• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون د راتلونکو ټاکنو لپاره د ۱۷۵ کوندونو نوملړ خپور کړ

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۰

د پاکستان ټاکنو کمېسون نن د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ګوندونو نوملړ ښيي، چې د دغه هېواد ټاکنو کې ۱۷۵ ګوندونه برخه اخلي. د دغو ګوندونو له نوملړ خپرېدو سره د دوی د مشرانو نومونه هم شته؛ خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د مشر ځای خالي دي.

دې ادارې د اګسټ پر اتمه د توشه خانې په قضیه کې عمران خان د پنځو کلونو لپاره له سیاست منع کړ.

که څه هم تحریک انصاف ګوند د ډسمبر پر دویمه ګوهر علي خان نوی مشر وګوماره؛ خو د ټاکنو کمېسون د ډسمبر پر ۲۲ دا ټاکنې بې باوره وبللې او له دې ګوند یې انتخابي نښه بېټ هم وګرځاوه.

د کمېسیون د دې پرېکړې له امله ګوهر علي خان د ګوند مشر نه دی.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له مخې؛ د دغه هېواد ټولټاکنې د راتلونکي کال د فبرورۍ میاشتې پر اتمه کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلت کوونکي: حکومت د پرلت والو غوښتنې نه مني، له دې وروسته کوټې ته پلی لاریون پیلوو

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۱۲ GMT+۰

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت لخوا دپاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۶۶ ورځې وشوې خو حکومت یې د غوښتنو په وړاندې بې ځوابه دی. پرلت وهونکي وايي، نور یې د صبر کاسه ډکه او ډير ژر به له چمن څخه د کوټې په لور پلي اعتراضي لاریونونه پیل کړي.

د چمن د پرلت غړی محمد عوض وايي: « اوس به موږ بل پړاو اعتراضونه پیلوو، ځکه حکومت مو د غوښتنو منلو پر وړاندې چوپ پاتې دی. موږ خپله ازادي اخلو ټول ملګري دې چتو شي چې بل پړاو اعتراضونه پیلو.»

دغه پرلت وهونکي وايي، د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه مني، پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړو ادارو غږ کوي چې د پاکستان حکومت دې خپلې پرېکړې بدلېدو ته اړ کړي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، په پرلت کې د ناستو اعتراض کوونکو زغم پای ته رسیدلی که د پاکستان حکومت یې غوښتنې و نه مني ښې پایلې به و نه لري، «موږ نور دا زرګونه کسان نه شو کنټرولولای خلک مو غواړي نور په داسې لاریونونو لاس پورې کړي چې ممکن بیا دولتي تاسیساتو او دولتي کسانو ته هم پکې زیان واوړي. خو مخکې تر دې چې داسې کوم څه پیښ شي، حکومت دې د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله کړي.»

پرلت وهونکي په اسلام اباد او دېره غازي خان کې د بلوڅانو له اعتراضونو ملاتړ هم اعلان کړ.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په سوېلي پښتونخوا او سپین بولدک کې د زرګونو وګړو اقتصاد زیانمن شوی.

د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې څه باندې دوه میاشتې وړاندې د چمن پرلت پیل شوی خو د افغانستان لوري ته په سپین بولدک کې د یادې پرېکړې په اړه د لاریون، اعتراض او پرلت په اړه طالبانو عامو خلکو ته اجازه نه ده ورکړې او نه یې هم پر دغه دروازه د پاکستان حکومت د‌ پرېکړې په اړه کوم غبرګون ښودلی.

پاکستانۍ رسنۍ: د پښتونخوا په اېبټ آباد کې د اور لګېدو له امله د یوې کورنۍ نهه تنه مړه شوي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۰۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د اېبټ آباد ولسوالۍ په ترهیړي کلي کې په یوه کور کې د برېښنا د شارټۍ له امله د اور لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ نهه تنه مړه شوي دي. په کوټه کې تر اور لګېدو وروسته د کوټې چت راپرېوتی او ټول بند پاتې کسان تر خاورو لاندې شوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دغه کور کې اور هغه مهال لګېدلی چې د برېښنا یوه ساکټ شارټي کړې او له اور لګېدو وروسته په یوې مور او اتو تنو ماشومانو یې د کوټې چت راپرېوتی چې له امله ټول مړه شوي.

سیمه ییزو چارواکو ویلي سیمه ته د بیړنیو مرستو ډلې رسېدلې دي خو وايي د اور د ژورو ټپونو او د خارو له انبار لاندې د دغې کورنۍ غړي نه دي ژغورل شوي.

عیني شاهدان وايي، د اور د تېزو لمبو له امله کوټې اور اخیستی و او د چت راپرېوتو له امله هغوی تر خارو لاندې و چې ځینې یې له وړاندې مړه او ځینو له خارو او اېرو تر را ایستل کېدو وروسته ساه ورکړه.

په هندي کشمیر کې د پوځ په بندخونه کې د دریو ولسي وګړو له وژل کېدو وروسته خلکو لاریون کړی

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۵:۱۲ GMT+۰

د پوځ په بندخونه کې د دریو کشمیریانو وژل کېدو د هند تر کنټرول لاندې د دغې سیمې د خلکو غوسه او اعتراضونه راپارولي دي. د اېسوشېیتیډ پرس په وینا، د دغو ولسي وګړو کورنۍ وايي، چې د وژل شویو کسانو په بدنونو یې د «سختو ربړونو» نښې لیدلې دي.

