• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تصویري راپور: د لومړۍ نړۍوالې جګړې په زړه پورې او نادر انځورونه

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۳ GMT+۰

موږ د نړۍوالې جګړې چې (۱۹۱۸-۱۹۱۴) کلونو په منځ کې پېښه شوې تل تور او سپین انځورونه لیدلي؛ خو دلته د لومړۍ نړۍوالې جګړې ځینې رنګه انځورونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سرتېرو څخه نیولې تر ملکي وګړو چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې مبارزه کړې خپرو.

د سوېس او فرانسې ترمنځ د کټارو تر شا د سوېس پوله ساتونکو یوه ډله
100%
د سوېس او فرانسې ترمنځ د کټارو تر شا د سوېس پوله ساتونکو یوه ډله
سرتېري په لویدیځ فلانډرز کې د میسینز سره نږدې د جرمني پوستو لاندې ۴۵ متره ژور خندق ته ګوري، چې د برېتانیا له خوا د ۲۱ ټنه چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله رامنځته شوی. دا په تاریخ کې یوه تر ټولو لویه نا اټومي چاودنه وه، چې ۱۰ زره سرتېري یې ووژل او تر ډوبلین پورې یې غږ اورېدل شوی.
100%
سرتېري په لویدیځ فلانډرز کې د میسینز سره نږدې د جرمني پوستو لاندې ۴۵ متره ژور خندق ته ګوري، چې د برېتانیا له خوا د ۲۱ ټنه چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله رامنځته شوی. دا په تاریخ کې یوه تر ټولو لویه نا اټومي چاودنه وه، چې ۱۰ زره سرتېري یې ووژل او تر ډوبلین پورې یې غږ اورېدل شوی.
له افریقا څخه فرانسوي سرتېري په لویدیځ محاذ کې د خوړو چمتو کولو پر مهال.
100%
له افریقا څخه فرانسوي سرتېري په لویدیځ محاذ کې د خوړو چمتو کولو پر مهال.
ماشومه نجلۍ د فرانسې په ریمس کې د سرتېرو تجهیزاتو تر څنګ ناسته ده، له  خپلې نانځکې سره لوبې کوي.
100%
ماشومه نجلۍ د فرانسې په ریمس کې د سرتېرو تجهیزاتو تر څنګ ناسته ده، له خپلې نانځکې سره لوبې کوي.
ډاکټران، نرسان او طبي پرسونل د فرانسې په بوربورګ کې د ۵۵ ساحوي روغتون مخې ته.
100%
ډاکټران، نرسان او طبي پرسونل د فرانسې په بوربورګ کې د ۵۵ ساحوي روغتون مخې ته.
د السیس - موش ښارګوټي کې د یوې غونډۍ پر څنډه د فرانسوي پوځ هدیره.
100%
د السیس - موش ښارګوټي کې د یوې غونډۍ پر څنډه د فرانسوي پوځ هدیره.
د فرانسې د سینټ پاول روغتون کې لافاکس ته نږدې د جګړې له ډګره ټپي شوي سرتېري.
100%
د فرانسې د سینټ پاول روغتون کې لافاکس ته نږدې د جګړې له ډګره ټپي شوي سرتېري.
جرمني سرتېري په یوه ټانک کې سپاره دي چې پر ټانک د تېښتې کلیمه لیکل شوې ده. درې سرتېري د ټانک په سر ناست دي په داسې حال کې چې یوه سرتېري د ټاک له منځه له کړکې سر راویستی.
100%
جرمني سرتېري په یوه ټانک کې سپاره دي چې پر ټانک د تېښتې کلیمه لیکل شوې ده. درې سرتېري د ټانک په سر ناست دي په داسې حال کې چې یوه سرتېري د ټاک له منځه له کړکې سر راویستی.
د فرانسې په ریمس ښار کې یو ورځپاڼه پلورونکی.
100%
د فرانسې په ریمس ښار کې یو ورځپاڼه پلورونکی.
د جرمني له وتلو وروسته د فرانسې به نویو کې د الجزایر کارګر.
100%
د جرمني له وتلو وروسته د فرانسې به نویو کې د الجزایر کارګر.
فرانسوي سرتېري د کالیس په ریکسپوډی کې ورځپاڼې لولي.
100%
فرانسوي سرتېري د کالیس په ریکسپوډی کې ورځپاڼې لولي.
په مصر کې د برېتانوي چینایي کارګرانو کمپ چې د منځني ختیځ کمپاین لپاره ګومارل شوي وو.
100%
په مصر کې د برېتانوي چینایي کارګرانو کمپ چې د منځني ختیځ کمپاین لپاره ګومارل شوي وو.
دا انځور په لومړۍ نړۍواله جګړه کې د برید جنرال هنري نیکولاس جنازه ښیي.
100%
دا انځور په لومړۍ نړۍواله جګړه کې د برید جنرال هنري نیکولاس جنازه ښیي.

