طالبان: سلګونه کډوال له پاکستانه په جبري توګه راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وازرت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۱۸مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۴۳ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وازرت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرغومي په ۱۸مه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۵۴۳ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۶۱ کورنۍ چې ټولټال ۳۲۲ تنه کېږي او ۲۲ تنه یې تازه د پاکستان له زندانونو خوشې شوي په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.
د دوی په وینا، دغه کډوال یې د مرستو تر لاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفترونو، د خوړو نړۍوال سازمان او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندلي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د راپور له مخې ۳۸ کورنۍ چې ټولټال ۱۹۷ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.
د تورخم د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، راستانه شوي کسان د مرستو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، لاهم لږ تر لږه ۱۷ لکه بې اسناده کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي او په وینا یې د دغو کډوالو د اېستنې لړۍ په منظمه توګه روانه ده.


د بشري حقونو یوه سازمان ویلي چې د طالبانو له خوا په وروستیو ورځو کې د افغان ښځو او نجونو «تښتول» یو «ترهګریز عمل» او د جنسیتي توپیر یوه بېلګه ده. د «بشري حقونو د فعالانو اتحادیې» د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو د جنسي توپیر په اړه څېړنې وکړي.
دغې ادارې په یوه بیان کې څرګنده کړې چې «نیونې د حکومتونو او قانوني بنسټونو کار دی» او ویلي یې دي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو کړنې «تښتول، انسان تښتونې او یرغمل کولو» ته ورته دي.
د بشري حقونو د فعالانو اتحادیې ټینګار کړی چې طالبانو د کابل سړکونه او سیمې د افغان ښځو او نجونو لپاره تنګې کړې، او په همدې حال کې د دې «ډلې چارواکي» د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن د هرکلي لپاره په یوه بل سړک کې ولاړ دي.
په اعلامیه کې د کابل له خلکو غوښتل شوي چې د طالبانو د «ترهګرې ډلې د بشري حقونو د سرغړونو» د مستند کولو لپاره د دغې ډلې پر ضد شواهد راټول کړي.
طالبانو په کابل او غزني کې له یوې اونۍ راهیسې یو شمېر ښځې او نجونې د «بې حجابۍ» په تور نیولې دي. د نیول شویو ښځو او نجونو کره شمېر لا هم نه دی څرګند.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه عمل دفاع وکړه او دا يې له حجاب پرته د ښځو «سزا» وبلله.
خو د طالبانو دغه ګام د بشري حقونو د سازمانونو او سیاسي څېرو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ پر طالبانو غږ وکړ چې ټولې هغه ښځې چې د «بې حجابۍ»په تور نیول شوې دي سملاسي او پرته له شرطه دې خوشې کړي.

