پر غزې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ٢٣ زرو واوښت

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر د غزې د روغتیا وزارت په حواله لیکلي، چې د غزې پر تړانګه د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳۴۶۹ او د ټپیانو شمېر ۵۹۶۰۴ کسانو ته لوړ شو. اوچا وایي، د دغو قربانیانو ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.