• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني ته د پاکستان وروستیو بریدونو کې د ښکېل ځانمرګي پیغام خپرېدل

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۴۲ GMT+۰

یوې امنیتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان وروستیو بریدونو کې ښکېل یوه ځانمرګي تر برید وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزیر په نوم یو غږیز پیغام لېږلی. په دې پیغام کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، د طالبانو غړی له افغانستانه بهر پر «جهاد» ټینګار کوي.

هغې امنیتي سرچینې چې دغه غږیز پیغام افغانستان انټرنشنل ته لیږلی وايي، دا غږ د طالبانو د یوه غړي دی چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې لاس لري.

له افغانستانه بهر د «جهاد» پراخول:

په دې غږیز پیغام کې د طالبانو غړی سراج الدین حقاني ته وايي، له حقاني سره یې د دې لپاره بیعت نه و کړی چې په کابل کې د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته به «جهاد» ودروي.

هغه ټینګار کوي چې له افغان طالبانو سره یې ځکه بیعت کړی و چې اسلامي نظام په هر ځای کې حاکم شي.

په دې غږیز پیغام کې سراج الدین حقاني ته د «خلیفه صاحب» په نوم اشاره شوې او ورته ویل شوي چې ته زموږ مشر یې او تر قیامته به زموږ مشر پاتې شې.

د طالبانو دغه غړی له سراج الدین حقاني او هغو کسانو ته چې د فدایي ملګرو په نوم یې یادوي، وايي: پاڅیږی او هغه دښمن په نښه کړی چې ستاسو په زړه یې تجاوز کړی دی.

نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر او د دغې ډلې له غړو وغوښتل چې پاڅیږی او د استشهادیانو صفونه مضبوط کړی.

طالبان معمولاً ځانمرګو بریدګرو ته "فدايي" او "شهید" وايي.

د سراج الدین حقاني له نږدې کسانو ګیله

په دې پیغام کې د طالبانو غړی د سراج الدین حقاني له نږدې کسانو د پیغامونو د نه پاملرنې او له هغه سره د ناوړه چلند له امله ګیله کوي.

هغه د "مهاجرو ملګرو" په نوم د کسانو یادونه کړې چې ښايي د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) غړي وي.

په دې غږیز پیغام کې ویل شوي: په طبیعي توګه، مهاجر ملګري په وړو خبرو خپه کیږي.

د طالبانو دې غړي له سراج الدین حقاني غوښتي دي چې «مهاجر ملګري» یې وساتي او که نه شي کولای له هغوی سره دې خدای پاماني وکړي.

طالبانو تر اوسه د دې غږیز پیغام د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.

د حقاني او ځانمرګو اړیکه:

د دې غږیز پیغام اصلي مخاطب سراج الدین حقاني په افغانستان کې د طالبانو اوسنی د کورنیو چارو وزیر او د پخواني افغان حکومت پر ضد د دغې ډلې د شل کلنې جګړې پر مهال د حقاني ډلې مشر و.

ښاغلی حقاني د طالبانو د ځانمرګو بریدونو د تشکیلاتو مسوول دی.

د هغه نوم په تیرو شلو کلونو کې د ځانمرګو د روزنې، د بریدونو په تجهیز او کولو کې د خپل رول له امله مشهور شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ۱۴۰۰ کال په کپ میاشت کې په کندهار ښار کې غونډې ته وویل، چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د دوی د ډلې حقاني شبکې غړو ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

په پاکستان کې د ناامنۍ پراختیا:

راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې د ناامنیو او خونړیو بریدونو کچه لوړه شوې ده.

اسلام اباد پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو او ځواکونو ته یې پوځي وسلې او پناه ځایونه ورکړي دي.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په خونړیو بریدونو کې د افغان طالبانو غړي لاس لري.

په وروستۍ پیښه کې، د روانې میاشتې د لیندۍ په ۲۱مه نیټه د خیبر پښتونخوا ایالت په ډیره اسماعیل خان کې لږ تر لږه ۲۳ پاکستاني پوځیان په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د دې پېښې مسووليت تحریک جهاد پاکستان پر غاړه اخیستی، چې ډېری یې د تحریک طالبان پاکستان یوه څانګه بولي.

له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د دغه برید د عاملینو د نیولو غوښتنه یې وکړه.

د طالبانو ویاند "ذبیح الله مجاهد" د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د پېښې عاملین یې طالبان ښودلي، ویلي چې دا برید له افغانستانه نه دی شوی او د طالبانو له واکمنۍ سره هېڅ تړاو نه لري.

