• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا او فنلنډ په دفاعي تړون د مسکو غوسه؛ کرملین وايي، چې لازم اقدامات به وکړي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۷ GMT+۰

روسيې د امريکا سره د فنلنډ د دفاعي تړون په اړه اعتراض وکړ، چې له مخې يې واشنګټن د فنلند او روسيې سرحدي سيمو ته لاسرسی ولري. په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د فنلنډ سفیر احضار کړی. مسکو ویلي، چې په خپلو پولو کې به د ناټو د پوځي وسلو شتون بې ځوابه پرې نه ږدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه بیان کې لیکلي، چې مسکو به د فنلنډ او په ناټو کې د هغوی د ملګرو د سختو پرېکړو د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته فنلنډ سږ کال د ناټو د نوي غړي په توګه د امریکا په مشرۍ پوځي اتحاد ته داخل شو.

دغه دفاعي تړون فنلنډ د امريکا سره لاسلیک کړ، هدف يې دا دی، چې د جګړې د پېښېدو پر مهال واشنګټن وکولی شي له دغه هېواد سره بېړنۍ مرستې وکړي.

په تړون کې په فنلنډ کې ۱۵ اډې او سیمې شاملې دي، چې متحده ایالات کولی شي ورته لاسرسی ولري.

د دې ترڅنګ امریکا کولی شي د فنلنډ په سرحدي سیمو کې د څلورو هوايي اډو او یو پوځي بندر په ګډون پوځي تجهیزات او مهمات ولري.

امریکا د ختیځې اروپا له ډېرو هیوادونو سره ورته تړون لري.

کرملین د جمعې په ورځ وویل، چې دا تړون به د روسیې لپاره "څرګند ګواښ" وي او له هلسينکي سره به د کړکیچ لامل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژدافېر د ملګرو ملتونو وروستی راپور متوازن بللی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، چې د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژادفېر د دوی د بهرنیو چارو له وزير سره په ليدنه کې د ملګرو ملتونو وروستی راپور متوازن بللی؛ خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير بيا د دې راپور يوه برخه ناسمه بللې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد نن سې شنبه پر خپله اېکس پاڼه د اميرخان متقي او د افغانستان لپاره د برېتانيا د شارژدافېر رابرت ډکسن د ليدني خبر نشر کړی.

نوموړي ليکلي، چې رابرت ډکسن د ملګرو ملتونو د وروستي راپور ملاتړ کړی او هغه يې متوازن بللی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې په نړۍ واله سطحه د بشري حقونو نقص کول، د بيان ازادي او د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول، نژادي، مذهبي او د توکم پالني د ستونزو زياتوالۍ او مخنيوي ته اشارې شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند لیکلي، چې اميرخان متقي په دې ليدنه کې د راپور د ځينو برخو د مثبت بللو ترڅنګ هغه برخه نامناسبه بللې، چې د افغانستان لپاره دې نوی خاص استازی وټاکل شي.

ضياء احمد ليکلي، چې دواړو لوريو پر اقتصادي او سياسي برخو خبرې کړي او د سياسي موخو د تر لاسه کولو لپاره یې تاوتريخوالی رد کړی دی

د افغانستان لپاره د برېتانيا شارژدافېر مطبوعاتي دفتر د دې ليدني او دغه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۹ زرو څخه واوښت

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د فلسطین د روغتیا وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د بریدونو له امله د اکټوبر له اوومې راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره ۱۹ زره او ۶۶۷ کسانو ته لوړه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند اشرف القدره زیاته کړې، چې د اسراییل په بریدونو کې ۵۲ زره او ۵۸۶ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د غزې په سویل کې روغتونونه نور د ټپیانو د ځای پرځای کولو توان نه لري.

القدره ویلي؛ ۹۹ طبي کارکوونکي په سختو شرایطو کې د اسراییل ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په بندیانو کې د الشفاء، الدوا او کمال عدوان روغتونونو مشران هم شامل دي.

د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي او تر ۱۳۰ ډېر یرغمل دي.

د جمعیت اسلامي ګوند: د سینیرلي اوغلو راپور د طالبانو د جنایتونو د سپینولو هڅه ده

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د افغانستان اسلامي جمعیت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو راپور د طالبانو د بشري حقونو د جرمونو د سپینولو هڅه بللې ده. د امنیت شورا د افغانستان په اړه د یوناما او سینیرلي اوغلو راپورونه د چهارشنبې په ورځ څېړي.

