فرهاد دریا نیوکه کوونکو ته: ما له پیله دا ژمنه نه وه کړې، چې زلزله ځپلو ته به «ماڼۍ» جوړوم

د افغانستان نوموتي سندرغاړي فرهاد دریا په خواله رسنیو کې هغو نیوکو ته غبرګون ښودلی، چې د ده لهخوا د هرات زلزله ځپلو ته پر جوړو شویو کورونو شوې وې.

د افغانستان نوموتي سندرغاړي فرهاد دریا په خواله رسنیو کې هغو نیوکو ته غبرګون ښودلی، چې د ده لهخوا د هرات زلزله ځپلو ته پر جوړو شویو کورونو شوې وې.
فرهاد دریا پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:« د هرات د شمال لوېدیځ په سختو شرایطو کې چې زلزلې او توند بادونه د خلکو ژوند ګواښي، دا تر ټولو غوره چاره وه چې هغوی د خېمو پر ځای په داسې خونو کې ژوند تېر کړي چې ژوند یې وژغورل شي.»
هغه وايي، دغه شان کورونو تر دې وړاندې په چیلي، نیپال، ترکیې، ایران او څو نورو زلزله لرونکو هیوادونو کې خورا ښه پایله ورکړې ده.
فرهاد دریا د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې په پار نږدې ۷۰ زره امریکايي ډالر په دغو کورونو لګولي، چې شمېر یې ۳۷ کورونو ته رسېږي.
ځینو نیوکه کوونکو دا ویلي، چې دغه جوړ شوي کورونه د مساحت له پلوه ډېر کوچني دي او د کورنیو ټولې اسانتیاوې په کې نه شته؛ خو فرهاد دریا ویلي د دغو کورونو د جوړولو موخه دا وه، چې زلزله ځپلي هېوادوال یې له ساړه ژمي روغ راووځي.

مفتي محمد شریف عثماني، چې یو پوځي قومندان دی، د طالبانو رهبر ملا هبت الله د حکم پر اساس د بلخ پوهنتون د مشر په توګه ټاکل شوی و، د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۱۴مه) د یوې غونډې په ترڅ کې د بلخ پوهنتون د نوي مشر په توګه معرفي شو.
مفتي محمد شریف عثماني تر دې مخکې د شمال زون د نظامي محکمې رییس په توګه دنده ترسره کوله.
د طالبانو د امنیت او تصفیې کمېسیون د طالبانو لپاره د دغه پوهنتون پخوانی مشر ضیاالحق، له یوې "نامحرمې" ښځې سره د ټیلیفوني اړیکو د لرلو له امله له دندې ګوښه کړی و.
په بلخ کې د دغه کمېسیون د ولایتي دفتر د هغه مکتوب یوه کاپي چې یاد کمېسیون د شمالي حوزې دفتر ته استول شوې وه، د افغانستان انټرنشنل فارسي څانګې تر لاسه کړې وه.
په دغه مکتوب کې ټینګار شوی و، چې د بلخ پوهنتون د مشر په هکله، له یوې ښځې سره د غیرقانوني ټیلیفوني اړیکو تور ثابت شوی دی، او ویل شوي و چې د مکتوب د صادر کیدو له نېټې څخه نوموړی له دندې ګوښه شوی دی.

د امریکا د استخباراتو دوه سرچینو د جمعې په ورځ رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د دغه هیواد له لوري ترلاسه شوي معلومات دا تاییدوي چې په افغانستان کې میشت د داعش - خراسان ډلې څانګې په ایران کې د چهارشنبې ورځې دوه بمي بریدونه ترسره کړي.
یوې استخباراتي سرچینې رویټرز ته ویلي چې ترلاسه شوي معلومات واضح او د انکار وړ ندي. دغو سرچینو چې د خپلو نومونو له اخیستو یې ډډه کړې، ویلي چې دا معلومات یې د تلیفونو خبرو د اوریدو له لارې ترلاسه کړی او لا ډېر جزییات یې ندي ورکړي.
په ایران کې د چهارشنبې ورځ بریدونه، د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې په دغه هېواد کې تر ټولو خونړي هغه بلل شوي دي.
داعش د پنجشنبې په ورځ د دې بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست او ویې ویل چې دوو تنو بریدګرو چې چاودیدونکي یې ځان پورې تړلي وو، د قاسم سلیماني د مړینې د کلیزې په مراسمو برید کړی. سلیماني په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په عراق کې ووژل شوی و.

