• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې پر شمال بمبار؛ فلسطینیان وايي په ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۶ تنه وژل شوي دي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د سیمې د اوسیدونکو او فلسطیني رسنیو په وینا؛ اسراییل د یکشنبې په شپه د غزې په شمال کې د جبالیا په سیمو بمباري کړې او د یکشنبې په سهار یې جګړه پیل کړې ده. د غزې روغتیايي چارواکو او اسراییلي پوځ دواړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو خبر ورکړی.

اسراییل وايي‌؛ د غزې په شمال کې یې نېږدې بشپړ عملیاتي واک ترلاسه کړی او دې ته چمتوالی نیسي چې په نورو سیمو کې د حماس پر وړاندې ځمکني عملیات پراخ کړي؛ خو د جبالیا سیمې اوسیدونکي وايي چې اسراییلي جنګي جیټونو ټوله شپه بمبار کړی او ټانکونو یې هم په پرلپسې توګه دغه سیمه په نښه کړې او د ښار ډېری سیمې یې نیولي دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۶ فلسطینیان وژل شوي او په دې سره د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۰ زره ۴۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

په لسگونو زره کسان ټپیان شوي دي او داسې ویل کیږي،چې ډېری جسدونه د ورانو شوو ودانیو لاندې بند پاتې دي. د غزې نېږدې ټول ۲.۳ میلیونه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې تېره ورځ یې نهه سرتیري وژل شوي او په دې سره یې د سرتېرو د تلفاتو شمېر ۱۵۵ ته رسیدلي دی.

د اکټوبر په اوومه په اسراییل کې د حماس د بریدونو په ځواب کې اسراییل په غزه ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي چې له نېږدې درېیو میاشتو راهیسې یې غزه په پراخه توګه ځپلې ده.‌ په دغه برید کې ۱۲۰۰ تنه اسراییلي او بهرني وکړي وژل شوي او ۲۴۰ تنه د حماس له خوا یرغمل شوي وو.

د اسراییل د ځمکني عملیاتو له پیل راهیسې دا په یو ورځ کې د وژل شویو سرتېرو تر ټولو لوړه شمېره ښودل شوې ده.

لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې ویلي: "په غزه کې له یوې سختې جګړې وروسته دا یو ستونزمن سهار دی. جګړې له موږ څخه ډېر دروند بدل اخلي؛ خو موږ د جګړې د دوام پرته بله چاره نه لرو."

سپینې ماڼۍ د شنبې په ورځ ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او نتنیاهو د اسراییلو د جنګ په اړه پر ټیلیفون خبرې کړي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، بایډن نتنیاهو سره په خبرو کې د برشي مرستو برابرونکو په ګډون د ملکي وګړو خوندیتوب جدي اړتیا بللې او ټینګار یې کړی، چې باید ملکي وګړو ته اجازه ورکړل شي چې په امنه توګه د جګړې له سیمو لرې شي.‌

سپینې ماڼۍ ویلي: "دواړه مشرانو د ټولو پاتې یرغملو د خلاصون پر اهمیت هم خبرې وکړې."

په دغو خبرو کې د نړۍوالو د پرلپسې غوښتنو سره د اوربند په اړه بحث نه دی شوی.‌

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د راتلونکو ټاکنو لپاره د ۱۷۵ کوندونو نوملړ خپور کړ

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د پاکستان ټاکنو کمېسون نن د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ګوندونو نوملړ ښيي، چې د دغه هېواد ټاکنو کې ۱۷۵ ګوندونه برخه اخلي. د دغو ګوندونو له نوملړ خپرېدو سره د دوی د مشرانو نومونه هم شته؛ خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د مشر ځای خالي دي.

دې ادارې د اګسټ پر اتمه د توشه خانې په قضیه کې عمران خان د پنځو کلونو لپاره له سیاست منع کړ.

که څه هم تحریک انصاف ګوند د ډسمبر پر دویمه ګوهر علي خان نوی مشر وګوماره؛ خو د ټاکنو کمېسون د ډسمبر پر ۲۲ دا ټاکنې بې باوره وبللې او له دې ګوند یې انتخابي نښه بېټ هم وګرځاوه.

د کمېسیون د دې پرېکړې له امله ګوهر علي خان د ګوند مشر نه دی.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې؛ د دغه هېواد ټولټاکنې د راتلونکي کال د فبرورۍ میاشتې پر اتمه کېږي.

پاکستانۍ رسنۍ: د پښتونخوا په اېبټ آباد کې د اور لګېدو له امله د یوې کورنۍ نهه تنه مړه شوي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د اېبټ آباد ولسوالۍ په ترهیړي کلي کې په یوه کور کې د برېښنا د شارټۍ له امله د اور لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ نهه تنه مړه شوي دي. په کوټه کې تر اور لګېدو وروسته د کوټې چت راپرېوتی او ټول بند پاتې کسان تر خاورو لاندې شوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دغه کور کې اور هغه مهال لګېدلی چې د برېښنا یوه ساکټ شارټي کړې او له اور لګېدو وروسته په یوې مور او اتو تنو ماشومانو یې د کوټې چت راپرېوتی چې له امله ټول مړه شوي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي سیمه ته د بیړنیو مرستو ډلې رسېدلې دي خو وايي د اور د ژورو ټپونو او د خارو له انبار لاندې د دغې کورنۍ غړي نه دي ژغورل شوي.

