• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوڅ پرلت غوښتنې چې د بنګالیانو د غوښتنو یاد یې تازه کړ

نورالبشر نوید

نورالبشر نوید

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۸ GMT+۰تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د پاکستان په سياست کې پرلتونه اوس د امروزه ژوند يوه حصه ګرځېدلې ده. بل خوا د چارواکو غوږونه درانه دي، سترګې یې د ړندو دي. نه څه ويني، نه څه اوري، نه ځواب ورکوي.

لکه يوه سړي چې په زوره زوره خبرې کولې نو اورېدونکي ورته وویل، زما او ستا ګزران نه کيږي، زه په غوږونو دروند يم او ستا مرۍ بوغه ده.

په کوټه چمن کې پرلت او د مظاهرينو اوازونه اسلام اباد ناورې، ورپسې د بلوڅانو مېندې، خوېندې، وروڼه، پلرونه اوځوانان د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ په مشرتابه کې خواله راغلل چې په لاسونو کې یې د کلونو کلونو بې درکه خلکو انځورونه وو او شپږ نکاتي غوښتنې یې پېش کړې.

دوی غواړي، چې د ملګرو ملتونو کمېټې ته دې اجازه ور کړل شي بلوچستان کې د بې قانونه وژنو پلټنې وکړي، دغه صوبه کې د ترهګرۍ ضد ادارې چارې ودرول شي. د پرلت د غړو ورک کسان دې خوشي شي، د ترهګرۍ ضد ادارې وژلي کسان دې بې ګنا وبلل شي. د بالاچ بلوچ وژونکو ته دې سزا ور کړل شي عاملان یې باید محاکمه شي او بلوڅانو ته انصاف ور کړل شي.

دې شپږو خبرو له پاکستان د بنګله دېش د خپلواکي اخیستونکي شېخ مجيب د شپږو نکاتو زوړ تاريخ تکرار کړ، په ډېرو حوالو د بلوڅو او بنګاليانو قدرونه مشترکه دي، چې د اسلام اباد د سول او فوځی بيورارکسۍ د سختې رویې څرګندونه کوي.

اوس د ۱۶ دسمبر ۱۹۷۱ سانحه دومره پخوانۍ شوه چې پاکستان پکې دوه ځله زوړ او دوه ځله نوی شو خو نوی او زوړ دواړه يو شان دی ځکه چې بغېر د پنجاب نهنور قومونه سند بلوڅی او پښتون پکې ځانته محکوم قومونه وایي.

له دغو محکوم قومونو څخه بلوڅ هغه قوم دی چې مزمت سره سره دوه قسمه مزاحمتونه کوي.

يو وسله وال مزاحمت دی، دويم زهني، فکري او د زړونو دننه په رګ رګ کې مزاحمتي احساس لکه د وينې ګرځي.

ډاکټر ماه رنګ بلوڅ د دويم قسم مزاحمت باجراته بلوڅۍ ده چې اسلام اباد تهیې په مخ لاسونه راښکل او ټوله دنيا باندې یې واضحه کړه چې په پاکستان کې د ""مس پرسن"" يعنې بې درکه خلک که هرڅو په نامعلومه تيارو کې پراته دي يا یېمسخ لاشونه غورځول کيږي، خو ټولې دنيا ته دبلوڅ مظاهرينو پرلت او احتجاجي ويناوو دا خبره څرګنده کړه چې دلته هم قومونه هاغه شان محکوم دي،څنګه چې اسلام اباد د کشمير خوداراديت يادوي او څنګه چې د اسرايیل د ولکې دلاندې فلسطينيان مظلوم يادوي. څه عجيبه ده چې څوک د کشميريانو او فلسطينيانو لپاره ازادي غواړي په خپل هېواد کې قومونه محکوم ساتي.

مذهبيګوندونه هم دا ايمان نه تېروي چې ظالم ته ظالم او مظلوم ته مظلوم ووايي.

