• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۹ زرو څخه واوښت

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۱۱ GMT+۰

د فلسطین د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د بریدونو له امله د اکټوبر له اوومې راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره ۱۹ زره او ۶۶۷ کسانو ته لوړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند اشرف القدره زیاته کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې ۵۲ زره او ۵۸۶ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د غزې په سویل کې روغتونونه نور د ټپیانو د ځای پرځای کولو توان نه لري.

القدره ویلي؛ ۹۹ طبي کارکوونکي په سختو شرایطو کې د اسراییل ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په بندیانو کې د الشفاء، الدوا او کمال عدوان روغتونونو مشران هم شامل دي.

د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او تر ۱۳۰ ډېر یرغمل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د جمعیت اسلامي ګوند: د سینیرلي اوغلو راپور د طالبانو د جنایتونو د سپینولو هڅه ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د افغانستان اسلامي جمعیت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو راپور د طالبانو د بشري حقونو د جرمونو د سپینولو هڅه بللې ده. د امنیت شورا د افغانستان په اړه د یوناما او سینیرلي اوغلو راپورونه د چهارشنبې په ورځ څېړي.

د جمعیت ګوند د دې غونډې په درشل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي پر راپور نیوکه وکړه او ویلي یې دي، چې که څه هم پر دغه راپور کې له یو شمېر کورنیو او نړۍوالو اړخونو سره خبرې شوې؛ خو محتوا او وړاندیزونه یې د ځینو قدرتونو له سیاستونو سره په همغږۍ کې شوي دي.

اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، چې د سینیرلي اوغلو راپور به په افغانستان کې د اوسني وضعیت د بدتره کېدو په دوام کې مرسته وکړي.

د دغه ګوند په اعلاميه کې راغلي: "د امنيتي وضعيت د ښه والي، د اداري فساد د کمولو او له ترهګرۍ سره د طالبانو د مبارزې ادعا، طالبانو ته د مشروعيت ورکولو په موخه د حقايقو له تحريف پرته بل څه نه دي."

د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو پر راپور تر دې وړاندې هم افغان سیاسي څېرو په پراخه کچه نیوکې کړې وې.

ډېری کسانو د هغه راپور له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د لارې نقشه بللې ده.

د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې ټاکل شوې دا راپور په تفصیل سره وڅېړل شي.

یو شمېر کارپوهان بیا په دې نظر دي، چې دا راپور له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکي تعامل لپاره د لارې نقشه تعریفوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې طالبانو پر افغانستان د دغې ډلې له دوه کلنې واکمنۍ سره - سره نه یوازې دا چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت د ښه والي لپاره څه نه دي کړي؛ بلکې پر ښځو او نجونو یې زیات محدودیتونه وضع کړي هم دي.

د ټولییز تړون سازمان: له افغانستانه د ترهګرۍ د خپرېدو او د وسلو د قاچاق ګواښ شته

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د ټولییز تړون سازمان سرمنشي له افغانستانه سیمې ته د ترهګرۍ، د وسلو د قاچاق، د نشه یي توکو او افراطیت د خپرېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ. ایمانقلي تاسماګامبتوف په مسکو کې د دغه سازمان په ۱۶مه پارلماني غونډه کې وویل، چې د منځنۍ اسیا سویلي سرحدونه تر مستقیم ګواښ لاندې دي.

نوموړی په افغانستان کې له رامنځته شویو ننګونو سره د مبارزې لپاره د هڅو پر همغږۍ ټینګار کوي.

ښاغلي تاسماګامبتوف همداراز وویل، چې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د ځانګړې امنیت شورا له غونډې وروسته د غړو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د افغانستان-تاجکستان د پولو د پیاوړتیا لپاره د بین الحکومتي هدفي پروګرام د مسودې په اړه کار ګړندی او بشپړ کړي.

په عصري وسلو د ځواکونو سمبالول:

ایمانقلي تاسماګامبتوف د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې ټاکل شوې د ډله ییز امنیت تړون سازمان په ۲۰۲۴ کال کې مهم پوځي تمرینات ترسره کړي.

