میا حضرت ګل چې ویل کېږي د پاکستان له حکومکت سره نږدې کس دی، څو ورځې وړاندې یې په اعتراضي ډول له حکومته غوښتي و چې نور ولسونه له دې زیاته قرباني نه شي ورکولای باید دغه روان کړکېچ د جرګو او مرکو له لارې پای ته ورسېږي.
تر دغه برید وړاندې د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو په تېره بیا په وزیرستان کې هم په ورته چاودنو کې قومي مشران په نښه شوي وو. دغه چاودنې په پاکستان کې د راتلونکو ټاکنو په درشل کې کېږي او یو شمېر کړۍ غواړي، چې دغه ټاکنې وځنډول شي؛ خو حکومت ته نږدې سرچینې وايي، چې ټاکنې پخوا هم په ترینګلو حالاتو کې ترسره شوې او دا پلا به هم به ټاکلې نېټه ترسره کېږي.