• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالب پلویانو د ډاکټر غفار همدرد د قاتل د نیولو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۱۷ GMT+۰

د کابل امنیه قومندانۍ کې سرچینې وايي، په کابل کې د وژل شوي ډاکترغفار همدرد د قاتل د نیولو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پلویانو جعلي وېډیو خپره کړې ده. امینه قومندانۍ کې سرچینې نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، تر اوسه دوی د ډاکتر غفار همدرد قاتل نه دی نیولی.

دوی زیاتوی په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د پلویانو هغه ویډیو ناسمه ده چې پکې د نور الله په نوم د یو کس د نیولو خبره شوې او هغه د ډاکټر غفار همدرد وژونکی بلل شوی دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د دې ویډيو په اړه چې څیړنه وکړه، دا ویډيو تر اوسه د کابل امنیه قومندانۍ او ددې امنیتي ادارې ویاند د ټولنیزو پاڼو له رسمي ادرسونو څخه نه ده نشر کړې او نه یې هم د نیول شوي قاتل په اړه کوم جزیات خپاره کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون او باختر اژانس د ډاکتر غفار همدرد د وژل کېدو خبر نه دی نشر کړی او نه د قاتل د نیولو کومه ویډیو خپره کړې ده.

په کابل ځینې خبریالان هم وايي کله چې د اتمې حوزې ته د قاتل د نیولو په اړه راپور جوړولو ته لاړل، د طالبانو د حوزې مسوولینو له راپور جوړولو منع کړل او د قاتل په اړه یې جزیات ورسره شریک نه کړل.

د کابل ځايي خبریالانو چې د امنیتي ستونزو له امله یې نومونه نشو لیکلی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د طالبانو کابل امنیه قومندانۍ ویاند هم د دې ويډیو د څرنګوالي او د ویډیو د کروالي په اړه خبرو ته حاضر نه شو.

دوی زیاتوي د طالبانو پلویان چې په بېلابیلو نومونو په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري په داسې حالاتونو کې د عامه غبرګونونو د ارامو لپاره ناسم معلومات او جعلي ویډيوګانې د خپلې ډلې په ګټه او د تبلغاتو لپاره نشروي.

د کابل طبي پوهنتون استاد او د میوند کادري روغتون د جلدي څانګې پخوانی مشر پوهنوال ډاکټر غفار همدرد تېره اوونۍ کابل ښار کې ووژل شو، خو په اوله ورځ د کابل امنیه قومندانۍ ویاند په خپله اېکس پاڼه پيښه تایید کړه او ویې ویل، هغه کس یې نیولی چې چې د وژل شوي ډاکتر کورنۍ ورته ګوته نیولې ده.

خو له دې پيښې څو ورځې تیریږي اما تر اوسه د کابل امنیه قومندانۍ مسوولینو په دې تړاو له رسنیو سره کوم معلومات نه دي شریک کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ملي سرود غږولو سزا؛ په ننګرهار کې د یوه پوهنتون له محصلانو ازموینه کې ۱۰ نومرې کمیږي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د ننګرهار روښان خصوصي پوهنتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو وویل، د دغه د پوهنتون د نظم او ډسپلین کمېټې پرېکړه کړې ، چې د ملي سرود له غږوونکو محصیلانو به لس لس نومرې کموي. دا کام له هغه وروسته دی، چې د طب پوهنځي په خپله کلنۍ فراغت غونډه کې ملي سرود وغږاوه.

د سرچینو په خبره، د طب پوهنځي د دې محصلانو تعداد شاوخوا ۶۰ تنو ته رسیږي او ټول د ملي سرود غږولو کې شریک بلل شوي دي.

د پوهنتون د نظم او ډسپلین کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، چې څیړنه وکړي، خو کمیټې د ټولو محصلونو په تړاو دا پرېکړه کړې ده.

طالبانو له هغه وروسته د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د روښان پوهنتون لس محصلان ونیول، چې په غونډه کې یې د ملي سرود غږولو او هغه ته د درناوي ویډیو خواله رسنیو کې خپره شوه.

د روښان پوهنتون له لسو اته نیول شوي محصلین له څو ورځو بند تېرولو وروسته خوشي شول او دوه نور هم پرون د طالبانو د استخباراتو له زندان ازاد شول.

د راپورونو پر بنسټ خوشي شوي محصلان په زندان کې شګنجه شوي او د بدن پر ځینو ځایونو یې سخت ټپونه لیدل کېږي.

پوهنتون ته د ندیم خبرداری

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د ملي سرود د ویډیو تر خپریدو وروسته د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم د پوهنتون ادارې ته د ټلیفون له لارې خبرداری ورکړی، که بیا ورته کړنه تکرار شي نو د دوی پوهنتون به بند کړي.

وزیر په خپلو خبرو کې ویلي چې له دې وروسته که په پوهنتون کې کومه ناسته کیږي ترپایه باید د طالبانو ځايي امنیتي مسوولین پکې حضور ولري.

له افغانستان هم د ټرمپ تجارت ته پیسې رسېدلې دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د امریکا کانګرس وايي، د ډونلډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې د نوموړي کورنۍ او سوداګریو له ۲۰ هېوادونو ۷.۸ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي. د راپور له مخې، افغانستان هم د یو لک ۵۴ زره ډالرو ور کړې سره په دې لېسټ کې ۱۷ هېواد دی.

د کانګرس ډیموکراټ غړي وایی، دا پیسې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ کال د ډونلډ ټرمپ اړوند بانکي حسابونو ته اچول شوې دي.

