• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې پولیسو ۸۵ تنه بې اسناده کډال نیولي چې ډیری یې افغانان دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۸ GMT+۰

ترکي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله ویلي، چې د دغه هېواد په «آغري» ښار کې ۸۲ افغان کډوال نیول شوي دي. د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۹مه) ۸۵ تنه کډوال نیولي چې ډیری یې افغانان دي.

د ترکیي پولیسو ویلي دغه کډوال چې په نا قانونه لارو له اسنادو پرته ترکیې ته داخل شوي وو، د یو باروړونکي موټر د پلټنې پر مهال یې نیولي دي.

د پولیسو په خبره دغه کډوال یې تر پلټنو وروسته د آغري ښار د کدوالۍ ادارې ته سپارلي دي.

تېره اونۍ هم د ترکیې پولیسو ۶۴ هغه افغان کډوال په آغري او ساکاریا ښارونو کې نیولي وو، چې په دغه هیواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

ترکیې د روان میلادي کال له پیله تر دې مهاله له ۴ زره څخه ډیر افغان کډوال نیولي او افغانستان ته استولي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سراج الدین حقاني: په افغانستان کې امنیت د روسیې او سیمې په ګټه دی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې، په افغانستان کې امنیت د روسیې او سیمې په ګټه دی. دواړو لوریو د ګډو اقتصادي او دوه اړخیزو اړېکو په پاللو ټینګار کړی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۳۰مه) د طالبانو کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني او د افغانستان لپاره د رویسې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د لیدنې په اړه خبر ورکړ.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د سراج الدین حقاني له قوله لیکل شوي چې په افغانستان کې امنیت د روسیې او ټولې سیمې په ګټه دی.

همدارنګه حقاني د افغانستان او روسیې اړیکې ښې بللې او د دواړو هیوادونو تر منځ د پلاوو د تګ راتګ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا یې ټینګار کړی.

په دغه خبرپاڼه کې د ضمیر کابلوف له قوله لیکل شوي چې، له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا غوښتنه کوي.

کابلوف ویلي چې د دغې ډلې دریځونو ته درناوی لري او ټینګار کوي چې ملګري ملتونه باید د طالبانو سره په تفاهم ګامونه واخلي.

که څه هم روسیې تر دې مهاله طالبان په رسمیت نه دي پيژندلي خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت روسیې د طالبانو د مخالفو ډلو د ناستي کوربه توب هم کړی و.

بلوڅ فعالان وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونو اسلام اباد کې د دوی پر لاریون برید کړی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۱ GMT+۰

بلوڅ فعالان وايي، د بلوڅ توکم وژنې ضد لاریون په اسلام اباد کې د پولیسو له تاوتریخوالي سره مخ شوی او ډېر لاریونوال یې ټپي او نیول شوي دي. د دوی په خبره، اسلام اباد ته د لاریون رسېدو سره پولیسو پر دوی اوښلن ګاز کارولی او هم یې له دوی سره د نورو خلکو د یو ځاېدو د مخنیوي هڅه کړې.

د پاکستان امینتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ اسلام اباد ته پر لار هم د دغه لاریون د مخینوي هڅه کوله، خو بیا هم د بلوڅانو دا اعتراض تر پلازمېنې ورسېد.

د زرګونو بلوڅانو دا لاریون د بلوچستان له تربته پیل شوی او په ډېره غازي خان کې تر پرلت وروسته یې د چارشنبې په ورځ اسلام اباد ته مخه وکړه.

که څه هم په لار کې د دغه لاریون لپاره د سیمې خلک هرکلي ته ولاړ و، خو امینتي ځواکونو یې د وړاندې تګ مخه نیوله.

اسلا اباد ته تر رسېدو وروسته د پاکستان پولیسو دې لاریون اول د خلکو د ګډون خنډ شول او وروسته یې د دې پرلت د ګډونوالو نیول پیل کړل.

خواله رسنیو کې ویډیووې هم ښيي چې پولیس لاریونوال وهي او ځینې په ټپي حالت کې د نورو ملګرو په غېږو کې پراته دي.

یوې فعالې ماه رنګ بلوڅ د ورته ویډیوو له نشرولو سره لیکلي چې د دې او ځینې نورو بلوڅ پېغلو په ګډون د لاریون نور ځوانان هم نیول شوي دي.

د بلوڅانو پرلت په تېره نومبر میاشت کې د پاکستان بلوچستان ایالت په تربت کې وروسته له هغه پیل شو چې د دغې سیمې خلکو د صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې «سي ټي ډي» په چارواکو تور ولګاوه، چې د ۲۴ کلن بلاڅ بلوڅ تر وژنې وروسته یې په هغه د پنځه کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د درلودلو تور لګولی دی.

د پاکستان بلوچستان ایالت اوسېدونکي له کلونو راهیسې ادعا کوي چې د پاکستان حکومت یې د حق غوښتلو پر مهال مخکښ کسان نیسي او له هغه وروسته يې مړي ژوندي ورک دي.

د پاکستان حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.

د افغانستان د بندیزونو کمېټې مشر: ترهګرو په افغانستان کې د فعالیت ډېره ازادي تر لاسه کړې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټې مشر وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترهګرو ډلو په افغانستان کې د فعالیت ډېره ازادي ترلاسه کړې ده.