د طالبانو د کابل والي وایي، د امنیت د خوندي کیدو له کبله په ټول افغانستان کې لرغوني کلتورونو او دودونو بیا راژوندي شوي او دا د طالبانو د واکمنۍ لپاره د ویاړ خبره ده.
د طالبانو د کابل والي ملا امین الله عبید د وزلوبې (بزکشۍ) د پنځم پړاو د پای لوبې مراسمو کې ویلي: « دا د طالبانو افتخارات دي، چې امنیت یې تامین کړی او د همدې امنیت له کبله ټول افغانستان کې لرغوني کلتورونه او دودونه بیا را ژوندي شوي دي.»
د نوموړي د وینا ویډيو د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون د جمعې په ورځ (د مرغومې ۱۵مه)په اېکس ټولنیزې رسنۍ خپره کړې ده.
دغه طالب چارواکی په داسې حال دا څرګندونې کوي چې د خلکو په وینا د نورو زیاتو برخو په ګډون لرغونې کلتوري برخه هم د طالبانو په تېره دوه نیم کلنه واکمنۍ کې د ځلېدو پر ځای پیکه شوې؛ خو د کابل لپاره د طالبانو والي ټینګار کوي، چې دغې ډلې د لرغوني کلتور بیا را ژوندي کولو ته لومړیتوب ورکړی دی.
ملا امین الله عبید زیاته کړې، چې د طالبانو رهبري د ټولو څانګو پرمختګ ته ژمنه ده او په پراخه کچه د وزلوبې سیالیو ترسره کېدل د همدې تعهد ښکارندويي کوي.
دغه طالب چارواکی په داسې حال دا څرګندونه کوي، چې د دغو سیالیو لومړنی پړاو د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال تر سره شوی وو.
د وزلوبې پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ د مرغومۍ په ۵مه په کابل کې د ۱۲ ولایتونو تر منځ پیل شوې وې.
وزلوبه چې د افغانستان د لرغونو لوبو له ډلې څخه ده، شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فدراسیون رامنځته شو.