چین، سعودي عربستان، ترکیه، کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او مالیزیا هم هغه هېوادونه دي چې ډونلډ ټرمپ ته یې پیسې رسېدلې دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا پیسې د ښاغلي ټرمپ اړوند اپارتمانونو او هوټلونو کې د استوګنې لپاره مصرف شوې دي.

ډونلډ ټرمپ په خپله ولسمشرۍ کې خپل کار روزګار نه پرېښود، بلکې مسوولیت یې خپلو بچیانو ته وسپاره.

د ولسي جرګې د څار کمېټې ډیموکراټو غړو د ډونلډ ټرمپ اړوند سوداګریو له خوا د پیسو ترلاسول څېړلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د القاعده د مشر وژنې وښوده، چې افغانستان زموږ تر نظر لاندې دی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان واشنګټن ته په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه ځواب ورکوونکي دي.

میتو مېلر په کابل کې د اېمن الظواهري وژلو ته په اشارې په تونده ژبه وویل، چې افغانستان د امریکا تر نظر لاندې دی.
ښاغلي مېلر د یوې خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د ترهګریزو کړنو د زیاتوالي په اړه خبرې کولې.

هغه د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مرضیه حسیني د پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان باید پر هغو ژمنو ودرېږي چې د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه یې کړې دي.
طالبان د القاعده په شان ډلې ترهګرې نه بولي او د سیمې او لویدیځو هېوادونو د غوښتنو سره، سره هم له افغانستانه د هغوی اېستلو ته زړه نه ښه کوي.

طالبانو ویلي، دغو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې په نورو هېوادونو بریدونه وکړي.
د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو له شتون څخه په اندېښنه کې دي.

پاکستان په بېلابېلو ویناوو کې ویلي، چې افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي او په هغو پورې د تړلو ډلو مخه نه نیسي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو وغوښتل، چې د ترهګرو وسله‌والو ډلو پر ضد دې ګام واخلي.

هغه په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري وژنې ته په اشارې په څنګ زنه توګه خبرداری ورکړ، چې امریکا به د اړتیا په وخت کې د ننه په افغانستان کې دغه ډلې په نښه کړي.

هغه وویل:« په افغانستان کې ټول حالات زموږ تر څار لاندې دي.»

د القاعده شبکې مشر اېمن الظواهري د زمري په اتمه نېټه په کابل کې د امریکا د هوايي برید په پایله کې ووژل شو. طالبانو په افغانستان کې د هغه شتون او وژنه رد کړه.

القاعده ډلې هم د خپل نوي مشر د ټاکلو په برخه کې او همدا رنګه یې د اېمن الظواهري د وژنې د بڼې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

طالبان: په هېواد کې له وچکالۍ سره د مبارزې او د اوبو مدیریت په پار ۷۳ چکډیمونو جوړېږي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د هېواد په یوولسو ولایتونو کې یې د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاس‌لیک کړي دي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هېواد کې د وچکالۍ، د سېلابونو د کنټرول او د اوبیزو سرچینو د پیاوړتیا له پاره د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پلي کوي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې له دې ډلې د ۷۳ چکډیمونو د جوړېدو تړونونه لاس‌لیک شوي؛ د اوو پروژو چارې بشپړې شوي، د ۳۳ پروژو چارې روانې دي او د پاتې ۳۳ نورو پروژو تدارکاتي چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.


په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو پروژو ۴۲۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په بشپړېدو سره به یې په هېواد کې له وچکالي سره د مبارزې او د اوبیزو سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول ولري.
که څه هم چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او مهارولو له پاره هلې ځلې د ړنګ شوي نظام له‌خوا پیل شوې وې؛ خو هغه مهال د نا امنیو له امله تر ډېره دغه پروژې ټکنۍ شوې وې.

خو اوس چې طالبان په خپلې واکمنۍ کې د اوبو د مهارولو او مدیریت خبره کوي، کېدای شي تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو نیوکې هم ورسره ملې وي، ځکه هغه مهال چې طالبانو د کونړ پر سیند د برېښنا بند د جوړولو خبره کړې وه؛ نو وار د مخه یې په اړه پاکستان توند غبرګون په ډاګه کړی و.

پاکستان هره ورځ ۹۰۰ لاریو ته د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه ورکوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۲:۲۳ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې تورخم کې د «پاکستان-افغانستان سرحدي کمېټې» په یوه غونډه کې د تورخم له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځې د ۹۰۰ لاریو تګ - راتګ پر سر هوکړه وکړه.

پاکستاني چارواکو ویلي؛ په ځنډ سره د توکو د ترخیص بهیر افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیان رسوي.

پاکستاني چارواکو له طالبانو غوښتي، چې د بار وړونکو موټرو د ترخیص وخت را کم کړي؛ تر څو د تورخم له لارې دواړو غاړو ته د لاریو له اوږدو کتارونو ډډه وشي.

د پاکستاني چارواکو په خبره؛ دا ځنډ د شپې له دوو څخه د سهار تر لسو بجو پورې پلی کیږي.

یوه پاکستاني چارواکي محمد رضوان ویلي، چې د بار وړونکو موټرو د ژر ترخیص کولو لپاره به راتلونکو میاشتو کې یو نوی سکېنر هم په دې لار نصب کړي.

تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو لارو څخه ده؛ هغه لار چې سوداګرو ترې څو ځله د موټرونو د تګ - راتګ د پېچلي او ورو اداري پروسې له امله شکایتونه کړي دي.