که څوک وایي او که نه خو نړيوالو امن خوښو او بشر دوستو ته دا هر څه دبلوڅو د پرلت سره څرګند شوو چې چېرته په يو وخت د ازادو او منصفانه ټولټاکنو او جمهوريت دعوې کيږي په داسې حالاتو کې بلوڅ د خپلو بې درکه خلکو په هکله په سياسي جمهوري انداز غوښتنه کوي چې زمونږ بې درکه خلک راولئ او عدالتونو کې یې ودروئ که څوک ترهګر وي نو عدالت دې سزا ورکړي چې مونږ د خپلو مړو قبرونه په خپل لاس جوړ کړو.

د بلوڅ مظاهرينو په پرلت کې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ نه یوازې د مزمت او مزاحمت فرق واضحه کړو بلکې شکلونه یې خلکو ته وښودل چې نن بلوڅ پارليماني مشرتابه او دلته سياسي انقلابي سيکولر قام پرست هم هغه تود ميدان ته نه راځي چې د محکوم قوميت غږ عملي کړي.

په يو موقع ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ويلي دي چې بلوڅ قوم بدبختي داده چې قوم یې بېدار دی خو مشرتابه نه لري، پښتنو سره مشرتابه شته خو قوم یې بېدار نه دی. دا خبره دمنلو نه ده د پاکستان ټول قومونه بغېر د پنجاب نه په هر دور کېځپل شوي،ځوريدلي دي، مشرتابه یې په اخره کېهغه مقتدره ادارو سره دخپلو قامي اهدافو دښمنانو سره په يو ټغر ناست او په يو ځای غاړه غټۍ غېږ په غېږ شوی دی.

يوازې د پنجاب قوم او مشرتابه د يو بل په اشارو پوهيږي، که دپنجاب مشر خپل قوم ته ووایي فوځ ستاسو دښمن، عدليه ستاسو خلاف فیصله ور کوي، نو پنجابيان وایي نه فوځ منم نه قانون عدليه او ادارې منم، چې کله ورته ووایي پنجاب رجمنټ زمونږ دی، عدليه مونږ سره انصاف کوي، نو پنجابيان بيا وایي پاک فوځ او عدليه زنده باد.

ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ته دې معلومه وي چې د حیدراباد ټريبونل د بهټو د حکومت جوړه شوې سياسي مقدمه وه چې جمهوريډکټيټر جوړه کړې وه او فوځيډکټيټر جنرال ضيا دغه مقدمه ختمه کړې وه نو بلوڅانو بنديوانو به پښتنو ته ويل.

مونږ خو د پاکستان د رياست د بغاوت په الزام کې راغلي يو تاسو په کوم الزام کې دا سزا تېروئ، نو پښتنو بنديوانو سره دا جواب نه وو دغه وجه وه چې بلوڅ او پښتون جدا شول، او اوس ټول پښتانه د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ جرات ته سلام او احترام لري، خو پښتون مشرتابه د ټولټاکنو د تيارۍ نه اوزګار نه دی چې اسلام اباد کې ورسره پرلت ووهي،خپل بلوڅ سرداران هم د اکبر بګتي د قتل او د خاموشه جنازې انجام ته ګوري.

خو------!!

د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ غږ او د اوښکو ډکو سترګو کې مزاحمتي رنګ د هغې د انقلابي پلار او ورور لاشونه هم راښکاره کړل او د بې درکه شوو بلوڅو انځورونو کی یې هم ساه واچوله چې د" مس پرسن" په دويمه معنا د استخباراتي شبکو جبر وهلي دي. دغه لاشونو د ډاکټرماه رنګ بلوڅ د مخ نه نقاب لرې کړو او غږ یې ورله په اسلام اباد خپور کړو.

په بل رنګ کې یې يو زوړ تاريخ هم تکرار کړو-چې د ګل بي بي په مشرۍ د فيرنګي استعمار خلاف بلوڅ مزاحمت کارو جنګ کړی دی د سختې مقابلې نه پس چې ګل بي بي دغه جنګ کې د جابر دښمن خلاف ماتې وخوړه، نو انګريز جنرال وغوښتل چې زه ګل بي بي سره ليدل غواړم هغه انګريز پخپل کتاب کښې اعتراف کړی دی چې زه کله ګل بي بي ته مخامخ شوم نو ما خپله فوځيټوپۍد هغې په احترام کې په دوو وجوهاتو د سر نه ښکته راکوزه کړه چې يو خو ما په ټول ژوند کې دومره ښکلې ښايسته ښځه ليدلې نه وه ما د هغې د ښايست په احترام کې ټوپۍ د سر نه ښکته کړه او بله دا چې ما دومره بهادره ښځه په وړومبني ځل وليده د هغې بهادرۍ ته مې سلام او احترام وکړ.