لومړۍ نړۍواله جګړه چې د سترې جګړې په نوم هم یادیږي، د بشر په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ جګړه وه. دا جګړه په ۱۹۱۴ میلادي کال کې پیل تر ۱۹۱۸ میلادي کاله پورې یې دوام وکړ او د نړۍ له ګوټ - ګوټ څخه میلیونونه سرتېري او ملکي وګړي پکې ښکیل وو.

د دغو عکسونو جالبه اړخ دا دی، چې سرتېري د کامرې مخ ته ډېر ځانونه عادي نیسي، له جګړې څخه خپلې شیبې شریکوي. تازه ګمارل شوي سرتېري د مرګ له ګواښ سره - سره خپل ورځینی ژوند کوي.

د لومړۍ نړۍوالې جګړې انځورونه دا څرګندوي؛ هغه کسان چې په جګړه کې جنګیدلي بې څوکه او بې نومه جنګیالي نه وو، بلکې د کورنیو، هیلو او خوبونو سره رېښتیني خلک وو.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۵

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د ایران د ګرځندوی وزیر: هرات د ایران د تمدن یوه غوره بېلګه ده

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۰

د ایران د ګرځندوی وزیر عزت الله ضرغامي په تهران کې د «هرات د شپې» په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په یوه پیغام کې وویل؛ دغه ښار د ایران د تمدن یوه غوره بېلګه ده او افغانستان او ایران باید په مختلفو برخو کې د تعامل او همکارۍ بېلګه وي.

په دغو مراسمو کې په تهران کې «له چنګېزه تر تېموره د هرات تاریخ» د کتاب مخکتنه وشوه.

د جماران خبری اژانس د خبر له مخې؛ د ایران د سولې د مطالعاتو د علمي ټولنې او د دغه هېواد د معاصر تاریخ موزیم د سې شنبې په ورځ ( د مرغومی ۲۶) د «له چنګېزه تر تېموره د هرات تاریخ» » د کتاب د مخکتنې په مناسبت د یو تاریخي کلتوري پروګرام کوربه و.

د ګرځندوی وزیر د یو پیغام په استولو سره وویل: « د ایران او زموږ د ګران افغانستان (هرات جان) د ویاړمنو خو ځپلو ښارونو د یادولو لپاره یو ښه فرصت دی، چې په دې اړه بحث وکړو، چې ایران ښار څه شی دی او له شک پرته دغه بحث بېلابېل نظرونه لری.»

هغه زیاته کړه، افراطیت، ګواښونه، نا انډوله پراختیا او فرصتونه د ایران او افغانستان او د سیمې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ مشترکات دي، چې دا هېوادونه یوازې د همکارانو په خواخوږۍ او کار سره پر دې هر څه بريالي کېدی شي.

د ایران د ګرځندوی وزیر وویل: « سره له دې، چې په نړۍ کې د تمن تر ټولو ځواکمنه امپراتوري له دې سېمې څخه رامنځته شوې؛ خو هرات د تمدن يوه غوره بېلګه ده، چې د خپل جغرافيايي چوکاټ په پرتله ډېر ارزښت لري.»

د ګرځندوی د وزیر په پیغام کې راغلي، چې افغانستان او ایران د بډایه ايراني تمدن او کولتوري خراسان د وارثانو په توګه باید په بېلابېلو او ستراتیژیکو برخو کې له یو بل سره تعامل او اړیکې ولري.