له دې وړاندې افغانستان انټرنېشنل ته يوه ويډيو رسیدلې وه، چې ښيي دغه بريد د حسن شاکر په نوم د يوه کس له خوا شوى، چې د افغان طالبانو غړى او د هلمند ولایت د موساکلا اصلي اوسېدونکى دى.

د طالبانو دغه غړي په دیره اسماعیل خان کې له برید مخکې یوې ثبت شوې ویډیو کې له خپلو خپلوانو غوښتي چې غمجن نه شي او "دوه رکعته د شکرانې لمونځ وکړي".

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ملا یعقوب مجاهد: امریکا په افغانستان کې هیڅ بنسټیز کار نه دی کړی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وایي، «امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن حضور کې هیڅ کوم داسې بنسټیز کار نه دی کړی چې ګټې یې اوږدمهاله وي.» مولوي محمد یعقوب وايي، له لسیزو راهیسې ختیځوالو او لویدیځوالو هڅه کړې چې د افغانستان د خلکو ترمنځ «بې اتفاقي رامنځته کړي.»

نوموړي د کابل پوهنتون د محصلانو په فراغتغونډه کې زیاته کړه، چې ختیځوال او لویدیځوال هڅه کوي د افغانانو، بیا په ځانګړي توګه په علمي برخه کې د ځوانانو ذهنونه بدل کړي، بیلابیل افکار پکې وارد کړي او ټول سره وشیندي.

د هغه په خبره، ختیځوال او لویدیځوال غواړي خلکو ته دا وښیي چې ملا حکومت کولی نشي او د ملا یې په حکومت کولو څه.

ښاغلی مجاهد وایي،" که ملا، دیني عالم او طالب نه وي دا ټولنه نه جوړیږي او که ډاکټر، انجنیر او پیلوټ هم نه وي، دا هیواد نه جوړیږي."

د طالبانو د ملي دفاع سرپرست وزیر همداراز په نیوکې سره وویل، چې امریکا په افغانستان کې په خپلې شل کلنۍ حضور کې هیڅ کوم داسې بنسټیز کار نه دی کړی چې ګټې یې اوږدمهاله وي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج‌الدین حقاني هم په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان د داسې زبرځواکونو د «مستعمرې» لاندې شوی و چې نیمه پېړۍ افغانانو خپل فکر او وړتیا هم د نورو لپاره کاروله.

نوموړي سره له دې چې د کوم یوه مشخص هیواد نوم نه دی اخیستی، خو وایي چې دغو زبرځواکونو هیچا ته وطن ته د خدمت کولو اجازه نه ورکوله.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، سره له دې چې طالبان هره اونۍ له امریکا څخه زرګونه ډالره مرسته ترلاسه کوي خو بیا هم تل په دغه هیواد د لاسوهنې، په افغانستان کې د امریکایانو پر پروګرامو او شل کلن حضور نیوکې کوي.

ذبیح الله مجاهد: ملګري ملتونه دې د افغانستان څوکۍ را وسپاري او په رسمیت مو دې وپيژني

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۶ GMT+۰

ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته په غبرګون کې ویلي د افغانستان خلک د ملګرو ملتونو له سازمانه هیڅ تمه نه لري. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبه د افغانستان د وضیعت په اړه غونډه رابللې وه.

د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۳۰مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، نوموړي په دغه پیغام کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې«د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ دېراوسپارل شي او په رسمیت دې و پیژندل شو.»

د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کې د افغانستان لپاره د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د بشري حقونو وضیعت د اندېښنې وړ وباله.

خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو له لوري خپاره شوي پیغام کې ذبیح الله مجاهد ویلي چې«د خلکو او نظام په استازیتوب حق لري چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ور وسپارل شي او په رسمیت وپيژندل شي.»

نوموړی وايي، که داسې ونه شي «موږ بیا له دغه سازمانه د عدالت تمه نه لرو.»

نوموړی د خپلو خپرو په دوام وايي، «دغه سازمان د لویو قدرتونو په خوښه کار کوي او په بې پرې توګه نړیوالې قضیي نه حلوي.»

نوموړي په دغه پیغام کې ویلي چي، د ګڼو هیوادونو سره سیاسي جوړجاړی لري او د هغوی سره ښې سوداګریزې اړیکې پالي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د دریم ځل لپاره په دغه سازمان کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ ورکول ځنډولي دي.

