خاویر ګاسکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، چې یو شمېر هېوادونه اندېښمن دي چې دغو ډلو د طالبانو په منځ کې پناه ځایونه جوړ کړي دي.
هغه د چهارشنبې په ورځ دغې شورا ته وویل، د ترهګرو ډلو پر وړاندې چې طالبانو کوم تدابیر نیولې روښانه، نه دي.
ښاغلي ګاسکا زیاته کړه چې د ترهګرو ډلو وسلوال د افغانستان له پولو بهر هم ګواښ دي او یو شمېر غړي هېوادونه اندېښمن دي چې دغو ترهګرو د طالبانو په منځ کې ځانته پناه ځایونه موندلي دي.
هغه وویل که څه هم طالبان د داعش خراسان پر وړاندې جګړه کوي، خو بیا هم دغه ډله په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د حملو توان لري.
هغه همداراز، تحریک طالبان پاکستان او القاعده د سیمې لپاره یو ګواښ بللی دی.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر د امنیت شورا په غونډه کې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې د دغې کمېټې د ارزونې د ټیم د راپور له مخې، که څه هم په افغانستان کې د تریاکو کښت کم شوی، خو د تریاکو بیه لوړه شوې ده.
ګاسکا چې په دې غونډه کې یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د رژیم په اړه خبرې کولې وویل، د بندیزونو د رژیم اصلي هدف د شتمنیو کنګل کولو،په سفرونو بندیز او د وسلو د بندیز له لارې سولې او ثبات ته د ګواښونو مخنیوی دی.
هغه وویل چې د طالبانو په وړاندې د بندیزونو رژیم هم یوه ګټوره وسیله ده. که څه هم د هغه په وينا، طالبانو په وار وار د دغو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
خو د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د دوی ډله لا په دې اړه لازم معلومات نه لري، چې دغو بندیزونو د طالبانو پر پرېکړو څومره اغېز کړې دی.
نوموړي د طالب چارواکو د سفر پر مهال د بندیزونو د معافیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په ۲۰۲۳ کال کې د دغو چارواکو د سفر اته قضیې ثبت شوي دي.
خاویر ګاسکا وویل چې د طالب چارواکو د سفر لپاره د "وروستیو دقیقو غوښتنه" د اندیښنې وړ ده او لامل یې دا دی چې ځینې هېوادونه نه پوهیږي چې څنګه دغو غوښتنو ته په سم وخت کې رسیدنه وکړي.
هغه وویل چې د څارنې کمیټې غوښتل چې د ممنوع الخروج طالب چارواکو د سفر په لړ کې د معافیت د دې غوښتنې په اړه بیا کتنه وکړي.
د دې کمېټې مشر وویل، چې دوی په دې اړه یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي او امنیت شورا به وروسته په دې اړه بحث وکړي.