د جمعیت ګوند د دې غونډې په درشل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي پر راپور نیوکه وکړه او ویلي یې دي، چې که څه هم پر دغه راپور کې له یو شمېر کورنیو او نړۍوالو اړخونو سره خبرې شوې؛ خو محتوا او وړاندیزونه یې د ځینو قدرتونو له سیاستونو سره په همغږۍ کې شوي دي.

اعلامیه کې همدا راز ویل شوي، چې د سینیرلي اوغلو راپور به په افغانستان کې د اوسني وضعیت د بدتره کېدو په دوام کې مرسته وکړي.

د دغه ګوند په اعلاميه کې راغلي: "د امنيتي وضعيت د ښه والي، د اداري فساد د کمولو او له ترهګرۍ سره د طالبانو د مبارزې ادعا، طالبانو ته د مشروعيت ورکولو په موخه د حقايقو له تحريف پرته بل څه نه دي."

د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو پر راپور تر دې وړاندې هم افغان سیاسي څېرو په پراخه کچه نیوکې کړې وې.

ډېری کسانو د هغه راپور له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د لارې نقشه بللې ده.

د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې ټاکل شوې دا راپور په تفصیل سره وڅېړل شي.

یو شمېر کارپوهان بیا په دې نظر دي، چې دا راپور له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکي تعامل لپاره د لارې نقشه تعریفوي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې طالبانو پر افغانستان د دغې ډلې له دوه کلنې واکمنۍ سره - سره نه یوازې دا چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضعیت د ښه والي لپاره څه نه دي کړي؛ بلکې پر ښځو او نجونو یې زیات محدودیتونه وضع کړي هم دي.

د ټولییز تړون سازمان: له افغانستانه د ترهګرۍ د خپرېدو او د وسلو د قاچاق ګواښ شته

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د ټولییز تړون سازمان سرمنشي له افغانستانه سیمې ته د ترهګرۍ، د وسلو د قاچاق، د نشه یي توکو او افراطیت د خپرېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ. ایمانقلي تاسماګامبتوف په مسکو کې د دغه سازمان په ۱۶مه پارلماني غونډه کې وویل، چې د منځنۍ اسیا سویلي سرحدونه تر مستقیم ګواښ لاندې دي.

نوموړی په افغانستان کې له رامنځته شویو ننګونو سره د مبارزې لپاره د هڅو پر همغږۍ ټینګار کوي.

ښاغلي تاسماګامبتوف همداراز وویل، چې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د ځانګړې امنیت شورا له غونډې وروسته د غړو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د افغانستان-تاجکستان د پولو د پیاوړتیا لپاره د بین الحکومتي هدفي پروګرام د مسودې په اړه کار ګړندی او بشپړ کړي.

په عصري وسلو د ځواکونو سمبالول:

ایمانقلي تاسماګامبتوف د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل، چې ټاکل شوې د ډله ییز امنیت تړون سازمان په ۲۰۲۴ کال کې مهم پوځي تمرینات ترسره کړي.

نوموړي په عصري وسلو، پوځي تجهیزاتو او ځانګړو وسایلو سمبالښت د ګډ امنیتي تړون سازمان له مهمو دندو څخه وبلل.

د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان سرمنشي زیاته کړه، چې د چټک غبرګون ځواکونو، سوله ساتو ځواکونو او لوجستیکي ځواکونو په ګډون ټولټال اوه تمرینونه پلان شوي دي.

د هغه په ​​خبره؛ ټاکل شوې دغه تمرينونه په قزاقستان، قرغزستان، روسيې او همدارنګه د افغانستان په ګاونډي تاجکستان کې ترسره شي.

د ډله ییزو امنیتي تړونونو سازمان سرمنشي همدا راز ټینګار وکړ، چې د پراخو نړۍوالو ننګونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره به د میکانیزمونو د ښه کولو لپاره کار ګړندی شي.

ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د امنیتي تړون د ډله ییز سازمان غړي هېوادونه دي او په تېرو دوو کلونو کې یې د افغانستان پولې ته څېرمه څو ګډ پوځي تمرینونه کړي دي.

په تاجکستان کې د روسیې سفیر سیمیون ګریګوریف د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۷مه) له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو لا هم د افغانستان د پولو امنیت خوندي کړی نه دی.

