ایرانی چارواکی: موږ له افغانستان سره پر پولو د خنډونو لګولو سره تګ راتګ محدودوو

د ايران د وسله وال پوځ د جغرافيايي سازمان مشر وويل، چې د يوه پراخ پلان پر بنسټ غواړي د فزيکي خنډونو په لګولو سره د افغانستان له پولو سره د تګ راتګ محدوديتونه وضع کړي.

د ايران د وسله وال پوځ د جغرافيايي سازمان مشر وويل، چې د يوه پراخ پلان پر بنسټ غواړي د فزيکي خنډونو په لګولو سره د افغانستان له پولو سره د تګ راتګ محدوديتونه وضع کړي.
امیر مجید فخري زاده په یوه نړیوال نندارتون کې وویل چې په دې برخه کې کار به د دوه اړخیزو خبرو اترو له لارې پر مخ ولاړ شي.
د ايسنا د خبر له مخې، ښاغلي فخري زاده د چهارشنبې په ورځ وويل: «زموږ دنده د پولو ساتنه ده، چې دا دنده ځینو ځایو کې یو طرفه او په ځینو ځایونو کې د ګاونډيو هېوادونو په همکارۍ ترسره کېږي.
امیر مجید فخري زاده ټینګار وکړ، چې دا فزیکي خڼډونه به په سویل ختیځو پولو کې ولګول شي.
هغه وویل چې په «راسک» کې د ایراني پولیسو پر پوسته له برید وروسته د ایران د دفاع وزارت د سرحدي سیمو په تجهیزولو سره د دغو سیمو د ساتنې مسوولیت په غاړه اخیستې دی.
د ایران د وسله والو ځواکونو د جغرافیې د سازمان مشر وویل: «باید په پام کې ولرو چې په ختیځ او لویدیځ کې زمونږ د پولو وضعیت پیچلی دی او کنټرول یې اسانه کار نه دی. زموږ ټوله هڅه د پولې ساتنو او هم جغرافیایي سازمان دا دی چې له ګاونډیو هېوادنو سره مناسب تعامل ولرو.»
هغه د ایران د سویل ختیځو پولو د تړلو په اړه وویل: «د دغه هېواد د پوځ او د بهرنیو چارو د وزارت او همداراز د افغانستان د امنیتی چارواکو په شتون کې څو ځلې خبرې اترې ترسره شوي او سرحدونه هم ټاکل شوي دي.»
ایران له افغانستان سره د سیستان بلوچستان، خراسان رضوي او سویلي خراسان ولایتونو کې ۹۴۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
طالبانو لا تر اوسه د ایران دولت د دغه چارواکي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې د ایران مرستیال سفیر د طالبانو د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې له مشر سره په کتنه کې پر دغه ډله د امریکا بندیزونه «ظالمانه» وبلل. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې حسن مرتضوي ویلي، هېواد به یې له دغو بندیزونو سره ـ سره د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.
دغه ایراني ډیپلوماټ د افغانستان له خلکو سره د ایران مرستو ته په اشارې وویل، له کلونو راهسي د بنديزونو په سختو شرایطو کې د ایران خلګو او چارواکو د ميليونو افغان ورونو او خويندو کوربه توب کړی دی.
هغه ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د امريکا او لوېديځ له کلونو "اشغال او ظالمانه بنديزونو" وروسته هم د افغانستان له خلکو سره مرستې ته دوام ورکړي.
د اسلامي جهوريت دغه ديپلومات په داسي مهال له افغانانو سره د مرستو او ملاتړ د دوام خبرې کوي، چې ايران په تيرو مياشتو کې د طالبانو تر ولکې لاندي افغانستان ته په سلګونه زره افغان کډوال لېږلي دي.
د روانې میاشتې په پیل کې د ایران د کورنیو چارو وزیر د شاوخوا ۴۰۰ زره هغو کډوالو د ایستلو اعلان وکړ، چې د ده په وینا په غیر قانوني توګه په ایران کې اوسېدل.
د ایران حکومت اعلان کړی، چې د سرحدونو د کنټرول او ایران ته د غیري قانوني کډوالو د ننوتلو د مخنيوي په خاطر دغه غيري قانوني کډوال ليږي.
پر همدې مهال د ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو ډله یيز ايستل د نړيوالو او بشري حقونو سازمانونو له لوري په پراخه کچه د نيوکو سره مخ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا دوه میلیونه او ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.
که څه هم د څو لسيزو جګړو او ناامنيو په ترڅ کې د افغان کډوالو لويه برخه ایران ته تللي؛ خو پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنېدو وروسته، ددې ډلې له لوري د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له کبله سلګونه زره نور کډوال هم ايرن هېواد ته کډوال شول.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی. نوموړې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، په دولت کې د لږه کیو د استازیتوب نه شتوالی او خپلسرې وژنې او شکنجې دوام لري.
