• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: د خبریالانو د ملاتړ اداره "نی" چې فرار یې کړی له موږ سره رسمیت نه لري

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز کلپ خپور کړی، چې وایي د خبریالانو د ملاتړ په نوم د "نی" اداره له دوی سره هېڅ کوم رسمیت او اعتبار نه لري.

نوموړي دغه څرګندونې د خبریالانو د ملاتړ ادارې (نی) د هغه وروستۍ اعلامیې په غبرګون وکړې، چې د رسنیو پر کار او د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیونې په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.

ښاغلی مجاهد وایي، چې دا اداره هېڅ صلاحیت نه لري چې له افغانستانه بهر د افغانستان دننه د رسنیو او خبریالانو په اړه نظر ورکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند همدا راز زیاتوي، چې په هېواد کې له هېڅ یو خبریال سره ناوړه چلند نه دی شوی؛ خو دا هم مني چې یو شمېر خبریالان د طالبانو له خوا د څېړنو لپاره نیول شوي چې د دغې ډلې له خوا پرې شک شوی دی.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د نی د ادارې د مسوولانو نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.

له دې سره؛ د خبریالانو د ملاتړ بنسټ مشر حامد عبیدي وایي، چې د بیان ازادي یو ارزښت دی او د نړۍ په هره برخه کې سازمانونه او نهادونه د دې ارزښت لپاره کار کوي.

نوموړی زیاتوي، چې دا ارزښت د حکومتونو د پاملرنې د ترلاسه کولو لپاره کیږي.

د عبیدي په خبره؛ هغه بنسټونه چې که د افغانستان دننه او یا هم بهر کار کوي د حقوقي جوړښت او ماهیت په اساس د فعالیت کولو حق لري.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) تر دې مخکې د طلوع نیوز د خبریال روح الله سنګر د نیول کېدو په تړاو یوه اعلامیه خپره کړه، چې ویلی وو؛ په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د رسنیو ټولنه په بېلابېلو برخو کې له خبریالانو سره د غیر اصولي چلند د ډېرېدو شاهده ده او دا وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د خبريالانو او رسنيو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ٧٥ پېښې ثبت کړي، چې ٣٣ نيول کېدو او ٤٢ یې ګواښونه دي.

د یادولو ده، چې ډېری نیونې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا کیږي او بېلابېلې څانګې په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست او امربالمعروف بیا د خبریالانو او رسنیو ته د ګواښ په پېښو کې ښکېل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: یو شمېر رسنۍ قومي، ژبنيو او سمتي اختلافاتو ته لمن وهي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د ‎اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې قومي، ژبني او سمتي اختلافات پای ته رسېدلي، خو یو شمېر رسنۍ بیا برعکس دغو اختلافاتو ته د پردیو په اشاره لمن وهي.

نوموړي سره له دې چې د کومې مشخصې رسنۍ نوم نه دی اخیستی، خو وایي چې اختلافاتو ته لمن وهل د دوی د پالیسۍ خلاف عمل دی.

د طالبانو د ‎اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا نن چهارشنبې (د لیندۍ ۲۹مه) په یاده غونډه کې په خپلو خبرو کې له لیکوالانو غوښتنه وکړه، چې د هغو خلک پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، چې څوک د نورو په لمسون په ټولنیزو رسنیو کې لیکنې کوي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې له ښځو وروسته ډېری بندیزونه پر رسنیو لګولي دي.

خو په ورته وخت کې بیا د طالبانو سیاسي مخالفین دا ډله په قومي او ژبني تعصب تورنوي او وايي، چې دغه ډله په چارو او واک کې نورو اقوامو ته ځآی نه ورکوي.

خو طالبانو بیا په ځلونو دغه ادعاوې رد کړي دي او پر ملي یووالي ټینګار کوي.