د ګل بي بي نه د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ پورې دا تاريخ ځان په داسې انداز تکراروي چې ګل بي بي د ماتې خوړلو باوجود د فيرنګي جنرال ټوپۍ ځانته راکوزه کړه او دا اوس ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ده چې که د اسلام اباد د انا ضد او غرور سر یې ځانته راټيټ نه کړ خو نقاب پوش مخ یې ورله ټولې دنيا ته ضرور وښود، چې دوی زمونږ خلک پورته کړي دي او اوس ورک دي.

ماه رنګ بلوڅ
100%
ماه رنګ بلوڅ

په دې پرلت وهونکو کې داسې ميندې او پلاران دي چې هغوی خپل ورک بچي ژوندي غواړي داسې خويندې هم شته چې هغوی د ورکو وروڼو مخونو پسې ژاړي په سترګو کې یې اوښکې ختمې شوې دي او داسې پېغلې هم شته چې هغوی د خپلو چنغول زلمو په نوم د مودو مودو ناستې دی ځوانۍ پرې تيريږي.

ماتهد دې خبرې سره د الجزاير د انقلابی جينۍ جميله الجزايرۍ يو عدالتي بيان راياد شو چې د پوليس د انټاروګيشن په دوران کې د جسمانی ريمانډ په وخت د هغې په نازک حساس ځای بوتل داخل کړی شوی وو- جميله الجزايري عدالت ته وویل

زمونږ په قبيله کې دا رسم دی په سبا د واده زلمی خپلو ملګرو ته هغه رومال ښيي چې د واده د شپې وينه پرې ښکاري

جج صېب زما د ژوند ملګری به خپلو ملګرو ته زما د پېغلتوب څه نخښه ښيي؟

زه د عدالت نه تپوس کوم- ايا زه اوس هم پېغله يم؟

ماته د بلوڅو د پېغلو په سترګو کې هم د جميله الجزايرۍ پوښتنه وښکارېده.

ای نړيوالو بشر دوسته خلقو!!

ای دامن علمبردارانو!!

ای د انساني حقونو دعوه ګيرو!!

ای د مذهب لويو لويو استازانو!!

تاسو به په اسلامي جمهوريه پاکستان کې د ډاکټر ماه رنګ بلوڅ د شپږو نکتو غوښتنو کې د ټول محکوم بلوڅ انساني قامي اخلاقي جمهوري سوالونو ته څه جواب وايئ؟؟!!

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلت کوونکي: په ټول چمن ښار کې مو له نن څخه کار بندیز پیل کړ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۱ GMT+۰

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې پرلت وهونکو د دوی د غوښتنو له نه منل کېدو وروسته د ډیسمبر وروستۍ ورځ په چمن ښار کې کار بندیز پیل کړ.

پرلت وهونکي وايي، د دوی په ملاتړ به د ۲۰۲۴ کال د لومړۍ میاشتې په لومړۍ نیټه په ټول بلوچستان ایالت کې هم کار بندیز پیل شي.

د چمن د پرلت کوونکو ویاند وايي، کار بندیز یې د پاکستان د حکومت له لوري د دوی د غوښتنو نه منلو په غبرګون کې اعلان کړی.

100%

نوموړی وايي، «د میلادي وروستۍ ورځ مو کاربندیز دی، یوازې به درملتون او د ډوډی پخولو کار ځایونو ته اجازه وي. موږ غواړو د دې اعتراض له لارې نړۍ ته وښیو چې پښتانه د خپل حق ترلاسه کولو لپاره په دومره سخت حالت کې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.»

په چمن ښار کې د کاربندیز پر مهال په پرلت کې د دغه ښار زرګونه کسان راټول شوي او د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پاکستان د یادې پرېکړې پر ضد شعارونه ورکوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي: «که زموږ غوښتنې و نه منل شي، که د پاسپورټ پرېکړه وانه خیستل شي بیا موږ په دغه ښار کې هیڅ دولتي کارکوونکي ته د کار کولو اجازه نه ورکوو، او که موږ مجبوره شوو موږ به دلته مېشت پاکستاني نظامیان د دوی له دولتي ادارو څخه بیرون وباسو او د دې ټولو پيښو مسولیت به بیا د پاکستان د حکومت په غاړه وي.»