عجیبه نه ده؟ درویشت کاله پخوا څو عرب ترهګرو امریکايي الوتکې د نیویارک و پینتاګون پر ودانیو وروغورځولې، خو امریکا یرغل په افغانستان وکړ. امریکا ویل: موږ او زموږ شپږپنځوس نور ناټوغړي شریکان دلته د اسامه بن لادن کوربنو او پناه ورکوونکیو راوستلي یو.
نو داسې یې شل کاله د افغانستان خلک و کړول، خپل پخواني جهادي – تنظیمي شریکان یې په ډالرو او فسادي ګټو وپړسول او په پای کې یې بېرته هماغه د اسامه کوربانه راوستل او افغانان یې د دویمې هجري پېړۍ متحجر استبداد ته کېنول.
په پاکستان کې د اکوړه خټک، لاهور او کراچۍ د مدرسو روزلي ځانمرګي په پښتونخوا و بلوڅستان کې وژنې کوي، نګران لومړی وزیر ښاغلی انوارالحق خان هره ورځ په افغانستان کې دننه د پوځي عملیاتو ګوته څنډي.
ایران له امریکا او اسرائیلو سره د فلسطین په غزه کې ښکر اړم کړي، خو کله، چې په کرمان کې چاودنې وشي، د کورنیو چارو وزیر یې وايي: له افغانستان سره په پوله به دیوال وهي، چې مچومیاشی هم وروانه وړي.
روسان له ناټو او لویدیځ سره په یوکراین کې خرېپهخرې دي، خو پوتین چیغې وهي، چې ویره یې له افغانستان څخه ده او د تاجیک ولسمشر پښې دلته رپي.
چین د امریکا په سیالۍ کې غواړي له ټولې نړۍ د سوداګریزې لارې ملاوستنی( کمربند) راتاو کړي او خپل تولیدات مخامخ هرځای ورسولای شي، خو په ضد یې وژنې، چاودنې، تښتونې او اورلګونې له ګوادر بندره رانیولې په ټوله پښتونخوا، بیا ان تر پامیرکوریدور او قراقروم دښتو پورې روانې دي، زمکه په کې د پښتنو او بلوڅو سوزي او د جبهې شا یې افغانستان دی او ایغور ترهګر په بدخشان و وزیرستان کې دېره دي.
د «داعش» نوم له دغو تورو اخیستل شوی: (الدولة الإسلاميّة في العراق والشام) یعنې په عراق او سوریه کې اسلامي دولت! خو سر یې له تورې بوړې راوځي، یا له کونړ یا هم په شمال کې د امو له غاړو. سپینږیري د شینوارو په بمونو کینوي، نوی زېږېدلی ماشوم د خوږیاڼو له منځه دوه ځایه کوي، د کوشنیو ماشومانو کورسونه په دشتبرچي کې الوځوي او د جهادالنکاح لپاره د ډیورند دواړو غاړو خویندې میندې په جنسي مینځو بدلوي.
پاکیستان و هیندوستان یو د بل په وړاندې چاودنې او غویمنډ په کابل کې کوي، د مومبای تاجمحل هوټل ترهګر د ډیورند په غاړوپټ وي، د هیندوستان الوتکه کندهار ته راتښتول کیږي او په بدل کې یې د انصارالمجاهدین ملا مسعود اظهر او څلور تنه نور ترهګر غوښتل کیږي او هیندوستان یې هم ورپرېږدي.
چې د ایران و سعودي و نورو ترمنځ دوښمني لویه شي او د چین د ژېړ ښامار پانګونې ته د ګواښ پېښولو اړتیا پېښه شي، دلته په کورمه، پاړهچنار، هنګو او نورو سیمو کې د شیعه – سني جګړه توده شي، دواړه لوري پښتانه او سره ترهزامن وي یو بل ته لارې ونیسي او لس لس و شل شل راوغځوي، خو یو لوری هم نه پوهیږي، چې ولې؟ او د څه لپاره ؟
د افغانستان نیمايی نفوس (نجونې او مېرمنې) په افغانستان کې زنداني دي، له ښوونځي، پوهنځي، کار او انساني حقونو بېبرخې او لرې ساتل شوې، خو د انګلستان های کمیشنره جېن ماریوت له پاکیستاني ملافضلالرحمان سره په اسلام آباد کې په دې اړه خبرې کوي، چې له دې نجونو او ښځو سره بالاخره باید څه وشي؟
یوه بله رینا امیري په امریکايي امکاناتو ګرځي راګرځي، چې نه پوهېږم د افغان ښځمنو له حقونو څخه کوم ځای او له چا څخه دفاع کوي؟ یو الله ج پرې خبر دی. له بلې مېرمنې روزا اوتونبایوا سره ایله دې پایلې ته رسېدلي، چې خیر افغان نجونې که ښوونځي ته نه پرېښول کیږي، نو مدرسې دې ووايي. ( که ډوډۍ نشته، کولچې دې وخوري!).
«دا د پټي سر دی، پټی بېرته سوروردی!»
ما یې یوازې دا څو بېلګې یادې کړې، کیسه تر دې پراخه ده.
په بله وینا:
«د دې ډول غږ به سبا واورئ!»
تاسو ډاډمن اوسئ، چې بهرنیان په دې اړه ستاسو پوښتنو ته ځواب نه وايي، مګر دا چې موږ یې پخپله ځواب ومومو.
زموږ اصلي ستونزه دا ده، چې په دې اړه هیڅکله پوښتنې نه کوو، که په زړونو کې مو هم پوښتنې راګرځي، په خوله یې ویلای نه شو. له تکفیر څخه ډاریږو. که په دې اړه مو څه وویل، یا وپوښتل نو اسلام په خطر کې لویږي.
هیڅ افغان له چا ونه پوښتل، چې د نړۍ دا دومره پېچلې لوبې ولې دلته راوستل کیږي؟
څه راپېښه ده؟
که دا کار د اسلام ګټلو لپاره روان وي، نو خدای دې راولي، هرکله! خو زموږ په کې ګټه څه ده؟
موږ، چې د ټول عالم اسلام لپاره دومره وینې بهوو، د سعودي په سرو زرو او تیلوکې مو کوم څاڅکی حق شته؟
دوبۍ ته مو څوک بې پاسپورته پرېږدي؟
پاکستان و ایران مو په اسلامي ورورولي کډوالو ته پناه ورکوي؟
د قطر و کویټ د شیخانو له زرینو ټټيو څخه کومه ټوټه زر رارسیږي، که نه؟
هو!
یوڅه، چې له ټولې دونیا راروان دي،وسلې او مرمۍ دي.
افغانان وږي، نهر، بې درملو، بې ډاکتره، بېښوونځي او وزګار دي، خو یو د بل وژلو لپاره وسلې، مرمۍ او توپونه و بمونه ښه وړیا او پریمانه دي، دومره پریمانه، چې په یوکراین، سره سمندرګي، ایران، پاکیسان، هیند او د دونیا په بله هره سیمه کې چې ترهګري یا ناترهګري حمله و پېښه وشي، رسنۍ وايي: وسله یې له افغانستان څخه قاچاق شوې ده.
پنځوس کاله کیږي، چې موږ د دین په نامه د دونیا ټولې سرې لمبې خپل کور ته راوړي او خپل خلک مو پرې سیزلي، خو په دې اړه یې له هر راز پوښتنې ویرولي یو. وايي: پوښتې کفر دي. او پوښتونکي کافران دي.
بېشکه، چې په دې کې دین ملامت نه دی، په دین کې ستونزه نشته، خو د دین په سوداګرو او تجارانو کې ستونزه ده، هغوی چې د خدای د حاکمیت په نامه خپل حاکمیت غواړي او د واک، ځواک، زرو او څلورو ښځو وږي، بلکې لیوني دي.
ستونزه په موږ څلویښت میلیونه وګړیو کې ده، چې هرڅوک هرڅه راباندې کوي، له تکفیره ډاریږو، نه احتجاج کوو، نه اعتراض او نه حتی پوښتنه، ځکه دا ټول راته کفر ښکاري.
اوس به بیا پوښتنه کوئ، چې حللاره څه ده؟
پوښتې وکړئ!
پوښتنې راپورته کړئ!
په دې هرڅه خبرې وکړئ، وغږیږي!
که غږېدلای نه شئ، نو
وبنګیږئ!
څلویښت میلیونه یاست، که څلویښت میلیونه مچان هم وبنګیږي، ځان له تکفیره خلاصولای شي، له تکفیر څخه مه ډاریږي، د ژوندي پاتېدا لپاره وبنګیږي، پوښتنې وکړئ، چې:
ولې د ټولې دونیا اور زموږ پر سر بل دی؟
یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې داعش وسلوالو د ولي ګل په نوم له یو ځايي اوسیدونکي سر پرې کړی دی. سرچینې زیاتوي دغه پيښه دوه ورځې وړاندې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ دېوګل درې سپیدار کلي کې رامنځته شوې ده.
د کونړ څوکۍ ولسوالۍ یو ځايي اوسیدونکي نن جمعې ورځ د ( جدي۱۵ مه ) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې له ولي ګل داعش وسلوالو د جاسوسی په تور سر پرې کړ ی دی.
د څوکۍ ولسوالۍ سپیدار کلي یو بل اوسیدونکی وايي: «ولي ګل طالب نه و، او نه یې هم کومه دنده درلوده، غریب سړی و ، دوه ورځې وړاندې داعشیانو ونیو او همغه ورځ یې سر ورپرې کړ.»
داعش-خراسان وسلوالو نن د یوې خبرپاڼه خپرولو سره ویلي چې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د طالبانو یو جاسوس وژلی دی.

