د حوثیانو پر مورچلو د امریکا او بریتانیا برید؛ د یمن په ځینو ښارونو کې چاودنې

امریکا او بریتانیا د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالند په ملاتړ په یمن کې د حوثیانو په مورچلو بریدونه کړي. دغه بریدونه د یمن په بېلابېلو سیمو له هغې ډلې په صنعا، صعده، حدیده او ذمار کې شوي دي.