د یمن حوثي وسلوال: موږ اسرايیلي کښتۍ او اسرییل ته تلونکې بېړۍ په نښه کوو

د یمن حوثي وسلوال چې د ایران له ملاتړه برخمن دي وايي، چې د اسراییل کښتۍ او دغه هېواد ته تلونکې نورې بېړۍ به په نښه کوي.

د یمن حوثي وسلوال چې د ایران له ملاتړه برخمن دي وايي، چې د اسراییل کښتۍ او دغه هېواد ته تلونکې نورې بېړۍ به په نښه کوي.
دغه یمني وسلوال چې د ایران په ملاتړ یې په سره سمندرګي کې د سمندري ترافیکو د ستانې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوال ایتلاف پر جوړولو اعتراض کړی ویلي، چې دوی به هېڅ کوم هېواد ته ګواښ پېښ نه کړي؛ خو یوازې د اسراییلي کښتۍ او د اسراییل پر طرف تلونکې بېړۍ په په نښه کوي.
څلور ورځې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار منځني ختیځ ته د سفر پر مهال ویلي وو، چې د ایران حکومت اړ دی، چې پر بېړیو د یمن د حوثي وسلوالو د بریدونو مخه ونیسي.
د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې له پیلېدو راهیسې حوثيانو په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه پیل کړي دي.
د سپینې ماڼۍ دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي زیاته کړه، چې متحده ایالات په یمن کې د حوثيانو له ګواښ سره د مقابلې لپاره له نړۍوالې ټولنې سره همکاري کوي.


روسيې د امريکا سره د فنلنډ د دفاعي تړون په اړه اعتراض وکړ، چې له مخې يې واشنګټن د فنلند او روسيې سرحدي سيمو ته لاسرسی ولري. په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د فنلنډ سفیر احضار کړی. مسکو ویلي، چې په خپلو پولو کې به د ناټو د پوځي وسلو شتون بې ځوابه پرې نه ږدي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه بیان کې لیکلي، چې مسکو به د فنلنډ او په ناټو کې د هغوی د ملګرو د سختو پرېکړو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.
د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته فنلنډ سږ کال د ناټو د نوي غړي په توګه د امریکا په مشرۍ پوځي اتحاد ته داخل شو.
دغه دفاعي تړون فنلنډ د امريکا سره لاسلیک کړ، هدف يې دا دی، چې د جګړې د پېښېدو پر مهال واشنګټن وکولی شي له دغه هېواد سره بېړنۍ مرستې وکړي.
په تړون کې په فنلنډ کې ۱۵ اډې او سیمې شاملې دي، چې متحده ایالات کولی شي ورته لاسرسی ولري.
د دې ترڅنګ امریکا کولی شي د فنلنډ په سرحدي سیمو کې د څلورو هوايي اډو او یو پوځي بندر په ګډون پوځي تجهیزات او مهمات ولري.
امریکا د ختیځې اروپا له ډېرو هیوادونو سره ورته تړون لري.
کرملین د جمعې په ورځ وویل، چې دا تړون به د روسیې لپاره "څرګند ګواښ" وي او له هلسينکي سره به د کړکیچ لامل شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، چې د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژادفېر د دوی د بهرنیو چارو له وزير سره په ليدنه کې د ملګرو ملتونو وروستی راپور متوازن بللی؛ خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير بيا د دې راپور يوه برخه ناسمه بللې.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد نن سې شنبه پر خپله اېکس پاڼه د اميرخان متقي او د افغانستان لپاره د برېتانيا د شارژدافېر رابرت ډکسن د ليدني خبر نشر کړی.
نوموړي ليکلي، چې رابرت ډکسن د ملګرو ملتونو د وروستي راپور ملاتړ کړی او هغه يې متوازن بللی دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې په نړۍ واله سطحه د بشري حقونو نقص کول، د بيان ازادي او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول، نژادي، مذهبي او د توکم پالني د ستونزو زياتوالۍ او مخنيوي ته اشارې شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند لیکلي، چې اميرخان متقي په دې ليدنه کې د راپور د ځينو برخو د مثبت بللو ترڅنګ هغه برخه نامناسبه بللې، چې د افغانستان لپاره دې نوی خاص استازی وټاکل شي.
ضياء احمد ليکلي، چې دواړو لوريو پر اقتصادي او سياسي برخو خبرې کړي او د سياسي موخو د تر لاسه کولو لپاره یې تاوتريخوالی رد کړی دی
د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژدافېر مطبوعاتي دفتر د دې ليدني او دغه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د بریدونو له امله د اکټوبر له اوومې راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره ۱۹ زره او ۶۶۷ کسانو ته لوړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند اشرف القدره زیاته کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې ۵۲ زره او ۵۸۶ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د غزې په سویل کې روغتونونه نور د ټپیانو د ځای پرځای کولو توان نه لري.
القدره ویلي؛ ۹۹ طبي کارکوونکي په سختو شرایطو کې د اسراییل ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
په بندیانو کې د الشفاء، الدوا او کمال عدوان روغتونونو مشران هم شامل دي.
د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او تر ۱۳۰ ډېر یرغمل دي.

