کډوالي؛ افغانستان نهم هیواد دی چې په ترکیه کې تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي لري

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو ادارې د شمیرو له مخې، په دغه هیواد کې ۴۱ زره او ۹۷۸ افغانان د استوګنې اسناد لري. دغې ادارې د سې شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۶مه) وویل، څه باندې ۳۰ زره افغان پناه غوښتونکو په ترکیه کې د استوګنې لنډمهاله اسناد ترلاسه کړي دي.