• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې د فیسبوکي تبصرې پر سر نيول شوی مدني فعال له یو میاشتني زندانه خوشې شو

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۵۷ GMT+۰

مدني فعال عبدالحکيم الفت افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د طالب استخباراتو سره تر يوې مياشتي بند تېرولو وروسته نن د خپلي کورنۍ سره يو ځای شو. نوموړي میاشت وړاندې يوه طالب پلوه ته پر فېسبوک د يوې تبصرې په لیکلو د طالبانو له خوا بندي شو.

عبدالحکيم الفت وايي، چې نن چهار شنبه د استخباراتو په زندان کې تر يوې مياشتي تېرولو وروسته د ابتدايه محکمې په امر خوشې شوی.

الفت یوه طالب پلوه ته په کمېنټ کې د نجونو د بندو ښوونځيو، د لوړو زده کړو د بندو مرکزونو، پر ډېورنډ کرښه د افغان مېرمنو د ځورونو، د زياتو اقتصادي ستونزو او د بې دندو ځوانانو اړوند يو کمېنټ کړی و.

هغه په بند کې له نوموړي سره د چلند او له بند وروسته د ټولنيزو رسنيو د فعاليت د ډول په اړه معلومات ورنه کړه.

د طالبانو واک ته له رسېدو سره دغه ډلې په افغانستان کې بیان ازادي او رسنیو باندې محدودیتونه ولګول.

طالبانو په افغانستان کې رسنۍ سانسور کړې دي او هېڅ رسنۍ د دغې ډلې په خلاف منفي راپورونه نه شي نشرولی؛ بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم عام خلک له دغه کاره منع شوي دي.

تر اوسه پورې یې ګڼ شمېر د ټولنیزو رسنیو فعالان شکنجه او زنداني کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د نجونو د ناامیدۍ ورځې؛په افغانستان کې له لوړو زده کړو څخه د نجونو پر محرومیت یو کال واوښت

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۵ GMT+۰

په افغانستان کې له لوړو زده کړو څخه د نجونو د محرومیت یو کال پوره شو.طالبانو په تېر یوه کال کې د نجونو لپاره د پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی. یو شمېر ښځینه محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی په افغانستان کې د ژوند لپاره مثبته هیله نه لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په (۲۹ قوس ۱۴۰۱) اعلان وکړ، چې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوې ده.

په تېرو دولسو مياشتو کې طالبانو په هېواد کې دننه د ښځو له لاريونونو او نړۍوالو غوښتنو سره - سره د نجونو لپاره د پوهنتونونو د پرانستلو په موخه هېڅ ونه کړل او برعکس يې د ښځو پر ټولنيز ژوند نوي محدوديتونه ولګول.

"بانو" هغه نجلۍ ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې د ژورنالیزم زده کړو ته مخه کړه؛ خو ډېر ژر د پوهنتونونو دروازې پرې وتړل شوې.

هغې وویل، چې په افغانستان کې د ژوند لپاره هېڅ هیله او راتلونکی نه ویني.

دغې ښځينه زده کوونکې وويل، چې د طالبانو په راتګ سره يې ژوند د کور څلور ديوالونو ته راګېر شو او دې حالت يې پر روحيه منفي اغېز کړی دی.

یو شمېر نورو ښځینه محصلینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو اداره باید په رسمیت ونه پېژندل شي او له دې ډلې سره اړیکي به د دې هېواد د نجونو څخه غچ اخیستل وي.

طالبانو له دوو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

له داخلي اعتراضونو او نړۍوالو فشارونو سره - سره دغه ډله لا هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې نه پرانېزي.

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تر تړلو څلور ورځې وروسته، د ۱۴۰۱ کال د جدي په ۳مه طالبانو هم په نادولتي شرکتونو او ادارو کې د ښځو پر فعالیت او کار بندیز ولګاوه.

د چمن پرلت کوونکي: د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصېدو ژمنه ورسره شوې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۹ GMT+۰

د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهوونکي وايي، د افغانستان په پیژندپاڼې او د پاکستاني پر شناختي کارټ د تګ راتګ پر مخ د دروازی د خلاصېدو ژمنه ورسره شوې خو دوی د پاکستاني چارواکو په دا ډول ژمنو بې باوره دي.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ په غبرګون پرلت چې له څه د پاسه دوه میاشتو راهیسې روان دی، پرلت کوونکي یې وايي د ځینو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو له لوري یې د غوښتنو منلو ژمنې شوې دي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د پرلت سرلاری غوث الله وايي: «زموږ سره داسې ژمنې کیږي چې په یوه یا د دوو اونیو په ترڅ کې به دروازه پرانیستل شي. تیره ورځ ماته وویل شول، چې د یوې اونۍ په منځ کې به دروازه خلاصه شي. خو موږ ډیر ورباندې باوري نه یو ځکه دوی ژمنې کوي خو عملي کوي یې نه.»

پرلت وهوونکي وايي، د بلوچستان صوبې د پوځ مشر او د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو د دروازې د خلاصون ژمنې ورسره کړې، خو پر خپلو ژمنو نه دریږي.

د چمن پرلت د مرکزي کمیټې غړی حمیدالله وايي: «زموږ سره د دروازې د خلاصیدو او زموږ د غوښتنو د منل کیدو ژمنې ډیرې کیږي خو موږ د دوی پر ژمنو تر هغه وخته باور نه شو کولای تر څو چې موږ ته یې لیکلی سند نه وي راکړی.»