د هلمند د بغنۍ ولسوالۍ طالبان: که په درېيو ورځو کې معاش رانه کړل شي ولسوالۍ پرېږدو

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۰ GMT+۰

د هلمند د بغنۍ ولسوالۍ طالبانو د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته يو لیک لېږلی او ګواښ یې کړی، که په درېيو ورځو کې یې معاشات او امتيازات ورنه کړل شي تر سلو زيات کسان به دندي پرېږدي. دوی وايي، چې قوماندانۍ ته د دوی په نوم امتيازات راغلي؛ خو دوی ته نه دي ورکول شوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د هلمند د بغنۍ ولسوالۍ طالبانو هغه لیک استولی، چې د ولسوالۍ طالب چارواکو ته يې لیکلی او د خپل حق غوښتنه يې ور ځينې کړې ده.

دغه لیک د دې ولسوالۍ ۴۰ طالب قوماندانانو امضاء کړی.

په لیک کې د ولسوالۍ د طالبانو کمزوري اقتصادي حالت او په تش لاس د چارو سمبالولو ته اشاره شوې او له طالب مشرانو غوښتل شوي، که په درېيو ورځو کې دوی ته تنخواوي ورنه کړل شي دندي به پرېږدي او کورنو ته به ستانه شي.

د ليک په يوې برخه کې ليکل شوي: " زموږ معاش او عاشه نه شته، اقتصادي ستونزي هم شته، زموږ ټولو پر دې اتفاق دی، که په درېيو ورځو کې مشکل حل نه شي موږ کورنو ته ځو."

د بغنۍ ولسوالۍ يو سيمه یيز قوماندان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په يوه غږیز پيغام کې ويلي، چې د طالبانو شمېر زيات دی او په استازيتوب يې د سیمي همدې طالب قوماندانانو لاسلیکونه کړي دي.

هغه وویل: " موږ ولسوالۍ بندوو، زموږ تر وس تېره ده، طالبان په بازار کې د دوکاندارانو قرضداره دي، په تش لاس موږ کار مخته نه شو وړلی."

په دغه ولسوالۍ کې طالبان ملکي او نظامي چارې مخ ته وړي، چې شمېر تر سلو زيات دی.

د دوی په خبره، چې تر خپله توانه يې په تش لاس او جېب دندې مخته يوړوې؛ خو په نوم يې د ولسوالۍ نورو طالب مشرانو امتيازات واخيستل.

په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د هلمند د امنيه قوماندانۍ نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر زموږ د پیغام د ليدو څو ساعته وروسته هم جواب نه دی ویلی.

د طالبانو واک ته له رسېدو را وروسته په هلمند کې د بغران ولسوالۍ اړوند د بغنۍ سيمه په ولسوالۍ تبديله کړه او له نېږدې يوه کاله څخه يې رسمي امتيازات ور پيل کړي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغان ښځو د ځان وژنې په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۰۱ GMT+۰

کورني تاوتریخوالي، جبري او په کم عمر کې ودونه، د زده کړو له حق څخه منع کول او د طالبانو له خوا د محدودیتونو لګول په افغانستان کې د نجونو د تېښتې او ځان وژنې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د "سي، این، این" خبري ټلویزیون هم د افغانستان په اړه په یوه راپور کې د ډاکټرانو له قوله ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په نجونو کې د ځان وژنې هڅې زیاتې شوې دي.

ډاکټرانو او د بشري حقونو ډلو دغې رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د زده کړو له بندیز وروسته په نجونو کې د ځان وژنې هڅې زیاتې شوې دي.

په هرات کې یوه ډاکتر "سي، این، این" ته ویلي دي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هغه په کلینیک کې د ښځینه ناروغانو شمېر له ۴۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړ شوی دی.

له دې سره د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جولای په میاشت کې ویلي وو، چې خپګان او ځان وژنه په ځانګړې توګه د تنکیو نجونو په منځ کې زیاته شوې ده.

دغه راز د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د حقونو د څانګې مرستیالې هېدر بار هم پرخپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې افغان ښځې په دې اندېښمنې دي چې نړۍواله ټولنه په افغانستان کې هغه څه چې روان دي، عادي وګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ته په یوې بیانیه کې ادعا کړې وه، چې د ښځو او نجونو د ځان وژنې په پېښو کې کموالی راغلی دی.

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، پر نجونو او ښځو یې پراخ بندیزونه ولګول او د ښځو د زده کړو او د کار په مخنیوي سره یې هغوی له ټولنیز ژوند څخه په بشپړه توګه لېرې کړل.

