د هند لوبډلې د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنو پر وړاندې پچه وګټله او لومړی توپ اچونه کوي

د افغانستان، هند او سویلي افریقا د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن د هند او افغانستان په لوبې پیل شوه. د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.





