طالبان: له پاکستانه سلګونه کډوال په جبري توګه هېواد ته ستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونګو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۱۴مه او ۱۵مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۴۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونګو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۱۴مه او ۱۵مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۴۲ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۶۵ کورنۍ چې ټولټال ۳۴۱ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي.
په راپور کې راغلي، چې دغه کډوال له نوم لینکې وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه پېژندل شوي.
له بلې خوا د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۴۴کورنۍ چې ټولټال ۲۰۱ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي.
د دوی په وینا، دغه کسان له پېژندلو وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ پاکستاني چارواکو وویل چې په دغه هېواد کې پاتې ۱۷ لکه بې اسناده نور کډوال هم باسي.
د دغو چارواکو په خبره، له دغه هېواده د بې اسناده بهرنیانو اېستنه په منظمه توګه روانه ده.

ترهغه وروسته چې د جنورۍ پر څلورمه نېټه منظور پښتین په اسلام اباد کې د محکمې لهخوا په ضمانت خوشې شو؛ نو پوليسو له اډيالې زندانه "ناڅرګند" ځای ته وړی و.
د پي ټي اېم يو مخکښ غړي ادريس پشتين نن (د جنورۍ پر پنځمه) رسنیو ته ويلي، چې منظور پښتين په جهلم کې زنداني شوی دی؛ خو د نوموړي په وينا پوليسو لا تر اوسه د پښتين پرضد مقدمه نه ده په ډاګه کړې.
د پنجاب پوليسو تر اوسه د پشتين پرضد د مقدمې په اړه څه نه دي ويلي او نه يې هم نوموړی عدالت ته وړاندې کړی دی.
پاکستاني خبريال اعزاز سيد پر خپله اېکس پاڼه يوه ويډيو خپره کړې، چې پوليسو منظور پښتين په خپل موټر کې او د ده د پلویانو د اعتراض سره، سره هغه نا معلوم لوري ته بیايي.
د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) په قضیه کې پر منظور پښتين تور پورې کړی و، چې غورځنګ یې له بهره پیسې ترلاسه کوي؛ خو د پښتين يو وکيل اېمل خان مندوخېل پر موکل لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي وو.
پر منظور پښتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت ومانه؛ خو وروسته یې په يوه بله مقدمه کې د ترنول پولیسو ته وسپاره.
تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۱۸مه او ۲۳مه د پښتين د قضيې اورېدنه د قاضي د ناسوبتیا له امله ځنډېدلې وه.
بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د منظور پښتين پر نیولو "اندېښنه" څرګنده کړې او هغه یې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.
د بلوچستان پوليسو منظور پښتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو، چې هغه تربت کې د بلوڅانو په اعتراضي پرلت کې د ګډون لپاره روان و.
وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.
د پاکستان پوليسو منظور پښتين تر دې مخکې هم څو ځلې نیولی دی او پر هغه یې تور پورې کړی دی، چې نوموړی د ریاست پر ضد د خلکو پارولو هڅه کوي؛ خو نوموړي دا تورونه رد کړي او وايي، چې د پاکستان د قانون په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر خپله سيمه امن غواړي.

په هلمند ولایت کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړه، چې تېره شپه د دغه ولایت د مارجې ولسوالۍ د یازده په سیمه کې درې وروڼه د ناپیژانده وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوي دي.
سرچینه وايي، دغه درې سره وروڼه له خپل دوکان څخه د کور پر لورې روان وو چې د نا پېژانده موټر سایکل سپرو لهخوا پرې ډزې وشوې او درې واړه ځای پر ځای ووژل شوو.
په وژل شویو درېیو وړونو کې د یو عمر شاوخوا ۲۵ کاله و او د دوو نورو عمرونه یې د پنځلسو او دیارلسو کالو په منځ کې وو.
تر اوسه ځايي طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د سیمې ګڼ اوسېدونکي په دغسې پېښو کې طالبان ښکېل ګڼي.

افغان معترضو مېرمنو د طالبانو لهخوا د «بې حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو د نیونې په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دوی وایي، په دې وروستیو کې طالبانو په کابل او غزني ولایت کې یوشمېر ښځې او کم عمره نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې او دوی یې ناڅرګنده ځای ته بېولې دي.
دوی ادعا کوي، طالبانو د دوی کورنۍ اړ اېستي چې د دوی په ګټه لاریون وکړي او په بدل کې به یې د دوی لوڼې او مېرمنې خوشې کړي.
د دوی په وینا، طالبانو د پولیسو په حوزو کې د دغو مېرمنو کورنۍ رټلې او ورته یې خبرداری ورکړی؛ که د دوی د خوښې حجاب څخه ملاتړ ونه کړي نو دغه ډول نیونې به دوام وکړي او د بیاځلې نیونې سره به له درنې سزا سره هم مخامخې شي.
د جنبش شنبه های ارغواني په نوم غورځنګ د طالبانو دغه کړنې د نړۍوالې ټولنې لهخوا د دغه وضعیت بابېزه ګڼل او د تعامل د زیاتوالي پایله ګڼي.
دوی وایي، اغلې رزا اتنبایوا د افغان مېرمنو پر وضعیت سترګې پټې کړې او طالبانو ته د باج ورکوونې او د لا تعامل غوښتونکې شوه او د بيبي ګل په څېر د مېرمنو ځان وژنې یې د پایلو څرګندې نښې دي.
دوی وایي، که ملګري ملتونه غواړي دغه کړنې ودرېږي؛ نو له خبرپاڼو دې لږ اخوا عملي ګام پورته کړي.

