبه حل لاره وکتل شي.

نوموړې د کډوالو د موضوع په سياسي کېدو خواشيني څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د کډوالو نړۍوال سازمان نه يوازې خپلو اصلي هېوادونو ته‏ د کډوالو د ستنېدو، بلکې د قانوني کډوالۍ د اسانولو له پاره هم کار کوي.

د افغان کډوالو موضوع تر هغه وروسته د نړۍوالو د پام وړ وګرځېده چې پاکستان د نوامبر له پیل څخه تر اوسه پورې په جبري توګه د زرګونو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

اوسمهال ډېر شمېر هغه کډوال د هېواد په بېلابېلو برخو کې په کمپونو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه اېستل شوي دي او د سرپنا له نه شتون سره مخامخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د پوهنې وزارت د نجونو په نه شتون کې له دولسم ټولګي د فارغانو غونډه جوړه کړه

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت په داسې حال کې د سلګونو زده کوونکو د فراغت غونډه جوړه کړې، چې ۸۸۸ ورځې کیږي د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې بندې دي. په ورته وخت کې په هېواد دننه او بهر د نجونو پر وړاندې د ښوونځي او پوهنتونونو د دروازو پر بندښت نیوکې کړي دي.

دغه مراسم چې د ۱۴۰۲ کال د دولسمو ټولګیو د فارغینو لپاره نن سې شنبه د (لیندۍ ۲۸مه) نیول شوې وو، یوازې نارینه زده کوونکو پکې برخه درلوده.

په دې مراسمو کې د طالبانو د پوهنې وزارت د بشري منابعو او اداري معین مولوي صبغت الله وصیل پرته له دې چې د نجونو د زده کړو په اړه خبرې وکړي وویل؛ د هېواد د پرمختګ یوازینۍ لار په سالمه او اسلامي توګه د ځوانانو په زده کړو پورې تړلې ده.

نوموړي همدا راز وویل، چې راتلونکي نسلونه به د زده کړو په ترلاسه کولو سره د هېواد ریښتیني خدمتګاران وي.

یو شمېر ښځینه زده کوونکې تر اوسه هم په دې تمه دي، چې راتلونکی تعلیمي کال به د دوی پر وړاندې د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.

اسراء چې سږکال د شپږم ټولګي ازموینه په بریالیتوب پای ته ورسوله وایي، چې سره له دې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو په اړه هېڅ کوم اقدام نه دی کړی؛ خو بیا هم هیله لري چې راتلونکی کال به په دې برخه کې بندیزونه لرې شي.

د اسراء مور له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل؛ کلونه مخکې په دې فکر له وردګو ولایت څخه کابل ته کډه شوې وه، چې لوڼې یې لوړې زده کړې وکړي؛ خو د طالبانو له حاکمیت وروسته مشره لور یې په نهم ټولګي کې له زده کړو بې برخې شوه او اوس یې دویمه لور هم له ورته برخلیک سره مخامخ کیږي.

سره له دې، چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي؛ خو بیا هم طالبانو په دې برخه کې خپل دریځ بدل کړی نه دی.

طالبانو تل په مدرسو کې د ځوانانو بیا په ځانګړې توګه د نجونو پر ښوونې او روزنې ټینګار کړی او د عصري علومو پر وړاندې سخت دریځ چلند کوي.

سرچینې: د طالبانو د ډلې ۲۵۰۰ غړي د بېلابېلو جرمونو په تور په بند کې دي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۸ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان چې په تېرو دوو کلونو کې نيول شوي، چې د "زنا او لواطت"، قتل او په داعش کې د غړيتوب په څېر بېلابېل تورونه تورن شوي دي. ویل کیږي، چې یو شمېر بندیان د پیسو په بدل کې د سړي تښتونې په تور نیول شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د تښتوونکو څخه د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه ډېر راپورونه خپاره کړي دي.

د خلکو په منځ کې داسې انګېرل کیږي چې تښتونکي د طالبانو غړي دي.

همدارنګه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو هم داسې راپورونه ترلاسه کړي، چې طالبان په بېلابېلو جرمونو لکه؛ غلا، قتل او جنسي تېري کې لاس لري.
طالبانو تل له جنایتکارانو ډلو سره اړیکو درلودلو په اړه راپورونه رد کړي دي.

په همدې حال کې وروستۍ موندنې ښیي، چې د طالبانو غړي چې په بېلابېلو جرمونو کې ککړ دي؛ خو د بدنامۍ څخه د دې ډلې د ساتلو په موخه نه غواړي د طالب مجرمینو هویت په ډاکه کړي.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو سرچینې وایي، چې په بندیانو کې هغه کسان چې د داعش د غړیتوب په تور نیول شوي، د طالبانو د استخباراتو په بند خونو کې دي او پاتې نور یې د پلچرخي په زندان کې دي.
طالبان عامو خلکو ته د زنا، لواطت او غلاګانو په تور سزا ورکوي؛ خو تر اوسه د دغه ډول جرمونو له امله د دغې ډلې د کسانو د مجازاتو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

د جمعیت اسلامي ګوند: د سینیرلي اوغلو راپور د طالبانو د جنایتونو د سپینولو هڅه ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د افغانستان اسلامي جمعیت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو راپور د طالبانو د بشري حقونو د جرمونو د سپینولو هڅه بللې ده. د امنیت شورا د افغانستان په اړه د یوناما او سینیرلي اوغلو راپورونه د چهارشنبې په ورځ څېړي.

د جمعیت ګوند د دې غونډې په درشل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي پر راپور نیوکه وکړه او ویلي یې دي، چې که څه هم پر دغه راپور کې له یو شمېر کورنیو او نړۍوالو اړخونو سره خبرې شوې؛ خو محتوا او وړاندیزونه یې د ځینو قدرتونو له سیاستونو سره په همغږۍ کې شوي دي.

اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، چې د سینیرلي اوغلو راپور به په افغانستان کې د اوسني وضعیت د بدتره کېدو په دوام کې مرسته وکړي.

د دغه ګوند په اعلاميه کې راغلي: "د امنيتي وضعيت د ښه والي، د اداري فساد د کمولو او له ترهګرۍ سره د طالبانو د مبارزې ادعا، طالبانو ته د مشروعيت ورکولو په موخه د حقايقو له تحريف پرته بل څه نه دي."

د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو پر راپور تر دې وړاندې هم افغان سیاسي څېرو په پراخه کچه نیوکې کړې وې.

ډېری کسانو د هغه راپور له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د لارې نقشه بللې ده.

د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې ټاکل شوې دا راپور په تفصیل سره وڅېړل شي.

یو شمېر کارپوهان بیا په دې نظر دي، چې دا راپور له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکي تعامل لپاره د لارې نقشه تعریفوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې طالبانو پر افغانستان د دغې ډلې له دوه کلنې واکمنۍ سره - سره نه یوازې دا چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت د ښه والي لپاره څه نه دي کړي؛ بلکې پر ښځو او نجونو یې زیات محدودیتونه وضع کړي هم دي.

د ټولییز تړون سازمان: له افغانستانه د ترهګرۍ د خپرېدو او د وسلو د قاچاق ګواښ شته

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د ټولییز تړون سازمان سرمنشي له افغانستانه سیمې ته د ترهګرۍ، د وسلو د قاچاق، د نشه یي توکو او افراطیت د خپرېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ. ایمانقلي تاسماګامبتوف په مسکو کې د دغه سازمان په ۱۶مه پارلماني غونډه کې وویل، چې د منځنۍ اسیا سویلي سرحدونه تر مستقیم ګواښ لاندې دي.

نوموړی په افغانستان کې له رامنځته شویو ننګونو سره د مبارزې لپاره د هڅو پر همغږۍ ټینګار کوي.

ښاغلي تاسماګامبتوف همداراز وویل، چې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د ځانګړې امنیت شورا له غونډې وروسته د غړو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د افغانستان-تاجکستان د پولو د پیاوړتیا لپاره د بین الحکومتي هدفي پروګرام د مسودې په اړه کار ګړندی او بشپړ کړي.

په عصري وسلو د ځواکونو سمبالول:

ایمانقلي تاسماګامبتوف د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې ټاکل شوې د ډله ییز امنیت تړون سازمان په ۲۰۲۴ کال کې مهم پوځي تمرینات ترسره کړي.

نوموړي په عصري وسلو، پوځي تجهیزاتو او ځانګړو وسایلو سمبالښت د ګډ امنیتي تړون سازمان له مهمو دندو څخه وبلل.

د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان سرمنشي زیاته کړه، چې د چټک غبرګون ځواکونو، سوله ساتو ځواکونو او لوجستیکي ځواکونو په ګډون ټولټال اوه تمرینونه پلان شوي دي.

د هغه په ​​خبره؛ ټاکل شوې دغه تمرينونه په قزاقستان، قرغزستان، روسيې او همدارنګه د افغانستان په ګاونډي تاجکستان کې ترسره شي.

د ډله ییزو امنیتي تړونونو سازمان سرمنشي همدا راز ټینګار وکړ، چې د پراخو نړۍوالو ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره به د میکانیزمونو د ښه کولو لپاره کار ګړندی شي.

ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د امنیتي تړون د ډله ییز سازمان غړي هېوادونه دي او په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان پولې ته څېرمه څو ګډ پوځي تمرینونه کړي دي.

په تاجکستان کې د روسیې سفیر سیمیون ګریګوریف د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو لا هم د افغانستان د پولو امنیت خوندي کړی نه دی.

نوموړي وویل، چې افراطي ډلو څو ځلې هڅه کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه تاجکستان ته نفوذ وکړي.

د اروپایي اتحادیې ۲۵ میلیونه یورو مرسته به په افغانستان کې د خوارځواکۍ په برخه کې ولګول شي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۵ GMT+۰

خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د اروپايي اتحادیې ۲۵ میلیونه یورو مرستې به په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره په مبارزه او همداراز له بیوزلو خلکو سره د خوراکي توکو د مرستو په برخه کې ولګول شي. څو ورځې وړاندې اروپایي اتحادیې له افغانستان سره د ۲۵ میلیونه یورو مرستې خبر ورکړی و.

د خوړو نړیوال پروګرام نن سه شنبې د (لیندۍ ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دغه مرستې به په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره په مبارزه او همداراز له بیوزلو خلکو سره د خوراکي توکو د مرستو په برخه کې ولګول شي.

دغه اداره په داسې حال کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې خبره کوي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسېف) په خپل وروستي راپور کې د شاوخوا ۲،۸ میلیونه ماشومانو چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي او د ۱،۱ میلیونه مېندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو د خوارځواکۍ خبر ور کړ.

دغې ادارې په خپل راپور کې وچکالي او اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د اغېزمنېدو لامل بللی دی.

مرستندویه ادارې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او وایي چې، په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له امله ښځې او ماشومان ډېر زیانمن شوي او د ماشومانو، شېدو ورکوونکو او مېندوارو مېرمنو ترمنځ د خوارځواکۍ شمېرې هم ډېرې شوې دي.

تر دې مخکې هم د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و، چې که افغانستان ته د اړتیا وړ بشري مرستې و نه رسیږي نو تر ټولو ډیر به ښځې او ماشومان اغېزمن شي.