هغې امنیتي سرچینې چې دغه غږیز پیغام افغانستان انټرنشنل ته لیږلی وايي، دا غږ د طالبانو د یوه غړي دی چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې لاس لري.
له افغانستانه بهر د «جهاد» پراخول:
په دې غږیز پیغام کې د طالبانو غړی سراج الدین حقاني ته وايي، له حقاني سره یې د دې لپاره بیعت نه و کړی چې په کابل کې د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته به «جهاد» ودروي.
هغه ټینګار کوي چې له افغان طالبانو سره یې ځکه بیعت کړی و چې اسلامي نظام په هر ځای کې حاکم شي.
په دې غږیز پیغام کې سراج الدین حقاني ته د «خلیفه صاحب» په نوم اشاره شوې او ورته ویل شوي چې ته زموږ مشر یې او تر قیامته به زموږ مشر پاتې شې.
د طالبانو دغه غړی له سراج الدین حقاني او هغو کسانو ته چې د فدایي ملګرو په نوم یې یادوي، وايي: پاڅیږی او هغه دښمن په نښه کړی چې ستاسو په زړه یې تجاوز کړی دی.
نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر او د دغې ډلې له غړو وغوښتل چې پاڅیږی او د استشهادیانو صفونه مضبوط کړی.
طالبان معمولاً ځانمرګو بریدګرو ته "فدايي" او "شهید" وايي.
د سراج الدین حقاني له نږدې کسانو ګیله
په دې پیغام کې د طالبانو غړی د سراج الدین حقاني له نږدې کسانو د پیغامونو د نه پاملرنې او له هغه سره د ناوړه چلند له امله ګیله کوي.
هغه د "مهاجرو ملګرو" په نوم د کسانو یادونه کړې چې ښايي د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) غړي وي.
په دې غږیز پیغام کې ویل شوي: په طبیعي توګه، مهاجر ملګري په وړو خبرو خپه کیږي.
د طالبانو دې غړي له سراج الدین حقاني غوښتي دي چې «مهاجر ملګري» یې وساتي او که نه شي کولای له هغوی سره دې خدای پاماني وکړي.
طالبانو تر اوسه د دې غږیز پیغام د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.
د حقاني او ځانمرګو اړیکه:
د دې غږیز پیغام اصلي مخاطب سراج الدین حقاني په افغانستان کې د طالبانو اوسنی د کورنیو چارو وزیر او د پخواني افغان حکومت پر ضد د دغې ډلې د شل کلنې جګړې پر مهال د حقاني ډلې مشر و.
ښاغلی حقاني د طالبانو د ځانمرګو بریدونو د تشکیلاتو مسوول دی.
د هغه نوم په تیرو شلو کلونو کې د ځانمرګو د روزنې، د بریدونو په تجهیز او کولو کې د خپل رول له امله مشهور شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ۱۴۰۰ کال په کپ میاشت کې په کندهار ښار کې غونډې ته وویل، چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د دوی د ډلې حقاني شبکې غړو ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.
په پاکستان کې د ناامنۍ پراختیا:
راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې د ناامنیو او خونړیو بریدونو کچه لوړه شوې ده.
اسلام اباد پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو او ځواکونو ته یې پوځي وسلې او پناه ځایونه ورکړي دي.
پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په خونړیو بریدونو کې د افغان طالبانو غړي لاس لري.
په وروستۍ پیښه کې، د روانې میاشتې د لیندۍ په ۲۱مه نیټه د خیبر پښتونخوا ایالت په ډیره اسماعیل خان کې لږ تر لږه ۲۳ پاکستاني پوځیان په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
د دې پېښې مسووليت تحریک جهاد پاکستان پر غاړه اخیستی، چې ډېری یې د تحریک طالبان پاکستان یوه څانګه بولي.
له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د دغه برید د عاملینو د نیولو غوښتنه یې وکړه.
د طالبانو ویاند "ذبیح الله مجاهد" د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د پېښې عاملین یې طالبان ښودلي، ویلي چې دا برید له افغانستانه نه دی شوی او د طالبانو له واکمنۍ سره هېڅ تړاو نه لري.
له دې وړاندې افغانستان انټرنېشنل ته يوه ويډيو رسیدلې وه، چې ښيي دغه بريد د حسن شاکر په نوم د يوه کس له خوا شوى، چې د افغان طالبانو غړى او د هلمند ولایت د موساکلا اصلي اوسېدونکى دى.
د طالبانو دغه غړي په دیره اسماعیل خان کې له برید مخکې یوې ثبت شوې ویډیو کې له خپلو خپلوانو غوښتي چې غمجن نه شي او "دوه رکعته د شکرانې لمونځ وکړي".