د هرات زلزله ځپلي خوړو، روغتیایي خدمتونو او دایمي سرپناه ته اړتیا لري

د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې تر پنخلسمې نېټې پورې په هرات ولایت کې د زلزلو لړۍ ته په اشارې سره وویل، چې دغو زلزلو په ۶ ولسوالیو کې له ۲۷۵۰۰۰ څخه ډېر کسان اغېزمن کړل.