• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د زابل اوسېدونکې له وچکالۍ کړيږي؛ خو طالبان د اوبو د بندونو د ژر جوړېدو ژمنه کوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۰

د زابل یو شمېر اوسېدونکي او بزګران وايي، چې په دغه ولایت کې له سختو وچکالیو سره مخ دي. بل خوا په زابل کې د طالبانو د کلیو او پراختیا رییس وایي، چې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره به په ټولو ولسوالیو کې کوچني بندونه جوړ شي.

اقليمي بدلون د افغانستان د نورو سېمو ترڅنګ زابل هم ځپلی

د افغانستان د سوېلي ولایت زابل د نژدې ټولو لسواليو او ليرو پرتو سېمو اوسېدونکې شکایت کوي، چې سږ کال يې ځمکې او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي او دوی د وچکالۍ له کبله ان پاکو اوبو ته هم لاس رسۍ نلري.

ددې اوسېدونکو په خبره، چې کورنو ته د پاکو اوبو د راوړلو لپاره ډېري ليري ساحې ته تګ کوي او خورا په ستونزه کې دي.

زابل زراعتي ولایت دی، چې د ليرو سېمو د اوسېدونکو اقتصادي منبع يې کرهڼه او مالداري ده.

د ولسواليو کروندګر او باغ لرونکي وايي، چې د ځمکو د خړوبولو لپاره اوبه نلري او وېره لري، چې د اوچکالۍ له کبله به يې سږ کال د حاصلاتو عايد لږ وي.

« د ځمکو د خړوبولو لپاره مو تر ۳ زرو مترو پيپونه کارول او په لاره کې مو شمسي هنداري هم ايښي تر څو ځمکې اوبه کړو.»

د طالبانو تر واک لاندي باختر اژانس نن دوشنبه په يوه ويډيويې راپور کې ويلي، چې د زابل په ۹ ولسواليو کې به د اوبو کوچنې بندونه جوړ شي.

په زابل کې د طالبانو د کليو او پراختيا رييس حکمت الله رهبر وايي، چې د نژدې درېيو مياشتو په موده کې به ددې ولايت په ۹ ولسواليو کې د اوبو کوچني بندونه جوړ کړي.

د هغه په خبره، د اوبو د هر بند پر جوړېدو له ۳ څخه تر ۴ مېليونو افغانيو لګښت راځي.

زابل هر کال په زرګونه ټنه انځر او بادام توليدوي، چې ددې ولایت د اوسېدونکو د عايد اصلي سرچينه بلل کيږي.

ددې ولایت اوسېدونکي پر داسي مهال د ځمکو د خړوبولو او پاکو اوبو ته د نه لاس رسي په برخه کې شکایت کوي، چې د افغانستان په ډېرو سېمو کې ورته ستونزه موجوده ده.

افغانستان چې اوسمهال له سختو اقتصادي شرایطو سره هم مخ دی، د ډیریو مرستندویه نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې دغه هېواد به تر راتلونکو څو کلنو د ستر بشري ناورین شاهد وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي جانتن ټروټ تړون د روان کال لپاره هم وغځول شو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، چې جانتن ټروټ به د ۲۰۲۴ کال تر پایه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د روزونکې په توګه کار کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپلې فیسبوک پاڼه لیکي،‌ چې دغه بورډ د ۲۰۲۴ کال لپاره د ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي جانتن ټروټ تړون غځولی دی.

د کرېکټ بورد په وینا؛ د دغه روزونکي قرارداد د هغه د ښه فعاليت او د ملي لوبډلې د لاسته راوړنو د کچې لوړېدلو له امله غځول شوی دی.

ټروټ به د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دنده ترسره کوي.‌

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې دغه پخواني لوبغاړی تر دې وړاندې ویلي وو، چې د نوي تړون له شرایطو خوښ دی؛ خو غواړي د تړون تر لاسلیک کولو له مخه د خپل کاري ټیم د غړو غوراوی نهايي کړي.

ټروټ چې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د افغان ډلې د روزونکې دنده پر غاړه واخیسته. د نوموړي د دندې پر مهال افغان لوبډلې په هندوستان کې د اکټوبر او نومبر میاشتو په اوږدو کې د کرېکټ د نړۍوال جام د انګلستان، پاکستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته ماته ور کړه.

حامد کرزي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وروستي تصويب شوي پرېکړه لیک هرکلی وکړ

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۳۰ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي له شاوخوا يوې اونۍ ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وروستي تصويب شوي پرېکړه لیک هرکلی کړی. نوموړي په يوه پيغام کې له واکمنو طالبانو غوښتي، چې په نړۍوال نظام کې دې د افغانستان د نوم ساتلو لپاره هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه تصويب شوي پرېکړه لیک کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې.

د افغانستان مخکني ولسمشر نن دوشنبه د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د وروستي تصويب شوي پرېکړه لیک هرکلی کړی دی.

نوموړي دغه پرېکړه ليک د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ، ځمکنۍ پشپړتيا او ملي يوالي ته درناوی بللی.

کرزي دا د ملګرو ملتونو د سرمنشي خپلواکه پرېکړه بللي.

نوموړي لیکلي: «د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲۷۲۱ نمبر پرېکړه هرکلی کوو. په دې پرېکړه لیک او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خپلواکې ارزونې په راپور کې د ملي تفاهم او د خلکو د ارادې استازیتوب په هېواد کې د دایمي سولې او د ثبات ټینګښت ته لاره هواروي.»

