• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له افغانستان هم د ټرمپ تجارت ته پیسې رسېدلې دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د امریکا کانګرس وايي، د ډونلډ ټرمپ په ولسمشرۍ کې د نوموړي کورنۍ او سوداګریو له ۲۰ هېوادونو ۷.۸ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي. د راپور له مخې، افغانستان هم د یو لک ۵۴ زره ډالرو ور کړې سره په دې لېسټ کې ۱۷ هېواد دی.

د کانګرس ډیموکراټ غړي وایی، دا پیسې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۱ کال د ډونلډ ټرمپ اړوند بانکي حسابونو ته اچول شوې دي.

چین، سعودي عربستان، ترکیه، کانګو ډیموکراټیک جمهوریت او مالیزیا هم هغه هېوادونه دي چې ډونلډ ټرمپ ته یې پیسې رسېدلې دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا پیسې د ښاغلي ټرمپ اړوند اپارتمانونو او هوټلونو کې د استوګنې لپاره مصرف شوې دي.

ډونلډ ټرمپ په خپله ولسمشرۍ کې خپل کار روزګار نه پرېښود، بلکې مسوولیت یې خپلو بچیانو ته وسپاره.

د ولسي جرګې د څار کمېټې ډیموکراټو غړو د ډونلډ ټرمپ اړوند سوداګریو له خوا د پیسو ترلاسول څېړلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د القاعده د مشر وژنې وښوده، چې افغانستان زموږ تر نظر لاندې دی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان واشنګټن ته په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه ځواب ورکوونکي دي.

میتو مېلر په کابل کې د اېمن الظواهري وژلو ته په اشارې په تونده ژبه وویل، چې افغانستان د امریکا تر نظر لاندې دی.
ښاغلي مېلر د یوې خبري ناستې پر مهال په افغانستان کې د ترهګریزو کړنو د زیاتوالي په اړه خبرې کولې.

هغه د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مرضیه حسیني د پوښتنې په ځواب کې وویل، طالبان باید پر هغو ژمنو ودرېږي چې د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه یې کړې دي.
طالبان د القاعده په شان ډلې ترهګرې نه بولي او د سیمې او لویدیځو هېوادونو د غوښتنو سره، سره هم له افغانستانه د هغوی اېستلو ته زړه نه ښه کوي.

طالبانو ویلي، دغو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې په نورو هېوادونو بریدونه وکړي.
د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو له شتون څخه په اندېښنه کې دي.

پاکستان په بېلابېلو ویناوو کې ویلي، چې افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي او په هغو پورې د تړلو ډلو مخه نه نیسي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند له طالبانو وغوښتل، چې د ترهګرو وسله‌والو ډلو پر ضد دې ګام واخلي.

هغه په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري وژنې ته په اشارې په څنګ زنه توګه خبرداری ورکړ، چې امریکا به د اړتیا په وخت کې د ننه په افغانستان کې دغه ډلې په نښه کړي.

هغه وویل:« په افغانستان کې ټول حالات زموږ تر څار لاندې دي.»

د القاعده شبکې مشر اېمن الظواهري د زمري په اتمه نېټه په کابل کې د امریکا د هوايي برید په پایله کې ووژل شو. طالبانو په افغانستان کې د هغه شتون او وژنه رد کړه.

القاعده ډلې هم د خپل نوي مشر د ټاکلو په برخه کې او همدا رنګه یې د اېمن الظواهري د وژنې د بڼې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

طالبان: په هېواد کې له وچکالۍ سره د مبارزې او د اوبو مدیریت په پار ۷۳ چکډیمونو جوړېږي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د هېواد په یوولسو ولایتونو کې یې د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاس‌لیک کړي دي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هېواد کې د وچکالۍ، د سېلابونو د کنټرول او د اوبیزو سرچینو د پیاوړتیا له پاره د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پلي کوي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې له دې ډلې د ۷۳ چکډیمونو د جوړېدو تړونونه لاس‌لیک شوي؛ د اوو پروژو چارې بشپړې شوي، د ۳۳ پروژو چارې روانې دي او د پاتې ۳۳ نورو پروژو تدارکاتي چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.


په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو پروژو ۴۲۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په بشپړېدو سره به یې په هېواد کې له وچکالي سره د مبارزې او د اوبیزو سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول ولري.
که څه هم چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او مهارولو له پاره هلې ځلې د ړنګ شوي نظام له‌خوا پیل شوې وې؛ خو هغه مهال د نا امنیو له امله تر ډېره دغه پروژې ټکنۍ شوې وې.