د افغانستان اسلامي جمعیت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو راپور د طالبانو د بشري حقونو د جرمونو د سپینولو هڅه بللې ده. د امنیت شورا د افغانستان په اړه د یوناما او سینیرلي اوغلو راپورونه د چهارشنبې په ورځ څېړي.
د جمعیت ګوند د دې غونډې په درشل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي پر راپور نیوکه وکړه او ویلي یې دي، چې که څه هم پر دغه راپور کې له یو شمېر کورنیو او نړۍوالو اړخونو سره خبرې شوې؛ خو محتوا او وړاندیزونه یې د ځینو قدرتونو له سیاستونو سره په همغږۍ کې شوي دي.
اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، چې د سینیرلي اوغلو راپور به په افغانستان کې د اوسني وضعیت د بدتره کېدو په دوام کې مرسته وکړي.
د دغه ګوند په اعلاميه کې راغلي: "د امنيتي وضعيت د ښه والي، د اداري فساد د کمولو او له ترهګرۍ سره د طالبانو د مبارزې ادعا، طالبانو ته د مشروعيت ورکولو په موخه د حقايقو له تحريف پرته بل څه نه دي."
د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو پر راپور تر دې وړاندې هم افغان سیاسي څېرو په پراخه کچه نیوکې کړې وې.
ډېری کسانو د هغه راپور له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د لارې نقشه بللې ده.
د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې ټاکل شوې دا راپور په تفصیل سره وڅېړل شي.
یو شمېر کارپوهان بیا په دې نظر دي، چې دا راپور له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکي تعامل لپاره د لارې نقشه تعریفوي.
دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې طالبانو پر افغانستان د دغې ډلې له دوه کلنې واکمنۍ سره - سره نه یوازې دا چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت د ښه والي لپاره څه نه دي کړي؛ بلکې پر ښځو او نجونو یې زیات محدودیتونه وضع کړي هم دي.

د ټولییز تړون سازمان سرمنشي له افغانستانه سیمې ته د ترهګرۍ، د وسلو د قاچاق، د نشه یي توکو او افراطیت د خپرېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ. ایمانقلي تاسماګامبتوف په مسکو کې د دغه سازمان په ۱۶مه پارلماني غونډه کې وویل، چې د منځنۍ اسیا سویلي سرحدونه تر مستقیم ګواښ لاندې دي.
نوموړی په افغانستان کې له رامنځته شویو ننګونو سره د مبارزې لپاره د هڅو پر همغږۍ ټینګار کوي.
ښاغلي تاسماګامبتوف همداراز وویل، چې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د ځانګړې امنیت شورا له غونډې وروسته د غړو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د افغانستان-تاجکستان د پولو د پیاوړتیا لپاره د بین الحکومتي هدفي پروګرام د مسودې په اړه کار ګړندی او بشپړ کړي.
په عصري وسلو د ځواکونو سمبالول:
ایمانقلي تاسماګامبتوف د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې ټاکل شوې د ډله ییز امنیت تړون سازمان په ۲۰۲۴ کال کې مهم پوځي تمرینات ترسره کړي.
نوموړي په عصري وسلو، پوځي تجهیزاتو او ځانګړو وسایلو سمبالښت د ګډ امنیتي تړون سازمان له مهمو دندو څخه وبلل.
د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان سرمنشي زیاته کړه، چې د چټک غبرګون ځواکونو، سوله ساتو ځواکونو او لوجستیکي ځواکونو په ګډون ټولټال اوه تمرینونه پلان شوي دي.
د هغه په خبره؛ ټاکل شوې دغه تمرينونه په قزاقستان، قرغزستان، روسيې او همدارنګه د افغانستان په ګاونډي تاجکستان کې ترسره شي.
د ډله ییزو امنیتي تړونونو سازمان سرمنشي همدا راز ټینګار وکړ، چې د پراخو نړۍوالو ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره به د میکانیزمونو د ښه کولو لپاره کار ګړندی شي.
ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د امنیتي تړون د ډله ییز سازمان غړي هېوادونه دي او په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان پولې ته څېرمه څو ګډ پوځي تمرینونه کړي دي.
په تاجکستان کې د روسیې سفیر سیمیون ګریګوریف د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو لا هم د افغانستان د پولو امنیت خوندي کړی نه دی.
نوموړي وویل، چې افراطي ډلو څو ځلې هڅه کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه تاجکستان ته نفوذ وکړي.