بل خوا د (۱۴۰۲ کال د وږي میاشتې په اوومه) ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو چارواکو او د بشري حقونو فعالانو د افغان ښځو او نجونو ترمنځ د ځان وژنې د هڅو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ له دولتي روغتونونو او کلینیکونو څخه د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې د هرات او نیمروز په ګډون د افغانستان په یو پر درېیمه برخه ولایتونو کې د ښځو د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.

دې ورځپاڼې بیا په دې اړه کومه مشخصه شمېره نه ده وړاندې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو حکومت افغان روغتیايي کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د ځان وژنو شمېرې خپرې کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د افغانستان ماشومان راتلونکی ژمی د ساري ناروغیو له ګواښ سره مخ دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۰ GMT+۰

په داسې حال کې چې د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر په افغانستان کې د درملو او حمایوي روغتونونو د برابرولو لپاره ۱۸۵ میلیونه ډالرو اړتیا اعلان کوي وايي، چې د افغانستان ماشومان راتلونکی سخت ژمی د ساري ناروغیو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

ټیډروس اډانوم ګبریسیوس وویل، په افغانستان کې ۱۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

ښاغلي ګبریسیوس د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۲۹مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دوی یادې بودیجې ته اړتیا لري، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د زیاتو ماشومانو او ښځو د مړینې او د خوراکي توکو د خوندیتوب د پایلو د مخنیوي لپاره دغه بودیجه ځانګړې شي.

هغه زیاته کړه، د هېواد ۳۰ سلنه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، چې په افغانستان کې دا مهال شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ او ۲.۳ میلیونه ماشومان له منځنۍ خوارځواکۍ سره مخ دي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر ټینګار وکړ، چې دغه ماشومان په راتلونکي سخت ژمي کې د ساري ناروغیو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

په دې وروستیو کې جاپان اعلان وکړ، چې د روغتیا له نړۍوال سازمان سره یې د افغانستان د روغتیا له برخې سره د مرستې په موخه ۶،۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

څه موده وړاندې دغه سازمان په یوه راپور کې په افغانستان کې د روغتیايي سیستم د جدي زیانونو په اړه خبرداری ورکړی و.

د دې کال په نیمایي کې دې سازمان اعلان وکړ، چې د هېواد روغتیایي سیسټم په جدي توګه محدود شوی دی.

په کندهار کې د فیسبوکي تبصرې پر سر نيول شوی مدني فعال له یو میاشتني زندانه خوشې شو

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۵ GMT+۰

مدني فعال عبدالحکيم الفت افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د طالب استخباراتو سره تر يوې مياشتي بند تېرولو وروسته نن د خپلي کورنۍ سره يو ځای شو. نوموړي میاشت وړاندې يوه طالب پلوه ته پر فېسبوک د يوې تبصرې په لیکلو د طالبانو له خوا بندي شو.

عبدالحکيم الفت وايي، چې نن چهار شنبه د استخباراتو په زندان کې تر يوې مياشتي تېرولو وروسته د ابتدايه محکمې په امر خوشې شوی.

الفت یوه طالب پلوه ته په کمېنټ کې د نجونو د بندو ښوونځيو، د لوړو زده کړو د بندو مرکزونو، پر ډېورنډ کرښه د افغان مېرمنو د ځورونو، د زياتو اقتصادي ستونزو او د بې دندو ځوانانو اړوند يو کمېنټ کړی و.

هغه په بند کې له نوموړي سره د چلند او له بند وروسته د ټولنيزو رسنيو د فعاليت د ډول په اړه معلومات ورنه کړه.

د طالبانو واک ته له رسېدو سره دغه ډلې په افغانستان کې بیان ازادي او رسنیو باندې محدودیتونه ولګول.

طالبانو په افغانستان کې رسنۍ سانسور کړې دي او هېڅ رسنۍ د دغې ډلې په خلاف منفي راپورونه نه شي نشرولی؛ بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم عام خلک له دغه کاره منع شوي دي.

تر اوسه پورې یې ګڼ شمېر د ټولنیزو رسنیو فعالان شکنجه او زنداني کړې دي.