• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه به یې روانه وي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۱۸ GMT+۰

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، هېواد یې «د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېره قرباني او مرسته کړې ده او د ترهګرۍ تر منطقي ختمولو او د خپل ولس د ارمان پوره کولو» پورې به په دې برخه کې جګړه کوي. عاصم منیر دا خبرې په امریکا کې د فکري مرکزونو او رسنیو له استازو سره په ناسته کې کړې دي.

نوموړي، په دغه ناسته کې د سیمه ییز امنیت، ترهګرۍ او سوېلي اسیا کې د ستراتیژیک ټیکاو په هکله د پاکستان پر لیدلوري خبرې وکړې.

عاصم منیر د ډیسمبر پر لسمه امریکا ته تللی او له هغه راهیسې یې د دغه هېواد له ولسي او پوځي چارواکو سره لیدنې روانې دي.

د نوموړي له سفر سره هممهاله په پاکستان په تېره پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه هم ډېر شوي دي.

د ځینې شنونکو په باور، امریکا ته د پاکستاني چارواکو له تلو یا هم اسلام اباد ته د غربي مقاماتو په تګ سره ورته بریدونه ډېرېږي او دې سره پاکستان غواړي ځان د ترهګرۍ قرباني وښيي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د جګړې ضد نومانده دانڅوا د روسیې په ټاکنو کې له ولسمشر پوتین سره سیالۍ ته وتل غواړي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د ټلویزیون پخوانۍ خبریاله یکاترینا دانڅوا د روسیې په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سیالۍ ډګر ته وتل غواړي. د روسیې ولسمشریزې ټاکنې په راتلونکي مارچ میاشت کې ترسره کیږي او اټکل دی چې پوتین به یې په لوی توپیر وګټي.

څلویښت کلنې دانڅوا تېره میاشت له رویټرز سره په مرکه کې د اوکراین د شخړې د پای ته رسیدو او د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني په ګډون د سیاسي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

هغې د ټاکنو مرکزي کمیسیون چارواکو ته د خپلې نوماندۍ اسناد سپارلي چې په رسمي ډول ټاکنو ته داخله شي.

هغه اوس مهال د خپلې نوماندۍ د ملاتړ لپاره د جنورۍ تر ۳۱مې پورې له ټولې روسیې درې لکه لاسلیکونو د ترلاسه کولو له لوی خڼډ سره مخ ده.

۷۱ کلن پوتین له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې دی او لا هڅه کوي چې د ولسمشرۍ په یوه بله شپږ کلنه دوره کې پاتې شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند: پخوانی لومړی وزیر عمران خان راتلونکو ټولټاکنو کې برخه اخلي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر ګوهر خان د چهارشنبې په ورځ وویل، پخوانی لومړی وزير عمران خان په راتلونکو انتخاباتو کې د لاهور، مياوالې او اسلام اباد په ګډون له درېيو حوزو ځان کانديدوي. ښاغلی خان دا مهال د راولپنډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.

د اګست په پنځمه د اسلام اباد یوې محکمې عمران خان ته د پاکستان د ټاکنو کمیسیون (ای سي پي) لخوا په یوه مقدمه کې د دولتي ډالیو د پټولو په تور د درې کالو بند سزا واوروله.

د دغې پرېکړې له مخې نوموړی د پنځو کلونو لپاره د ټاکنو له نوماندۍ بې برخې شو.

که څه هم په همدې میاشت کې د اسلام اباد سترې محکمې د هغه درې کلنه سزا وځنډوله خو هغه لا هم د نورو قضیو له امله په زندان کې دی.

له اډياله زندان څخه بهر له رسنیو سره په خبرو کې ګوهر خان وویل پي ټي ای غواړي چې ټولټاکنې د فبروري په اتمه نېټه ترسره شي.

هغه یادونه وکړه، «نن موږ پر هغه څه ډېر خپه یو چې شاه محمود قریشي وویل.»