نوموړي په عصري وسلو، پوځي تجهیزاتو او ځانګړو وسایلو سمبالښت د ګډ امنیتي تړون سازمان له مهمو دندو څخه وبلل.

د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان سرمنشي زیاته کړه، چې د چټک غبرګون ځواکونو، سوله ساتو ځواکونو او لوجستیکي ځواکونو په ګډون ټولټال اوه تمرینونه پلان شوي دي.

د هغه په ​​خبره؛ ټاکل شوې دغه تمرينونه په قزاقستان، قرغزستان، روسيې او همدارنګه د افغانستان په ګاونډي تاجکستان کې ترسره شي.

د ډله ییزو امنیتي تړونونو سازمان سرمنشي همدا راز ټینګار وکړ، چې د پراخو نړۍوالو ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره به د میکانیزمونو د ښه کولو لپاره کار ګړندی شي.

ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د امنیتي تړون د ډله ییز سازمان غړي هېوادونه دي او په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان پولې ته څېرمه څو ګډ پوځي تمرینونه کړي دي.

په تاجکستان کې د روسیې سفیر سیمیون ګریګوریف د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو لا هم د افغانستان د پولو امنیت خوندي کړی نه دی.

نوموړي وویل، چې افراطي ډلو څو ځلې هڅه کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه تاجکستان ته نفوذ وکړي.

شمالي وزیرستان کې د 'اتحاد المجاهدین' په نوم ډلې د شپې پاڼو له لارې خلکو ته خبرداری ورکړی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د شمالي وزیرستان په یو شمېر سیمو کې د یوې نوې نامعلومې وسلوالې ډلې له لوري شپې پاڼې خپرې شوې او له ځایي خلکو یې غوښتي چې په دغو سیمو کې دې د دغې ډلې له هر ډول کړنو وروسته له غبرګون څخه ډډه وکړي.

ظاهرآ يې د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې خپلو شخصي موټرو ته لګېدلې تورې هیندارې دې پاکې کړي، خو د شپې پاڼې په بله برخه کې لیکل شوي چې په سیمه کې دې له هر ډول خبرو او بحثونو ډډه وشي.
دغه شپې پاڼې د شمالي وزیرستان په میرعلي، اسوخيل، میسکي، اسوړي، ډنډې درپه خیل، دته خیل، سپین وام او ځینو نورو سیمو کې خپرې شوې دي.

100%


معمولآ په شمالي وزیرستان او ټولو قبایلي سیمو کې ځايي خلک د خپلو شخصي موټرونو هیندارې تورې لګوي او خلک یې شوق ګڼي.
دا لومړی ځل دی چې د اتحاد المجاهدین په نوم یوه نامعلومه وسلواله ډله چې تر دې وړاندې یې په دغه سیمه کې فعالیت نه درلود، داسې شپې پانې خپروي او په خلکو بندیزونه لګوي.
تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي خلکو ته خبرداری ورکړی و چې په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې دې د ځنګلونو له پرې کولو لاس واخلې ګنې د دوی په خبره سزا به ورکړي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي چې د دغې ډلې نوم یې نوی اوریدلی او پخوا تر دې په دغو سیمو کې په نورو نومونو وسلوالې ډلې فعالې وې، هغه وايي: « د دوی هدف دادی چې په سیمه کې یې هر ډول کړنې کولې ازاد به وي خو که د سیمې خلکو یې په وړاندې غونډه، احتجاج، خبرې یا بحث وکړ نو دوی به یې وژني، داسې ښايي چې یو ځل بیا په قبایلي سیمو کې تورې ورځې را روانې دي، دا یې شروع ده وروسته به وګورو چې بیا د ۲۰۱۴ غوندې د خلکو عام وژنې او هدفي وژنې زور واخلي.»
عجب ګل همت د شمالي وزیرستان د سپین وام اوسیدونکی دی، هغه وايي له څو ورځو راهیسې یې په ځینو سیمو کې داسې شپې پاڼې لیدلې دي چې خلکو ته په کې خبرداری ورکړل شوی.
هغه وايي د دغې ډلې نوم یې نوی اورېدلی او پخوا تر دې یې په داسې نوم د کومې وسلوالې ډلې فعالیت نه و لیدلی، دی زیاتوی: «وزیرستان د وسلوالو ګروپونو په لیباټرۍ یا لابراتوار بدل شوی هر څوک راځي او یو نوی قانون جوړوي او په خلکو یې تپي، موږ په دې نه پوهیږو چې دا اوس پوځ جوړه کړې که څه بله خبره ده خو دلته بیا د ۲۰۱۰ کلونو غوندې وسلوالې ډلې په ډېرېدو دي چې بیا څه پلان دی.»
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په ټولو قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ له لوري د «ضرب عضب» په نوم پوځي عملیات پیل شول چې په یوه ورانکارې او اوږده جګړه بدل شول، د خلکو کورونه وران، ډیر خلک په کې ووژل شول او ډیر یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ اېستل شول.
د پاکستان پوځ ویلي و، چې په هغو عملیاتو کې۳۰ زره پوځيانو برخه لرله او نږدې درې زره وسلوال یې وژلي او په دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ هم درې نیم سوه عسکر وژل شوي و.
خو تر څنګ یې زرګونه پښتانه قبایل هم د دغو عملیاتو له کبله له خپلو سیمو څخه ایستلو ته اړ کړل شول چې لا هم د پاکستان نورو سیمو او د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو ته کډه شول چې لا هم ډیری برخه یې هلته اوسیږي.

