• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد اشرف غني: زه له پاکستانه د غچ اخیستو مخالف نه یم خو باید منطقي غچ واخیستل شي

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۰تازه شوی: ۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۲ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۴۲ GMT+۰

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت ولسمشر محمد اشرف غني د "ژوند لار"د غږیزو پروګرامونو په دویمې خپرونې کې ویلي، چې له پاکستانه د غچ اخیستنې مخالف نه دی خو غچ باید منطقي واخیستل شي. نوموړي دا هم ویلي، چې د جمهوریت په لومړیو څوارلسو کلونو کې نېږدې یو میلیون هېکټاره ځمکه غصب شوې ده.

پخواني ولسمشر اشرف غني که څه هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي نوم وانه خیست؛ خو د هغه د واکمنۍ د څوارلسو کلونو په یادولو یې زیاته کړې ده، چې د افغانستان نفوسو ته په لیدو د افغانستان ځمکه کمه او له بله خوا د ځینو زوراکو له خوا د غصب شوې ځمکې دعوې به ستونزمن حالت وي.

هغه زیاته کړې، چې په لومړیو څورالسو کلونو کې په افغانستان کې لوی غصب شوی دی.

نوموړي پر افغانانو غږ کړی، چې جبري راستنېدونکو کډوالو ته دې خپله غېږ پرانیزي او له هغوی سره دې مرسته وکړي.

پخواني ولسمشر په افغانستان کې له فرهنګي او فکري اړخه د کډوالو ادغام ته په اشارې سره وویل، چې د جمهوریت له پیله د کډوالو راتګ یو شمېر فکري ټکرونه رامنځته کړل.

نوموړي وویل: "زه کټ مټ په کابل پوهنتون کې د دانشګاه او پوهنتون د کلیمو پر سر له جنجال سره مخ شوم او ما هغه وخت ورته وویل، چې دا د پوهې او علم ځای دی او یوازینی شی چې زه دلته نه وینم هغه پوهه ده، هسې یو ډنډ مو جوړ کړی دی".

هغه زیاته کړه، چې په کابل کې پوهنتون کې یې د دغو اصطلاحاتو پر سر جنجال له منځه یوړو؛ خو یو شمېر تلویزونونو په لوی لاس د افغانستان ملي اصطلاحات له منځه یوړول او سرچپه یې کړل.

پخواني ولسمشر وویل، چې پرته له دې چې افغانان یو بل ومني، بله لار نه لري او هڅه باید وشي چې د یو بل منلو ته غاړه کېښودل شي.

هغه وویل، چې په پاکستان کې له ګڼو کډوالو څخه د هغوی شتمنۍ پاتې کیږي او اړتیا ده، چې پر وړاندې یې یو منسجم ملي غږ رامنځته شي، چې له بده مرغه تر اوسه پورې دا غږ کمزوری دی.

د اوبو مدیریت

پخوانی ولسمشر وايي، چې په نړۍ کې چاپیریال په ډېر بېړني ډول په بدلون کې دی او هڅه باید وشي، چې د بندونو د جوړېدو لپاره راتلونکي زر کلونه په نظر کې ونیول شي او که چېرې په ډیزاین کې احتیاط ونه شي، ښايي ستونزې راولاړې کړي.

هغه وویل: "هر چېرې خلک وايي، چې د فلاني بند سروې داود خان مرحوم کړې وه، یا امریکایانو کړې، ما دا ټول وکتل، پرته له ابتدايي سروې بل هېڅ نه وو."

پخوانی ولسمشر د کونړ د بند په اړه وايي، چې باید د بند د ډیزاین او سروې په اړه دقیق فکر وشي او تر ټولو مهممه مساله د کابل بند د اوبو ده، چې باید مدیریت شي.

نوموړي وویل: "د کونړ سیند دوه برخې لري، اوبه هم راځي او هم موږ ته راځي، که نړۍوالې پېسې غواړئ هغه د دواړو هېوادونو موافقې ته اړتیا لرو، له همدې امله ما د کجکي بند لپاره له نړۍوالو پېسې وانه خیستې او په خپلو پېسو مې جوړ کړ".

هغه د ډاکتر ناکامورا کارونو ته په اشارې سره وویل، چې د اوبو د استفادې په برخه کې له برېښنا پرته د نوموړي ترسره شوې لارې چارې یوازینۍ لارې دي.

