• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د فرهنګ وزیر: د هرات تاریخي ګودامونه به د لاسي صنایعو په بازار بدل شي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير خيرالله خېرخوا هرات ته د يوه سفر پر مهال د دغه ولايت له تاريخي ګودامونو څخه د ليدنې په ترڅ کې د هرات د تاريخي ابدو په ساتنه او بيارغاونه ټينګار کړی دی. دغه طالب چارواکي ویلي، چې د هرات تاریخي ګودامونه به د لاسي صنایعو په بازارونو بدل شي.

د هرات تاريخي ګودامونه چې د (ګودام) په نوم ياديږي؛ د دغه ولایت له تاريخي ودانيو څخه شمېرل کېږي، چې د امیر عبدالرحمان په وخت کې د غله جاتو د ذخيره کولو لپاره جوړ شوي وو.

دغه ګودامونه د هرات په ښار کې د ۱۴ زره متره مربع مساحت په لرلو سره اوس هم شته.

طالبان چې د باميانو د بودا مجسمو او نورو لرغونو اثارو په ویجاړولو کې نوم لري خبر ورکړی، چې په راتلونکي کې به د هرات له تاريخې ابداتو څخه د نندارتونو د جوړولو تر څنګ په بېلابېلو فرهنګې برخو کې کار اخلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير د هرات له تاريخي اثارو څخه د ليدنې پر مهال وويل، چې وزارت يې هڅه کوي څو د هرات تاريخي ابدات د سيلانيانو د راجلبولو په موخه په کورني بازار بدل کړي.

په هرات ولایت کې وروستیو زلزلو د دغه ښار ځینې ارزښتناک او ساتل شوي تاریخي اثار هم زیانمن کړي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مرستیال وزیر سن پیترزبورګ ته د سفر پر مهال له روسیې غوښتي وو، چې د افغانستان د تاریخي اثارو د بیارغونې په برخه کې دې له دوی سره مرسته وکړي.

د افغانستان د تاريخي ابداتو له منځه وړل او ویجاړول د ملګرونو ملتونو د تعليمي، علمي او فرهنګي ادارې يونسکو له اندېښنو څخه دي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

تر فلای دوبۍ وروسته اير عربيه هم کابل ته الوتنې پيل کړې

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی، چې ایر عربیه هوايي شرکت کابل ته يو ځل بيا خپلې الوتنې پيل کړې. د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې د اير عربيه دغه یو ورځنۍ الوتنې د شارجې او کابل ترمنځ کېږي.

د خبرپاڼې له مخي، چې دغه الوتنې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د تګ راتګ لپاره مسافرو ته نوې اسانتياوې برابرې کړي.

تېره مياشت د اير عربيه شرکت مشر عادل ال علي ويلي و، چې کابل ته د پروازونو پیلول یې مسافرينو ته د ژمنيتا نښه ده او تر ټولو په ارزانه بيه به خلکو ته سفرونه برابر کړي.

تر دې مخکې فلای دوبۍ هوايي شرکت نږدې درې میاشتې پخوا له دوه کاله او څلورو میاشتو ځنډ وروسته کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.

د فلای دوبۍ تر څنګ، د افغانستان کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونه اوس مهال له کابل څخه د دوبۍ، مسکو، اسلام اباد او استانبول په ګډون څو نورو ځایونو ته محدود خدمات وړاندې کوي.

راشد خان له هند سره لوبلړۍ کې نشي لوبېدلی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر ابراهیم ځدراڼ وايي، وتلی ستوری راشد خان د ملا عملیاتو له امله له هند سره راتلونکې لوبلړۍ کې لوبېدلی نشي. راشد خان څه مهال مخکې لندن کې د ملا عملیات کړي او ویل کېږي لا هم پکار ده چې ارام وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، له هند سره د شل اوره لوبلړۍ د پیلېدو په درشل کې نن ابراهیم ځدراڼ وویل، «هغه پوره جوړ نه دی، خو له ډلې سره په دې سفر کې شته، هغه له ډاکټر سره پر خپله روغتیا بوخت دی، موږ به یې لوبلړۍ کې نه لرو. »

۲۵ کلن خان د افغانستان د شل اوره کرېکټ تر ټولو ځواکمن لوبغاړی دی.

هغه په تېر شل اوره نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مشر و او له ۲۰۱۷ کال راهیسې د هند پریمیر لیګ کې لوبېږي.

ابراهیم ځدران هم د راشد خان تشه احساسوي، خو زیاتوي: «له راشد خان پرته به هم موږ هڅه کوو، د هغه تجربې زموږ لپاره مهمې دي، خو دا کرېکټ دی او ته باید په هر ډول حالاتو کې تیار اوسې.»

راشد خان تېر نومبر کې د ملا درد له امله په لندن کې عملیات وکړل او له امله یې د اسټرالیا او سوېلي ا فریقا په لیګونو کې هم نشي لوبېدلی.