هغه ادعا وکړه چې د تحریک انصاف د مرستیال شاه محمود قریشي د نوماندۍ کاغذونه د ښاغلي قریشي له د سکرتر «تښتول» شوي دي. «له خلکو په سرکونو د نوماندۍ کاغذونو تښتول به دا ټاکنې جعلي کړي.»

ګوهر خان زیاته کړه چې عمران خان ته به د پنجشنبې په ورځ د هغه د کاندیداتورۍ کاغذونه ورکړل شي او ژمنه یې وکړه، که خدای کول د تحریک انصاف بنسټګر به په دې انتخاباتو کې برخه اخلي.

د پي ټي ای مشر وويل: «عمران خان د ګوند له ټولو کارکوونکو غوښتي چې خپل د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي» .

هغه زياته کړه چې د ګوند د ټکټونو د ورکولو فيصله به بيا هم عمران خان کوي.

د پي ټي ای مشر ویلي دي چي هغه به هم راتلونکي انتخاباتو کي د خېبرپښتونخوا بونير نه برخه اخلي۔

د افغانستان په اړه د م.م د امنیت شورا غونډه: د افغانستان روان وضعیت د اندېښنې وړ دی

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی. نوموړې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، په دولت کې د لږه کیو د استازیتوب نه شتوالی او خپلسرې وژنې او شکنجې دوام لري.

نوموړې نن چهارشنبې (د لیندۍ ۲۹مه) د امنیت شورا په غوڼده کې د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، چې د افغانستان د روان سخت وضعیت په اړه باید د نړۍوالې ټولنې له خوا یوه اجماع جوړه شي.

میرمن اوتونبایوا وایي، چې طالبان باید وهڅول شي تر څو د افغانستان د خلکو او په ځانګړي توګه د مېرمنو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.

د یوناما مشرې د افغانستان د ښځو په اړه د اسلامي هېوادونو غونډې ته په اشارې سره وویل، چې ورته غونډې د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره مهمې دي.

د مېرمن اوتونبایوا په خبره؛ افغانستان اوسمهال د لارې یوې روښانې نقشې ته اړتیا لري.

له دې سره؛ د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ د دفتر مشر رامش راجاسنګام په دې غونډه کې وویل، چې د افغان ښځو ناوړه وضعیت په الفاظو کې د بیان لپاره نه ځاییږي.

ښاغلی راجاسنګام وایي، چې طالبان په افغانستان کې له بشري مرستو ناوړه استفاده کوي، د مرستو په پروګرامونو کې لاسوهنه کوي او طالبان غواړي چې د مرستو په وېش کې پراخه ونډه ولري.

نوموړي همداراز په افغانستان کې بشري وضعیت بیا په ځانګړي توګه د ژمي په درشل کې د کډوالو نامعلوم برخلیک د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، چې ستانه شوي کډوال مناسبه سرپنا او د خوړو لپاره څه نه لري.

د امنیت شورا په دغه غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر هم د طالبانو له خوا په ټولنه کې د مېرمنو د حذف تر څنګ د یو شمېر معترضو مېرمنو د نیول کېدو او شکنجه کېدو یادونه وکړه.

نوموړې وویل، چې طالبان په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او هېڅ ډول بشري ارزښت ته ژمن نه دي.

دا غونډه د افغانستان د وضعیت د څېړلو په اړه د سینیرلي اوغلو او د یو شمېر نورو ادارو د راپورونو د څېړلو په موخه جوړه شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بیا د سینیرلي اوغلو د راپور یوه برخه مناسبه او بله یې غېرمناسبه بللې وه.

تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغې غونډې په اړه طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د یوې بلې غونډې په اړه ویلي وو، چې په غونډه کې د اساسي موضوعاتو پر ځای داسې موضوعاتو خبرې کېدې چې هغه د افغانستان کورني موضوعات دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دغې ډلې پر نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار د بندیز تر څنګ ګڼ بندیزونه ولګول او دغې چارې د نړۍوالې ټولنې، ګاونډیو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو نیوکې را وپارولې؛ مګر طالبانو بیا دا خپله داخلي موضوع ګڼلې ده.