د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکو په استناد د هغې پوښتنې په ځواب کې چې له پاکستانه باید د کونړ بند په جوړېدو غچ واخیستل شي، محمد اشرف غني وویل، چې له پاکستانه که د غچ اخیستنې مساله وي، نو باید یو شمېر پوښتنو ته ځواب ورکړل شي او په دې پوی شو، چې له پاکستانه غچ اخیستل کومې پایلې لري.

هغه وویل: "زه له پاکستانه د غچ اخیستنې مخالف نه یم، خو غچ باید منطقي واخیستل شي، که غچ اخلو تاوان یې کډوالو ته رسیږي، ضرور ده چې موږ ټولې خواورې دقیقې ارزیابي کړو او ځان پیاوړی کړو".

نوموړي پر افغانانو غږ وکړ، چې ملي شتمنۍ وساتئ او پاکستان ته د افغانستان د ملي شتمنیو د قاچاق مخه ونیسئ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

هندوستان په افغانستان کې د یوه ټول شموله او انتخابي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۳ GMT+۰

هندوستان د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.‌ په ملګرو ملتونو کې د هندوستان دایمي‌استازي ویلي، چې د یوه ټول شموله او انتخابي حکومت جوړښت، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب د دې هېواد لپاره “بېړني لومړیتوبونه” دي.

روچیرا کمبوج د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د افغانستان د یوه مترقي ګاونډي او د دې هېواد د خلکو د ملګري او د یوه داسې هېواد په توګه چې افغانستان کې د سولې په تامین کې مستقیم رول لري، هندوستان لا هم د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن دی.

کمبوج وويل: "زموږ په بېړني لومړيتوبونو کې د افغانانو لپاره د بشري مرستو برابرول، د يوه ټول شموله او انتخابي حکومت جوړښت، د ترهګرۍ او نشه يي توکو له قاچاق سره مبارزه او د ښځو، ماشومانو او لږکيو د حقونو خوندیتوب شامل دي."

هندوستان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په کابل کې یې د یوه ریښتیني ټول شموله حکومت پر جوړېدو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې پر نه کارېدو یې ټینګار کړی دی.‌

د خوړو نړۍوال پروګرام: د بودیجې د کمښت له امله ۱۰ میلیونه افغانانو ته مرستې نه شو کولی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام سره له دې چې په یوه کال کې له ۱۸،۴ میلیونه افغانانو سره د خوراکي توکو د مرستو خبر ورکړ؛ خو وایي چې د بودیجې د کمښت له امله یې ۱۰ میلیونه کسان د خوراکي توکو د مرستو له بهیر څخه حذف کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام نن پنجشنبه (د لیندۍ ۳۰مه) پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د بودیجې د کمښت له امله زرګونه کسان د دې ادارې د مرستو له بهیر څخه بې برحې شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې په دې موده کې ۹،۳ میلیونه ښځې او ۱۰،۶ میلیونه ماشومان د دغه سازمان له مرستو برخمن شوي دي.

د دغې ادارې له خوا د خپرې شوې ویډیو له مخې؛ تېر کال ۱،۵ میلیونه زده کوونکو خوراکي توکي تر لاسه کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، چې په دې موده کې يې د پياوړتيا په برخه کې شپږ زره ښځو او شل زره او پنځه سوه بزګرانو مسلکي زده کړې تر لاسه کړي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د اقلیم د کړکیچ د اغیزو د کمولو او د خلکو د ځواکمنولو په موخه یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې څه باندې ۲۶۰ د اوبو کانالونه، ۳۰ کیلومتره محافظتي دیوالونه او ۲۲ زیرمې او واړه بندونه جوړ کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي؛ دغه مرستې د دغه سازمان د همکارانو په ملګرتیا سره د افغانستان له خلکو سره شوي او په کار ده چې داسې راتلونکی رامنځته شي، چې په افغانستان کې هېڅوک وږي نه وي.

د دغه سازمان یوه چارواکي په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و، چې که له افغانستان سره مرستې دوام ونه کړي، په افغانستان کې به د ښځو ځپل او قحطي نوره هم زیاته شي.

سراج الدین حقاني ته د پاکستان وروستیو بریدونو کې د ښکېل ځانمرګي پیغام خپرېدل

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۵ GMT+۰

یوې امنیتي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان وروستیو بریدونو کې ښکېل یوه ځانمرګي تر برید وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزیر په نوم یو غږیز پیغام لېږلی. په دې پیغام کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، د طالبانو غړی له افغانستانه بهر پر «جهاد» ټینګار کوي.

