ډاکټر ماه رنګ بلوڅ د دويم قسم مزاحمت باجراته بلوڅۍ ده چې اسلام اباد تهیې په مخ لاسونه راښکل او ټوله دنيا باندې یې واضحه کړه چې په پاکستان کې د ""مس پرسن"" يعنې بې درکه خلک که هرڅو په نامعلومه تيارو کې پراته دي يا یېمسخ لاشونه غورځول کيږي، خو ټولې دنيا ته دبلوڅ مظاهرينو پرلت او احتجاجي ويناوو دا خبره څرګنده کړه چې دلته هم قومونه هاغه شان محکوم دي،څنګه چې اسلام اباد د کشمير خوداراديت يادوي او څنګه چې د اسرايیل د ولکې دلاندې فلسطينيان مظلوم يادوي. څه عجيبه ده چې څوک د کشميريانو او فلسطينيانو لپاره ازادي غواړي په خپل هېواد کې قومونه محکوم ساتي.
مذهبيګوندونه هم دا ايمان نه تېروي چې ظالم ته ظالم او مظلوم ته مظلوم ووايي.
که څوک وایي او که نه خو نړيوالو امن خوښو او بشر دوستو ته دا هر څه دبلوڅو د پرلت سره څرګند شوو چې چېرته په يو وخت د ازادو او منصفانه ټولټاکنو او جمهوريت دعوې کيږي په داسې حالاتو کې بلوڅ د خپلو بې درکه خلکو په هکله په سياسي جمهوري انداز غوښتنه کوي چې زمونږ بې درکه خلک راولئ او عدالتونو کې یې ودروئ که څوک ترهګر وي نو عدالت دې سزا ورکړي چې مونږ د خپلو مړو قبرونه په خپل لاس جوړ کړو.
د بلوڅ مظاهرينو په پرلت کې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ نه یوازې د مزمت او مزاحمت فرق واضحه کړو بلکې شکلونه یې خلکو ته وښودل چې نن بلوڅ پارليماني مشرتابه او دلته سياسي انقلابي سيکولر قام پرست هم هغه تود ميدان ته نه راځي چې د محکوم قوميت غږ عملي کړي.
په يو موقع ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ويلي دي چې بلوڅ قوم بدبختي داده چې قوم یې بېدار دی خو مشرتابه نه لري، پښتنو سره مشرتابه شته خو قوم یې بېدار نه دی. دا خبره دمنلو نه ده د پاکستان ټول قومونه بغېر د پنجاب نه په هر دور کېځپل شوي،ځوريدلي دي، مشرتابه یې په اخره کېهغه مقتدره ادارو سره دخپلو قامي اهدافو دښمنانو سره په يو ټغر ناست او په يو ځای غاړه غټۍ غېږ په غېږ شوی دی.
يوازې د پنجاب قوم او مشرتابه د يو بل په اشارو پوهيږي، که دپنجاب مشر خپل قوم ته ووایي فوځ ستاسو دښمن، عدليه ستاسو خلاف فیصله ور کوي، نو پنجابيان وایي نه فوځ منم نه قانون عدليه او ادارې منم، چې کله ورته ووایي پنجاب رجمنټ زمونږ دی، عدليه مونږ سره انصاف کوي، نو پنجابيان بيا وایي پاک فوځ او عدليه زنده باد.
ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ته دې معلومه وي چې د حیدراباد ټريبونل د بهټو د حکومت جوړه شوې سياسي مقدمه وه چې جمهوريډکټيټر جوړه کړې وه او فوځيډکټيټر جنرال ضيا دغه مقدمه ختمه کړې وه نو بلوڅانو بنديوانو به پښتنو ته ويل.
مونږ خو د پاکستان د رياست د بغاوت په الزام کې راغلي يو تاسو په کوم الزام کې دا سزا تېروئ، نو پښتنو بنديوانو سره دا جواب نه وو دغه وجه وه چې بلوڅ او پښتون جدا شول، او اوس ټول پښتانه د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ جرات ته سلام او احترام لري، خو پښتون مشرتابه د ټولټاکنو د تيارۍ نه اوزګار نه دی چې اسلام اباد کې ورسره پرلت ووهي،خپل بلوڅ سرداران هم د اکبر بګتي د قتل او د خاموشه جنازې انجام ته ګوري.
خو------!!
د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ غږ او د اوښکو ډکو سترګو کې مزاحمتي رنګ د هغې د انقلابي پلار او ورور لاشونه هم راښکاره کړل او د بې درکه شوو بلوڅو انځورونو کی یې هم ساه واچوله چې د" مس پرسن" په دويمه معنا د استخباراتي شبکو جبر وهلي دي. دغه لاشونو د ډاکټرماه رنګ بلوڅ د مخ نه نقاب لرې کړو او غږ یې ورله په اسلام اباد خپور کړو.
په بل رنګ کې یې يو زوړ تاريخ هم تکرار کړو-چې د ګل بي بي په مشرۍ د فيرنګي استعمار خلاف بلوڅ مزاحمت کارو جنګ کړی دی د سختې مقابلې نه پس چې ګل بي بي دغه جنګ کې د جابر دښمن خلاف ماتې وخوړه، نو انګريز جنرال وغوښتل چې زه ګل بي بي سره ليدل غواړم هغه انګريز پخپل کتاب کښې اعتراف کړی دی چې زه کله ګل بي بي ته مخامخ شوم نو ما خپله فوځيټوپۍد هغې په احترام کې په دوو وجوهاتو د سر نه ښکته راکوزه کړه چې يو خو ما په ټول ژوند کې دومره ښکلې ښايسته ښځه ليدلې نه وه ما د هغې د ښايست په احترام کې ټوپۍ د سر نه ښکته کړه او بله دا چې ما دومره بهادره ښځه په وړومبني ځل وليده د هغې بهادرۍ ته مې سلام او احترام وکړ.