هغه وويل: «لکه څنګه چې تبریز او هرات وکولی شول، چې د نړۍ تر ټولو عالي هنري مکتب جوړ کړي، له شک پرته هرات، کندهار، کابل، سمرقند، دوشنبه، مشهد، اصفهان، استانبول، بغداد، لاهور او ډهلي کولی شي د مشرتابه په ګډو برخو کې د متقابل عمل، تبادلې او همکارۍ پر اساس د نوي وياړ رامنځته کولو هڅه وکړي.»

د شېوان ماهندر راجاه له خوا ليکل شوی «له چنګېزه تر تيموره د هرات تاریخ» د کتاب فارسي نسخه، چې د علي محمودي سرچقايي له خوا ژباړل شوې، د افغانستان او ایران د يو شمېر استادانو، محصلينو او روڼ اندو په خضور کې مخکتنې ته وړاندې شو.

چین ایران او پاکستان ته: د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره له زغم او حوصلې کار واخلئ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۰

وروسته له هغې چې ایران د لومړي ځل لپاره د پاکستان پر خاوره خپل اهداف په نښه کړل، چین پر پاکستان او ایران غږ کړی، چې باید له زغم کار واخلي او له کړکېچ زیاتوونکو اقداماتو ډډه وشي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ وايي، چې ایران او پاکستان نږدې ګاونډي او لوی اسلامي هېوادونه دي، چې په داسې حساسو شرایطو کې باید له احتیاط څخه کار واخلي.

نوموړې ویلي: «مونږ پر دواړو خواو غږ کوو چې له زغم څخه کار واخلي، له داسې کړنو ډډه وکړي چې تاوتریخوالی زیات کړي، هڅه باید وشي چې په ګډه سیمه کې سوله او ثبات وساتي.»

د ایران له خوا د پاکستان د بلوچستان صوبې برید له امله پاکستان خپل کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا د پاکستان پر ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری دی؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان بیا ویلي، چې د پاکستان پر خاوره برید یې د ایراني ترهګرو ته د ځواب په موخه کړی او په دغه برید کې د جیش العدل دوه مرکزونه په نښه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ایران د سیمې امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د سوېس د داووس د نړۍوال اقتصادي فورم په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، چې ایران «د سیمې امنیت ته ستر ګواښ» دی.

په وروستیو څلورو ورځو کې ایران په سوریه، عراق او پاکستان کې ځینې اهداف په نښه کړل.

دغې چارې نه یوازې د عراق او پاکستان غبرګون راپارولی بلکې د امریکا په ګډون د یو شمېر عربي هېوادونو له مستقیم او غیر مستقیم غبرګون سره مخ شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ ( د مرغومې ۲۷مه) وویل، چې د سیمې هېوادونه غواړي چې امریکا په سیمه کې فعال حضور او د رهبرۍ نقش ولوبوي، خو ایران د سیمې امنیت ته ستر ګواښ جوړوي.

د بلېنکن په خبره، د سیمې د هېوادونو په مرسته د اسراییل او فلسطین د کړکېچ حل کولی شي، چې په منځني ختیځ کې د ایران نیابتي ډلې او وسلوال منزوي کړي.

نوموړی دا خبرې پر داسې مهال کوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان په داووس کې ویلي، چې د عراق او پاکستان امنیت د ایران امنیت دی او دوی په دواړو هېوادونو کې ترهګر په نښه کړي دي.

امریکا یو ځل بیا د یمن حوثي وسلوال "ځانګړي نړۍوال ترهګر" اعلان کړل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۴ GMT+۰

سپینې ماڼۍ په یوه تازه بیان کې اعلان کړی، چې د یمن د حوثي وسلوالو د بریدونو او ګواښونو په ځواب کې یې دغه ډله د "ځانګړې نړۍوالې ترهګرې" ډلې په نوملړ کې شامله کړه.

که څه هم په ۲۰۲۱ کال کې امریکا د حوثي وسلوالو ډله له دوو لېستونو "د بهرنیو ترهګرو ډله" او " ځانګړي نړۍوال ترهګر" څخه لرې کړې وو؛ مګر په تازه اعلان کې امریکا دا ډله یو ځل بیا د ترهګرو په ډله کې شامله کړه.