هغې امنیتي سرچینې چې دغه غږیز پیغام افغانستان انټرنشنل ته لیږلی وايي، دا غږ د طالبانو د یوه غړي دی چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې لاس لري.

له افغانستانه بهر د «جهاد» پراخول:

په دې غږیز پیغام کې د طالبانو غړی سراج الدین حقاني ته وايي، له حقاني سره یې د دې لپاره بیعت نه و کړی چې په کابل کې د اسلامي نظام له ټینګښت وروسته به «جهاد» ودروي.

هغه ټینګار کوي چې له افغان طالبانو سره یې ځکه بیعت کړی و چې اسلامي نظام په هر ځای کې حاکم شي.

په دې غږیز پیغام کې سراج الدین حقاني ته د «خلیفه صاحب» په نوم اشاره شوې او ورته ویل شوي چې ته زموږ مشر یې او تر قیامته به زموږ مشر پاتې شې.

د طالبانو دغه غړی له سراج الدین حقاني او هغو کسانو ته چې د فدایي ملګرو په نوم یې یادوي، وايي: پاڅیږی او هغه دښمن په نښه کړی چې ستاسو په زړه یې تجاوز کړی دی.

نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر او د دغې ډلې له غړو وغوښتل چې پاڅیږی او د استشهادیانو صفونه مضبوط کړی.

طالبان معمولاً ځانمرګو بریدګرو ته "فدايي" او "شهید" وايي.

د سراج الدین حقاني له نږدې کسانو ګیله

په دې پیغام کې د طالبانو غړی د سراج الدین حقاني له نږدې کسانو د پیغامونو د نه پاملرنې او له هغه سره د ناوړه چلند له امله ګیله کوي.

هغه د "مهاجرو ملګرو" په نوم د کسانو یادونه کړې چې ښايي د تحریک طالبان پاکستان (ټي، ټي، پي) غړي وي.

په دې غږیز پیغام کې ویل شوي: په طبیعي توګه، مهاجر ملګري په وړو خبرو خپه کیږي.

د طالبانو دې غړي له سراج الدین حقاني غوښتي دي چې «مهاجر ملګري» یې وساتي او که نه شي کولای له هغوی سره دې خدای پاماني وکړي.

طالبانو تر اوسه د دې غږیز پیغام د محتوا په اړه څه نه دي ویلي.

د حقاني او ځانمرګو اړیکه:

د دې غږیز پیغام اصلي مخاطب سراج الدین حقاني په افغانستان کې د طالبانو اوسنی د کورنیو چارو وزیر او د پخواني افغان حکومت پر ضد د دغې ډلې د شل کلنې جګړې پر مهال د حقاني ډلې مشر و.

ښاغلی حقاني د طالبانو د ځانمرګو بریدونو د تشکیلاتو مسوول دی.

د هغه نوم په تیرو شلو کلونو کې د ځانمرګو د روزنې، د بریدونو په تجهیز او کولو کې د خپل رول له امله مشهور شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ۱۴۰۰ کال په کپ میاشت کې په کندهار ښار کې غونډې ته وویل، چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې د دوی د ډلې حقاني شبکې غړو ۱۰۵۰ غړو ځانمرګي بریدونه کړي دي.

په پاکستان کې د ناامنۍ پراختیا:

راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې د ناامنیو او خونړیو بریدونو کچه لوړه شوې ده.

اسلام اباد پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرانو او ځواکونو ته یې پوځي وسلې او پناه ځایونه ورکړي دي.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په خونړیو بریدونو کې د افغان طالبانو غړي لاس لري.

په وروستۍ پیښه کې، د روانې میاشتې د لیندۍ په ۲۱مه نیټه د خیبر پښتونخوا ایالت په ډیره اسماعیل خان کې لږ تر لږه ۲۳ پاکستاني پوځیان په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.

د دې پېښې مسووليت تحریک جهاد پاکستان پر غاړه اخیستی، چې ډېری یې د تحریک طالبان پاکستان یوه څانګه بولي.

له برید وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د دغه برید د عاملینو د نیولو غوښتنه یې وکړه.

د طالبانو ویاند "ذبیح الله مجاهد" د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د پېښې عاملین یې طالبان ښودلي، ویلي چې دا برید له افغانستانه نه دی شوی او د طالبانو له واکمنۍ سره هېڅ تړاو نه لري.