سرچینې وايي نن سهار د پاکستان پنجاب ایالت د راولپنډۍ په خیابان سرسعید سیمه کې دوه افغانې کډوالې د نامعلومو کسانو له لوري په چاړه وهل شوې او ټپیانې دي. ويل کیږي دواړه ټپي شوې افغانې مېرمنې روغتون ته لیږدول شوې او روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.
تر اوسه پورې لا د پېښې انګیزه نه ده معلومه چې ولې دغه افغانې میرمنې په چاړه ټپیانې شوې دي خو میاشت وړاندې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد په پيښور موړ سیمه کې یو افغان کډوال د غلو له لوري په ډزو ووژل شو.
سرچینې وايي دواړو مېرمنو په لاسونو د چړې ګوزارونه لیدلي دي.
تر اوسه پورې په سیمه کې پولیسو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په اسلام اباد کې د پمز په نوم روغتون ډاکتران وايي چې د دواړو ټپي شویو مېرمنو روغتیایي حالت ښه دی.
غوښتل مو چې په دې اړه خپله له داوړو ټپي شویو افغان مېرمنو سره خبرې وکړو خو هغوی د ځينو امنیتي دلیلونو له مخې و نه غوښتل چې په دې اړه نظر ورکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر مرتضی سولنګي ویلي دي، لنډمهاله اداره دا واک نه لري چې د فبرورۍ په اتمه نېټه ټاکل شوې عمومي ټاکنې وځنډوي. د پاکستان دولتي راډیو د سه شنبې په ورځ وویل، د تاوتریخوالي د پراخې وېرې له امله په پاکستان کې به ټاکنې نورې هم وځنډول شي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او د سیاسي چارو کارپوهانو په پرله پسې ډول وېره څرګنده کړې، چې په دغه هېواد کې به ټاکنې وځنډېږي ځکه چې امنیتي او اقتصادي وضعیت یې کړکېچن دی.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، لنډمهاله حکومت د ټاکنو د ځنډولو واک نه لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د اطلاعاتو وزیر دغه څرګندونې د پاکستان ټلویزیون (پيټيوي) د یوه پروګرام پر مهال وکړې.
سولنګي وويل، دا د اساسي قانون د ٢١٨ (٣) مادې له مخې په هېواد کې د ټاکنو نېټه ورکول او يا بدلول د ټاکنو خپلواک کمېسيون واک دى.
راډيو پاکستان وويل:« وزير ومنله چې ستونزې شته؛ خو هومره جدي نه دي، چې ټاکنې دې وځنډوي.»
هغه د فبرورۍ په اتمه د ازادو، عادلانه او رڼو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د حکومت پر هوډ ټینګار وکړ، چې د ټاکنو د څار بنسټ څخه "بشپړ ملاتړ" کوي.
پاکستان اوس مهال د لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ د لنډمهاله حکومت لهخوا پرمخ وړل کېږي، چې موخه یې د عمومي ټاکنو څارنه ده.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، ملګرو ملتونو ورسره ژمنه کړې چې د هغو بزګرانو لاسنیوی به کوي چې نن سبا په خپله ځمکه د کوکنارو پر ځای نور فصلونه کري.
له دغه وزارته په خپره شوې وینا پاڼه کې چې د مرغومي په ۱۸مه خپره شوې راغلي، چې د طالبانو د کرنې وزیر عطاءالله عمري په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له رییس ریچارډ ټرانچارډ سره په کتنه کې د دغو مرستو یادونه شوې او اغلې اوتونبایوا د افغانستان له کروندګرو او بزګرانو سره د همکارۍ لپاره د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د چمتووالي خبره کړې او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه د نشهیي توکو د کښت او کاروبار د مخنیوي په چاره کې د افغان بزګرانو دغه کړنه ستایي او په دې برخه کې د هغوی لاسنیوي ته چمتوالی لري.
د طالبانو د مشر ملا هبت الله د یو فرمان په صادرولو سره په افغانستان کې د کوکنارو په کر بندیز لګولی؛ خو لا هم د دغه هېواد په ګڼو ولایتونو کې د نشهیي توکو د تولید فابریکې فعاله دي او په ګڼو بازارونو کې د دغو توکو پېر او پلور په ازاده توګه ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د پرمختللیو نشهیي توکو لکه د ښیښې په تولید کې لومړی ځای لري.
تر دې وړاندې د افغانستان ګاونډي هېواد تاجکستان هم له دغه هېواده د نشهيي توکو په قاچاقو اندېښنه ښودلې وه او دا یې هم ویلي وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې له افغانستان سره په پوله شاوخوا لس ټنه نشهیي توکي نیولي دي.

پرون نا وخته وسلهوالو کسانو د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې هغه لس کسه کارکوونکي تښتولي، چې د یو سړک د رغولو چارو ته روان وو. ځايي پولیسو د پېښې د پخلي تر څنګ ویلي، چې د برمته شویو کاریګرو د لټون چارې روانې دي.
دغه پېښه د لکي مروت په حسن خېلو سیمه کې شوې، هلته چې د سړکونو او لویو لارو د جوړولو چارې روانې دي.
دغه کارګرانو د یو شخصي شرکت سره کار کاوه؛ خو داسې ویل کېږي چې دغه شرکت د پاکستان له حکومت سره د سړک جوړولو په چاره کې سترې پروژې پر مخ بیايي.
که څه هم چې د دغې پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی؛ خو دغه سیمه د خیبر پښتونخوا د نورو سیمو په څېر ډېره نا امنه ده او د ټيټيپي په شان نورې لویې او کوچنۍ وسلهوالې ډلې په کې فعالې دي.
په همدې حال کې پرون په شمالي وزیرستان کې د پاکستان یو پوځي ووژل شو.
د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې یو سرتېری یې هغه مهال په نښته کې ووژل شو چې دوی غوښتل د خپلو مخالفو وسلهوالو یو پټنځای ویجاړ کړي.
تر دې مخکې پرون د باجوړ په مامندو کې د پولیسو د سپرلۍ د موټر په لاره کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۶ پولیس ووژل شول او ۲۲ نور ژوبلیدلي وو.
د پروني برید مسوولیت ټيټيپي په غاړه اخیستی دی.