د ګل بي بي نه د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ پورې دا تاريخ ځان په داسې انداز تکراروي چې ګل بي بي د ماتې خوړلو باوجود د فيرنګي جنرال ټوپۍ ځانته راکوزه کړه او دا اوس ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ده چې که د اسلام اباد د انا ضد او غرور سر یې ځانته راټيټ نه کړ خو نقاب پوش مخ یې ورله ټولې دنيا ته ضرور وښود، چې دوی زمونږ خلک پورته کړي دي او اوس ورک دي.
ماه رنګ بلوڅ
په دې پرلت وهونکو کې داسې ميندې او پلاران دي چې هغوی خپل ورک بچي ژوندي غواړي داسې خويندې هم شته چې هغوی د ورکو وروڼو مخونو پسې ژاړي په سترګو کې یې اوښکې ختمې شوې دي او داسې پېغلې هم شته چې هغوی د خپلو چنغول زلمو په نوم د مودو مودو ناستې دی ځوانۍ پرې تيريږي.
د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهونکو د دوی د غوښتنو له نه منل کېدو وروسته د ډیسمبر وروستۍ ورځ په چمن ښار کې کار بندیز پیل کړ.
پرلت وهونکي وايي، د دوی په ملاتړ به د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ نیټه په ټول بلوچستان ایالت کې هم کار بندیز پیل شي.
د چمن د پرلت کوونکو ویاند وايي، کار بندیز یې د پاکستان د حکومت له لوري د دوی د غوښتنو نه منلو په غبرګون کې اعلان کړی.
نوموړی وايي، «د میلادي وروستۍ ورځ مو کاربندیز دی، یوازې به درملتون او د ډوډی پخولو کار ځایونو ته اجازه وي. موږ غواړو د دې اعتراض له لارې نړۍ ته وښیو چې پښتانه د خپل حق ترلاسه کولو لپاره په دومره سخت حالت کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.»
په چمن ښار کې د کاربندیز پر مهال په پرلت کې د دغه ښار زرګونه کسان راټول شوي او د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد شعارونه ورکوي.
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «که زموږ غوښتنې و نه منل شي، که د پاسپورټ پرېکړه وانه خیستل شي بیا موږ په دغه ښار کې هیڅ دولتي کارکوونکي ته د کار کولو اجازه نه ورکوو، او که موږ مجبوره شوو موږ به دلته مېشت پاکستاني نظامیان د دوی له دولتي ادارو څخه بیرون وباسو او د دې ټولو پيښو مسولیت به بیا د پاکستان د حکومت په غاړه وي.»
د پرلت د مرکزي کمیټې غړي وايي، سبا به د چمن تر څنګ د بلوچستان په مرکز کوټې ښار او د دغه ایالت په نورو ښارونو کې هم کار بندیز وشي.
دغه پرلت د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د ځايي اوسیدونکو او لغړي اتحاد له لوري۷۳ ورځې مخکې د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پیل شو چې، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ جبري شو.
په وزیرستان کې آزاد خبریال لال وزیر وايي، د اتمانزیو جرګې د دې تر څنګ په هغو وزیرستانیو فعالانو هم بندیزونه ولګول او جریمې يې کېښودې چې هغوی له پاکستاني حکومت سره اړیکې ساتلې.
هغه وايي، د اتمانزیو جرګې دغه کار د سیمې د ټولو وګړو د غوښتنې پر بنسټ کړی او ټول سیمه وال یې ملاتړ کوي: «دغې جرګې په لومړې قدم کې له حکومت سره په هر ډول تګ راتګ باندې پابندې ولګوله، او دا پرېکړه یې وکړه چې کوم کس د حکومتي چارواکي سره وګوري نو د هغه کور به ورانيږي او پنځه لکه پاکستانۍ کلداره به جریمه کیږي.»
د سرچینو په وینا د تېر يوه کال په لړ کې دغې جرګې له حکومت سره د اړیکو په تور د یو شمېر سیمه ییزو سیاسي فعالانو او ځايي خبریالانو کورنه سوځولي او ړنګ کړي، او دوی یې له سیمې په زور کډې کولو ته اړ کړي.
ويل کیږي تازه د اتمانزیو جرګې د روانې ډیسمبر میاشتې له ۲۰مې نیټې څخه شمالي وزیرستان ته ټولې ورغلې لارې تړلې دي او هیڅوک نه پریږدي چې دغې سیمې ته ورشي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغې جرګې په وزیرستان کې د پولیو په واکسین کولو هم بندیز لګولی او اجازه نه ورکوي چې د واکسین ډلې یې سیمې ته ورشي.
ویل کیږي له حکومت چارواکو سره له خبرو اترو وروسته دغې جرګې ته ويل شوي چې پاکستانی حکومت به یې غوښتنې مني او جرګه به ټولې تړل شوې لارې خلاصوي، خو د پولیو واکسین به بیا هم بند وي.
د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي، او تر دې مخکې هم په قبایلي سیمو کې د حکومتي چارواکو له لوري د ورته ګامونو په اړه حکومتي سرچینو معلومات نه دي ورکړي.