له دې وړاندې افغانستان انټرنېشنل ته يوه ويډيو رسیدلې وه، چې ښيي دغه بريد د حسن شاکر په نوم د يوه کس له خوا شوى، چې د افغان طالبانو غړى او د هلمند ولایت د موساکلا اصلي اوسېدونکى دى.

د طالبانو دغه غړي په دیره اسماعیل خان کې له برید مخکې یوې ثبت شوې ویډیو کې له خپلو خپلوانو غوښتي چې غمجن نه شي او "دوه رکعته د شکرانې لمونځ وکړي".

ملا یعقوب مجاهد: امریکا په افغانستان کې هیڅ بنسټیز کار نه دی کړی

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وایي، «امریکا په افغانستان کې په خپل شل کلن حضور کې هیڅ کوم داسې بنسټیز کار نه دی کړی چې ګټې یې اوږدمهاله وي.» مولوي محمد یعقوب وايي، له لسیزو راهیسې ختیځوالو او لویدیځوالو هڅه کړې چې د افغانستان د خلکو ترمنځ «بې اتفاقي رامنځته کړي.»

نوموړي د کابل پوهنتون د محصلانو په فراغتغونډه کې زیاته کړه، چې ختیځوال او لویدیځوال هڅه کوي د افغانانو، بیا په ځانګړي توګه په علمي برخه کې د ځوانانو ذهنونه بدل کړي، بیلابیل افکار پکې وارد کړي او ټول سره وشیندي.

د هغه په خبره، ختیځوال او لویدیځوال غواړي خلکو ته دا وښیي چې ملا حکومت کولی نشي او د ملا یې په حکومت کولو څه.

ښاغلی مجاهد وایي،" که ملا، دیني عالم او طالب نه وي دا ټولنه نه جوړیږي او که ډاکټر، انجنیر او پیلوټ هم نه وي، دا هیواد نه جوړیږي."

د طالبانو د ملي دفاع سرپرست وزیر همداراز په نیوکې سره وویل، چې امریکا په افغانستان کې په خپلې شل کلنۍ حضور کې هیڅ کوم داسې بنسټیز کار نه دی کړی چې ګټې یې اوږدمهاله وي.

په دغه غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر، سراج‌الدین حقاني هم په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان د داسې زبرځواکونو د «مستعمرې» لاندې شوی و چې نیمه پېړۍ افغانانو خپل فکر او وړتیا هم د نورو لپاره کاروله.

نوموړي سره له دې چې د کوم یوه مشخص هیواد نوم نه دی اخیستی، خو وایي چې دغو زبرځواکونو هیچا ته وطن ته د خدمت کولو اجازه نه ورکوله.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، سره له دې چې طالبان هره اونۍ له امریکا څخه زرګونه ډالره مرسته ترلاسه کوي خو بیا هم تل په دغه هیواد د لاسوهنې، په افغانستان کې د امریکایانو پر پروګرامو او شل کلن حضور نیوکې کوي.

ذبیح الله مجاهد: ملګري ملتونه دې د افغانستان څوکۍ را وسپاري او په رسمیت مو دې وپيژني

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۲ - ۲۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۶ GMT+۰

ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته په غبرګون کې ویلي د افغانستان خلک د ملګرو ملتونو له سازمانه هیڅ تمه نه لري. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبه د افغانستان د وضیعت په اړه غونډه رابللې وه.

د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ په ۳۰مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، نوموړي په دغه پیغام کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې«د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ دېراوسپارل شي او په رسمیت دې و پیژندل شو.»

د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کې د افغانستان لپاره د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د بشري حقونو وضیعت د اندېښنې وړ وباله.

خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو له لوري خپاره شوي پیغام کې ذبیح الله مجاهد ویلي چې«د خلکو او نظام په استازیتوب حق لري چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ور وسپارل شي او په رسمیت وپيژندل شي.»

نوموړی وايي، که داسې ونه شي «موږ بیا له دغه سازمانه د عدالت تمه نه لرو.»

نوموړی د خپلو خپرو په دوام وايي، «دغه سازمان د لویو قدرتونو په خوښه کار کوي او په بې پرې توګه نړیوالې قضیي نه حلوي.»

نوموړي په دغه پیغام کې ویلي چي، د ګڼو هیوادونو سره سیاسي جوړجاړی لري او د هغوی سره ښې سوداګریزې اړیکې پالي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د دریم ځل لپاره په دغه سازمان کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ ورکول ځنډولي دي.