څه باندې ۷۰ تنو افغان مېرمنو په اسلامي مدرسو کې د افغان نجونو د زدهکړې په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د وروستیو څرګندونو په وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته یو پرانیستی لیک استولی.
دغو مېرمنو ویلي، دغه ډول څرګندونې په بشپړه توګه غیر مسوولانه دي او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نجونو لپاره د زدهکړې بندیز د عادي کولو په توګه ګڼل کېږي.
د افغان ښځو، فعالانو، پخوانیو قاضیانو، دیپلوماتانو او د بشري حقونو سازمانونو استازو په امنیت شورا کې د ملګرو ملتونو د استازې دریځ او څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې هغه د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو پر تعلیم د بندیز د عادي کولو هڅه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې اغلې اوتونبایوا تېره میاشت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، چې "ډېر او کره اسناد شته، چې نجونې په اسلامي مدرسو کې زدهکړې کولی شي".

د افغانستان د ښځو د پیوستون غورځنک منلې، چې د دوی یوې غړې په کندز ولایت کې ځان وژلی. د ښځو د حقونو د ډلې چارواکو ویلي، چې ۲۱ کلنه بيبي ګل د طالبانو د واکمنۍ په پیل کې بندۍ شوې وه او له خوشې کېدو وروسته یې «تل د ځان وژنې په اړه فکر کاوه.»
دغې ډلې ویلي، بيبي ګل چې د تېرې جمعې په ورځ د مرغومي په دویمه نېټه ځان کوهي ته غورځولی و، د یکشنبې په ورځ د مرغومي په لسمه نېټه یې د جوزجان په یوه روغتون کې سا ورکړه.
د افغانستان د ښځو د پیوستون د غورځنګ مشرې زهرا حق پرست افغانستان انټرنشنل ته د بيبي ګل مړینه تایید کړه.
د افغانستان د ښځو د پیوستون غورځنګ وویل، دغه یوویشت کلنه پېغله چې د «زهرا محمدي» په مستعار نوم د طالبانو د کړنو پر ضد یې په غونډو کې برخه اخیسته، د ښځو د حقونو له نورو فعالانو سره یو ځای د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت د کندز په ولایت کې نېول شوې وه.
ساره همدم (مستعار نوم) د دغه غورځنګ غړې چې له بيبي ګل سره یې نږدې اړیکې لرلې وویل، هغې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته تل «د ځان وژنې په اړه فکر کاوه.»
مېرمن همدم ووېل، بيبي ګل پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د کندز ولایت له یوې لیسې فارغه شوې وه؛ خو کله چې دغې ډلې د نجونو له پاره د پوهنتونونو دروازې وتړلې هغه و نه توانیده په کانکور کې برخه واخلي او پوهنتون ته لاره پیدا کړي.
د بيبي ګل کورنۍ او په کندز کې طالبانو د دغې موضوع په اړه تر اوسه څه نه دی ویلي.دغې ډلې ویلي، بيبي ګل چې د تېرې جمعې په ورځ د مرغومي په دویمه نېټه ځان کوهي ته غورځولی و، د یکشنبې په ورځ د مرغومي په لسمه نېټه یې د جوزجان په یوه روغتون کې سا ورکړه.
د افغانستان د ښځو د پیوستون د غورځنګ مشرې زهرا حق پرست افغانستان انټرنشنل ته د بيبي ګل مړینه تایید کړه.
د افغانستان د ښځو د پیوستون غورځنګ وویل، دغه یوویشت کلنه پېغله چې د «زهرا محمدي» په مستعار نوم د طالبانو د کړنو پر ضد یې په غونډو کې برخه اخیسته، د ښځو د حقونو له نورو فعالانو سره یو ځای د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت د کندز په ولایت کې نېول شوې وه.
ساره همدم (مستعار نوم) د دغه غورځنګ غړې چې له بيبي ګل سره یې نږدې اړیکې لرلې وویل، هغې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته تل «د ځان وژنې په اړه فکر کاوه.»
مېرمن همدم ووېل، بيبي ګل پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې د کندز ولایت له یوې لیسې فارغه شوې وه؛ خو کله چې دغې ډلې د نجونو له پاره د پوهنتونونو دروازې وتړلې هغه و نه توانیده په کانکور کې برخه واخلي او پوهنتون ته لاره پیدا کړي.
د بيبي ګل کورنۍ او په کندز کې طالبانو د دغې موضوع په اړه تر اوسه څه نه دی ویلي.