سپینې ماڼۍ نن چهار شبنه ( د مرغومې ۲۷مه) په خپلې سهارنۍ اعلامیې کې ویلي، چې دا پرېکړه به د حوثیانو د تمویل د مخنیوي، مالي بازارونو ته د دې ډلې د لاسرسۍ د محدودولو او د خپلو اعمالو د حساب ورکولو په برخه کې یو مهم ګام وي.

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر بیا ویلي، چې د یمن حوثي یاغیان د "ځانګړي نړۍوال ترهګر" په نوملړ کې د شاملولو په اړه د واشنګټن پرېکړه به د فېبرورۍ له ۱۶مې څخه عملي شي.

‏له دې وړاندې د روانې میاشتې په اوومه نېټه د امریکا متحده ایالتونو د یو کس په شمول درې بنسټونه د یمن حوثیانو ته د ایران د مالي مرستو د لېږد له امله تحریم کړل.

د امریکا خزانې وزارت د بیان له مخې؛ «یو کس او درې صرافیانې، چې د یمن حوثي ملېشو ته یې د ایران د مالي مرستو لېږد کې د اسانچاری رول لوباوه او د ترکیې تر څنګ يې یمن کې هم فعالیتونه درلودل، تحریم کړي دي.»

‏د راپورونو له مخې؛ وروستیو میاشتو کې امریکا پر حوثي ملېشو د بندیزونو کچه لوړه کړې او په تور سمندر کې یې پر سوداګریزو کښتیو د دې ډلې د بریدونو مخنیوي لپاره ایتلاف هم جوړ کړی دی.

دا بندیزونه په سور سمندرګي کې په سوداګریزو کښتیو د یمن د حوثي ملېشو د بریدونو په ځواب کې ترسره کیږي چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي.

دا بریدونه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د یمن حوثیانو د دې ترهګرې ډلې د ملاتړ له امله زیات شوي او په سور سمندرګي کې یې د کښتیو امنیت ګډوډ کړی دی.

د اروپا عدلي محکمه: هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ دي د پناه غوښتنې وړ پېژندل کیږي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د اروپا د عدلیې محکمې د نوي حکم له مخې؛ هغه ښځې چې په خپل هېواد کې د "ناموسي وژنې" یا د کورنۍ تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي، د پناه غوښتنې وړ پېژندل کیږي. دغې محکمې ومنله چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده.

په لوګزامبورګ کې د اروپا د عدلیې محکمې د سې شنبې په ورځ (د مرغومې۲۶مه) د یوه بیان په خپرولو سره یې تایید کړه؛ هغه ښځې چې د جنسیت له امله له فزیکي یا رواني تاوتریخوالي سره مخ کیږي کولی شي د خوندیتوب غوښتنه وکړي.

دغه محکمه وایي؛ که چېرې د کډوالۍ د وضعیت د ورکولو شرایط پوره نه شي؛ نو ممکن غوښتونکي د فرعي ملاتړ شرایطو وړ شي.

د اروپايي اتحادیې د قوانینو پر اساس که یو څوک د ملیت، مذهب، نژاد او سیاسي عقایدو یا د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب په اساس وځورول شي د پناه غوښتنې وړ بلل کېږي.

دغې محکمې ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده او په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې دریځ د ښځو لپاره د تطبیق وړ دی.

دا پرېکړه د یوې مېرمنې د قضیې وروسته صادر شوه چې ادعا یې کړې وه، چې ترکیه کې یې کورنې هغه واده ته مجبوره کړې ده.

دغه ښځه د خپل مېړه له وهلو او ګواښلو وروسته بلغاریا ته وتښتېدله او د اروپا عدلیې محکمې څخه د بلغاریا د محکمې له خوندیتوب غوښتنې وروسته، جرمني ته ولاړه.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله له کار او زده کړو بې برخې دي او په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

تر دې مخکې یوناما ویلي وو؛ افغانستان په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه وايي، چې طالبانو «جنسي توپیر» رامنځته کړی او ښځې یې له ټولنې اېستلي دي.