نوموړې نن چهارشنبې (د لیندۍ ۲۹مه) د امنیت شورا په غوڼده کې د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، چې د افغانستان د روان سخت وضعیت په اړه باید د نړۍوالې ټولنې له خوا یوه اجماع جوړه شي.
میرمن اوتونبایوا وایي، چې طالبان باید وهڅول شي تر څو د افغانستان د خلکو او په ځانګړي توګه د مېرمنو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.
د یوناما مشرې د افغانستان د ښځو په اړه د اسلامي هېوادونو غونډې ته په اشارې سره وویل، چې ورته غونډې د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره مهمې دي.
د مېرمن اوتونبایوا په خبره؛ افغانستان اوسمهال د لارې یوې روښانې نقشې ته اړتیا لري.
له دې سره؛ د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ د دفتر مشر رامش راجاسنګام په دې غونډه کې وویل، چې د افغان ښځو ناوړه وضعیت په الفاظو کې د بیان لپاره نه ځاییږي.
ښاغلی راجاسنګام وایي، چې طالبان په افغانستان کې له بشري مرستو ناوړه استفاده کوي، د مرستو په پروګرامونو کې لاسوهنه کوي او طالبان غواړي چې د مرستو په وېش کې پراخه ونډه ولري.
نوموړي همداراز په افغانستان کې بشري وضعیت بیا په ځانګړي توګه د ژمي په درشل کې د کډوالو نامعلوم برخلیک د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، چې ستانه شوي کډوال مناسبه سرپنا او د خوړو لپاره څه نه لري.
د امنیت شورا په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر هم د طالبانو له خوا په ټولنه کې د مېرمنو د حذف تر څنګ د یو شمېر معترضو مېرمنو د نیول کېدو او شکنجه کېدو یادونه وکړه.
نوموړې وویل، چې طالبان په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او هېڅ ډول بشري ارزښت ته ژمن نه دي.
دا غونډه د افغانستان د وضعیت د څېړلو په اړه د سینیرلي اوغلو او د یو شمېر نورو ادارو د راپورونو د څېړلو په موخه جوړه شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا د سینیرلي اوغلو د راپور یوه برخه مناسبه او بله یې غېرمناسبه بللې وه.
تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغې غونډې په اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د یوې بلې غونډې په اړه ویلي وو، چې په غونډه کې د اساسي موضوعاتو پر ځای داسې موضوعاتو خبرې کېدې چې هغه د افغانستان کورني موضوعات دي.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دغې ډلې پر نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار د بندیز تر څنګ ګڼ بندیزونه ولګول او دغې چارې د نړۍوالې ټولنې، ګاونډیو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو نیوکې را وپارولې؛ مګر طالبانو بیا دا خپله داخلي موضوع ګڼلې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز کلپ خپور کړی، چې وایي د خبریالانو د ملاتړ په نوم د "نی" اداره له دوی سره هېڅ کوم رسمیت او اعتبار نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې د خبریالانو د ملاتړ ادارې (نی) د هغه وروستۍ اعلامیې په غبرګون وکړې، چې د رسنیو پر کار او د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیونې په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې وه.
ښاغلی مجاهد وایي، چې دا اداره هېڅ صلاحیت نه لري چې له افغانستانه بهر د افغانستان دننه د رسنیو او خبریالانو په اړه نظر ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند همدا راز زیاتوي، چې په هېواد کې له هېڅ یو خبریال سره ناوړه چلند نه دی شوی؛ خو دا هم مني چې یو شمېر خبریالان د طالبانو له خوا د څېړنو لپاره نیول شوي چې د دغې ډلې له خوا پرې شک شوی دی.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د نی د ادارې د مسوولانو نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.
له دې سره؛ د خبریالانو د ملاتړ بنسټ مشر حامد عبیدي وایي، چې د بیان ازادي یو ارزښت دی او د نړۍ په هره برخه کې سازمانونه او نهادونه د دې ارزښت لپاره کار کوي.
نوموړی زیاتوي، چې دا ارزښت د حکومتونو د پاملرنې د ترلاسه کولو لپاره کیږي.