دغه پرلت وهونکي چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کیدو په غبرګون له تېرو دوو میاشتو راهیسې په اعتراض بوخت دي وايي، د پاکستان د یادې پرېکړي له امله د زرګونو کسانو اقتصادي وضیعت خراب شوی او پر یاده دروازه د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري زیانمنه شوې ده.

د طالبانو کډوالو وزارت: پاکستان پرون زر تنه نور افغان کډوال هم په زور له دغه هیواده اېستلي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۱ GMT+۰

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دغه افغان کډوال تېره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه شوي. دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۸مه) زر تنه افغان کډوال د پاکستان له لوري په جبري ډول له دغه هیواده اېستل شوي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې ۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۵ تنه کیږي، د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شوي.

د دوی په خبره دغه افغان کډوال د پاکستان حکومت په جبري توګه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړاېستلي وو.

همدارنګه د کډوالو چارو وزارت وايي، په همدغه ورځ ۴۹۵ تنه نور کډوال د تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي.

د کډوالو وزارت وايي، هیواد ته راستېدونکي ټول کډوال د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ته د مرست‍و ترلاسه کولو لپاره ورپيژني او همدارنګه د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې ورته د اوسېدو لپاره موقتي کمپونه جوړ کړي.

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ د نړیوالو فشارونو سره سره دوام لري او د پاکستان لنډمهالی حکومت وايي د ۲۰۲۴ کال د لومړی میاشتې تر پایه تر یو میلیون ډیر افغان کډوال به له دغه هیواده وباسي.

امیر‌خان متقي: له روسیې مننه کوو چې په نړیوالو ناستو کې له افغانستانه ملاتړ کوي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چي، ځینې هیوادونه د نورو تګلارو د جوړولو له لارې په سیمه کې خپلې اجنډاوې پلې کوي، خو وايي د طالبانو له هوکړې پرته باید له دغسې کړنو څخه ډډه وشي.

د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د چهارشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۹مه) له غرمې مخکې د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر امیر‌خان متقي سره لیدلي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، په یاده لیدنه کې د افغانستان او روسیې په دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ ودې، سیمه ییزو او نړیوالو تکلارو کې د یادې ډلې د شتون په اړه خبرې وشوي.

نوموړي لیکلي چې، د طالبانو بهرنیو چارو وزیر خوښي ښودلې چې په نړیوالو ناستو کې د افغانستان له دریځه ملاتړ کوي.

همدارنګه نوموړي د متقي له قوله لیکلي، افغانستان چمتو دی چې د سالنګ له لارې به سویلي اسیا ته د روسي توکو په لیږد کې همکاري وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند د یادې لیدنې په اړه د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چي، «ځینې هیوادونه د نویو تکلارو د جوړولو له لارې غواړي خپلې اجنډاوې په سیمه کې پلې کړي خو د طالبانو له هوکړې پرته باید داسي څه ونه شي.»

د نوموړي په خبره کابلوف ټینګار کړی چې د امریکا له لوري دې د افغانستان بانکي زیرمې ازادې شي.

طالب چارواکي: د سالنګ تونل له بیا رغېدو وروسته نن پرانیستل شو

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۷ GMT+۰

د دغه تونل د رغېدو چارې د طالبانو له لوري څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وې، او تر رغېدو وروسته نن پرانیستل شو. طالب چارواکو نن پنج شنبه د (لیندۍ ۲۹مه) د سالنګ تونل تر بیا رغېدو ورسته د پرانیستې غونډه جوړه کړې وه.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یاد تونل د پرانیستې په غونډه کې وویل: «دغه لویه لاره نه یوازې د هیواد پلازمېنه او شمالي سیمې سره نښلوي بلکې د منځنۍ او سوېلي اسیا په نښلولو کې به هم اغېزمنه تمامه شي. د سالنګ تونل د بدیلې لارې په توګه د دویم تونل پر جوړیدو هم خبرې روانې دي.»

طالب چارواکي وايي، د سالنګ تونل رغنیزې چارې د دغې ډلې له ملي بودجې له لوري تر سره شوې.

دغه سړک به له جبل سراج څخه تر دوشي ولسوالۍ په میعاري ډول جوړ شي.

د یادې پروژې مهمه برخه چې د سالنګ تونل و،د څلورو میاشتو په موده کې ورغول شو.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني د سالنګ تونل د پرانیستې په غونډه کې وویل، د تونل او ګالرۍ د میعارونو په پام کې نیولو سره په اساسي توګه رغول شوي، «موږ ټول میعارونه په نظر کې نیولي او تر ټاکل شوې مودې مو مخکې د تونل د رغېدو چارې بشپړې کړې.»

موټر چلوونکي د دغه تونل په پرانیستلو ډیر خوښ دي او وايي د سالنګ تونل د خرابۍ له امله تل د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ و.

شیر احمد چې پر دغه لاره موټر چلونکی دی وايي: «دا څو میاشتې موږ پر بله لار تګ راتګ کاوه، ډیره ستونزمنه لاره وه، اوس چې دا لاره پرانیستل شوه، د مرکز او شمال تر منځ به تګ راتګ اسانه شي.»

سالنګ د هیواد یوه له مهمو مواصلاتي لارو څخه ده چې شمالي ولایتونه له مرکز کابل او سویلي اسیا د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلوي.