• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د یوناما پخواني مشر له خولې: جاپان مو له نړۍ سره د اړیکو په عادي کېدو کې مرسته کوي

۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۵ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي په کابل کې د جاپان له سفیر سره یو ځای د رییس الوزرا له مرستیال سره وکتل. طالبان وايي، تدامیچي یاماموتو ویلي چې «له اسلامي امارت سره عادي اړیکې د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او جاپان په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.»

په کابل کې د جاپان سفارت د دغې ناستې او له دغه لوړ پوړي طالب چارواکي سره په کتنه کې د دغه سازمان د سرمنشي د پخواني استازي د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

تدامیچي یاماموتو د پخواني ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی و. هغه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له پخوانیو او متقاعدو ډیپلوماټانو څخه دی.

ارګ د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې په دې کتنه کې د یوناما د پخواني مشر او په کابل کې د جاپان پر سفیر سربېره د جاپان د ساساکاوا سولې بنسټ استازي هم موجود و.

په دې کتنه کې حنفي په افغانستان کې د جاپاني فعال ډاکتر تیتڅو ناکامورا د کارونو او خدمتونو قدرداني هم وکړه. ناکامورا، یو جاپانی انسان دوستی و چې په افغانانو کې د خپلو بشردوستانه فعالیتونو له امله پیژندل کیږي، په ۲۰۱۸ کال کې په جلال اباد کې ووژل شو.

ښاغلي ناکامورا چې په افغانانو کې د «کاکا مراد» په نوم هم پیژندل کیږي، د افغانستان په ختیځ کې د کانال جوړولو او د اوبو رسولو پروژې د «اوبه، نه وسله» په شعار سره پلان کړې وې.

په دې کتنه کې د جاپان سفیر له افغانستان سره د جاپان د ۵۸ میلیونو ډالرو مرستې یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې دغه مرستې د خوراکي توکو او راستنیدونکو کډوالو ته ورکړل شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران له ملاتړه برخمن ابراهیم صدر: د طالبانو د نظام د بقا لپاره د امیر اطاعت مهم دی

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او د ایران له ملاتړه برخمن ابراهیم صدر د دې ډلې د امنیه قومندانانو په غونډه کې وویل، چې د طالبانو د رژیم د بقا لپاره باید "لا ډېرې قربانۍ" ورکړل شي.

صدر چې د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو ته له نېږدې کسانو څخه شمېرل کیږي، وویل چې د طالبانو د نظام د بقا لپاره، دوی باید د مولوي هبت الله په اطاعت کې "ثابت" وي.

ابراهیم صدر د طالبانو یو له مهمو امنیتي شخصیتونو څخه دی، چې په رسنیو کې ډېر کم راڅرګندیږي.

طالبانو د هغه عکس نه دی خپور کړی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني ريیس رحمت الله نبیل ابراهیم صدر او قیوم ذاکر د ایران د سپاه پاسداران له نېږدې کسانو څخه بللي دي.

د یکشنبې په ورځ صدر په ولایتونو کې د طالبانو له امنیه قومندانانو سره ویډیويي ناسته وکړه او هغه دا یوه "لویه لاسته راوړنه" وبلله چې د کورنیو چارو وزارت وکولی شول دغه ویډیويي ناسته ترسره کړي.

د سراج الدین حقاني لومړي مرستیال د نورو طالب چارواکو په څېر د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په بې مشروطه اطاعت ټینګار وکړ او دا یې یو "برکت" وباله.

هغه وویل، چې د طالبانو د رژیم د بقا لپاره د هبت الله د حکمونو پلي کول اړین دي.

ابراهیم صدر وویل: "موږ باید په هغه څه کې ثابت پاتې شو، چې د دې سیسټم او نظام لپاره مهم دي. د دې نظام د بقا لپاره یو له اړتیاوو څخه د امیر اطاعت دی، که د امیر اطاعت وشي، زموږ په ټولو کارونو کې به خیر او برکت وي."

تر دې وړاندې هم د طالبانو د مهمو څېرو لکه حقاني او ملا یعقوب او له هبت الله سره د نجونو د تعلیم د بندولو په اړه د پرېکړو په اړه د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي وو.

خو د حقاني په ګډون طالب چارواکو په پرله پسې ډول د دې ډلې د مشر پر اطاعت ټینګار کړی دی.