هغه د ماشومانو، ښځو او نارينه لپاره د زده کړو فرصت هېواد او ټولنې ته د پرمختګ په معنا بللی دی.

حامد کرزي له خلکو او واکمنو طالبانو غوښتي، چې د سولې په نړۍوال نظام کې دې د افغانستان د نوم ساتلو لپاره هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د روسيې او چين له خوا په دوو ناتایید او ۱۳ موافقو رايو سره نوی پرېکړه لیک تصويب کړ.

په پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه غوښتل شوي، چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

ځانګړى استازى به له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او دغه راز په دغه هېواد کې د ښکېلو سياسي لوبغاړو د همغږي کولو مسووليت ولري.

د یادوني وړ ده، چې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرېکړه لیک ته افغان سياسيتوالو هم بېلا ـ بېل غبرګونونه ښودلي دي.

مدرسه جوړونه؛ طالبانو په پکتیکا ولایت کې یوه نوې دیني مدرسه پرانیسته

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې دغې ډلې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د «مخزن العلوم» په نوم یوه نوې دیني مدرسه جوړه کړې ده. دوی وايي، چې د دغې مدرسې ودانۍ چې ۲۰ درسي ټولګي او ۱۰ د اودس کولو غرفې لري، په یوه وخت کې د ۴۶۰ زده کوونکو د تدریس ظرفیت لري.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د ( جدي ١١مه ) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د دې مدرسې د جوړېدو لګښت د سوداګرو او ځايي خلکو له خوا ورکړل شوى دى.

د طالبانو د پوهنې وزارت هم اعلان کړی، چې د بلخ ولایت د دارالعلوم امام مسلم د قرآن کریم د حفظ او کبیرې له کورس څخه یې ۱۰۰ تنه فارغ کړي دي.

د شنبې په ورځ د (جدي ۹مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړ، چې په بادغیس ولایت کې له یوه «جهادي مدرسې» څخه ۳۷ تنه فارغ شوي دي.

تر دې مخکې د دې ډلې د پوهنې وزارت چارواکو ویلي وو، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په حکم به په هره ولسوالۍ کې له درېیو څخه تر لسو پورې دیني مدرسې جوړې شي.

د سې شنبې په ورځ د ( جدي ۹مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په پکتیا کې په یوه «جهادي مدرسه» کې وویل، چې دیني مدرسې باید یوازې د دیني مسایلو تر تدریس پورې محدودې نه شي.

ښاغلي حقاني وویل، چې په مدرسو کې باید د دیني زده کړو ترڅنګ جهادي او نظامي فکرونه هم تدریس شي.

تېر کال له پاکستانه ۴۵۵ زره ۶۴۵ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ورځ شاوخوا ۱۲۰۰ بې اسناده افغان کډوال د دغه هېواد له پولو افغانستان ته اوښتي دي. د دغو راپورونو له مخې؛ له پاکستانه د افغان کډوالو وتلو ټولټال شمېر ۴۵۵۶۴۵ ته رسېدلی دی.

د پاکستان سماء ټلویزیون راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (جدي ۱۱مه) ۱۱۹۹ کسان د پاکستان له پولو افغانستان ته اوښتي، چې په دې کې ۳۸۹ نارینه، ۳۲۳ ښځې او ۴۸۷ ماشومان شامل دي.

ویل شوي، چې په دغو کډوالو کې ۹۲ کورنۍ هم شاملې دي، چې له ۷۳ موټرو سره له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان موقت حکومت د نومبر په لومړۍ نېټه د قانوني اجازې پرته د کډوالو د جبري اېستلو لړۍ پیل کړه او دغه کډوال یې په هېواد کې د "ناامنۍ" یو لامل وباله.

ویل شوي، چې په پاکستان کې د اوسېدو له اجازې پرته د ټولو کډوالو شمېر شاوخوا ۱،۷ میلیونه دی.

طالب ولايتي چارواکي: له جهادي مدرسو څخه د ۴۳۷ کسانو فارغېدل د جهاد پايله او هیله ده

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۸ GMT+۰

د افغانستان په ۵ ولایتونو کې له جهادي مدرسو څخه د ۴۳۷ کسانو په فراغت غونډه کې ځايي مسوولينو دا د جهاد د مبارزې پايله وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې خپل اولادونه ديني مدرسو ته وليږي.

تېره مياشت د پوهنې وزارت ولایتونو ته په يوه لېږلي مکتوب کې ويلي، چې د ديني مدرسې د وړې دورې د سندونو ورکول دې بند کړي.

نن دوشنبه د پکتيکا او کندز له جهادې مدرسو ۱۸۰، د لوګر له جهادي مدرسې ۱۳۱، د کاپيسا له جهادي مدرسې ۵۳ او د سرپل له جهادي مدرسې ۷۳ کسان فارغ شول.

د طالبانو د کاپيسا والي احسان الله بریال وويل، چې نن له جهادي مدرسې څخه په فراغت د هغو شهيدانو هيلې پوره شوې، چې د جهاد لپاره په مبارزه کې يې قرباني ورکړې.

نوموړي له خلکو غوښتنه کړې، چې خپل اولادونه دينی مدرسو ته ولېږي او دغه لاره قوي وساتي.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت ولايتونو ته په لېږلي مکتوب کې ويلي وو، چې په مدرسو او د دوی اړوندو ادارو کې د دیني زده کړو د وړې دروې فارغانو ته د سندونو د ورکړې لړۍ ودروي او تر ټاکلي وخت مخکې دې د دستار بندۍ غونډې نه تر سره کيږي.