شهرزاد اکبر: د طالبانو له ستنېدو وروسته مو د بشري حقونو د سرغړونو بېلګې مستندې کړې دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشرې په امنیت شورا کې وویل، د طالبانو له واکمنېدو وروسته توکمیز توپیر، بدني سزاګانې او د ښځو او نجونو پر ازادیو بندیزونه زیات شوي دي.

شهرزاد اکبر وویل، هغې او همکارانو یې د بشري حقونو د سرغړونو بېلګې مستندې کړې دي.

د ښځو د حقونو دغې فعالې زیاته کړه، چې د لږکیو، ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه د طالبانو «دروغژنې» ژمنې دي او دا «ټولو ته» ښکاره او ثابته خبره ده.

هغې په خپله وینا کې وویل، چې د افغانستان د بشري حقونو مرکز د طالبانو له لوري د بشري حقونو د سرغړونو لسګونه بېلګې په تېره بیا د خبریالانو سره تاوتریخوالي مستند کړي دي.

هغې د منیژه صدیقي او پریسا نومونه هم یاد کړل، چې طالبانو نیولې دي.

شهرزاد اکبر وویل، په د اسې حال کې چې د «روادارۍ» بنسټ او یوناما د طالبانو له‌خوا د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د خپلسرو نیونو او وژنو په اړه مستند راپورونه خپاره کړي؛ خو طالبانو تر دې مهاله د دغو جرمونو مجرمین نه نیولي او نه یې هم هغوی ته سزاوې ورکړې.

هغې دا رنګه وویل، چې طابانو د ولایتونو د عالمانو له شوراګانو څخه شیعه غړي لرې کړي دي.


د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشرې دا رنګه وویل، د پخواني جمهوري نظام بنسټونه لکه د وکیلانو او څارنوالانو او نورو متخصصینو ټولنې د طالبانو له‌خوا کمزورې کړاې شوې دي.

د ترکیې پولیسو ۸۵ تنه بې اسناده کډال نیولي چې ډیری یې افغانان دي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۸ GMT+۰

ترکي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له قوله ویلي، چې د دغه هېواد په «آغري» ښار کې ۸۲ افغان کډوال نیول شوي دي. د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو د چهار شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۹مه) ۸۵ تنه کډوال نیولي چې ډیری یې افغانان دي.

د ترکیي پولیسو ویلي دغه کډوال چې په نا قانونه لارو له اسنادو پرته ترکیې ته داخل شوي وو، د یو باروړونکي موټر د پلټنې پر مهال یې نیولي دي.

د پولیسو په خبره دغه کډوال یې تر پلټنو وروسته د آغري ښار د کدوالۍ ادارې ته سپارلي دي.

تېره اونۍ هم د ترکیې پولیسو ۶۴ هغه افغان کډوال په آغري او ساکاریا ښارونو کې نیولي وو، چې په دغه هیواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل.

ترکیې د روان میلادي کال له پیله تر دې مهاله له ۴ زره څخه ډیر افغان کډوال نیولي او افغانستان ته استولي دي.

سراج الدین حقاني: په افغانستان کې امنیت د روسیې او سیمې په ګټه دی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۴۱ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې، په افغانستان کې امنیت د روسیې او سیمې په ګټه دی. دواړو لوریو د ګډو اقتصادي او دوه اړخیزو اړېکو په پاللو ټینګار کړی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۳۰مه) د طالبانو کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني او د افغانستان لپاره د رویسې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د لیدنې په اړه خبر ورکړ.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د سراج الدین حقاني له قوله لیکل شوي چې په افغانستان کې امنیت د روسیې او ټولې سیمې په ګټه دی.

همدارنګه حقاني د افغانستان او روسیې اړیکې ښې بللې او د دواړو هیوادونو تر منځ د پلاوو د تګ راتګ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا یې ټینګار کړی.

په دغه خبرپاڼه کې د ضمیر کابلوف له قوله لیکل شوي چې، له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا غوښتنه کوي.

کابلوف ویلي چې د دغې ډلې دریځونو ته درناوی لري او ټینګار کوي چې ملګري ملتونه باید د طالبانو سره په تفاهم ګامونه واخلي.

که څه هم روسیې تر دې مهاله طالبان په رسمیت نه دي پيژندلي خو له دغې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت روسیې د طالبانو د مخالفو ډلو د ناستي کوربه توب هم کړی و.