د افغانستان ملي لوبډله د هندوستان لوبډلې سره سبا د جنورۍ پر ۱۱ لومړنۍ لوبه لري، په ۱۴مه او ۱۷مه ور سره پاتې دوه لوبې کوي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له هندوستان سره د دوه اړخیزه شل اوره لوبو سیالۍ کوي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت: اوسنی افغانستان د نویو ناکامیو زغم نه لري

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د «افغان کشالې» د هوارولو اړتیا تر سرلیک لاندې په يوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې اوسنی افغانستان د یوې نوې ناکامۍ زغم نه لري. دغه وزارت ليکلي، چې پخوانيو کشالو ته د حل لارې تر پيدا کولو پرته د نويو دوسيو پرانيستل د افغانستان اوسنۍ ستونزه نه شي حلولای.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن د دې خبرپاڼې په خپرولو سره په نړیوال سازمان کې د افغانستان د ژرګډون غوښتنه وکړه.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ایران د سیمه ییزو اړيکو يوې ډلې پر جوړولو ټینګار شوی دی.

په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفير د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره په ليدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي ټاکل «نامناسب» بللي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم ټېنګار کړی، چې له ګاونډیانو سره د همږغۍ لپاره د افغانستان غوره شوې لاره به هغه ترتیب برابر کړي چې د نړیوال نظام په جوړښت او تنظیم کې د نویو ماموریتونو د تامینولو لار به هواره کړی.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د نوې پرېکړه لیک په اړه وړانديز کړی، چې له نوي او جنست ځپلي چلن مخکې باید د دغه هېواد د اوسنيو ستونزو د حل لپاره باید هڅې او مثبتې پايلې ترلاسه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ « ایران په دې باور دی، چې په افغانستان او سیمه کې ثبات او امنیت ته اړتیا ده، چې ملګري ملتونه د خپلو دندو او مسوولیتونو په ترسره کولو سره بايد مسایلو، ستونزو او بشري وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د ایران د بهرنيو چارو وزارت ليکلي، چې په راتلونکې ازموينه کې ناکامي به په نړيواله سوله او امنيت منفي او ناوړه اغېز وکړي.

که څه هم ایران تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو له دوو کلنو راهيسې يې له طالبانو سره خپلې سياسي، ډيپلوماټيکې او اقتصادي اړيکې ټينکې کړې دي.

تر دې مخکې یو شمېر ایراني چارواکو ویلي وو، چې دوی دغه ډله په رسمیت نه پېژني، خو له طالبانو سره به خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.

په دې وروستيو کې د امريکا د دفاع وزارت يوه پخواني لوړ رتبه چارواکي ويلي وو، چې ایران له ۲۰۱۲ کال راهيسي هر کال طالبانو ته سل مېلېونه ډالره ورکوي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د قومندان پخواني سلاکار کارټر مالکاسیان ویلي، چې ایران په افغانستان کې «دوه ګونی لوبه» کوي.

داعش په کابل کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۰

داعش د کابل ښار په الوخېلو کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت ومانه چې له امله یې په یوه ګاډي کې درې کسان ووژل او څلور ټپیان شول. داعش خپل تلګرا کانال کې وايي، دا برید یې د څرخي پله زندان پر کارمانانو کړی او له امله یې لس کسان وژل شوي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ وياند پرون تایید کړه، چې د کابل په الوخېلو کې په يو موټر کې د چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

خالد ځدراڼ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په یوه مرسیډیز ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یاده مرګ ژوبله اوښتې او په شک یې یو کس نیولی دی.

دا له یوې اونۍ په کم وخت کې دویم ځل دی چې داعش په کابل کې د دوو بریدونو مسوولیت مني.

طالبان وايي په زندانونو کې یې د ۸۰۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره کسان بنديان دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د زندانونو د ادارې نظامي مرستیال ویلي، چې په ټول افغانستان کې د دې ډلې په زندانونو کې د ۸۰۰ ښځو په ګډون ۱۹ زره کسان بندیان دي. حبيب الله بدر وويل، چې طالبان هيڅ سياسي بنديان نه لري او دغه ټول زندانیان په جنايي جرمونو تورن دي.

د طالبانو دغه چارواکې د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزيون سره په مرکه کې تاييد کړه، چې د دوی په زندانونو کې لږ شمېر بهرنیان هم د جنايي جرمونو په تور بنديان دي.

نوموړي د بهرنیو بنديانو دقیقه شمېره ونه ویله.

د حبيب الله بدر په وينا، د دوی په زندانونو کې ٩ زره ښځينه پوليسې دندې لري.

د ملګرو ملتونو دفتر په تېره چنګاښ میاشت کې د طالبانو په زندانونو کې د بنديانو شمېر ۱۵ زره ښودلی و.

يوناما په دې راپور کې تايید کړې وه، چې طالبان زندانيان «شکنجه کوي» او «برقي شاکونه» ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) د وږي مياشت کې په يوه بل راپور کې هم د طالبانو د استخباراتو او کورنيو چارو وزارت په زندانونو کې د بنديانو د شکنجې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د يوناما د راپور له مخي د طالبانو تر واک لاندې زندانونو کې د بنديانو د شکنجو لږ قضيې مستندي شوي دي.

د طالبانو د زندانونو د ادارې نظامي مرستیال د بندیانو شکنجه رد کړه.

د بشري حقونو سازمانونو په وار ـوار ويلي، چې د طالبانو په زندانونو کې بنديانو د محکمې شفاف بهير او مدافع وکیلانو ته لاس رسی نه لري.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د عمومي بخښنې له اعلان سره ـ سره، په لویه کچه پخواني دولتي کارکوونکي او سرتېري، د ښځو د حقونو فعالاني، خبریالان او د پوهنتون استادان په بېلابېلو تورونو نیولي او بنديان کړي دي.