د کشمیر د پونچ ولسوالۍ اوسېدونکو د هند پوځ تورن کړی چې په یوه پوځي پنډغالي کې یې درې ولسي وګړي ربړولي دي.

د دغو کسانو مړي د سيمه ييزو پوليسو له لوري د هغوى کورنيو ته سپارل شوي دي.

ځايي خلک وايي، هندي پوځ تېره جمعه په پونچ ولسوالۍ کې نهه کسان نيولي دي. له دوی څخه یو تن چې بوډا و، خوشې شوی دی.

د دغو بندیانو کورنیو ویلي، چې پنځه تنه نور له سختو ځورولو او وهلو وروسته روغتون ته وړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دغو کسانو له نیول کېدو څو ساعته وروسته د هندي پوځ له خوا د هغوی د ربړولو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې؛ چې د خلکو غوسه یې راوپاروله.

اېسوشېیټیډ پریس راپور ورکړی چې هندي چارواکو د شنبې په ورځ په مجازي نړۍ کې د ویډیوګانو د لا خپرېدو او احتمالي اعتراضونو د مخنیوي لپاره انټرنیټي خدمتونه بند کړل.

خو د هند تر ولکې لاندې کشمیر په اصلي سیمه سرینګر کې لاریونونه وشول.

د هند پوځ د شنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په پونچ سیمه کې یې د «دریو ملکي وګړو د وژل کیدو راپورونه» ترلاسه کړي دي. پوځ زياته کړې چې په دې اړه څېړنې کوي.

تر دې وړاندې هم په کشمیر کې د هندي پوځیانو له خوا د ولسي وګړو د ځورونې راپورونه ورکړل شوي دي.

د وسله والو ځواکونو د ځانګړو واکونو قانون د هند پوځ ته اجازه ورکوي چې د محکمې له ویرې پرته شکمن کسان وپلټي، بندیان یې کړي او آن ډزې پرې وکړي.

هند له اوږدې مودې راهیسې تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کې د خپل واک ساتلو لپاره په لوی نظامي شتون تکیه کوي. وسله والې ډلې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په کشمیر کې د نوي ډیلي د حکومت پر ضد جنګیږي.

نوی ډیلی پر اسلام اباد تور لګوی چې په کشمیر کې د مسلمانو وسله والو ډلو ملاتړ کوي. پاکستان دا ادعا رد کړې، خو ویلي یې دي چې د دوی مبارزه مشروع او د ازادۍ لپاره ده.

د پاکستان جماعت اسلامي مشر: د افغانستان او پاکستان د بې ثباتۍ په برخه کې امریکایان پړه دي

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۱۹ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې امریکا په افغانستان کې د بې ثباتۍ او په پاکستان کې د ناامنیو په پراختیا تورنه کړه. سراج الحق زیاته کړه: «امریکا د سیمه ییزو ناورینونو اصلي رېښه ده او ځواکونه یې په هر ځای کې چې وي ستونزې رامنځته کوي.»

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د سې شنبې په ورځ د مرغومي په دویمه په اېکس پاڼه ليکلي، چې سراج الحق د ايران له سفير سره په ليدنه کې د غزې پر وضعيت او دوه اړخيزو مسايلو خبرې کړې دي.

د ایران رسمی خبری آژانس ایرنا خبر ورکړی دی چې رضا امیري مقدم هم په دغه کتنه کې وویل هغه هیوادونه چې له اسراییلو سره يې خپلې اړیکې عادي کړې، «باید په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.»

سراج الحق په کابل کې د طالبانو کلک ملاتړی دی.

پنټاګون: له ایرانه توغول شوې بې پیلوټه الوتکه د هند سمندر کې په یوه بار وړونکې بېړۍ لګېدلې

۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۴ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۲۱ GMT+۰

پنټاګون وايي، د ایران له لوري توغول شوې بې پیلوټه الوتکې د هند په سمندر کې یوه بار وړونکې بېړۍ ویشتلې ده. په دغه برید کې چا ته زیان نه دی اوښتی او په بیړۍ کې اور لګېدلی دی. دا د اسراییل او حماس تر منځ له جګړې وروسته لومړی ځل دی چې امریکا پر یوې بیړۍ د ایران د برید اعلان کوي.

دغه بیړۍ د جاپان اړوند وه چې د لایبریا بیرغ پرې لګېدلی و او د "کیم پلوټو" کیمیاوي توکي یې هم لیږدول.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر سوداګریزو بیړیو د ایران اووم برید دی.

د یمن اسلامي جمهوریت او ملګرو یې په غزه کې د اسراییلو پر عملیاتو پراخې نیوکې کړې دي.

د یمن حوثيیانو په وروستیو اونیو کې په سور سمندرګي کې سوداګریزې بیړۍ هم په نښه کړې دي.

ایراني چارواکو د هند په سمندر کې د بار وړونکې بیړۍ د برید په اړه څه نه دي ویلي.