خاویر ګاسکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، چې یو شمېر هېوادونه اندېښمن دي چې دغو ډلو د طالبانو په منځ کې پناه ځایونه جوړ کړي دي.

هغه د چهارشنبې په ورځ دغې شورا ته وویل، د ترهګرو ډلو پر وړاندې چې طالبانو کوم تدابیر نیولې روښانه، نه دي.

ښاغلي ګاسکا زیاته کړه چې د ترهګرو ډلو وسلوال د افغانستان له پولو بهر هم ګواښ دي او یو شمېر غړي هېوادونه اندېښمن دي چې دغو ترهګرو د طالبانو په منځ کې ځانته پناه ځایونه موندلي دي.

هغه وویل که څه هم طالبان د داعش خراسان پر وړاندې جګړه کوي، خو بیا هم دغه ډله په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د حملو توان لري.

هغه همداراز، تحریک طالبان پاکستان او القاعده د سیمې لپاره یو ګواښ بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر د امنیت شورا په غونډه کې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې د دغې کمېټې د ارزونې د ټیم د راپور له مخې، که څه هم په افغانستان کې د تریاکو کښت کم شوی، خو د تریاکو بیه لوړه شوې ده.

ګاسکا چې په دې غونډه کې یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د رژیم په اړه خبرې کولې وویل، د بندیزونو د رژیم اصلي هدف د شتمنیو کنګل کولو،په سفرونو بندیز او د وسلو د بندیز له لارې سولې او ثبات ته د ګواښونو مخنیوی دی.

هغه وویل چې د طالبانو په وړاندې د بندیزونو رژیم هم یوه ګټوره وسیله ده. که څه هم د هغه په ​​وينا، طالبانو په وار وار د دغو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

خو د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د دوی ډله لا په دې اړه لازم معلومات نه لري، چې دغو بندیزونو د طالبانو پر پرېکړو څومره اغېز کړې دی.

نوموړي د طالب چارواکو د سفر پر مهال د بندیزونو د معافیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په ۲۰۲۳ کال کې د دغو چارواکو د سفر اته قضیې ثبت شوي دي.

خاویر ګاسکا وویل چې د طالب چارواکو د سفر لپاره د "وروستیو دقیقو غوښتنه" د اندیښنې وړ ده او لامل یې دا دی چې ځینې هېوادونه نه پوهیږي چې څنګه دغو غوښتنو ته په سم وخت کې رسیدنه وکړي.

هغه وویل چې د څارنې کمیټې غوښتل چې د ممنوع الخروج طالب چارواکو د سفر په لړ کې د معافیت د دې غوښتنې په اړه بیا کتنه وکړي.

د دې کمېټې مشر وویل، چې دوی په دې اړه یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي او امنیت شورا به وروسته په دې اړه بحث وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه به یې روانه وي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، هېواد یې «د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېره قرباني او مرسته کړې ده او د ترهګرۍ تر منطقي ختمولو او د خپل ولس د ارمان پوره کولو» پورې به په دې برخه کې جګړه کوي. عاصم منیر دا خبرې په امریکا کې د فکري مرکزونو او رسنیو له استازو سره په ناسته کې کړې دي.

نوموړي، په دغه ناسته کې د سیمه ییز امنیت، ترهګرۍ او سوېلي اسیا کې د ستراتیژیک ټیکاو په هکله د پاکستان پر لیدلوري خبرې وکړې.

عاصم منیر د ډیسمبر پر لسمه امریکا ته تللی او له هغه راهیسې یې د دغه هېواد له ولسي او پوځي چارواکو سره لیدنې روانې دي.

د نوموړي له سفر سره هممهاله په پاکستان په تېره پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه هم ډېر شوي دي.

د ځینې شنونکو په باور، امریکا ته د پاکستاني چارواکو له تلو یا هم اسلام اباد ته د غربي مقاماتو په تګ سره ورته بریدونه ډېرېږي او دې سره پاکستان غواړي ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي.

د جګړې ضد نومانده دانڅوا د روسیې په ټاکنو کې له ولسمشر پوتین سره سیالۍ ته وتل غواړي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د ټلویزیون پخوانۍ خبریاله یکاترینا دانڅوا د روسیې په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سیالۍ ډګر ته وتل غواړي. د روسیې ولسمشریزې ټاکنې په راتلونکي مارچ میاشت کې ترسره کیږي او اټکل دی چې پوتین به یې په لوی توپیر وګټي.

څلویښت کلنې دانڅوا تېره میاشت له رویټرز سره په مرکه کې د اوکراین د شخړې د پای ته رسیدو او د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني په ګډون د سیاسي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

هغې د ټاکنو مرکزي کمیسیون چارواکو ته د خپلې نوماندۍ اسناد سپارلي چې په رسمي ډول ټاکنو ته داخله شي.

هغه اوس مهال د خپلې نوماندۍ د ملاتړ لپاره د جنورۍ تر ۳۱مې پورې له ټولې روسیې درې لکه لاسلیکونو د ترلاسه کولو له لوی خڼډ سره مخ ده.

۷۱ کلن پوتین له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې دی او لا هڅه کوي چې د ولسمشرۍ په یوه بله شپږ کلنه دوره کې پاتې شي.