د اوکراین ولسمشر: دا ناشونې ده چې د اوکراین د خاورې برخه دې له ناټو سره یوځای شي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۳۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېسنکي نن چهارشنبه په یوې خبري غونډې کې وویل، چې دا له امکانه لېرې خبره ده، چې د اوکراین د خاورې یوه برخه دې د ناټو برخه شي. نوموړي ویلي، چې دوی ته کله هم د ناټو د غړیتوب بلنه نه ده ورکړل شوې او د ده لپاره دا چاره له تصوره لېرې ده.

زېلینسکي په کییف کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا زموږ لپاره خورا پیاوړی انتخاب دی؛ خو موږ ته په ناټو کې د ګډون بلنه نه ده راکړل شوې."

نوموړي ټینګار وکړ، چې اوکراین هیڅکله له ناټو سره د دې هیواد د خاورې د یوې برخې د الحاق په اړه د شریکانو وړاندیز نه دی ترلاسه کړی.

هغه زیاته کړه:"او که ریښتیا ووایم، دا زما لپاره ګرانه ده چې تصور وکړم چې دا څنګه کیدی شي؟ زه فکر کوم چې دا زموږ لپاره لوی خطرونه هم دي. زه ډاډه یم چې که د اوکراین یوه برخه په ناټو کې وي، دا په دې معنا ده چې هغه [پوتین] به له ناټو سره یوې جګړې ته داخل شي او یا د ناټو غړي هېوادونه به د اوکراین له خاورې دفاع وکړي؟"

نوموړي دغه پوښتنې ناځوابه پرېښودې او ویې ویل، چې دوی د روسیې له خوا اشغال شوې سیمې هېڅکله په رسمیت نه پېژني.

د یادونې وړ ده، چې روانه اونۍ روسيې د امريکا سره د فنلنډ د دفاعي تړون په اړه اعتراض وکړ، چې له مخې يې واشنګټن د فنلند او روسيې سرحدي سيمو ته لاسرسی ولري.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د فنلنډ سفیر احضار کړی و.

مسکو ویلي، چې په خپلو پولو کې به د ناټو د پوځي وسلو شتون بې ځوابه پرې نه ږدي.

د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته فنلنډ سږ کال د ناټو د نوي غړي په توګه د امریکا په مشرۍ پوځي اتحاد ته داخل شو.

دغه دفاعي تړون فنلنډ د امريکا سره لاسلیک کړ، هدف يې دا دی، چې د جګړې د پېښېدو پر مهال واشنګټن وکولی شي له دغه هېواد سره بېړنۍ مرستې وکړي.

په تړون کې په فنلنډ کې ۱۵ اډې او سیمې شاملې دي، چې متحده ایالات کولی شي ورته لاسرسی ولري.

حماس: د ۴۰ برمته شویو د خلاصون په بدل کې د ۷ ورځني اوربند په اړه خبرې روانې دي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۱ GMT+۰

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د حماس د یوه چارواکي په حواله ویلي، چې په مصر کې د روانو خبرو تمرکز په سیمه کې د یوې اونۍ اوربند په بدل کې د ۴۰ یرغمل شویو بندیانو خوشې کول دي.

د حماس د دغه چارواکي په وینا؛ که چېرې یادې خبرې اترې نتیجه ورکړي او یوې موافقې ته ورسیږي، دا ډله به یو شمېر ملکي ښځې، ماشومان او نارینه چې د غزې په تړانګه کې بندیان دي خوشې کړي.

د اسوشیټیډ پرېس د خبر په حواله؛ که ښکیل اړخونه موافقه وکړي، دا ممکنه موافقه وغځول شي.

له دې وړاندې هم د قطر په منځګړیتوب د حماس او اسراییل تر منځ اوربند شوی و، چې په پایله کې یې د یو شمېر بندیانو تبادله وشوه.