متقي: موږ د کډوالو د بېرته راستنېدو د اسانولو لپاره د اقتصادي پرمختګ په لټه کې یو

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وايي، چې له څلورو لسیزو اوږدو جګړو وروسته اوس د دوی موخه دا ده، چې د اقتصادي امکاناتو او د ژوند معیارونو په لوړولو سره افغان کډوالو ته د بېرته رابللو لپاره زمینه برابره کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ایران ته د خپل سفر پر مهال یو شمېر رسنیو ته ویلي،‌ چې د ۴۵ کلونو لپاره افغانستان له جګړو سره مخامخ و او له همدې امله ځینې افغانانو بهرنیو هېوادونو ته پناه وړې وه.

نوموړي وايي: "موږ په کلکه هڅه کوو< چې د ژوند شرایط ښه کړو، خپل اتباع وهڅوو چې په خپلواکه توګه بېرته افغانستان ته راستانه شي."

هغه د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو له کډوالو د ملاتړ له امله ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دوی هڅه کوي چې افغان کډوال په باغزته توګه هېواد ته راستانه کړي.‌

متقي زیاته کړه: "موږ د هغو هېوادونو له سخاوت څخه ستاینه کوو، چې زموږ اتباعو ته پناه ورکوي. زموږ هدف دا دی چې خپل وطن ته د افغان کډوالو د تدریجي او باعزته راستنېدو لپاره لاره هواره کړو."

د رسمي شمېرو له مخې؛ اوسمهال شاوخوا پنځه میلیونه افغانان کډوال په ایران کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې د پاکستان موقت حکومت پرېکړه کړې، چې له دغه هېواده به افغان بې اسنادو کډوال وباسي، چې تر اوسه نېږدې نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته جبري راستانه شوي دي.

بل خوا ترکیه هم په دغه هېواد کې د غیر قانوني افغان کډوالو پر وړاندې کلک دریځ لري او ګڼ کډوال یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

ننګرهار کې د پوهنې ریاست د پخواني مامور شپږ کلن زوی تښتوونکو وژلی دی

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۶ GMT+۰

د ننګرهار د پوهنې ریاست د پخواني کارکوونکي انګار مومند زوی الیاس مومند چې نېږدې شپږ کاله عمر لري، درې ورځې وړاندې د تښتوونکو له خوا تښتول شوی و؛ نن یې جسد موندل شوی دی.

د انګار مومند د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې الیاس مومند په ننګرهار کې د تښتوونکو له خوا تښتول شوی و، چې وروسته له درېیو ورځو ورکېدو یې جسد موندل شوی دی.

نوموړي ویلي، چې غلو د الیاس مومند له کورنۍ پېسې غوښتې وې؛ خو د هغه له پلار انګار مومند سره په هغه اندازه پېسې نه وې او مخکې له دې چې د پېسو په اړه بیا خبرې وکړي، ماشوم تښتوونکو وژلی دی.

هغه وویل: " د ماشوم له پلار سره په دې وخت کې دومره پېسې نه وې او نه شته، ځکه د هغه یو پخوانی دولتي مامور و او ډېر عادي ژوند لري".

د نوموړي په خبره، چې تر دا مهاله د تښتوونکو په اړه هېڅ معلومات نه شته.

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ دا پېښه تایید کړې؛ خو د پېښې د نوعیت په اړه یې څه ونه ویل.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د تښتونې پېښې زیاتې شوي دي، له دې وړاندې هم دوه سوداګر د تښتوونکو له خوا تښتول شوي وو، همدا راز د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال هم په جلال باد ښار کې وژل شوی و.

انټلي ټایمز: سپاه پاسداران د اسراییلو د وژلو لپاره له افغان ځانمرګو بریدګرو کار اخلي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۲۸ GMT+۰

یوې اسراییلي رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې، چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک ۴۰۰یمه قطعه غواړي، چې په نورو هېوادونو کې د اسراییل پر اهدافو د بریدونو لپاره افغان ځانمرګي بریدګر استخدام کړي.

د اسرایيل حکومت تر دا مهاله د ایران له خوا د اسرایيلیانو د وژلو او تښتولو څو پلانونه شنډ کړي دي.

د یکشنبې په ورځ انټلي ټایمز د سپاه د افسرانو عکسونه، نومونه او د ټلیفون شمېرې خپرې کړي، چې په دې پلان کې دخیل دي.
د دغو اجنټانو څخه یو د علیرضا تاجک په نوم یو کس دی، چې د انټلي ټایمز په وینا؛ یو "ایرانی - افغان تبعه" دی، چې د قدس ځواک په ۴۰۰ یونټ کې کار کوي.

