• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهرزاد اکبر: د طالبانو له ستنېدو وروسته مو د بشري حقونو د سرغړونو بېلګې مستندې کړې دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشرې په امنیت شورا کې وویل، د طالبانو له واکمنېدو وروسته توکمیز توپیر، بدني سزاګانې او د ښځو او نجونو پر ازادیو بندیزونه زیات شوي دي.

شهرزاد اکبر وویل، هغې او همکارانو یې د بشري حقونو د سرغړونو بېلګې مستندې کړې دي.

د ښځو د حقونو دغې فعالې زیاته کړه، چې د لږکیو، ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه د طالبانو «دروغژنې» ژمنې دي او دا «ټولو ته» ښکاره او ثابته خبره ده.

هغې په خپله وینا کې وویل، چې د افغانستان د بشري حقونو مرکز د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو لسګونه بېلګې په تېره بیا د خبریالانو سره تاوتریخوالي مستند کړي دي.

هغې د منیژه صدیقي او پریسا نومونه هم یاد کړل، چې طالبانو نیولې دي.

شهرزاد اکبر وویل، په د اسې حال کې چې د «روادارۍ» بنسټ او یوناما د طالبانو له‌خوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د خپلسرو نیونو او وژنو په اړه مستند راپورونه خپاره کړي؛ خو طالبانو تر دې مهاله د دغو جرمونو مجرمین نه نیولي او نه یې هم هغوی ته سزاوې ورکړې.

هغې دا رنګه وویل، چې طابانو د ولایتونو د عالمانو له شوراګانو څخه شیعه غړي لرې کړي دي.


د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشرې دا رنګه وویل، د پخواني جمهوري نظام بنسټونه لکه د وکیلانو او څارنوالانو او نورو متخصصینو ټولنې د طالبانو له‌خوا کمزورې کړاې شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې پولیسو ۸۵ تنه بې اسناده کډال نیولي چې ډیری یې افغانان دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۸ GMT+۰

ترکي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله ویلي، چې د دغه هېواد په «آغري» ښار کې ۸۲ افغان کډوال نیول شوي دي. د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۹مه) ۸۵ تنه کډوال نیولي چې ډیری یې افغانان دي.

د ترکیي پولیسو ویلي دغه کډوال چې په نا قانونه لارو له اسنادو پرته ترکیې ته داخل شوي وو، د یو باروړونکي موټر د پلټنې پر مهال یې نیولي دي.

د پولیسو په خبره دغه کډوال یې تر پلټنو وروسته د آغري ښار د کدوالۍ ادارې ته سپارلي دي.

تېره اونۍ هم د ترکیې پولیسو ۶۴ هغه افغان کډوال په آغري او ساکاریا ښارونو کې نیولي وو، چې په دغه هیواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

ترکیې د روان میلادي کال له پیله تر دې مهاله له ۴ زره څخه ډیر افغان کډوال نیولي او افغانستان ته استولي دي.

سراج الدین حقاني: په افغانستان کې امنیت د روسیې او سیمې په ګټه دی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې، په افغانستان کې امنیت د روسیې او سیمې په ګټه دی. دواړو لوریو د ګډو اقتصادي او دوه اړخیزو اړېکو په پاللو ټینګار کړی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۳۰مه) د طالبانو کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني او د افغانستان لپاره د رویسې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د لیدنې په اړه خبر ورکړ.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د سراج الدین حقاني له قوله لیکل شوي چې په افغانستان کې امنیت د روسیې او ټولې سیمې په ګټه دی.

همدارنګه حقاني د افغانستان او روسیې اړیکې ښې بللې او د دواړو هیوادونو تر منځ د پلاوو د تګ راتګ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا یې ټینګار کړی.

په دغه خبرپاڼه کې د ضمیر کابلوف له قوله لیکل شوي چې، له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا غوښتنه کوي.

کابلوف ویلي چې د دغې ډلې دریځونو ته درناوی لري او ټینګار کوي چې ملګري ملتونه باید د طالبانو سره په تفاهم ګامونه واخلي.

که څه هم روسیې تر دې مهاله طالبان په رسمیت نه دي پيژندلي خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت روسیې د طالبانو د مخالفو ډلو د ناستي کوربه توب هم کړی و.

د افغانستان د بندیزونو کمېټې مشر: ترهګرو په افغانستان کې د فعالیت ډېره ازادي تر لاسه کړې

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۳۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټې مشر وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترهګرو ډلو په افغانستان کې د فعالیت ډېره ازادي ترلاسه کړې ده.

خاویر ګاسکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، چې یو شمېر هېوادونه اندېښمن دي چې دغو ډلو د طالبانو په منځ کې پناه ځایونه جوړ کړي دي.

هغه د چهارشنبې په ورځ دغې شورا ته وویل، د ترهګرو ډلو پر وړاندې چې طالبانو کوم تدابیر نیولې روښانه، نه دي.

ښاغلي ګاسکا زیاته کړه چې د ترهګرو ډلو وسلوال د افغانستان له پولو بهر هم ګواښ دي او یو شمېر غړي هېوادونه اندېښمن دي چې دغو ترهګرو د طالبانو په منځ کې ځانته پناه ځایونه موندلي دي.