عیني شاهدان وايي، د اور د تېزو لمبو له امله کوټې اور اخیستی و او د چت راپرېوتو له امله هغوی تر خارو لاندې و چې ځینې یې له وړاندې مړه او ځینو له خارو او اېرو تر را ایستل کېدو وروسته ساه ورکړه.

په هندي کشمیر کې د پوځ په بندخونه کې د دریو ولسي وګړو له وژل کېدو وروسته خلکو لاریون کړی

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۲ GMT+۰

د پوځ په بندخونه کې د دریو کشمیریانو وژل کېدو د هند تر کنټرول لاندې د دغې سیمې د خلکو غوسه او اعتراضونه راپارولي دي. د اېسوشېیتیډ پرس په وینا، د دغو ولسي وګړو کورنۍ وايي، چې د وژل شویو کسانو په بدنونو یې د «سختو ربړونو» نښې لیدلې دي.

د کشمیر د پونچ ولسوالۍ اوسېدونکو د هند پوځ تورن کړی چې په یوه پوځي پنډغالي کې یې درې ولسي وګړي ربړولي دي.

د دغو کسانو مړي د سيمه ييزو پوليسو له لوري د هغوى کورنيو ته سپارل شوي دي.

ځايي خلک وايي، هندي پوځ تېره جمعه په پونچ ولسوالۍ کې نهه کسان نيولي دي. له دوی څخه یو تن چې بوډا و، خوشې شوی دی.

د دغو بندیانو کورنیو ویلي، چې پنځه تنه نور له سختو ځورولو او وهلو وروسته روغتون ته وړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو کسانو له نیول کېدو څو ساعته وروسته د هندي پوځ له خوا د هغوی د ربړولو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې؛ چې د خلکو غوسه یې راوپاروله.

اېسوشېیټیډ پریس راپور ورکړی چې هندي چارواکو د شنبې په ورځ په مجازي نړۍ کې د ویډیوګانو د لا خپرېدو او احتمالي اعتراضونو د مخنیوي لپاره انټرنیټي خدمتونه بند کړل.

خو د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اصلي سیمه سرینګر کې لاریونونه وشول.

د هند پوځ د شنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په پونچ سیمه کې یې د «دریو ملکي وګړو د وژل کیدو راپورونه» ترلاسه کړي دي. پوځ زياته کړې چې په دې اړه څېړنې کوي.

تر دې وړاندې هم په کشمیر کې د هندي پوځیانو له خوا د ولسي وګړو د ځورونې راپورونه ورکړل شوي دي.

د وسله والو ځواکونو د ځانګړو واکونو قانون د هند پوځ ته اجازه ورکوي چې د محکمې له ویرې پرته شکمن کسان وپلټي، بندیان یې کړي او آن ډزې پرې وکړي.

هند له اوږدې مودې راهیسې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کې د خپل واک ساتلو لپاره په لوی نظامي شتون تکیه کوي. وسله والې ډلې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په کشمیر کې د نوي ډیلي د حکومت پر ضد جنګیږي.

نوی ډیلی پر اسلام اباد تور لګوی چې په کشمیر کې د مسلمانو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. پاکستان دا ادعا رد کړې، خو ویلي یې دي چې د دوی مبارزه مشروع او د ازادۍ لپاره ده.

د پاکستان جماعت اسلامي مشر: د افغانستان او پاکستان د بې ثباتۍ په برخه کې امریکایان پړه دي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې امریکا په افغانستان کې د بې ثباتۍ او په پاکستان کې د ناامنیو په پراختیا تورنه کړه. سراج الحق زیاته کړه: «امریکا د سیمه ییزو ناورینونو اصلي رېښه ده او ځواکونه یې په هر ځای کې چې وي ستونزې رامنځته کوي.»

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د سې شنبې په ورځ د مرغومي په دویمه په اېکس پاڼه ليکلي، چې سراج الحق د ايران له سفير سره په ليدنه کې د غزې پر وضعيت او دوه اړخيزو مسايلو خبرې کړې دي.

د ایران رسمی خبری آژانس ایرنا خبر ورکړی دی چې رضا امیري مقدم هم په دغه کتنه کې وویل هغه هیوادونه چې له اسراییلو سره يې خپلې اړیکې عادي کړې، «باید په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.»

سراج الحق په کابل کې د طالبانو کلک ملاتړی دی.

پنټاګون: له ایرانه توغول شوې بې پیلوټه الوتکه د هند سمندر کې په یوه بار وړونکې بېړۍ لګېدلې

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۲۱ GMT+۰

پنټاګون وايي، د ایران له لوري توغول شوې بې پیلوټه الوتکې د هند په سمندر کې یوه بار وړونکې بېړۍ ویشتلې ده. په دغه برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی او په بیړۍ کې اور لګېدلی دی. دا د اسراییل او حماس تر منځ له جګړې وروسته لومړی ځل دی چې امریکا پر یوې بیړۍ د ایران د برید اعلان کوي.

دغه بیړۍ د جاپان اړوند وه چې د لایبریا بیرغ پرې لګېدلی و او د "کیم پلوټو" کیمیاوي توکي یې هم لیږدول.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر سوداګریزو بیړیو د ایران اووم برید دی.

د یمن اسلامي جمهوریت او ملګرو یې په غزه کې د اسراییلو پر عملیاتو پراخې نیوکې کړې دي.

د یمن حوثيیانو په وروستیو اونیو کې په سور سمندرګي کې سوداګریزې بیړۍ هم په نښه کړې دي.

ایراني چارواکو د هند په سمندر کې د بار وړونکې بیړۍ د برید په اړه څه نه دي ویلي.