• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی:د پاکستان استخباراتي کسانو مې د کورنۍ پر غړو جنسي تېری کړی

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۲ GMT+۰

د پاکستان د پارلمان یو پخواني غړي جمشېد دستي ویلي، چې د کورنۍ پر غړو یې د پاکستان د استخباراتي ادارو غړو جنسي تېری کړی دی. جمشېد دستي له دغې پېښې وروسته ويډیو خپره کړه او په ژړغوني غږ یې د پاکستان له فاضي القضات څخه د پېښې د څېړولو او د عدالت غوښتنه وکړه.

جمشېد دستي نن د دوشنبې په ورځ ( د جدي ۱۱مه ) په یو ویډیويي پیغام کې وايي، چې د پنجاب مظفر ګړ سیمه کې زما په کور د پاکستان استخباراتي ادارو کسان څلور ساعته تېر کړي دي.

دستي که څه هم د پاکستان د کومې استخباراتي ادارې څرګند نوم نه اخلي وايي، چې دغو کسانو یې د کورنۍ عزت تر پښو لاندې کړی.

دی وايي؛ هېڅ تمه یې نه درلوده چې له ده سره د پاکستان استخبارتي ادارو کسان داسې ناوړه چلند وکړي.

دی په دغه ویډیو کې وايي: " زه څلور ځله د پاکستان د پارلمان منتخب غړی پاتې شوی یم او د پاکستان استخباراتي ادارې څخه مې د بدمعاشۍ، ظلم، بې عزتۍ تمه نه درلوده او هېڅ مې داسې فکر نه و کړی، زه پاکستانی یم ماسره زیاتی شوی دی؛ قاضي القضات ته وایم ماته عدالت راکړه. زه مرګ غواړم ما په مرمۍ مړ کړئ."

جمشید دستي د پاکستان استخباراتي ادارو ته د بې غیرته خطاب کوي او وايي؛ په ساعتونو یې د ده د کورنۍ غړي لوڅ ودرولي وو.

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی د دغه هېواد د ټاکنو په اړه وايي، چې په دې هېواد کې ټاکنې هسې په نوم دي او د ادارو له خوا کسان پکې ټاکل کیږي.

جمشېد دستي زیاته کړه:" زما لویه ګناه دا ده، چې مونږ د عمران خان ملګري یو او نور هېڅ ګناه نه لرو، ما د خپلو ټول دوسیو ضمانت کړی و".

ددې پېښې په اړه تر اوسه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي او نه هم د پاکستان قاضي القضات څه غبرګون ښودلی دی.

کتونکي په دې باور دي، چې په پاکستان کې رسنۍ د پوځ او استخباراتو په کنټرول کې دي او د ورته پېښو راپورونه چې استخباراتي ادارې په کې ښکېلې وي نه خپروي.

د پاکستان مشهورې ورځپاڼې جنګ لیکلي، چې ځايي پولیسو د جمشېد دستي پر کور امنیتي ځواکونو ننوتل رد کړي دي او غوښتنه یې کړې ده، چې نوموړی دې له پولیسو سره خپل شکایت ثبت کړي.

د جمشېد دستي دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو په ځانکړي ډول اېکس پاڼه کې زیات لاس په لاس کیږي.

د دې ویډيو په اړه د ټولنیزو رسنیو یو فعال عبدالحی ارین لیکلي:"د دې سړي ویډيو او فریاد له سهاره په سوشل میډیا کې په ګردش دی، نه یو قانون شته، نه عدالت شته او نه هم بشري حقونه شته چې د جمشید دستي سره داسې کېدلی شي او هغه بي وسه دی، د یو عام سړي به څه حال وي".

له هغه وروسته چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او د دغه هېواد د پوځي ادارو ترمنځ سیاسي ټکر رامنځته شو؛ نو عمران خان څخه د پاکستان پارلمان د باور رایه واخیسته او د لومړی وزارت له کرسۍ یې لرې او په کور کېناوه.

بیا هم مهاله عمران خان په خپلو جلسو کې د پاکستان پوځ خلاف څرګندونو ته مخه کړه.

د تېر کال د می په ۱۱مه د پاکستان تحریک انصاف ګوند قهرجنو لاریونوالو په راولپينډۍ کې د پاکستان د پوځ د مرکزي قوماندانۍ په دروازې او په لاهور کې د پوځ قول اردو د قوماندان پر کور باندې بریدونه وکړل.

له هغه وروسته دپاکستان امنیتي ادارو د عمران خان په شمول پر ګڼو مشرانو جرمي قضیې ثبت کړې، چې دغه سلسله تر اوسه هم روانه ده او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په شمول ګڼ شمېر نور غړي بندیان دي.

پاکستان د پارلماني ټاکنو په درشل کې دی؛ خو په پاکستان کې څېړونکي د دغه هېواد نظامي او استخباراتي ادارې د پخوا په شان په دغه ټاکنو کې هم په لاسوهنه تورنوي.

د پاکستان یو شمېر سیاسي څېړونکي په دې باور دي، چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې غواړي چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د نواز شریف ګوند مسلم لیک ن په ګټه کار وکړي او د نورو ګوندونو د کامیابېدو مخه ونیسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

تېر کال له پاکستانه ۴۵۵ زره ۶۴۵ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۰

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ورځ شاوخوا ۱۲۰۰ بې اسناده افغان کډوال د دغه هېواد له پولو افغانستان ته اوښتي دي. د دغو راپورونو له مخې؛ له پاکستانه د افغان کډوالو وتلو ټولټال شمېر ۴۵۵۶۴۵ ته رسېدلی دی.

د پاکستان سماء ټلویزیون راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ (جدي ۱۱مه) ۱۱۹۹ کسان د پاکستان له پولو افغانستان ته اوښتي، چې په دې کې ۳۸۹ نارینه، ۳۲۳ ښځې او ۴۸۷ ماشومان شامل دي.

ویل شوي، چې په دغو کډوالو کې ۹۲ کورنۍ هم شاملې دي، چې له ۷۳ موټرو سره له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د پاکستان موقت حکومت د نومبر په لومړۍ نېټه د قانوني اجازې پرته د کډوالو د جبري اېستلو لړۍ پیل کړه او دغه کډوال یې په هېواد کې د "ناامنۍ" یو لامل وباله.

ویل شوي، چې په پاکستان کې د اوسېدو له اجازې پرته د ټولو کډوالو شمېر شاوخوا ۱،۷ میلیونه دی.

پرلت کوونکي: سپین بولدک-چمن زموږ د پښتونولۍ، افغانیت او خپلولۍ په دروازه پاسپورټ نه منو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۲۸ GMT+۰

د چمن پرلت کوونکو د میلادي کال وروستۍ شپه تر شنه اسمان لاندې روڼه کړه. او د تېرو دوه نیمو میاشتو په څېر یې تېره شپه هم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پاکستان حکومت د پرېکړي پر ضد شعارونه ورکول.

د چمن پرلت کوونکي وايي، پر دغه دروازه د پاسپورټ منل د خپلوانو بېلول دي.

د پرلت د مرکزي کمیټې غړی حمیدالله پهلوان وايي: «موږ په چمن کې پر ډیورنډ کرښه پاسپورټ نه منو، موږ غواړو د پخوا په شان پر افغان تذکره او شناختي کارټ له کوټې تر کندهاره تګ راتګ وکړو. د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه زموږ د پښتونولۍ، افغانیت، خپلولۍ او اقتصاد مسله ده او موږ پر دغه مسایلو د پاکستان د پرېکړه لپاره نه قرباني کوو.»

پرلت کوونکي وايي، د نوي میلادي کال لومړۍ شپه یې د اعتراض په ډول تر شنه اسمان لاندې تېره کړه.

بل خوا د چمن لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي، د پرلت د له منځه وړلو لپاره د پاکستان حکومت د پرلت د مرکزي کمیټې پر ګڼو غړو قضیې ثبتې کړې دي خو پرلت وال به هیڅکله له خپلو غوښتنو څخه پر شا نه شي.

غوث الله وايي: « ډیر پلانونه یې راته جوړ کړل، قضیې یې راباندې ثبت کړې خو موږ تر هغو پرلت نه ختموو تر څو چې د پاکستان حکومت د پاسپورټ جبري کېدو پرېکړه وانه خلي. نور مو د صبر کاسه ډکه ده نور موږ خپل سوله ییز اعتراض ممکن پای ته ورسوو او بیا چې مو هر څه وکړل مسوولیت یې د پاکستان حکومت په غاړه دی.»

د چمن پرلت، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومتله لوري د پاسپورټ د جبري کېدوپه غبرګون کې ۷۴ ورځې وړاندې پیل شو.

له تېرې ورځې راهیسې د سوېلي پښتونخوا چمن ښار کې د چمن پرلت په ملاتړ کار بندیز اعلان شوی، خو د نږدې دوه نیمو میاشتو په تېرېدو سره هم د پاکستان حکومت د چمن پرلت والو غوښتونو منلو ته غاړه نه ده ایښې.

ډان ورځپاڼه: ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان په 'ترهګریزو' بریدونو کې وژل شوي

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۳ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د تېرو شپږو کلونو پرتله په دغه هېواد کې «ترهګریز» بریدونه ډېر شوي دي. دغې رسنۍ راپور ورکړی چې، ۲۰۲۳ کال په پاکستان کې خونړیو بریدونو ۱۵۲۴ کسان ووژل او ۱۴۶۳ نور یې ټپیان کړل.