د طالبانو ځايي چارواکو د پيښې په اړه تروسه رسنیو څه نه دي ویلي.
افغانستان انټرنشنل ته څو سرچینو منلې ده چې د طالبانو د غړو کورنیو له هغو سیمو کډه کړې چې د داعش حضور په کې لیدل کیږي.
د ترلاسه شو معلوماتو له مخې داعش-خراسان د کونړ په دریو ولسوالیو کې حضور لري.
د کونړ ماڼوګی ولسوالۍ په چپه او قوړنګل درو ، څوکۍ ولسوالۍ دېوګل دره او غازي اباد ولسوالۍ کې د داعش-خراسان وسلوال شته دي.
د ځايي اوسیدونکو په وینا داعش وسلوالو سره بهرني وسلوال هم لیدل کیږي.
د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب په وروستۍ خبري ناسته کې ویلي و چې په یو شمیر بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وسلوال برخه لري.
که څه هم طالبانو ویلي چې واک ته د دوی له رسېدو سره داعش وسلوال سخت ځپل شوي او د سر پورته کولو توان نه لري خو په وروستیو کې د ننګرهار او کونړ یو شمیر اوسیدونکو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال ته ویلي چې د داعش ـ خراسان ډلې جلب او جزب چټک کړی دی.
دوی وايي چې د داعش وسلوال د کونړ غازي اباد ولسوالۍ په جوماتونو ګرځیدلي او له خلکو یې غوښتي چې د امتیازیاتو په بدل کې له دغې ډلې سره یوځای شي.
له یو څه مودې راهسې داعش خراسان څانګې خپل ځمکنی حضور پټ ساتلی وو، دا لومړی ځل دی چې له یوې اوږدې چوپتیا وروسته دغه ډله بیا خپل سر پورته کوي او هغه سیمو کې یې د حضور راپورونه تایدیږي چې پخوا یې هلته واکمني او له طالبانو سره سختې جګړې کړي وې.
څو میاشتې وړاندې طالبانو ته نژدې وېپاڼې المرصاد چې د داعش په اړه راپورونه نشروي، پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان په پټه په افغانستان کې د داعش ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ددغه ډلې مشرانو ته ځای ورکړی دی.