هغه وویل که څه هم طالبان د داعش خراسان پر وړاندې جګړه کوي، خو بیا هم دغه ډله په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د حملو توان لري.

هغه همداراز، تحریک طالبان پاکستان او القاعده د سیمې لپاره یو ګواښ بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې مشر د امنیت شورا په غونډه کې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې د دغې کمېټې د ارزونې د ټیم د راپور له مخې، که څه هم په افغانستان کې د تریاکو کښت کم شوی، خو د تریاکو بیه لوړه شوې ده.

ګاسکا چې په دې غونډه کې یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د رژیم په اړه خبرې کولې وویل، د بندیزونو د رژیم اصلي هدف د شتمنیو کنګل کولو،په سفرونو بندیز او د وسلو د بندیز له لارې سولې او ثبات ته د ګواښونو مخنیوی دی.

هغه وویل چې د طالبانو په وړاندې د بندیزونو رژیم هم یوه ګټوره وسیله ده. که څه هم د هغه په ​​وينا، طالبانو په وار وار د دغو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

خو د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د دوی ډله لا په دې اړه لازم معلومات نه لري، چې دغو بندیزونو د طالبانو پر پرېکړو څومره اغېز کړې دی.

نوموړي د طالب چارواکو د سفر پر مهال د بندیزونو د معافیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې په ۲۰۲۳ کال کې د دغو چارواکو د سفر اته قضیې ثبت شوي دي.

خاویر ګاسکا وویل چې د طالب چارواکو د سفر لپاره د "وروستیو دقیقو غوښتنه" د اندیښنې وړ ده او لامل یې دا دی چې ځینې هېوادونه نه پوهیږي چې څنګه دغو غوښتنو ته په سم وخت کې رسیدنه وکړي.

هغه وویل چې د څارنې کمیټې غوښتل چې د ممنوع الخروج طالب چارواکو د سفر په لړ کې د معافیت د دې غوښتنې په اړه بیا کتنه وکړي.

د دې کمېټې مشر وویل، چې دوی په دې اړه یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي او امنیت شورا به وروسته په دې اړه بحث وکړي.

د جګړې ضد نومانده دانڅوا د روسیې په ټاکنو کې له ولسمشر پوتین سره سیالۍ ته وتل غواړي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د ټلویزیون پخوانۍ خبریاله یکاترینا دانڅوا د روسیې په ولسمشرۍ ټاکنو کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سیالۍ ډګر ته وتل غواړي. د روسیې ولسمشریزې ټاکنې په راتلونکي مارچ میاشت کې ترسره کیږي او اټکل دی چې پوتین به یې په لوی توپیر وګټي.

څلویښت کلنې دانڅوا تېره میاشت له رویټرز سره په مرکه کې د اوکراین د شخړې د پای ته رسیدو او د اپوزیسیون د مشر الیکسي ناوالني په ګډون د سیاسي بندیانو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

هغې د ټاکنو مرکزي کمیسیون چارواکو ته د خپلې نوماندۍ اسناد سپارلي چې په رسمي ډول ټاکنو ته داخله شي.

هغه اوس مهال د خپلې نوماندۍ د ملاتړ لپاره د جنورۍ تر ۳۱مې پورې له ټولې روسیې درې لکه لاسلیکونو د ترلاسه کولو له لوی خڼډ سره مخ ده.

۷۱ کلن پوتین له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې دی او لا هڅه کوي چې د ولسمشرۍ په یوه بله شپږ کلنه دوره کې پاتې شي.

ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وايي، له افغانستان سره بشري مرستې باید سیاسي نه شي

۲۹ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۳ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وایي، له افغانستان سره بشري مرستې باید سیاسي نه شي او د افغانستان کنګل شوې شتمني هم باید ازاده شي. واسیلي نبنزیا د چارشنبې په ورځ د دې سازمان امنیت شورا ته په خبرو کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د ډېرو مرستو غوښتنه هم وکړه.

د افغانستان د حالت په هکله د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د راپور ارزولو لپاره په جوړه شوې غونډه کې د روسیې استازي زیاته کړه، چې مسکو له کابل سره د مرستو د نه سیاسي کېدو ملاتړی دی.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي نبنزیا زیاته کړه، که غربي ډونران ټول مسوولیت پر طالبانو اچوي او ترې غواړي چې پر خپلو ژمنو ودرېږي، نو پرمختګ به بېخي ناممکن وي.

لوېدیځ په تېره امریکا له طالبانو غواړي چې دوحې تړون ته په پام ټولګډونه حکومت جوړ او د ښځو او لږکیو حقونه ور کړي.

د طالبانو واکمنېدو سره چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د ښځو او نجونو پر ژوند کړۍ تنګېږي، ور سره په مختلفو برخو کې د نړۍ مرسته هم کمه شوې ده او د افغانانو اقتصادي حالت بدتر کېږي.

په دې ناسته کې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا هم په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

نوموړې وویل، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض، په دولت کې د لږه کیو د استازیتوب نه شتوالی او خپلسرې وژنې او شکنجې دوام لري.

د هغې په خبره، د افغانستان د روان سخت وضعیت په اړه باید د نړیوالې ټولنې یوه اجماع جوړه او طالبان وهڅول شي تر څو د افغانستان د خلکو او په ځانګړي توګه د مېرمنو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.