د پرلت د مرکزي کمیټې غړي وايي، سبا به د چمن تر څنګ د بلوچستان په مرکز کوټې ښار او د دغه ایالت په نورو ښارونو کې هم کار بندیز وشي.

دغه پرلت د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د ځايي اوسیدونکو او لغړي اتحاد له لوري۷۳ ورځې مخکې د پاکستان حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې پیل شو چې، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ جبري شو.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۳ کال کې مو کارکونکي او همکاران له دوو بیړنيو حالاتو سره مخ شول

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۵۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشرۍ دفتر وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د دغه دفتر کارکونکي او همکاران د هرات د زلزلې او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ییزې راستنېدنې له امله له بیړنیو حالاتو سره مخ وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ۲۰۲۳ کال په ورستی ورځ پر خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې په دغه کال کې یې کارکونکي او همکاران له بیړنیو حالاتو سره مخ وو.

د دوی په خبره د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې ویجاړونکو زلزلو د هرات ولایت زرګونو اوسېدونکو ته مرګژوبله اړولې او دوی یې په بېساري ډول زیامن کړي. د دوی په خبره د زلزلې له لومړۍ ورځې تر دې مهاله لا هم په سیمه کې د زلزلې واړه ټکانونه کیږي او زلزله ځپلو ته د ژغورنې په مرستو چمتو کولو بوخت دي.

په فغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ دفتر وايي، د هرات د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسېدو پر وخت، همهاله د پاکستان حکومت له دغه هیواده د ټولو بهرنیو اتباعو د اېستلو خبر ورکړ او بیا په همدې مهال ایران هم د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پیل کړه.

یاد دفتر ويلي د زلزله ځپلو تر څنګ د راستانه شویو کډوالو لپاره یې د «د ښوونځیو او کلنیکونو جوړولو، د دوامداره بیا یو ځای کېدو د ملاتړ تر څنګ په تولنه کې د یو بل منلو کلتور په رامنځته کولو او د نورو بې ځایه کېدو مخه نیسي.»

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د افغانستان لپاره د حکومتونو، بنسټونو، خصوصي بسپنه ورکونکو او د ډله ییز وجهي صندوق په ګډون د ټولو ملاتړو د مرستو ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې د تلې په ۱۵مه د خونړۍ زلزلې له امله د دغه ولايت زرګونو اوسېدونکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه ورسیدل.

او همدارنګه په تېرو دوه میاشتو کې څه د پاسه پنځه لکه افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه و اېستل شول چې د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې دا مهال د ژمي له سړې هوا او د سرپناه له نه شتون سره مخ دي.

سرچینې: د شمالي وزیرستان اتمانزیو جرګې دغې سیمې ته په هر ډول تګ راتګ بندیز لګولی دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۶:۱۵ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، یو کال وړاندې د شمالي وزیرستان د اتمانزیو قبیلې په یوه جرګه کې پرېکړه وکړه چې هیچاته د دغې سیمې د طبعیي زیرمو د کېندلو اجازه نه ورکوي. دوی دغه پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې په سیمه کې امنیت خراب شو او د ټولو طبعيي زېرمو واک د پاکستان حکومت په لاس کې واخيست.

په وزیرستان کې آزاد خبریال لال وزیر وايي، د اتمانزیو جرګې د دې تر څنګ په هغو وزیرستانیو فعالانو هم بندیزونه ولګول او جریمې يې کېښودې چې هغوی له پاکستاني حکومت سره اړیکې ساتلې.

هغه وايي، د اتمانزیو جرګې دغه کار د سیمې د ټولو وګړو د غوښتنې پر بنسټ کړی او ټول سیمه وال یې ملاتړ کوي: «دغې جرګې په لومړې قدم کې له حکومت سره په هر ډول تګ راتګ باندې پابندې ولګوله، او دا پرېکړه یې وکړه چې کوم کس د حکومتي چارواکي سره وګوري نو د هغه کور به ورانيږي او پنځه لکه پاکستانۍ کلداره به جریمه کیږي.»