خو اوس چې طالبان په خپلې واکمنۍ کې د اوبو د مهارولو او مدیریت خبره کوي، کېدای شي تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو نیوکې هم ورسره ملې وي، ځکه هغه مهال چې طالبانو د کونړ پر سیند د برېښنا بند د جوړولو خبره کړې وه؛ نو وار د مخه یې په اړه پاکستان توند غبرګون په ډاګه کړی و.

پاکستان هره ورځ ۹۰۰ لاریو ته د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه ورکوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۲:۲۳ GMT+۰

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې تورخم کې د «پاکستان-افغانستان سرحدي کمېټې» په یوه غونډه کې د تورخم له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورځې د ۹۰۰ لاریو تګ - راتګ پر سر هوکړه وکړه.

پاکستاني چارواکو ویلي؛ په ځنډ سره د توکو د ترخیص بهیر افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیان رسوي.

پاکستاني چارواکو له طالبانو غوښتي، چې د بار وړونکو موټرو د ترخیص وخت را کم کړي؛ تر څو د تورخم له لارې دواړو غاړو ته د لاریو له اوږدو کتارونو ډډه وشي.

د پاکستاني چارواکو په خبره؛ دا ځنډ د شپې له دوو څخه د سهار تر لسو بجو پورې پلی کیږي.

یوه پاکستاني چارواکي محمد رضوان ویلي، چې د بار وړونکو موټرو د ژر ترخیص کولو لپاره به راتلونکو میاشتو کې یو نوی سکېنر هم په دې لار نصب کړي.

تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ یو له مهمو لارو څخه ده؛ هغه لار چې سوداګرو ترې څو ځله د موټرونو د تګ - راتګ د پېچلي او ورو اداري پروسې له امله شکایتونه کړي دي.

د ایران د کرمان ښار په ځانمرګو بریدونو کې ۱۲ تنه افغانان هم وژل شوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۴۹ GMT+۰

ندای بلوچ خبري اژانس د راپور له مخې؛ ایراني چارواکو اعلان کړی، چې د کرمان په پرونیو ځانمرګو بریدونو کې ۱۲ تنه قربانیان افغانان دي.

د دغې اعلان له مخې؛ رضا نورزی، محمد قاسم احمدي، مریم تاجک، محمد متین احمدي، محمد تاجک هند، نازنین فاطمه عزیزي، زهرا فیضي، نظیفه غفوري، نعمت الله اڅکزی، لطیفه اڅکزۍ، معصومه اڅکزۍ او راز ګل علي زی هغه افغانان دي، چې تېره ورځ د کرمان ښار په چاودنو کې ووژل شول.

د ایران په کرمان ښار کې د دوو غبرګو ځانمرګو بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۰۳ تنه مړه او ۱۷۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین د یاد غونډې څېرمه شوې دي.

داعش د دغو ځانمرګو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

صالح: طالبان د بګرام د زندان د بندیانو قضیې د داعش د نفوذ د معلومولو لپاره له سره څېړي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۳۳ GMT+۰

د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د طالبانو استخبارات د هغو طالب بندیانو قضیې له سره ګوري کومو چې له داعش بندیانو سره یې د بګرام په بندخونو کې وخت تېر کړی دی.

د صالح په خبره، د طالبانو استخبارات په دې باور دي، هغه طالب بندیان چې پخوا د بګرام په بندخونو کې د داعش غړو سره بند وو، غولیدلي او له دغې ډلې سره یو ځای شوي دي.
امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۴مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، هغه اسنادونه چې دوی ته رسیدلي ښيي، طالبان په دې څیړنه کوي چې ددغې ډلې یو شمیر پخواني غړي اوس مهال له داعش ډلې» سره په پټه همکاري کوي.
د صالح په خبره، د داعش ډلې مشر پخوا ادعا کړې وه چې د طالبانو په ډله کې د دوی زرګونه کسان په پټه کار کوي.
صالح وایي: "اوس چې طالبان د دغو بندیانو په اړه څېړنې کوي، ددې ښکارندویي کوي چې د داعش ډلې د مشر خبرې ښایي واقعیت وې."

سره له دې چې پر طالبانو د ترهګرو ډلو د ملاتړ تور دی خو پر افغانستان ددغې ډلې له واکمنۍ وروسته دوی د داعش ډلې د نفوذ او د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
که څه هم له داعش سره د طالبانو د مبارزې ادعا د پخوانیو سیاستوالو په ګډون د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده، خو طالبان تل وایي چې داعش ډله یې په افغانستان کې ماته کړې ده.
د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه داعش ډلې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته خپل لومړنی ځانمرګی برید وکړ.

د راپورونو له مخې، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې داعش ډلې تراوسه ۳۱ بریدونه کړي دي.
د یادولو ده چې ډېری دغه بریدونه د هېواد په ختیځو ولایتونو کې شوي دي، چېرته چې د ا ډله تر نورو سیمو ډېره فعاله ده.