باجوړ کې د یوه قومي مشر پر موټر چاودنې مرګژوبله اړولې ده

په باجوړ کې د یوه قومي مشر پر موټر بمي برید کې د هغه په ګډون دوه تنه ټپیان شوي او یوه مېرمن هم وژل شوې ده. دغه چاودنه چې د دغه راپور له خپرولو نیم ساعت وړاندې د باجوړ په اتمانخېلو کې شوې موخه یې قومي مشر میا حضرت ګل و، چې په دغه برید کې ټپي شوی دی.