د سرچینو په وینا د تېر يوه کال په لړ کې دغې جرګې له حکومت سره د اړیکو په تور د یو شمېر سیمه ییزو سیاسي فعالانو او ځايي خبریالانو کورنه سوځولي او ړنګ کړي، او دوی یې له سیمې په زور کډې کولو ته اړ کړي.

ويل کیږي تازه د اتمانزیو جرګې د روانې ډیسمبر میاشتې له ۲۰مې نیټې څخه شمالي وزیرستان ته ټولې ورغلې لارې تړلې دي او هیڅوک نه پریږدي چې دغې سیمې ته ورشي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دغې جرګې په وزیرستان کې د پولیو په واکسین کولو هم بندیز لګولی او اجازه نه ورکوي چې د واکسین ډلې یې سیمې ته ورشي.

ویل کیږي له حکومت چارواکو سره له خبرو اترو وروسته دغې جرګې ته ويل شوي چې پاکستانی حکومت به یې غوښتنې مني او جرګه به ټولې تړل شوې لارې خلاصوي، خو د پولیو واکسین به بیا هم بند وي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي، او تر دې مخکې هم په قبایلي سیمو کې د حکومتي چارواکو له لوري د ورته ګامونو په اړه حکومتي سرچینو معلومات نه دي ورکړي.

سرچينو په پېښور ښار کې د يوه پاکستاني نرښځي د وژل کېدو خبر ورکړ

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۱ GMT+۰

یو پاکستانی نرښځی چې دوه اونۍ وړاندې په پېښور ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی و، د شنبې په ورځ (دمرغومي ۹ مه) یې په روغتون کې ساه ورکړه. په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي پیښې زیاتې شوې دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، احمد چې په دویم نوم «وړه» ډېر یادېده، دوه اوونۍ وړاندې د مرمۍ لګېدو له امله ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی و.

پاکستاني امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د سه شنبې په ورځ (د مرغومي ۵ مه) په پېښور ښار کې یو افغان نرښځی هم د وسله والو له خوا ووژل شو.

سرچينو زياته کړې، چې احمد ١٤ ورځې وړاندې د پېښور په ارباب روډ سيمه کې د هغه کور ته څېرمه وسله والو په نښه کړى و. له برید وروسته دولتي روغتون ته لېږدول شوی او په کوما کې وو.

پاکستان یو کال کې په ۱۸ زرو عملیاتو کې د ۵۰۰ وسلوالو د وژلو او ۵ زره نورو د نیولو ادعا کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د پاکستان پوځ وايي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې په ټول هېواد ۱۸ زره ۷۳۶ پوځي عملیات کړي، چې پکې یې ۵۶۶ وسلوال وژلي‌ دي.‌ د پاکستان د پوځ د شمیرو له مخې، په دغه موده کې، د ۲۶۰ افسرانو او سرتېرو په ګډون تر زرو ډیرو کسانو په ترهګریزو بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پوځ وايي، په دې عملیاتو کې د وسلوالو دوه مشران هم وژل شوي او ۵ زره ۱۶۱ وسلوال نیول شوي دي.‌

پورځ د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار کړی دی.

د پوځ په وینا د استخباراتي ادارو د کار په پایله کې د یوې بلوڅ وسلوالې ډلې مهم قومندانان ګلزار امام شمبې او سرفراز بنګالزي له وسله والې مبارزې لاس اخیستی دی.

د پوخ په وینا یوازې په بلوچستان کې ۵ زره ۶۳ عملیات ترسره شوي چې ۱۰۹ اورپکي پکې وژل شوي‌ دي.‌

بلخوا پوځ پښتونخوا کې د ۱ زرو ۹۴۲ عملیاتو د کولو ادعا کړې او ویلي یې دي چې ۴۴۷ وسلوال په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په پنجاب صوبه کې یې ۱۹۰ پوځي عملیات، په ګلګلت-بالتیستان کې یې ۱۴ عملیات او په سند کې یې ۱ زرو ۹۸۷ عملیات کړي‌ چې په پایله کې یې لس وسلوال وژل شوي.