انټلي ټایمز وايي، چې هغه مخکې په جورجیا کې د یوه اسراییلي تبعه پر ضد په ناکامه ترهګریزه دسیسه کې لاس درلود.

اسراییلي رسنیو د ۱۴۰۱ کال په عقرب کې راپور ورکړی و، چې د قدس ځواک اجنټانو غوښتل چې یو اسراییلي سوداګر اتزیک موسی ووژني.

د دغو راپورونو له مخې؛ د ګرجستان امنیتي ځواکونو د یوه پاکستاني تبعه د چلند تر شک وروسته هغه نیولی او د هغه له کور څخه یې وسلې کشف کړې دي.

د دغه هېواد امنيتي ځواکونه هم په دې بريالي شوي، چې د دوو ايراني- ګرجستاني اتباع ونیسي، چې د دغو عملياتو لپاره يې د وسلو په برابرولو کې برخه لرله.

انټلي ټایمز وايي؛ حسین رحماني چې د ۴۰۰یمې قطعې بل غړی دی، د ماموریت لپاره د افغانانو په ګمارلو کې مهم رول لوبولی دی.

دغې رسنۍ د خپلو نورو اجنټانو حسین رهبان او حمید عبدالله نومونه هم روښانه کړي دي.

د قدس ځواک دغو دوو غړو له دې مخکې په جورجیا، تایلنډ او هند کې د اسراییلي اتباعو د وژلو او تښتولو په ماموریتونو کې لاس درلود.

په دې وروستیو کلونو کې ایران د نورو هېوادونو له اتباعو په تېره بیا د جنایتکارو ډلو له غړیو څخه په بهر کې د اسراییلو او ایراني اتباعو د وژلو او تښتولو لپاره استفاده کړې ده.

بدري مجازي فدایان، عمري مدافعان او اماراتي ابابیل د طالبانو د ټولنیزو رسنیو چلوونکې شبکې

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د طالبانو په لیکو کې یو شمېر بااعتباره سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې طالبانو په کابل کې د ټولنیزو رسنیو لپاره یو شمېر چلوونکي په دندو ګومارلي، چې په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په اړه تبلیغات او ضد تبلیغات وکړي.

په دغه راپور کې دوولس سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې په کابل کې په درېیو جلا ډلو کې د طالبانو په اړه د مثبتو تبلیغاتو د کولو، د منفي تبلیغاتو د مخنیوي او د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې د منفي غبرګون د ښودلو په موخه فیسبوک او ټویټر چلوونکي ګومارل شوي دي.

د سرچینو په خبره، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق ځانګړې او جلا ډلې لري، چې په ټولنیزو شبکو کې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي.

بدري مجازي فدایان

د ټولنیزو شبکو دا طالبي ډله د سراج الدین حقاني له خوا تمویلیږي، چې عمومي رهبري یې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر ورور انس حقاني کوي او اجراییوي چارې یې د طالبانو د کورنیو چارو پخوانی ویاند سعید خوستی کوي.

بدري مجازي فدایان په کابل کې درې دفترونه لري، چې لومړی او مرکزي دفتر یې په وزیر اکبر خان څوارلسم سړک کې موقعیت لري، دویم دفتر یې د کابل پوهنتون مخې ته او درېیم دفتر یې په احمد شاه بابا مېنه (ارزان قیمت) کې موقعیت لري.

د افغانستان انټرنشنل – پښتو سرچینې وايي، چې د بدري مجازي فدایانو په درېیو دفترونو کې نېږدې ۱۵۰ کسان په ۱۵ ډلو کې کار کوي، چې هره ډله یې ځانګړی نوم او دندې سرته رسوي.

سرچینه زیاتوي: “د کار ټول هدایات د سعید خوستي له خوا ورکول کیږي، هره ډله دوه دندې سرته رسوي، لومړۍ دنده دا چې د طالبانو په اړه باید مثبت تبلیغات وشي، کومې پروژې یا کارونه چې کیږي هغه باید انعکاس شي او دویم کار د ضد تبلیغاتو مخنیوی دی، د هرې ډلې شخص د طالبانو د مخالفانو شخصي اکاونټونه په نښه کوي او که چېرې د طالب په اړه څه لیکل کیږي نو دوی ورته منفي تبصرې لیکي.”