نوموړي وویل، چې افراطي ډلو څو ځلې هڅه کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستانه تاجکستان ته نفوذ وکړي.

شمالي وزیرستان کې د 'اتحاد المجاهدین' په نوم ډلې د شپې پاڼو له لارې خلکو ته خبرداری ورکړی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د شمالي وزیرستان په یو شمېر سیمو کې د یوې نوې نامعلومې وسلوالې ډلې له لوري شپې پاڼې خپرې شوې او له ځایي خلکو یې غوښتي چې په دغو سیمو کې دې د دغې ډلې له هر ډول کړنو وروسته له غبرګون څخه ډډه وکړي.

ظاهرآ يې د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی چې خپلو شخصي موټرو ته لګېدلې تورې هیندارې دې پاکې کړي، خو د شپې پاڼې په بله برخه کې لیکل شوي چې په سیمه کې دې له هر ډول خبرو او بحثونو ډډه وشي.
دغه شپې پاڼې د شمالي وزیرستان په میرعلي، اسوخيل، میسکي، اسوړي، ډنډې درپه خیل، دته خیل، سپین وام او ځینو نورو سیمو کې خپرې شوې دي.

100%


معمولآ په شمالي وزیرستان او ټولو قبایلي سیمو کې ځايي خلک د خپلو شخصي موټرونو هیندارې تورې لګوي او خلک یې شوق ګڼي.
دا لومړی ځل دی چې د اتحاد المجاهدین په نوم یوه نامعلومه وسلواله ډله چې تر دې وړاندې یې په دغه سیمه کې فعالیت نه درلود، داسې شپې پانې خپروي او په خلکو بندیزونه لګوي.
تر دې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي خلکو ته خبرداری ورکړی و چې په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې دې د ځنګلونو له پرې کولو لاس واخلې ګنې د دوی په خبره سزا به ورکړي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي چې د دغې ډلې نوم یې نوی اوریدلی او پخوا تر دې په دغو سیمو کې په نورو نومونو وسلوالې ډلې فعالې وې، هغه وايي: « د دوی هدف دادی چې په سیمه کې یې هر ډول کړنې کولې ازاد به وي خو که د سیمې خلکو یې په وړاندې غونډه، احتجاج، خبرې یا بحث وکړ نو دوی به یې وژني، داسې ښايي چې یو ځل بیا په قبایلي سیمو کې تورې ورځې را روانې دي، دا یې شروع ده وروسته به وګورو چې بیا د ۲۰۱۴ غوندې د خلکو عام وژنې او هدفي وژنې زور واخلي.»
عجب ګل همت د شمالي وزیرستان د سپین وام اوسیدونکی دی، هغه وايي له څو ورځو راهیسې یې په ځینو سیمو کې داسې شپې پاڼې لیدلې دي چې خلکو ته په کې خبرداری ورکړل شوی.
هغه وايي د دغې ډلې نوم یې نوی اورېدلی او پخوا تر دې یې په داسې نوم د کومې وسلوالې ډلې فعالیت نه و لیدلی، دی زیاتوی: «وزیرستان د وسلوالو ګروپونو په لیباټرۍ یا لابراتوار بدل شوی هر څوک راځي او یو نوی قانون جوړوي او په خلکو یې تپي، موږ په دې نه پوهیږو چې دا اوس پوځ جوړه کړې که څه بله خبره ده خو دلته بیا د ۲۰۱۰ کلونو غوندې وسلوالې ډلې په ډېرېدو دي چې بیا څه پلان دی.»
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په ټولو قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ له لوري د «ضرب عضب» په نوم پوځي عملیات پیل شول چې په یوه ورانکارې او اوږده جګړه بدل شول، د خلکو کورونه وران، ډیر خلک په کې ووژل شول او ډیر یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ اېستل شول.
د پاکستان پوځ ویلي و، چې په هغو عملیاتو کې۳۰ زره پوځيانو برخه لرله او نږدې درې زره وسلوال یې وژلي او په دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ هم درې نیم سوه عسکر وژل شوي و.
خو تر څنګ یې زرګونه پښتانه قبایل هم د دغو عملیاتو له کبله له خپلو سیمو څخه ایستلو ته اړ کړل شول چې لا هم د پاکستان نورو سیمو او د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو ته کډه شول چې لا هم ډیری برخه یې هلته اوسیږي.