په اسلام اباد کې چاپېدونکې دغې ورځپاڼې لیکلي چې ۲۰۲۳ په افغانستان کې د طالبانو له بریا وروسته دریم پرله پسې کال و چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان دوه ایالتونه سږ کال تر ټولو ډير د خونړیو پېښو شاهدان دي.

سند او پنجاب ایالتونه تېر کال د تاوترخیوالي تر ټولو ټیټې کچې شاهدان وو چې د تاوتریخوالي پېښې اته سلنه دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د تاوتریخوالي د قربانیانو شمېر په ۲۰۲۲ کال کې له ۹۸۰ کسانو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۱۵۲۴ کسانو ته لوړ شوی دی.

ډان لیکلي دي چې، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې ۵۸۶ «ترهګریز بریدونه» شوي، چې ۱۷ سلنه ټي ټي پي او د داعش خراسان ډلې له لوري تر سره شوي.

معلومات ښيي چې،۲۰۲۳ کال په پاکستان کې فرقه ییز او مذهبي تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. پر مذهبي ټولنو او عبادت ځایونو د ګڼو بریدونو په پایله کې سږ کال ۸۸ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان یوې څیړنیزې ادارې، چې مرکز یې په اسلام اباد کې دی، په یوه راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان د وسله والو له خوا لږ تر لږه له۶۴۱ بریدونو سره مخ شوی، چې په پایله کې یې ۹۷۴ کسان وژل شوي او ۱۳۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ: د منظور پښتین د بندي کېدو او وزیرستان د نا امنیو په اړه غونډه کوو

۱۱ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د بندې کېدو او په وزیرستان کې د نا امنیو ډېروېدو په غبرګون کې د جمعې په ورځ لویه غونډه کوي. منظور پښتين له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د اسلام اباد پولیسو په بند کې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عرفان وزیر پر خپله اېکس پاڼه د یو ویډیو کیلپ په خپرولو سره وايي، د غونډې لپاره یې چمتوالی نیولی او د راتلونکي جمعې په ورځ به د سوېلي وزیرستان په واڼه کې تر سره شي.

نوموړي ویلي: «د منظور پښتین تر څنګ د تحریک د نورو غړو د بندی کیدو په غبرګون، په وزیرستان کې د نا امنیو ډیریدو او په پښتونخوا کې د پښتنو مشرانو د هدفي وژنو په غبرګون کې د جنورۍ په پنځمه نیټه د سوېلي وزیرستان په واڼه کې لویه غونډه تر سره کوو.»

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور احمد پښتین نږدې یوه میاشت وړاندې د چمن د پولیسو له لوري هغه مهال ونیول شو، چې نوموړی د چمن له پرلت څخه د بلوچستان ایالت د تربت په سیمه کې د بلوڅانو په پرلت کې د ګډون په موخه یادې سیمې ته روان و.

د منظور پښتین د نیول کېدو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان په ګډون په امریکا او اروپایي هیودانو کې لاریونونه تر سره کړل.

د مولانا فضل الرحمان د موټرو پر کاروان برید شوی دی

۱۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۳۱ دسمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۵۶ GMT+۰

د مولانا فضل الرحمان ویاند پاکستاني رسنۍ جیو نیوز ته تایید کړه ، چې د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان پر کاروان برید شوی دی. مفتي ابرار وايي؛ د مولانا فضل الرحمان د موټرو په کاروان باندې دوه طرفه ډزې شوي دي.

مفتي ابرار رسنیو ته وویل، چې مولانا فضل الرحمان د خپل زوي د واده مراسمو ته په لاره و، چې د ډېره اسماعیل خان یارک لویې لارې په انټرچینج سره یې پر موټریز کاروان برید شوی شوی دی.

ابرار زیاتوي؛ مولانا فضل الرحمان له بریده خوندي دی او کوم زیان ورته نه دی رسېدلی.

د خېبر پښتوخوا پولیس بیا وايي، چې د ډېره اسماعیل خان د یارک انټرچینج ټول پلازه کې هغه وخت ډزې وشوې کله چې د مولانا فضل الرحمان موټر د پټرول ډکولو لپاره ولاړ و.

پولیس زیاتوي؛ د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي.

تر اوسه پورې دا نه ده تایید شوې، چې ایا مولانا فضل الرحمان په خپل موټر کې و او که نه.

پاکستان کورنیو چارو وزارت هغه لیک چې د دې هېواد ټولو امنیتي ادارو ته لېږل شوی، یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم رسېدلی، چې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نشنل ګوند خېبر پښنخوا ایالتي مشر ایمل ولي خان ته پکې خبردارۍ ورکړی، چې د ټاکنیزو مباریزو پرمهال د بریدونو خطر شته دی.

په همدې حال کې تېره ورځ مولانا فضل الرحمان د پاکستان امنیتي ادارو ته خبردارۍ ورکړی و، که چېرې کوم برید پرې کیږی نو امنیتي ادارې به یې ځواب وايي.

100%