• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

داعش له ډېرې مودې وروسته افغانستان کې له یو کس سر پرې کړی دی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۲ GMT+۰

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې داعش وسلوالو د ولي ګل په نوم له یو ځايي اوسیدونکي سر پرې کړی دی. سرچینې زیاتوي دغه پيښه دوه ورځې وړاندې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ دېوګل درې سپیدار کلي کې رامنځته شوې ده.

د کونړ څوکۍ ولسوالۍ یو ځايي اوسیدونکي نن جمعې ورځ د ( جدي۱۵ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې له ولي ګل داعش وسلوالو د جاسوسی په تور سر پرې کړ ی دی.

د څوکۍ ولسوالۍ سپیدار کلي یو بل اوسیدونکی وايي: «ولي ګل طالب نه و، او نه یې هم کومه دنده درلوده، غریب سړی و ، دوه ورځې وړاندې داعشیانو ونیو او همغه ورځ یې سر ورپرې کړ.»

داعش-خراسان وسلوالو نن د یوې خبرپاڼه خپرولو سره ویلي چې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو یو جاسوس وژلی دی.

100%

د طالبانو ځايي چارواکو د پيښې په اړه تروسه رسنیو څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل ته څو سرچینو منلې ده چې د طالبانو د غړو کورنیو له هغو سیمو کډه کړې چې د داعش حضور په کې لیدل کیږي.

د ترلاسه شو معلوماتو له مخې داعش-خراسان د کونړ په دریو ولسوالیو کې حضور لري.

د کونړ ماڼوګی ولسوالۍ په چپه او قوړنګل درو ، څوکۍ ولسوالۍ دېوګل دره او غازي اباد ولسوالۍ کې د داعش-خراسان وسلوال شته دي.

د ځايي اوسیدونکو په وینا داعش وسلوالو سره بهرني وسلوال هم لیدل کیږي.

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب په وروستۍ خبري ناسته کې ویلي و چې په یو شمیر بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وسلوال برخه لري.

که څه هم طالبانو ویلي چې واک ته د دوی له رسېدو سره داعش وسلوال سخت ځپل شوي او د سر پورته کولو توان نه لري خو په وروستیو کې د ننګرهار او کونړ یو شمیر اوسیدونکو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال ته ویلي چې د داعش ـ خراسان ډلې جلب او جزب چټک کړی دی.

دوی وايي چې د داعش وسلوال د کونړ غازي اباد ولسوالۍ په جوماتونو ګرځیدلي او له خلکو یې غوښتي چې د امتیازیاتو په بدل کې له دغې ډلې سره یوځای شي.

له یو څه مودې راهسې داعش خراسان څانګې خپل ځمکنی حضور پټ ساتلی وو، دا لومړی ځل دی چې له یوې اوږدې چوپتیا وروسته دغه ډله بیا خپل سر پورته کوي او هغه سیمو کې یې د حضور راپورونه تایدیږي چې پخوا یې هلته واکمني او له طالبانو سره سختې جګړې کړي وې.

څو میاشتې وړاندې طالبانو ته نژدې وېپاڼې المرصاد چې د داعش په اړه راپورونه نشروي، پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان په پټه په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ددغه ډلې مشرانو ته ځای ورکړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی د چمن پرلت په ملاتړ وايي خپل کور ته په پاسپورټ نشو تللی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي بیا د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د پاسپورت نه عملي کولو لپاره د چمن پرلت غوښتنې ومني. محمود خان اڅکزي نن په بلوچستان کې یوه ټاکنیزه غونډه کې زیاته کړه: «خلک د پاسپورټ مخالف نه دي، خو خپل کور ته په پاسپورټ هیڅوک هم نه ځي.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «چمن مې کور دی چې پر ډیورنډ کرښه پښه اړوم، هلته مې ځمکه ده کرونده پرې کوم، غنم کوم، دا به څو وارې د ورځې ما ته پر پاسپورټ ټاپه وهې او زه به ځم.»

په چمن کې له څه باندې اویا ورځو د پاکستان د دې غوښتنې خلاف پرلت روان دی چې له سپین بولدک سره دې د تګ راتګ لپآره د پاسپورټ پیلولو له غوښتنې په شا شي.

پاکستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو راهیسې پر چمن سربېره د وزیریستان او پکتیکا ترمنځ پر انګور اډه هم د پاسپورټ تګ راتګ پیلولو هڅې کېږي چې په مقابل کې یې هلته هم پرلت پیل شوی دی.