د عبیدي په خبره؛ هغه بنسټونه چې که د افغانستان دننه او یا هم بهر کار کوي د حقوقي جوړښت او ماهیت په اساس د فعالیت کولو حق لري.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) تر دې مخکې د طلوع نیوز د خبریال روح الله سنګر د نیول کېدو په تړاو یوه اعلامیه خپره کړه، چې ویلی وو؛ په تېرو څو ورځو کې د افغانستان د رسنیو ټولنه په بېلابېلو برخو کې له خبریالانو سره د غیر اصولي چلند د ډېرېدو شاهده ده او دا وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د خبريالانو او رسنيو له ازادۍ څخه د سرغړونې لږ تر لږه ٧٥ پېښې ثبت کړي، چې ٣٣ نيول کېدو او ٤٢ یې ګواښونه دي.
د یادولو ده، چې ډېری نیونې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا کیږي او بېلابېلې څانګې په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور ریاست او امربالمعروف بیا د خبریالانو او رسنیو ته د ګواښ په پېښو کې ښکېل دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې په افغانستان کې قومي، ژبني او سمتي اختلافات پای ته رسېدلي، خو یو شمېر رسنۍ بیا برعکس دغو اختلافاتو ته د پردیو په اشاره لمن وهي.
نوموړي سره له دې چې د کومې مشخصې رسنۍ نوم نه دی اخیستی، خو وایي چې اختلافاتو ته لمن وهل د دوی د پالیسۍ خلاف عمل دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخوا نن چهارشنبې (د لیندۍ ۲۹مه) په یاده غونډه کې په خپلو خبرو کې له لیکوالانو غوښتنه وکړه، چې د هغو خلک پر وړاندې چوپ پاتې نه شي، چې څوک د نورو په لمسون په ټولنیزو رسنیو کې لیکنې کوي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې له ښځو وروسته ډېری بندیزونه پر رسنیو لګولي دي.
خو په ورته وخت کې بیا د طالبانو سیاسي مخالفین دا ډله په قومي او ژبني تعصب تورنوي او وايي، چې دغه ډله په چارو او واک کې نورو اقوامو ته ځآی نه ورکوي.
خو طالبانو بیا په ځلونو دغه ادعاوې رد کړي دي او پر ملي یووالي ټینګار کوي.

د هلمند د بغنۍ ولسوالۍ طالبانو د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته يو لیک لېږلی او ګواښ یې کړی، که په درېيو ورځو کې یې معاشات او امتيازات ورنه کړل شي تر سلو زيات کسان به دندي پرېږدي. دوی وايي، چې قوماندانۍ ته د دوی په نوم امتيازات راغلي؛ خو دوی ته نه دي ورکول شوي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د هلمند د بغنۍ ولسوالۍ طالبانو هغه لیک استولی، چې د ولسوالۍ طالب چارواکو ته يې لیکلی او د خپل حق غوښتنه يې ور ځينې کړې ده.
دغه لیک د دې ولسوالۍ ۴۰ طالب قوماندانانو امضاء کړی.
په لیک کې د ولسوالۍ د طالبانو کمزوري اقتصادي حالت او په تش لاس د چارو سمبالولو ته اشاره شوې او له طالب مشرانو غوښتل شوي، که په درېيو ورځو کې دوی ته تنخواوي ورنه کړل شي دندي به پرېږدي او کورنو ته به ستانه شي.
د ليک په يوې برخه کې ليکل شوي: " زموږ معاش او عاشه نه شته، اقتصادي ستونزي هم شته، زموږ ټولو پر دې اتفاق دی، که په درېيو ورځو کې مشکل حل نه شي موږ کورنو ته ځو."
د بغنۍ ولسوالۍ يو سيمه یيز قوماندان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په يوه غږیز پيغام کې ويلي، چې د طالبانو شمېر زيات دی او په استازيتوب يې د سیمي همدې طالب قوماندانانو لاسلیکونه کړي دي.
هغه وویل: " موږ ولسوالۍ بندوو، زموږ تر وس تېره ده، طالبان په بازار کې د دوکاندارانو قرضداره دي، په تش لاس موږ کار مخته نه شو وړلی."
په دغه ولسوالۍ کې طالبان ملکي او نظامي چارې مخ ته وړي، چې شمېر تر سلو زيات دی.
د دوی په خبره، چې تر خپله توانه يې په تش لاس او جېب دندې مخته يوړوې؛ خو په نوم يې د ولسوالۍ نورو طالب مشرانو امتيازات واخيستل.
په دې اړه مو هڅه وکړه، چې د هلمند د امنيه قوماندانۍ نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر زموږ د پیغام د ليدو څو ساعته وروسته هم جواب نه دی ویلی.
د طالبانو واک ته له رسېدو را وروسته په هلمند کې د بغران ولسوالۍ اړوند د بغنۍ سيمه په ولسوالۍ تبديله کړه او له نېږدې يوه کاله څخه يې رسمي امتيازات ور پيل کړي.
