په دغه راپور کې دوولس سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې په کابل کې په درېیو جلا ډلو کې د طالبانو په اړه د مثبتو تبلیغاتو د کولو، د منفي تبلیغاتو د مخنیوي او د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې د منفي غبرګون د ښودلو په موخه فیسبوک او ټویټر چلوونکي ګومارل شوي دي.
د سرچینو په خبره، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د دفاع وزیر ملا یعقوب او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق ځانګړې او جلا ډلې لري، چې په ټولنیزو شبکو کې په بېلابېلو نومونو فعالیت کوي.
بدري مجازي فدایان
د ټولنیزو شبکو دا طالبي ډله د سراج الدین حقاني له خوا تمویلیږي، چې عمومي رهبري یې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر ورور انس حقاني کوي او اجراییوي چارې یې د طالبانو د کورنیو چارو پخوانی ویاند سعید خوستی کوي.
بدري مجازي فدایان په کابل کې درې دفترونه لري، چې لومړی او مرکزي دفتر یې په وزیر اکبر خان څوارلسم سړک کې موقعیت لري، دویم دفتر یې د کابل پوهنتون مخې ته او درېیم دفتر یې په احمد شاه بابا مېنه (ارزان قیمت) کې موقعیت لري.
د افغانستان انټرنشنل – پښتو سرچینې وايي، چې د بدري مجازي فدایانو په درېیو دفترونو کې نېږدې ۱۵۰ کسان په ۱۵ ډلو کې کار کوي، چې هره ډله یې ځانګړی نوم او دندې سرته رسوي.
سرچینه زیاتوي: “د کار ټول هدایات د سعید خوستي له خوا ورکول کیږي، هره ډله دوه دندې سرته رسوي، لومړۍ دنده دا چې د طالبانو په اړه باید مثبت تبلیغات وشي، کومې پروژې یا کارونه چې کیږي هغه باید انعکاس شي او دویم کار د ضد تبلیغاتو مخنیوی دی، د هرې ډلې شخص د طالبانو د مخالفانو شخصي اکاونټونه په نښه کوي او که چېرې د طالب په اړه څه لیکل کیږي نو دوی ورته منفي تبصرې لیکي.”
یاده سرچینه وايي، چې بدري مجازي فدایان په فیسبوک کې نېږدې پنځه سوه مستعار فیسبوک اکاونټونه، پاڼې او ګروپونه لري، چې له ټولو څخه په مختلفو چارو کې ګټه اخیستل کیږي، همداراز د ټویټر اته سوه په مختلفونو نومونو مستعار اکاونټونه هم لري، چې په مختلفو لارو د طالبانو مخالفان ځپي.
سرچینه وايي، چې د دې ډلې کار کوونکي له ۲۰ زره افغانیو نیولې تر ۱۱۰ زره افغانیو پورې میاشتیني امتیازات اخلي.
عمري مدافعان
دا ډله د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب اړوند ډله ده، چې د کابل په خوشحال خان مېنه، وزیر اکبر خان او شش درک کې دفترونه لري.
افغانستان انټرنشنل – پښتو ته رسېدلي معلومات ښيي، چې عمري مدافعان نېږدې۱۰۰ کسان دي، چې د هر یو میاشتنی امتیاز له ۲۰ زره افغانیو نیولې تر ۷۰ زرو افغانیو رسیږي.
د معلوماتو پر بنسټ دا ډله هم د سراج الدین حقاني د فیسبوکي ډلې په ډول کار کوي، د ملایعقوب کوچنۍ ویډیوګانې جوړوي او تر ډېره هڅه کوي، چې نوموړی د افغانستان رهبر معرفي کړي.
د افغانستان انټرنشنل – پښتو سرچینه وايي، چې د عمري مدافعانو ډله تر ډېره د ملا یعقوب په اړه مثبت تبلیغات کوي او هڅه کیږي، چې ملا یعقوب ته د ورپېښو منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.
سرچینه زیاتوي: “عمري مدافعان چې مشري یې د ملي تلویزون یو پخوانی ژورنالېست کوي، تر ډېره فرد محوره تبلیغات کوي او هغه اشخاص په نښه کوي، چې د ملا عمر او یا هم ملا یعقوب پسې منفي خبرې لیکي.”
د معلوماتو له مخې؛ د عمري مدافعانو ډله په کوچنیو ډلو ویشل شوې ده، چې هره ورځ د ورځینو موضوعاتو په اړه په ټولنیزو شبکو کې روایتونه ارزیابي کوي او بیا یې پر وړاندې تبلیغ او ضد تبلیغ کوي.
اماراتي ابابیل
د افغانستان اڼټرنشنل – سرچینه وايي، چې دا ډله د طالبانو د حکومتي ساختار یوه برخه ده، چې په رسمي ډول د استخباراتو د بودیجې څخه ورته امکانات ورکول کیږي.
سرچینه وايي، چې اماراتي ابابیل د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق له خوا په خپله رهبري کیږي او دا ډله د طالبانو سیاسي مخالفانو پسې هره ورځ څار کوي.
د سرچینې په خبره، چې د طالبانو د استخباراتو ریاست د طالب مخالفانو د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو په اړه معلومات راټولوي، هغه چې په بهر کې مېشت دي د هغوی پر وړاندې منفي تبصرې کوي او د هېواد دننه اشخاص ګواښي.
دا سرچینه وايي، چې اماراتي ابابیل له ځانه سره یو شمېر پاکستاني قراردادي هېکران هم لري او هڅه کوي، چې د ځینو مهمو اشخاصو او مخالفانو د ټولنیزو شبکو اکاونټونه هېک کړي.
له میټا سره جنجال
خو بل خوا دا درې واړه ډلې له د اکاونټونو د بندېدو له ستونزې سره هم مخ دي. د فېسبوک کمپنۍ د سېنګاپور دفتر یوه کارکوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته دوی د افغانستان د مخابراتو وزارت سره اړیکې پرې کړې دي.
دغه سرچینه وايي، چې د طالبانو د مخابراتو له وزارت څخه یې په تېرو دوو کلونو کې له سلو زیات ایمیلونه او غوښتنې تر لاسه کړي چې د شا او خوا ۱۷ سوه اکاونټونو، پاڼو او ګروپونو د بیا فعالېدو او بندیز لرې کېدو وړاندیز یې کړی دی.
د سرچینې په خبره، اکثر فیسبوک اکاونټونه او پاڼې د ټولنیزو معیارونو په نظر کې د نه نیولو له امله محدودې شوې او یا هم له منځه تللې وې؛ خو د طالبانو د مخابراتو وزارت یې د بیا فعالیدو او محدودیت د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.
د طالبانو د مخابراتو په وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته تایید کړه، چې دغه وزارت په بار – بار هڅه کړې، چې له فیسبوک سره اړیکه وکړي؛ خو هغوی نه منفي او نه هم مثبت ځواب ورکوي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او یا هغوی ته د نېږدې کسانو نظر هم را واخلو؛ خو له پرلپسې اړیکو نیولو ونه توانېدو.