ځايي خلک وايي، د کرښې دواړو غاړو ته ژوند لري او هره ورځ دواړو خواوو ته تګ راتګ پر پاسپورت نشي کولی.

د پاکستان حکومت تراوسه د دې خلکو د غوښتنو په مقابل کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

په دې غونډه کې محمود خان اڅکزي پر حکومت غږ وکړ چې د خلکو غوښتنې ومني او زیاته یې کړه چې که پاکستان چلولو غواړي، نو په زور کلي نه کېږي.

د هغه په خبره، حکومت د ولس مور بلل کېږي او پکار ده چې د دوی غوښتنې ومنل شي

د افغان تاریخپوه حسن کاکړ ۷ تلین غونډه په لغمان کې جوړه شوه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۴ GMT+۰

د افغان تاریخپوه ډاکټر محمد حسن کاکړ د ۷ تلین غونډه د جمعې په ورځ د لغمان په سرخکان کې د نوموړي پر مزار جوړه شوه. په دې غونډه کې پر پوهانو سربېره عالمانو، ځوانانو او مشرانو هم ګډون درلود او د نوموړي پر ژوند او علمي هڅو یې خبرې وکړې.

ډاکټر محمد حسن کاکړ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر پنځمه د امریکا په کلیفورنیا کې وفات شو او بیا یې مړی لغمان ته ولېږدول شو.

ښاغلی کاکړ پر۱۹۲۹ میلادي کال د لغمان د الیشنګ ولسوالۍپلوَټې کلي کې زېږېدلی او په دغه ولایت کې تر ښوونځي وروسته یې کابل پوهنتون کې لوړې زدکړې وکړې.

نوموړی وروسته د لا ډېرو زدکړو لپاره لندن ته لاړ او په لندن پوهنتون کې یې تر ماسټرۍ وروسته د تاریخ په برخه کې دوکتورا وکړه.

ډاکټر محمد حسن کاکړ د کلونو لپاره په کابل پوهنتون کې د تاریخ استاد و، خو د جګړو پیلېدو سره امریکا ته کډوال شو.

ډاکټر حسن کاکړ په پښتو، پارسي او انګرېزي لسګونه کتابونه او لیکنې کړې دي.

سرچینې: طالب پلویانو د ډاکټر غفار همدرد د قاتل د نیولو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۰

د کابل امنیه قومندانۍ کې سرچینې وايي، په کابل کې د وژل شوي ډاکترغفار همدرد د قاتل د نیولو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو پلویانو جعلي وېډیو خپره کړې ده. امینه قومندانۍ کې سرچینې نن افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، تر اوسه دوی د ډاکتر غفار همدرد قاتل نه دی نیولی.

دوی زیاتوی په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د پلویانو هغه ویډیو ناسمه ده چې پکې د نور الله په نوم د یو کس د نیولو خبره شوې او هغه د ډاکټر غفار همدرد وژونکی بلل شوی دی.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د دې ویډيو په اړه چې څیړنه وکړه، دا ویډيو تر اوسه د کابل امنیه قومندانۍ او ددې امنیتي ادارې ویاند د ټولنیزو پاڼو له رسمي ادرسونو څخه نه ده نشر کړې او نه یې هم د نیول شوي قاتل په اړه کوم جزیات خپاره کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون او باختر اژانس د ډاکتر غفار همدرد د وژل کېدو خبر نه دی نشر کړی او نه د قاتل د نیولو کومه ویډیو خپره کړې ده.

په کابل ځینې خبریالان هم وايي کله چې د اتمې حوزې ته د قاتل د نیولو په اړه راپور جوړولو ته لاړل، د طالبانو د حوزې مسوولینو له راپور جوړولو منع کړل او د قاتل په اړه یې جزیات ورسره شریک نه کړل.

د کابل ځايي خبریالانو چې د امنیتي ستونزو له امله یې نومونه نشو لیکلی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د طالبانو کابل امنیه قومندانۍ ویاند هم د دې ويډیو د څرنګوالي او د ویډیو د کروالي په اړه خبرو ته حاضر نه شو.

دوی زیاتوي د طالبانو پلویان چې په بېلابیلو نومونو په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري په داسې حالاتونو کې د عامه غبرګونونو د ارامو لپاره ناسم معلومات او جعلي ویډيوګانې د خپلې ډلې په ګټه او د تبلغاتو لپاره نشروي.