د امریکا د دفاع وزیر: امریکا به د جګړې د مهال وېش په اړه پر اسراییل امر ونه کړي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۴۵ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین په ​​تل ابیب کې له لوړ پوړو اسراییلي چارواکو سره له کتنې وروسته ویلي، چې امریکا به اسراییل ته د حماس سره د هغوی د جګړې او د جګړې د مهال وېش په اړه امر ونه کړي.

دا څرګندونې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو په اړه د امریکا په سخت دریځ کې نرمښت ښیې.

اسټین د خپل اسراییلي سیال یوف ګالنټ سره یوځای په یوه لڼډه خبري غوڼډه کې خبریالانو ته وویل: "دا د اسراییل عملیات دي او زه دلته نه یم راغلی، چې د جګړې د مهال وېش یا شرایطو په اړه حکم وکړم.‌ مونږ په کلکه د اسراییل د ځان نه د دفاع د حق ملاتړ کوو."

په ورته وخت کې هغه د فلسطیني ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوی "یو اخلاقي دنده او ستراتیژیک اړتیا" وبلله.

د اسټین دریځ دا ځل د هغه د پخوانیو څرنګندونو په پرتله خورا نرم ښکاره کېده. هغه د روانې ډسمبر میاشتې په پیل کې ویلي وو، چې که اسراییل په غزې کې د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی ونه کړي، هغلته د مېشتو ټولو خلکو د افراطې کېدو خطر موجود دی.

هغه په غزه کې د اسراییل د جګړې په اړه ویلي وو، د فسطینیانو ملکي تلفات به "تکتیکي بریا د ستراتیژیکې ماتې سره بدله کړي."

د غزې روغتیایي چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۱۹۴۰۰ څخه اوښتی دی.

اروپايي ټولنه به په فېبروري کې له اوکراین سره د ۵۰ میلیارده یورو مرستې په اړه بحث کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۴ GMT+۰

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي، چې دغه ټولنه به د ۲۰۲۴ کال د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه د څلورو کلونو لپاره له اوکراین سره د ۵۰ میلیارد یورو د اضافي مرستو د تخصیص په اړه د بحث لپاره یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

دغه پرېکړه د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د اروپا د کمېسیون د مشر چارلس مېشل له خوا اعلان شوه.

د اروپایی کمېسیون مشر وايي، چې د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه به د اروپایي ټولنې مشران د اوکراین لپاره د څو کلنو مرستو د تخصیص په ګډون د اروپایي اتحادیې د بودیجې په اړه هم بحث وکړي.

مېشل تېره اونۍ ویلي وو، چې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان د اوکراین لپاره د منځمهاله مرستې پروګرام په ګډون د اروپايي اتحادیې د بودیجې د تصویب مخه ونیوله.