یاده سرچینه وايي، چې بدري مجازي فدایان په فیسبوک کې نېږدې پنځه سوه مستعار فیسبوک اکاونټونه، پاڼې او ګروپونه لري، چې له ټولو څخه په مختلفو چارو کې ګټه اخیستل کیږي، همداراز د ټویټر اته سوه په مختلفونو نومونو مستعار اکاونټونه هم لري، چې په مختلفو لارو د طالبانو مخالفان ځپي.

سرچینه وايي، چې د دې ډلې کار کوونکي له ۲۰ زره افغانیو نیولې تر ۱۱۰ زره افغانیو پورې میاشتیني امتیازات اخلي.

عمري مدافعان

دا ډله د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب اړوند ډله ده، چې د کابل په خوشحال خان مېنه، وزیر اکبر خان او شش درک کې دفترونه لري.

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي، چې عمري مدافعان نېږدې۱۰۰ کسان دي، چې د هر یو میاشتنی امتیاز له ۲۰ زره افغانیو نیولې تر ۷۰ زرو افغانیو رسیږي.

د معلوماتو پر بنسټ دا ډله هم د سراج الدین حقاني د فیسبوکي ډلې په ډول کار کوي، د ملایعقوب کوچنۍ ویډیوګانې جوړوي او تر ډېره هڅه کوي، چې نوموړی د افغانستان رهبر معرفي کړي.

د افغانستان انټرنشنل – پښتو سرچینه وايي، چې د عمري مدافعانو ډله تر ډېره د ملا یعقوب په اړه مثبت تبلیغات کوي او هڅه کیږي، چې ملا یعقوب ته د ورپېښو منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

سرچینه زیاتوي: “عمري مدافعان چې مشري یې د ملي تلویزون یو پخوانی ژورنالېست کوي، تر ډېره فرد محوره تبلیغات کوي او هغه اشخاص په نښه کوي، چې د ملا عمر او یا هم ملا یعقوب پسې منفي خبرې لیکي.”

د معلوماتو له مخې؛ د عمري مدافعانو ډله په کوچنیو ډلو ویشل شوې ده، چې هره ورځ د ورځینو موضوعاتو په اړه په ټولنیزو شبکو کې روایتونه ارزیابي کوي او بیا یې پر وړاندې تبلیغ او ضد تبلیغ کوي.

اماراتي ابابیل

د افغانستان اڼټرنشنل – سرچینه وايي، چې دا ډله د طالبانو د حکومتي ساختار یوه برخه ده، چې په رسمي ډول د استخباراتو د بودیجې څخه ورته امکانات ورکول کیږي.

سرچینه وايي، چې اماراتي ابابیل د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق له خوا په خپله رهبري کیږي او دا ډله د طالبانو سیاسي مخالفانو پسې هره ورځ څار کوي.

د سرچینې په خبره، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست د طالب مخالفانو د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو په اړه معلومات راټولوي، هغه چې په بهر کې مېشت دي د هغوی پر وړاندې منفي تبصرې کوي او د هېواد دننه اشخاص ګواښي.

دا سرچینه وايي، چې اماراتي ابابیل له ځانه سره یو شمېر پاکستاني قراردادي هېکران هم لري او هڅه کوي، چې د ځینو مهمو اشخاصو او مخالفانو د ټولنیزو شبکو اکاونټونه هېک کړي.

له میټا سره جنجال

خو بل خوا دا درې واړه ډلې له د اکاونټونو د بندېدو له ستونزې سره هم مخ دي. د فېسبوک کمپنۍ د سېنګاپور دفتر یوه کارکوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته دوی د افغانستان د مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي.

دغه سرچینه وايي، چې د طالبانو د مخابراتو له وزارت څخه یې په تېرو دوو کلونو کې له سلو زیات ایمیلونه او غوښتنې تر لاسه کړي چې د شا او خوا ۱۷ سوه اکاونټونو، پاڼو او ګروپونو د بیا فعالېدو او بندیز لرې کېدو وړاندیز یې کړی دی.

د سرچینې په خبره، اکثر فیسبوک اکاونټونه او پاڼې د ټولنیزو معیارونو په نظر کې د نه نیولو له امله محدودې شوې او یا هم له منځه تللې وې؛ خو د طالبانو د مخابراتو وزارت یې د بیا فعالیدو او محدودیت د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د مخابراتو په وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې دغه وزارت په بار – بار هڅه کړې، چې له فیسبوک سره اړیکه وکړي؛ خو هغوی نه منفي او نه هم مثبت ځواب ورکوي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او یا هغوی ته د نېږدې کسانو نظر هم را واخلو؛ خو له پرلپسې اړیکو نیولو ونه توانېدو.