د کابل طبي پوهنتون استاد او د میوند کادري روغتون د جلدي څانګې پخوانی مشر پوهنوال ډاکټر غفار همدرد تېره اوونۍ کابل ښار کې ووژل شو، خو په اوله ورځ د کابل امنیه قومندانۍ ویاند په خپله اېکس پاڼه پيښه تایید کړه او ویې ویل، هغه کس یې نیولی چې چې د وژل شوي ډاکتر کورنۍ ورته ګوته نیولې ده.

خو له دې پيښې څو ورځې تیریږي اما تر اوسه د کابل امنیه قومندانۍ مسوولینو په دې تړاو له رسنیو سره کوم معلومات نه دي شریک کړي.

د پاکستان بلوچستان کې تر نورو صوبو د لوستو ښځو شمېر کم دی

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د پاکستان تعلیم وزارت وايي، د دغه هېواد په بلوچستان کې تر نورو صوبو د ښځو د لیک لوست کچه ډېره کمه ده. د دې وزارت د احصایې له مخې، د بلوچستان ۳۶.۵ سلنه ښځې لوستې دي. د دې صوبې د نارینه وو د لوست کچه هم تر نورو صوبو کمه او ۶۹.۵ سلنه ښودل شوې ده.

د تعلیم وزارت چارواکو نن په مشرانو جرګه یا سینټ کې وویل، چې پاکستان کې ۷۳.۴ سلنه نارینه او ۵۱.۹ سلنه ښځې لوستې دي.

د دې شمېرو له مخې، پښتونخوا کې ۳۷.۴ سلنه مېرمنې او ۷۲.۸ سلنه سړي لوستي دي.

همدارنګه سیند کې ۴۹.۷ فیصده ښځې او ۷۲.۹ سلنه سړي لوستي دي.

پنجاب د ۵۸.۴ سلنه لوستو ښځو او ۷۴.۲ سلنه سړیو لرلو سره تر نورو صوبو د تعلیم کچه زیاته ده.

د تېر کال د اپرېل د یوه راپور له مخې، په پاکستان کې په میلیونونه ماشومان د ښوونځیو د نشتوالي له امله له زدکړو بې برخې دي.

د پاکستان ولسمشر نږدې دوه اونۍ مخکې په یوه غونډه کې د دې ماشومانو د زدکړو لپاره غوښتنه وکړه چې جوماتونه دې د ښوونځیو په ډول وکارول شي.

د ملي سرود غږولو سزا؛ په ننګرهار کې د یوه پوهنتون له محصلانو ازموینه کې ۱۰ نومرې کمیږي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۴ GMT+۰

د ننګرهار روښان خصوصي پوهنتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو وویل، د دغه د پوهنتون د نظم او ډسپلین کمېټې پرېکړه کړې ، چې د ملي سرود له غږوونکو محصیلانو به لس لس نومرې کموي. دا کام له هغه وروسته دی، چې د طب پوهنځي په خپله کلنۍ فراغت غونډه کې ملي سرود وغږاوه.

د سرچینو په خبره، د طب پوهنځي د دې محصلانو تعداد شاوخوا ۶۰ تنو ته رسیږي او ټول د ملي سرود غږولو کې شریک بلل شوي دي.

د پوهنتون د نظم او ډسپلین کمېټې ته دنده سپارل شوې وه، چې څیړنه وکړي، خو کمیټې د ټولو محصلونو په تړاو دا پرېکړه کړې ده.

طالبانو له هغه وروسته د ننګرهار مرکز جلال اباد کې د روښان پوهنتون لس محصلان ونیول، چې په غونډه کې یې د ملي سرود غږولو او هغه ته د درناوي ویډیو خواله رسنیو کې خپره شوه.

د روښان پوهنتون له لسو اته نیول شوي محصلین له څو ورځو بند تېرولو وروسته خوشي شول او دوه نور هم پرون د طالبانو د استخباراتو له زندان ازاد شول.

د راپورونو پر بنسټ خوشي شوي محصلان په زندان کې شګنجه شوي او د بدن پر ځینو ځایونو یې سخت ټپونه لیدل کېږي.

پوهنتون ته د ندیم خبرداری

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د ملي سرود د ویډیو تر خپریدو وروسته د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم د پوهنتون ادارې ته د ټلیفون له لارې خبرداری ورکړی، که بیا ورته کړنه تکرار شي نو د دوی پوهنتون به بند کړي.

وزیر په خپلو خبرو کې ویلي چې له دې وروسته که په پوهنتون کې کومه ناسته کیږي ترپایه باید د طالبانو ځايي امنیتي مسوولین پکې حضور ولري.